Homeخبرونه‏سعودي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه د سیمې د...

‏سعودي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه د سیمې د ثبات په لور مثبت ګام بللی

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۸مه) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند د هوکړې هرکلی کړی او دا یې د سیمې د سولې او ثبات په لور یو مثبت ګام بللی دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې سعودي عربستان د اوربند د لاسلیک او دایمي سولې د ټینګښت لپاره د کړنلارو د جوړولو هرکلی کوي، چې د دوحې په وروستیو مذاکراتو کې ترسره شوې دي.

اعلامیه کې سعودي د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د سولې او ثبات ټینګول دي.

سعودي ژمنه کړې، چې د افغانانو او پاکستان خلکو د سوکالۍ لپاره هڅې کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د څو ورځنۍ نښتې وروسته د قطر او ترکیې په منځګړتوب دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ پر اوربند هوکړه شوې، خو د توافق پر محتوا افغانان نیوکې او شکونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او پاکستان تېره میاشت د متقابل دفاع امنیتي تړون هم لاسلیک کړ، چې پر هر هېواد برید به پر دواړو هېوادونو ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...