جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهمعاصر چغن د معاصرې لنډې کیسې استازی| یونس تنویر

معاصر چغن د معاصرې لنډې کیسې استازی| یونس تنویر

لنډې کیسې د خپل هنري جوهر له مخې حقیقت پلوې دي. یانې معاصر داستاني اثر د یو ډول پېښو او واقعیتونو ښکارندوی دی. اوسنی لیکوال اړ نه دی چې پېښې او واقعیتونه دې افسانوي را واخلي. د لنډو کیسو د یوه لوستوال په توګه زه له داسې اثر چې هغه موږ د دیوتا او دیوانو جګړې ته بوځي، ښه نه ګڼم، له داسې اثر چې هغه زموږ د ژوند خوند ترې څرګند وي.

زه فکر کوم چې د داستان په اړه د تخیل نظریه ډېر باورمنده نه ده، ځکه چې داستاني هنر په تخیل نه، بلکې په واقعیت لیکلو ولاړ دی. لنډه کیسه د تخلیقي ادب هغه ژانر دی چې هنر یې تر ډېره د واقعیتونو په ښکاره کولو کې وي، او ادبیت یې په واقعیت ولاړ وي.

چغن د داستاني ادب یو هغه واقعیت پلوی اثر دی چې د داستاني هنر ګردې ځانګړنې یې ډېرې عالي وړاندې کړې دي. د دې اثر یوه لویه ځانګړنه دا ده چې یو ډول د پېښو په را برسېره کولو کې مستقیم نه دی، یانې د کیسې عمومي هدف درته لیکي نه، بلکې در ښکاره کوي یې.

د سکوت په نامه کیسه یو ځای موږ ته وایي: “ورګه یې ځکه نه خوړل چې ژېړ رنګ لري/ هغه د پلانکي په کیسه خبر یاست؟ تېر کال په خسو پسې غره ته ختلی و، کله چې یې ګونده پوره شوې وه او خرې ته یې پورته کوله، نو هغې غبرګې لغتې ور خوشې کړې وې، وچ یې د پښو په منځ کې وهلی و. ناستو خلکو خولې وازې کړې، ههههههه ههههههه… خو اوس یې دومره کبر پیدا کړی چې سنت سلام هم نه علیک کوي، ښاري چاپېر یال ډېر خراب کړی…/ سبا ته د جومات خادم پوه کړئ چې نور دې اور لږ بلوي. دا خو بېخي د نه سړي زوی دی…/ استغفرالله سپوږمۍ بیا تندر نیولې ده!!/
او بیا د پرله‌ پسې سجدو ډب ډوب وو…” (۶۲ مخ / چغن)

پورته د یوې کیسې بېلابېل انځورونه دي چې موږ ته ښکاره کوي: ډله خلک په مسجد کې ناست دي، هر رد او بد وایي، غیب او پسخندې وهي، مګر کله چې سپوږمۍ تندر ونیسي، بیا نو د استغفار زمزمې یې تر اوګوته پورته شي. هدف دا دی چې مسجدونه، مو د مغفرت پر ځای، په عشرت ډک کړي دي. یانې پورتنی مفهوم په کیسه کې ډېر واضح دي او موږ د لیکنې د کنجکاو لپاره څه مختصره راوړه.

مسله دا ده چې پورتنی کیسه خپله خاکه موږ ته د یو ډول انځور په شکل را ښکاره کوي او د یوه عمل د جریان فطري‌والی پکې ثابت دی. همدا ځای دی چې لنډه کیسه هنر ګڼل کېږي او د لنډې کیسې جوهر په واقعیت ولاړ دي.


د عصمت صالح په لنډو کیسو کې دا لومړنۍ تجربه ده او دا ډېره عالي تجربه ده. زه فکر کوم چې موږ یو بل نصیر احمد احمدي او مرحوم شپون صیب پیدا کړ. یوه وجه دا ده چې د ښاغلي صالح صیب د لنډې کیسې طرز او تفکر بیخي نوی دی. د کیسې انداز یې له تصنع او مبتذل افسانوي لید خالي دی، بلکې د ټولنې د هغو تجربو یو انځور دی چې موږ ته یو ډول فکري قوت راکوي. علت دا وي چې لیکوال له لوستونکي سره خپلې تجربې داسې شریکوي چې ګټ مټ د ده احساس پکې دخیل وي او لوستونکی د خپل احساس غلاموي، یانې لوستونکی اړ نه دی چې یوه کیسه دې داسې وانګیري چې لیکوال نه وي انګېرلې، دا د تخلیقي ادب یوه غټه ځانګړنه ده.

لیکوال د پېښو د ښودو لپاره له راوي داسې کیسې را وباسي، لکه موږ یې چې ګورو. لیکوال د پېښې په صحنه کې هر شی چې ګوري را اخلي یې او بیا یې داسې را اخلي چې هر یو بېل بېل حالت وي:

“توند باد له کړکۍ پرده پورته کړه، سړي پښې ور ټولې کړې. مخامخ دېوال ته ځير شو. څو شیبې یې په ځوړند تصویر کې د یوې ماشومې په سترګو سترګې خښې شوې…” (۹ مخ/ چغن)

یانې پورتنی یوه پېښه ده، ولې د یوې پېښې هر حالت عکاسي شوی او دا د چغن اثر یوه لویه ځانګړنه ده. د کرکټرونو طرز او تفکر په باره کې ډېر دقیق دي او دا یې ښه پېژندلي دي.

چغن اثر د نوښت او درایت له مخې د معاصر داستان یو نمایان اثر دی چې ټول مفاهیم یې د لنډې کیسې د عالي شکل استازولي کوي. د لنډې کیسې معاصر خصوصیات دا دي: هومره لنډ وي چې هېڅ اضافي خبره، اضافي توری او اضافي جمله ونه لري؛ نثر یې یو ډول لیدل کېږي، ته وا چې زه یې وینم؛ مستنده انځورګري لري، داسې عمل چې متن یې موږ ته ښکاره کړي؛ نوښت‌امیزه مضمون ولري، چې دا ګرده خصوصیات په چغن اثر کې شته.

زه فکر کوم چې جناب صالح صیب د لنډې کیسې د لیکلو پخه تجربه لري او د ده په دې تخلیقي تجربه کې، خپله مشاهده او طرز و تفکر دخیل دي. لوستونکي ته یې د تخلیق یو ډېر خوندور مثال ورکړی دی. صالح صیب په دې کم عمر کې د لنډې کیسې د لیکلو یوه پخه تجربه لري او که تر پایه د لنډې کیسې په هنري خونو کې پاتې شي، نو د پښتو ادب سعادت حسن منټو به وي. عصمت الله صالح ته د یوې ښې تجربې په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب