تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په هېګ کې له نړیوالې جزایي محکمې او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې «په افغانستان کې د پاکستان د پوځ د جنګي جنایت» په اړه سمدستي او خپلواکې پلټنې وکړي.
اتمر د سېشنبې په ورځ په یوه بیان کې پر کابل د معتادانو د درملنې پر مرکز برید «د افغانستان او نړۍ په معاصر تاریخ کې یو له تر ټولو وحشیانه او بېساري جنګي جنایتونو» څخه وباله.
هغه ویلي چې د هېګ نړیواله محکمه، په ځانګړي ډول د دې محکمې څارنوال کریم خان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د بشري حقونو شورا باید ژر تر ژره د دغو بریدونو په اړه تحقیقات پیل کړي.
دا لومړی ځل دی چې یو افغان سیاستوال د دې برید په اړه، چې په لړ کې یې ملکي کرګ ژوبلې کلګروملتو هم تایید کړي، یو افغان سیاستوال د هېګ محکمې د تحقیقاتو غوښتنه کوي.
اتمر خبرداری ورکړی چې: «د دې جنایت پر وړاندې چوپتیا د بشریت پر ضد تاریخي بېانصافي ده او باید د نړیوالو بنسټونو په نوم ثبت نه شي.» هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک د «امید» د بیارغونې روغتون د قربانیانو لپاره عدالت او بشپړه محاسبه غواړي.
د روان کال د حوت میاشتې په ۲۵مه، پاکستاني جنګي الوتکو د «غضب للحق» په نوم د عملیاتو په ترڅ کې د کابل په ختیځ کې د «امید» د معتادانو د درملنې مرکز بمباري کړ. په دغه مرکز کې شاوخوا ۲ زره معتادان تداوي کېدل.
ملګرو ملتونو د ۲۶۹ ملکي کسانو وژل او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو د طالبانو ادارې د وژل شویو شمېر تر ۴۰۰ کسانو زیات ښودلی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان دغه برید غیرقانوني، نامتناسب او «جنګي جنایت» بللی او د خپلواکو پلټنو او حسابورکونې غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو دا بمباري د ناروغانو او ملکي وګړو «قصدي عام وژنه» بللې او ویلي یې دي چې دا د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې د «امید» مرکز یوازې یو طبي مرکز و او له پوځي تاسیساتو سره یې هیڅ اړیکه نه لرله.
خو پاکستان ادعا کوي چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند پوځي تاسیسات، د مهماتو زېرمې او ترهګریزې زیربناوې وې، او روغتیايي مرکز یې نه دی په نخښه کړی.