Homeخبرونهافغانستان بانک یو شمېر سوداګریزو بانکونو ته د اسلامي بانکوالۍ جوازونه وېشي

افغانستان بانک یو شمېر سوداګریزو بانکونو ته د اسلامي بانکوالۍ جوازونه وېشي

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۸مه) د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ‏د افغانستان بانک وایي، ډېر ژر به یو شمېر سوداګریزو بانکونو ته د بشپړې اسلامي بانکوالۍ جوازونه ورکړل شي.

د یاد بانک مرستیال صدیق‌الله خالد وایي، د هېواد بانکي سکتور د اسلامي کېدو په بشپړ بهیر کې داخل شوی او بانکونه به د اسلامي مالي محصولاتو د تنوع وړاندې کولو له لارې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره په ګډه ناسته کې د کارکوونکو ظرفیت لوړولو او برېښنایي بانکوالۍ پر ودې ټینګار کړی.

بل لورته بیا د اقتصادي شنونکو په باور دغه ګام به هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پروسې قانوني کېدو او له دې لارې د بانکي سیسټم د روڼتیا لامل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...