شنبه, جنوري 18, 2025
Home+انګورتاک| ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک

انګورتاک| ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک

ژباړن: همت عمرزوی.

” انګورتاک“ په ”ننګرهار“ کې د یو کلي نوم دی، چې پرته له نومه بله ښکلا نه لري، په ویجاړهیوادکې چې د آبادی هيڅ نښه نه وي، هلته هرکلی کټ مټ د بل کلي په څېر وي، ددې کلیو نړېدلي لوټي لوټي کلاګاني، د کروندو او وښو په منځ کې کوچینی، ټيټي دړي وړي د کور خوني چې د دیوال له درزونوپرته د تازه هوا اولمرد وړانګولپاره بله هيڅ دريڅه اولارنه لري، کمزوري تک ژړ کښتونه، کروندې اوفصلونه او ډنګرڅاروي يې دي، د دغه ډول کليو لیدل انسان ته د خپګان او بدمرغی له احساسه پرته بل څه ورکوي؟.

بیاهم په ”انګورتاک“ کې: چې یو خروښانه ویاله د غره له زړه څخه د صحرا لمني ته تویېږي، یو څوکوچني باغونه شته چې د میوه لرونکو ونو له تنوڅخه د انګورو تاکان تاو راتاو او ددې ونو له منځونویې سرونه را وتلي دي، کله کله يې ښکلا تېرایستونکي وي، ” سرخرود“ د خپلو خړو اوخټو درلودونکو اوبو سره د یاد کلي له څنګه تېرېږي، داسي ښکاري لکه ” تورغر“ چې ژوبل شوی وي او د غټ جسم له زخمه يې ویني په ډېري تندی اوبېړه ددې کلي په لور باډاسکي وهي اوبیا له دې ځایه مخ په صحرا درومي.

په دغسي ځای او ماحول کې د نوي ځوانی په دوران کې زما سره ژور عواطف ملګري شوه، آن تراوسه هم د هغو په یادولو سره زه د ډېرژورغم او خپګان حس خپلوم، داسي غم چې تېر ژوند ورڅخه فارغ دی، اما ” اوسنی“ او ”راتلونکی“ ژوند يې له وېري او آغېزڅخه په امن کې نه شي پاتیدلای، سیندته نیږدي په یو مامته کې د میوه دارو ونو یو کوچنی باغ دی چې ښايې عمر یې له سلو کلونو شااوخوا اویا زیات وي، کنارته يې د بام یو درز او سوری دی چې د پسرلي په موسم کې هلته شنه واښه ترې را زرغونېږي، په دوبي کې وچېږي، له دي درز څخه په ژمي کې د اور تور دودونه د آسمان له وريځو سره یوځای اوغاړه غړی کېږي، د ډېر زړښت او خرابی له وجهي یې دروازه هم نه بشپړه پرانستل کېږي اونه تړل کېږي.

د یاد چت لرګي اوتیران په تورو دودونو داسي تک تور برېښي لکه تور ټوکريې چې ورڅخه راتاو کړی وي، د ”انګورتاک“ ځمکه نم  لري، ځکه نو انسان هرځای په سمه توګه ژوند نه شي پکښې کولای، د خزندګانو د ژوند او اوسېدو لپاره ډېر مناسب ځای دی، په هرکونج کې د حشرو، میږیانو، غوماشو، مچانواو بې شمېره غالبوزو کاروانونه لیدل کېږي، د غونډلانو، لړمانو او مارانو شمېر هم له حسابه وتی دی، د دوبي په موسم کې چې د ” سرخرود“ هوا ګرمه وه، دګرځيدو لپاره د ” کلاله“ له لاري خپل پلرني کلي” باغبانی“ ته را ګرځېدم، د لاري مسیر داسي وو چې باید د ”انګورتاک“ څخه تېر شوی وای، د لاري په اوږدوکي مي یو زړه بوډی ښځه د دوی د کور اوباغ مخي ته ولیدل، تږی وم را کښته سوم او اوبه مي ورڅخه و غوښتلې، په ډېري مهربانی اوعاجزی يې زما مېلمه پالنه وکړه او په خټين جام کې يې رڼي اوخوږي اوبه راکړې، داسي احساس کوم چې په څښلو يې د ابد لپاره زما تنده ماته شوه، په دې ویرانه کلیوکې هغه څه چې تل آباد دي هغه د خلکو دایمه روح او تلپاته زړونه دي، چې د ټولو ویجاړونکو مواردو په وړاندي يې خپل لویوالی او سلامتي همداسي پایدلې ساتلې ده، دا خلک هغه د ستایلو نندارتون اومنظرته ورته دي چې د ژوند په ناپایه دښتو او د مادي ویجاړتیاو په پراخه دنیا کې بیاهم خپل روحي شتون کلک، پاینده او بنسټيزساتي.

که مي دا خبره چې زما د عواطفوپایله ده سمه او رښتیا نه وي نو دروغ یې وګڼئ، ځکه زه له دي کلیو سره مینه لرم او هيڅ داسي څه نشته چې د دوی د محبت ځای ونیسي، اوپه داسي مینه ناکو سترګو یي وګوري.

(ننداره):

زه چمتویم چې ددې (میني) په خاطر آزار وزغمم او په دې اړوندهرډول آزارمنم، هغه زړه چې خلک له ځانونو سره مینه پرې لري هم ددې میني هیله من دی.

ددې بوډی ښځي له کتلو څخه د غم او خپګان تاثر له ورایه محسوسېدی، چې د ژور آغیز مرمی يې نيغ په نيغه د لیدونکي پر سترګو نښتله، د هغوی د وني سیوري ته کښېناستم او اوبه مي وڅيښلې، د هغې د ژوند د څرنګوالي په اړه مي ترې و پوښتل: خبري يې په شکرویلو پيل کړې اوداسي څرګندیدله چې ددې د زړه ټولي هیلي اوغوښتني پوره شوي دي، د ټولو ارزوګانو د ترسره کېدو په اړونديې شکر کښود، اما داسي برېښېده چې نور نه غواړي ددې ټولو پوره شو هیلو سره ژوند وکړي، ځکه یو څه يې د لاسه ورکړي وه.

اوس له هغې ورځي څخه اوه ویشت کاله تېرېږي.

هغې راته وويل چې یو تکړه ځوان زوی يې درلود، دوه کاله وړاندي یې داپرېښوده او ولاړی چې عسکرشي، درې ورځي مخکي له عسکری څخه راستون شو چې د پلار او مور سترګې یې په ليدو روښانه شوې، داچې د سفر ستړیا خسته کړی و، نو ماښام يې وختي څراغ خاموش کړ او ویده شو، تیاره شپې مهال لړم چیچلی او مړ وو.

په هغه ورځ ژر و خوځېدم او له” انګورتاک“ څخه ولاړم، زما غم زیات و، او ددې ډول نورو دردناکو پېښو په اورېدلومي لا اوس هم وروسته تر کلونو درد اوغم زیاتېږي اودرنېږي، دا هیله کوم چې داسي ورځ ووینم ترڅو ددو خلکو ژوند ددې ډول بې وسیو اوکمزوریو څخه چې ډېر په کمزوري اودرناک حالت کې له منځه ځي، وژغورل شي او نور یو قوي، غوره، مصون او آرام ژوند ولري ترڅو د دوی اود خزندګانو د ژوند څرنګوالی سره بېل شي.

له هغه زلمي څخه چې په ژوندکې د هیواد اوخاوري د ساتلو تمه کېدله، اما ده په حقیقت کې د کور اوخاوري د لړمانو اومارانو څخه ساتنه کول، بایده وه چې ده تردې بهتراو قویتره ژوند درلودلای.

د هغې ورځي ” انګورتاک“ د نن ورځي له ” انګورتاک“ سره توپير نه لري.

آیا زما د هغې ورځي ” عواطف“ د نن ورځي له ” افکارو“ سره توپير لري؟

پای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب