Homeخبرونهیورونیوز: پاکستان د امریکا او ایران دریځونه یو بل ته په حقیقي...

یورونیوز: پاکستان د امریکا او ایران دریځونه یو بل ته په حقیقي ډول نه انتقالوي

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د سي‌این‌این د راپور له مخې، د امریکا د حکومت دننه له ایران سره د چلند او د خبرو د راتلونکي په اړه بېلابېل نظرونه پارېدلي دي.

دغه بحثونه په داسې حال کې زیات شوي چې ډونالډ ټرمپ له ایران سره د مذاکراتو له بهیر څخه ورځ تر بلې ناهیلی کېږي او په سپینه ماڼۍ کې د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال یو ځل بیا جدي مطرح شوی دی.

سرچینو ویلي چې ټرمپ د ایران له لوري د خبرو د مدیریت له طریقې سخت ناراضه دی او اوس تر بل هر وخت زیات د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال ارزوي. هغه په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د بند پاتې کېدو او د ایران په رهبرۍ کې له اختلافاتو څخه ناراضه دی، ځکه د ده په باور همدغه اختلافات د اتومي خبرو په برخه کې د مهمو امتیازونو د نه وړاندې کېدو سبب شوي دي.

راپور زیاتوي چې د ایران وروستی ځواب، چې ټرمپ هغه «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» او «احمقانه» بللی، د امریکايي چارواکو شکونه زیات کړي چې ښايي تهران رښتیا هم جدي خبرو ته چمتو نه وي.

د امریکا د حکومت دننه په دې اړه اختلاف شته:

ځینې چارواکي، په ځانګړي ډول د دفاع وزارت اړوند کسان، د سخت دریځه چلند ملاتړ کوي او وايي باید پر ایران محدود او هدفمن بریدونه وشي څو تهران بېرته جدي مذاکراتو ته اړ شي.

خو بله ډله بیا باور لري چې باید ډیپلوماسۍ ته نور فرصت ورکړل شي.

د یورو نیوز د راپور له مخې، د دوو سرچینو په وینا، ټرمپ ته نژدې کسان غواړي چې پاکستاني منځګړي ایران ته د امریکا پیغامونه په ډېر جدي او سخت ډول ورسوي. ځینې امریکايي چارواکي شک لري چې پاکستان د ټرمپ اصلي غوسه او نارضایتي هغسې نه منتقلوي لکه څنګه چې هغه په علني ډول څرګندوي.

ځینو امریکايي چارواکو دا اندېښنه هم ښودلې چې پاکستان کله ناکله د ایران دریځ واشنګټن ته تر اصلي حالته نرم او مثبت وړاندې کوي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي چې پاکستان او د سیمې نور هېوادونه هڅه کوي ایران ته دا پیغام ورسوي چې ټرمپ سخت ناراضه شوی او دا د تهران لپاره د ډیپلوماسۍ وروستی فرصت ګڼل کېږي، خو داسې ښکاري چې ایران دې خبرداریو ته جدي پام نه کوي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې امریکا او ایران د فشار د زغملو بېلابېل ظرفیتونه او مختلف مهال‌وېشونه لري، ځکه ایران له لسیزو راهیسې اقتصادي فشارونه تجربه کړي دي.

بل لور ته، ټرمپ د دوشنبې په ورځ بیا د خپل ملي امنیت له ټیم سره په سپینه ماڼۍ کې غونډه وکړه څو د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث وکړي. خو سرچینې وايي، چین ته د ټرمپ تر سفر وړاندې به ښايي کومه وروستۍ او مهمه پرېکړه ونه شي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان استخباراتو پخوانۍ مشر جنرال حمیدګل په یوه تلویزیونی مرکه وویل چې پاکستان په افغانستان د امریکا په ملتیا شوری اتحاد مات کړ هغه همدارنګه وویل چې پاکستان په افغانستان کې امریکا هم ماته کړه چې د تلویزیون د پروګرام مسولینو لخوا په د لاسونو په پړه کولو باندې بدرګه شو
    مطلب دا چې امریکا ټولي ستونزي پخپله د ځان لپاره جوړی کړی. بله دا چې د حقوق بشر سازمان او د جنګی جرایمو سازمان د افغانستان ټولي ستونزی ویني مګر ځانونه یې د همدې امریکا په اشاره خاموش نیولی کچیری امریکا دریځ د پاکستان په وړاندې بدل شو نو بیا کیدای شي داسې حساب ورسره وکړی چې د پاکستان نوم له نقشي په کمه موده کې ورک کړی ځکه د افغانستان د جګړي ځکه بغیر د ایران په جګړه کې هم یې هم ماتي ورکړه چې دا د امریکا سیاست باندې یو ګزار ده چې دومره کمزوری دی چې خپل دوست او دښمن ترمینځ توپیر نشي کولی، ترڅو چې امریکا او غربی نړۍ د پآکستان په وړاندې څرګند دریځ اختیار نکړی نو داسې ستونزو سره به مخامخ شي ۹ سپتامبر قضیه به یی هیره شي ځکه همغه آسامه بن لادن یې پاکستان کې پیدا کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نه هېرېدونکې خاطره| انجنیر زلمی نصرت

دنمارک کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه...