عبدالوحید وحيد
زه زما پر ليکنه ” د پاکستان بریدونه او د افغانستان مخته پرتې ننګونې” چې په ځینو رسنیو کې خپره شوې ده، د ښاغلي عبدالباري جهاني نقد ته درنښت وړاندې کوم. همدغه شان د نوموړي له دغه دریځ سره موافق یم چې زموږ بحثونه او لیکنې باید خپلو خلکو ته د معلوماتو د وړاندې کولو، د هېواد د حالاتو په تړاو د رڼا اچولو او له افغانستان سره د تړلو اساسي مسئلو پر محور را وڅرخېږي. د هېواد د ژورو ستونزو د ریښو موندل او ورته د حل لارو لټول باید د تعصب، تبعیضي چلن او د مخالفت په موخه مخالفت د هوا ورکولو پر ځای د فکري تنوع، ملي ویښتابه او سالم بحث نښه وګڼل شي.
د افغانستان په اړه ننني سیاسي بحثونه، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو، ورځ تر بلې حساس او پېچلي کېږي. زما د یادې شوې لیکنې په اړه د ښاغلي جهاني صاحب انتقادي دریځ هم د همدې فکري او سیاسي بحث یوه مهمه برخه جوړوي. دغه ډول نقدونه، که له یوې خوا د هېواد پر روان وضعیت د ژور فکر استازیتوب کوي، له بلې خوا د مختلفو لیدلورو ترمنځ د بحث د پراخېدو او د فکري ودې زمینه هم برابروي، چې زه یې مثبت پرمختګ ګڼم.
په دغه بحث کې یو مهم ټکی چې ښاغلي جهاني صاحب ورته اشاره کړې، د افغانستان د پوځي او سیاسي وضعیت ارزونه ده. دلته باید روښانه کړم چې ما د عسکري او دفاعي ځواک د انډول نشتوالی د ستونزې یوازینی علت نه، بلکې یوازې یو له څو مهمو عواملو څخه بللی دی. واقعیت دا دی چې ځواک یوازې په وسلو او عسکرو نه سنجول کېږي، بلکې سیاسي مشروعیت، ملي انسجام، اقتصادي ظرفیت، د دولتي ادارو موثریت او نړیوال تعامل هم د حکومتولي اساسي برخې دي. له همدې امله، د “کمزوري” او “پیاوړتیا” تعریف یوازې د شمېرو او ظاهري امکاناتو پر بنسټ نه شي کېدای.
د پاکستان له لوري پر افغانستان باندې د پرلهپسې فشارونو او بریدونو عوامل هم یوازې په یوه علت پورې نه محدودېږي. د سیمهییزو قدرتونو سیاستونه، د نړیوالو لوبغاړو ګټې، د داخلي سیاسي جوړښتونو ثبات یا بېثباتي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباوري اوږد تاریخي شالید ټول هغه عوامل دي چې په ګډه د اړیکو بڼه ټاکي. له همدې امله، د ځواک د انډول مسئله باید د یوه پراخ تحلیلي چوکاټ په دننه کې وڅېړل شي، څو بحث له ساده سازي څخه وژغورل شي.
له بلې خوا، د افغانستان او پاکستان اړیکې له اوږدو تاریخي شخړو څخه سرچینه اخلي او د ژورې بېباوري پر بنسټ ولاړې دي. د ډیورنډ کرښې مسئله، د فشارونو سیاست، د تورونو تبادله او د متقابلو غوښتنو دوام هغه موضوعات دي چې وخت په وخت بیا راژوندي کېږي. خو د تأسف ځای دا دی چې دغه حساس موضوعات، چې باید د حقوقي، تاریخي او ډیپلوماتیکو اصولو پر بنسټ وڅېړل شي، ډېری وخت د احساساتي شعارونو او استخباراتي مانورونو قرباني کېږي.
په دغه ترڅ کې د سیاسي اصطلاحاتو کارول هم ځانګړی اهمیت لري. کله چې په لیکنو کې مطلق او توند تعبیرونه لکه “غلام”، “لاسپوڅی” او ورته نور الفاظ وکارول شي، د بحث علمي توازن کمزوری کېږي او ځای یې احساساتي قضاوت نیسي. په ژورنالېستیکو او علمي بحثونو کې غوره دا ده چې نقد د مشخصو پالیسیو، اقداماتو او شواهدو پر بنسټ وشي، نه دا چې ټول نظامونه او جریانونه په مطلق ډول په يوه جمله کې تعریف یا رد شي.
زه منم چې ستونزې شته، نیمګړتیاوې شته، فرصتونه له لاسه وځي او هېواد له جدي ننګونو سره مخ دی؛ خو زما په اند په داسې ټولنه کې چې د انتقاد منلو کلتور لا تر اوسه پوره وده نه ده کړې، لیکوال باید په خپل اسلوب کې له احتیاط، اعتدال او فکري انډول څخه کار واخلي. توند او احساساتي نقد ډېر ژر د سختو او دفاعي غبرګونونو لامل ګرځي، خو نرم، تحلیلي او استدلالي بیان په اوږدمهاله ډول کولای شي د تقابل پر ځای د تفاهم فضا رامنځته کړي. هدف باید دا وي چې انتقاد د اصلاح وسیله شي، نه د تقابل او دښمني بنسټ.
ښاغلی جهاني صاحب محترمه!
زه په کابل کې اوسیږم؛ هغه ښار چې د هېواد د سیاسي تحولاتو مرکز ګڼل کېږي. په اوسنیو شرایطو کې د لیکوالانو او سیاسي شنونکو لپاره د بیان فضا له بېلابېلو محدودیتونو او حساسیتونو سره مله ده. له همدې امله، د ترخو او تندو نیوکو پر ځای د محتاطې او نرمې ژبې کارول د واقعیتونو د درک او د وخت د شرایطو غوښتنه ده. سره له دې، زما هڅه دا نه ده چې شته وضعیت توجیه یا بېقید شرطه ملاتړ ترې وکړم، بلکې هڅه کوم په محتاط ډول خپل ملي او ټولنیز مسئولیت ترسره کړم او د هېواد د روانو ستونزو په اړه د سالم بحث فضا ژوندۍ وساتم.
په همدې لړ کې، ستاسو انتقادي لیکنه هم د یوې جدي فکري مباحثې دروازه پرانیزي. ستاسو اندېښنې د هېواد د وضعیت په اړه د ژور احساس څرګندونه کوي، خو ځینې مفاهیم لکه د ځواک تعریف، سیاسي مشروعیت او سیمهییز تعاملات د څو اړخیز او متوازن تحلیل غوښتنه کوي. په معاصرو سیاسي مطالعاتو کې ځواک یوازې په پوځي شمېر نه، بلکې په سیاسي ثبات، داخلي انسجام، اقتصادي بنسټونو او نړیوال تعامل کې هم سنجول کېږي.
همدارنګه، دا حقیقت هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د جګړې او دفاع ماهیت په اوسني عصر کې د پنځو یا شپږو لسیزو پخوانیو شرایطو سره د پرتلې وړ نه دی. پخوا به د پوځونو شمېر او دودیزې وسلې د ځواک اساسي معیار ګڼل کېدل، خو نن ورځ د جګړې معادله تر ډېره د پرمختللې پوځي ټکنالوژي، هوايي برلاسى، استخباراتي ظرفیتونو، سایبري امکاناتو، او دقیقو وسلو پر محور را څرخيږي . سره له دې افغانستان اوس هم د پاکستان په پرتله خورا کم شمير جنګي بشري ځواک لرى خم بيا هم په معاصر جنګي چاپېریال کې یوازې د بشري ځواک زیاتوالی د بریا تضمین نشي کولای.
افغانستان، له بده مرغه، لا هم په دې برخه کې له جدي تشو او محدودیتونو سره مخ دی. که څه هم د تېرو جګړو له دورو څخه يو شمېر وسلې او تجهیزات پاتې شوي، خو د دغو وسلو ډېره برخه د ځمکنیو جګړو او دودیزو عملیاتو لپاره مناسبه ده. په داسې حال کې چې پاکستان تر ډېره له هوايي بریدونو، لرې واټن ویشتونکو توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او پرمختللو نظامي سیستمونو څخه کار اخلي، افغانستان د اغېزمن هوايي دفاع، عصري راداري سیستمونو او پرمختللې دفاعي ټکنالوژي له جدي کمښت سره مخ دی. له همدې امله، د دواړو هېوادونو د نظامي ظرفیتونو پرتله باید د معاصرې جګړې د تخنیکي او ستراتېژیکو واقعیتونو پر بنسټ وشي، نه یوازې د سرتېرو او سپکو وسلو د شمېر له مخې.
په پای کې، زه باور لرم چې د نظر اختلاف د تضاد سرچینه نه، بلکې د فکري شتمني یوه مهمه برخه ده. د ښاغلي جهاني صاحب او زما لیکنې، سره له دې چې په ځینو برخو کې اختلاف لري، د همدغه فکري تنوع بېلابېل اړخونه استازیتوب کوي. که دغه ډول بحثونه په درناوي، اعتدال، زغم او علمي توازن سره دوام وکړي، نو بې له شکه به د افغانستان د سیاسي فکر د ودې او د ملي درک د پیاوړتیا لپاره ګټور تمام شي.
مننه
ستاسو ورور عبدالوحید وحيد، کابل افغانستان
تلفون +93777454574
[email protected]