هر مفکر او ګروهمن انسان د ژوند په اړه خپل افکار، اندونه او تعبیرونه لري، ژور فکر کوي، رازونه او رمزونه يي سپړي، موخي اوحکمتونه يي بیانوي، سوالونه او ځوابونه سره پرتله کوي.. ترڅو د خپل لیدلوري اوتفحص په رڼاکې نه یوازي د ځان لپاره بلکې د انساني ټولني د پوهنیزاومعرفتي کچ د لوړولو لپاره هڅه او هاند ترسره کړي، دغه غوره پوهنیزه لورینه د لویو مفکرو او ژورلیدونکو پوهانو کار اوخاصه ده.
موږ غواړو چې په دې شننه کې د یو داسي متفکر او لوی دانشمند شخصیت پر فکرونو اولیدلوري لږ تم شو چې د ژوندپه اړوند خورا مهم او ګټور پوهنیز برداشتونه، تلقینونه او پېغامونه لري، د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د علمي اوادبي میراث پر دغه محور یو لنډ بحث کوو.
استاد د ژوند په اړه خپل تلقین دا ډول څرګندوي:
( انسان له دوو حقیقتونو څخه خلق اوپیدا دی: لومړی حقیقت د میني اومحبت په سیوري کې ژوند کول دي، اودویم حقیقت مرګ اوجدايي ده. دا حقیقت د لومړي حقیقت پای دی، زموږ د ژوند په بهیر کې له همدې یوه پيل اوپای نه پرته بل داسي څه نشته، چې په فکرکولو اوخفګان و ارزي، ډېر خلک ژوند را پیل کړي او بلآخره يي پای ته ورسوي، خو ټولو خلکو نه هغه راپیل کړی اونه يي پای ته رسولی دی).
د ژوند د آغاز او انجام منطق ټولو ته واضح دی او دا بهیر یو الهي امر دی، خو ددې بهیر په لړکې زموږ انساني کړه وړه، حوادث، اوپه ټوله کې د ژوند محتوا د شنني اوسپړني خورا زیاتي زمينې لري.
استاد پژواک په دې لنډ بحث کې د ژوند د مانااومرام، دوام او انجام یوجامع تفسیروړاندي کوي، له میني… ترمرګه ددې دنیا د ژوند سفر… له هیلو تر ناهیلیو، له غمه ترخوشحالیو، له کامیابیو تر ناکامیو اوله…
د ژوندون نه به کوم خوب پرېشانه نه وي
د دنیا نه ناراحته بستر نشته
په دې بیت کې استاد ژوند له خوب سره تشبه کړی دی او خوب تل دوه اړخه لري، یاسړی پکې خوښ او آرام وي او یا په زحمت اوعذاب کې ایسار وي، یو د فزیکي اوفيزولوژیکي انساني طبیعت په اساس د استراحت مسله ده چې انسان د خپل وجود د آرام لپاره د خوب غېږي ته پناه ور وړي او بل اړخ يي هغه رواني اولاشعوري کشمکش دی چې انسان يي په خوب کې تجربه کوي، چې د استاد اشاره د خوب د روحي اورواني دروني حالت منځپانګي او تجربوته ده، بل مورد دادی چې استاد وايي ژوند داسي مثال لري لکه انسان چې په کوم ناآرام او نامناسب چاپریال کې د استراحت او هوسایني په موخه خوب ته پناه ور وړي، ولي؛ هلته يي دغه موخه نه ترلاسه کېږي ځکه محیط ورته مناسب نه دی، د خوب کټ او کوټه سره ګډ او وډ دي اوآن په لیدو يي لاهم د انسان روحي ناقراري زیاتېږي.
نو؛ ژوند موږ ته د استراحت په تمه ډېري ستړي او ستومانه شېبې هم ډالۍ کوي اوموږ يي د ناآګاهانه جبروت په اساس زغموو.
همداراز استاد په خپلي یوې بلي عرفاني_فلسفي ویناکې د ژوند اومرګ حقیقي بهیر داسي تشریح کوي:( زړه هغه هینداره ده چې زموږ په دننه کې ځلېږي، کله د خدای تعالی(ج) خوښه اوخندانه څېره په کې خاندي اوکله د اهریمن چټله اوناپاکه څېره پکې ژاړي. موږ په دې هینداري کې يو ځل په رښتیا سره خپل ځانونه پکې وینوچې هغه د مرګ وخت دی، کله چې فکر کوو چې بل ځل مو هم ځان پکې لیدلی دی، دا حالت د کتلو یو ښکلې تېرایستنه ده چې د” عشق“ نوم يي ورکړی دی، دغه خبره تر هغه بل حقیقت ښکلې ده).
دلته استاد د خپل عرفاني نړۍ لید په اساس موږ ته د خدای دوستۍ او په دې لاره کې د زړه د سپينوالي اوپاکۍ مهمه موضوع را یادوي، د سپېڅلي عشق په لور د بلني یو ژوره عرفاني تجربه وړاندي کوي.
د نفس د تذکیې مهمه اړتیا راته توضیح کوي او د انفسي دامونو له ایسارڅخه د ژغورني لار معرفي کوي، د زړه هینداره د يو معنوي سپېڅلتوب لپاره غوره کوي.
د دنیا واړه ګټل همه بایلل دي
چې ځان وبایلې تاوړی دی قمار
استاد پژواک د دنیايي چارو د عارضي او نسبي اهمیت خبره کوي، نوموړی د ژوند د قیمار وړل د ځان سپارلو او رښتیني عشق په ژورو کې د ډوبېدلو په رازکې ګڼي.
ژوند او ورپوري تړلي لاري چاري د ابدي ژوند د چارو د سمبالښت اوهلته د بریالیتوب د خپلولو فرصتونه ګڼي.
د استاد سپارښتنه داده چې په دې فاني ژوند پورې دومره زړه مه تړه چې د ابدي ژوند د خرابېدو سبب دي شي.
په همدې ارتباط په یو بل شعرکې په فاني اوباقي ژوند کې د خلکو د ناکامۍ او بې توښې حالت داسي بیانوي:
په دنیاکې خو شتمن اومستان ګرځي
خومحشرکې دېوالي دي دا وګړي
په ورته محتوا د یو بل شعر دابیتونه يي څومره د حقیقي ژوندعرفاني_ فلسفي مفهوم وړاندي کوي:
دغه ساه چې ماکې وینې زما نه ده
ژوندی بل دی زه يي سیوری د ژوندون یم
مرګ منزل دی د سپېڅلي ژوندون لاره
لالهاند ځکه په لاره د ژوندون یم
هو؛ مرګ د سپېڅلي ژوند د تجربې لومړی منزل او په عرفاني ژبه د ویصال د امیدونو د پیل لومړۍ کړکۍ ده.
دیدم که نه ساقی و نه باده نه صبوحیست
سیمای حقیقت به نظر جلوه گرآید
ویران شود این شهرکه خود سوگ سرایی است
وز مرگ مراقصه غم مختصر آید
بلي؛
دلته هرڅه مجازي دي پام دي نیسه
آبادۍ مو ناسازي دي پام دي نیسه
ددې ژوند د غم قصه د مرګ په راتګ سره پای مومي او د یو بل جهان د نوې تجربې نوې لړۍ پیلېږي.
زنده گی ساز و صدائیست که من میدانم
اندرین پرده نوائیست که من میدانم
ترک دل گام نخستین ره استغناست
آرزومند گدائیست که من میدانم
آستینی که کنداشک ضعیفان را خشک
اندرآن دست خدائیست که من میدانم
ژوند لکه یوموسیقاره نغمه د طبیعت انعکاس دی چې د حکمت له پټو پردو څخه راجګېږي، اوپه دې ساز او آوازکې ډوبېدل د اقناع او استغنا سبب ګرځي، ټولي نفسي ارزوګاني محوه کوي او د خدای تعالی(ج) د قدرتونو په ژوردرک سره انسان د معنوي مړښت په لور ګامونه اخلي، دغه مادي لالهاندي يي په یو ژوري معنوي آرامۍ اوسکون بدلېږي، کله چې انسان د قلبي مړښت او دروني معنوي ځواک مرحلوته ځان ورسوي هلته نو د خدای تعالی(ج) د بندګانو سره د مرستي او امداد حقیقي روحیه خپلوي، د کمزورو خلکو سره مدارا او سخاکوي او داهرڅه يي بې ریا او د خدای پاک(ج) د رضاد ترلاسه کولو لپاره وي.
د استاد نړۍ لید د ژوند په اړوند خورا ژور او له ماناوو اوپېغامونوڅخه ډک دی، نوموړی که د ژوند ستونزوته ګوته نیسي ورسره جوخت په خدای تعالی(ج) د قوي ایمان سره پر ستونزو د بریا او فایق کېدو هیله هم پالي، نوموړی هڅه کوي چې د فکر اوعمل په ډګر کې د یو مثمر او مصلح انسان په توګه ژوند اوژوندو ته ګټه ورسوي، اوپه دې بشپړه عقیده لري چې ددې دنیا پر ورشو مثمره او ګټوره کرنه په هغه بل جهان کې د ښه حاصل او مطلوبي مېوې سبب کېږي، نوځکه يې فکر اوعمل د یو خیرمن انسان په توګه د ښو کړنو لپاره ځانګړی کړی دی، اوغواړي چې دغسي غوره چلند نور خلک هم تمرین کړي.
پایله او نچوړ:
موږ د مرحوم استادپژواک په فکرونوکې د ژوند اصلي څېره، موخه اورسالت لاښه پېژندلای شو، استاد لکه د نورو لویو پوهانو په څېر په دې برخه کې خپل غوره ونډه په ښه توګه اداکړې ده، دده آندونه او عملونه د یو مطلوب ژوند په لاري کې د مزل ښه لارښود کېدلای شي.
په ژوندکې د ژوند سره معناداره چلند د استاد پژواک غوندي لویو پوهانو د یو روښانه درس په توګه موږ ته وړاندي کړی دی، نورو ته خیر رسونه د نورو سره غوره انساني چلند د ژوند مانارنګینوي.
په ژوندکې د یو بې آزاره اومصلح انسان په توګه لوبېدل د ژوند د مزل د ښه یون بریالۍ تجربه ده.
بناً ژوند ته د پوهو انسانانو له لیدلوري کتل موږته دا درک او وس راکوي چې ژوند د خپل ارزښت سره متناسب وپالو، خیر وکړو او خیر ته نور خلک هم راوبلو.
په دستور د زمانې باندي ځان پوه کړه
پایښت بوله استثنا قانون ګذر دی
دګټي اخستني منابع:
١_ زوی د افغانستان د استاد پژواک د خاطرو پښتو ټولګه
٢_ بانوی بلخ: د استاد منظوم دري اثر
په دعااودرناوي
همت عمرزوی