بګۍ وشرنګېده! شاه په رکابونو پښه کېښوده، پښه یې اړولې نه وه، څه چرت ورغی، تر کاري کوټې لاړ، خپل کس ته یې غږ کړ:
ـ فتح محمد خان راوغواړه!
د شاه کسان په فتح محمد خان پسې لاړل، فتح محمد خان چې د شاه کسان ولیدل؛ نو تر پښو لاندې ځمکه یې وتښتېده، د شاه کسانو پوه کړ چې شاه دې غواړي، دی لاس تر زنې ودرېد، شاه به پر ما څه کوي؟ هغه خو په دې خبر دی چې زه د شاه محمود وزیر وم او شاه محمود هغه په توره کوټه کې اچولی.
بیا یې له ځانه سره چرت وواهه، که له دې خلکو ځان پټ کړم، نو څنګه؟! ځکه د شاه سترګه موږ ته جوړه نه ده، هسې نه ما هم په توره کوټه کې واچوي! توره کوټه خو لا خیر چې د همایون او یا شاه زمان په څېر مې سترګې و نه باسي. ښه نو څنګه پټ شم، له هغه نه خو پټېدای هم نشم؟
خلک بهر منتظر دي او فتح خان اندېښنو په مخه کړی دی، د وره په چاودونو کې خلک ګوري چې لا هم ولاړ دي، کوټې ته ننوت! مېرمنه یې ولید چې فتح خان له ځانه سره بوخت دی، پوښتنه ترې کوي:
ـ سړیه! څه خبره ده؟
فتح خان مخ دېواله ته واړاوه، مېرمنه یې بیا پوښتي:
ـ دا څه خبره ده؟ ما نه هم خبره پټوې؟!
فتح خان له ځانه سره وايي، راځه مېرمنې ته دې حال ووایه! هوښیاره ښځه ده، ګوندې کومه لاره در وښيي:
ـ شاه راپسې خپل کسان را لېږلې غوښتی یې یم.
مېرمنه یې له خندا شنه شوه په شا لاړه، فتح خان له ځانه سره فکر وکړ، لکه چې له مېرمنې هم خلاص شوې؟!
دی په همدې اندېښنو کې و چې مېرمنه یې په خندا کې را پیدا شوه:
ـ وه د خدای کمبخته! تا لا دربار خوړلی، وزیر وې، ته باید د زمري زړه ولرې، پاڅه لاړ شه، نر غوندې ورته مخ کې ودرېږه!
ـ نر غوندې؟!
ـ هو نر غوندې!
ـ هغه ګوره چندان په سر سړی نه دی!؟
ـ که غلا او قتل دې نه وي کړی؛ نو ولې ډارېږې؟ چې غل نه یې له پاچا هم مه وېرېږه.
ـ څه ووایم!!؟
ـ څه وایه مه!؟ لاړ شه! که ته وایې چې په کوټه کې به ترې پټ پاتې شم او یا بل ځای کې؛ نو دا فکر له سر وباسه!
ـ ګوره هغه شاه محمود هم په توره کوټه کې اچولی!
ـ که هغه په توره کوټه کې اچولی؛ نو شاه محمود خو د خپل ورور سترګې واېستې! پاڅه! لاړه شه!
ما ته ښکاري چې شاه در سره خبرې کوي؟
ـ څه ووایم؟
ـ څه مه وایه؟! خو داسې فکر وکړه چې مړ یې کړې! نور به څه وکړي؟! شاه محمود خو به وګورې؟!
دې خبرې سره وزیر فتح خان پاڅېد او د شاه له کسانو سره روان شو. فتح خان اندېښنو په مخه کړی؛ خو د مېرمنې خبرو یې په رګونو کې ساه چلوله. دا یې هم ویل:
ـ که نور څه نه وي، له خپل دوست شاه محمود سره خو به وګوري، هغه خو ده ته شاه دوست وایه. که د هغه پر سر مړ هم شي پروا نشته. سړی را نېغ شو.
یو وخت یې د شاه د پښو ترپاری واورېده، دی ورته ښه زړور ودرېد، شاه غېږه خلاصه کړه او سمدستي یې ورته یې وویل:
ـ ته یو پوه یې، زه غواړم چې ستا له پوهې نه دا لوړه کلا ګټه واخلي.
فتح خان زړور شو، له ځانه سره یې چرت وواهه چې که نور څه نه وي، خپل دوست ته خو به دې خیر ورسېږي. دی په چرتونو کې و چې شاه مرۍ تازه کړه:
ـ ته به په همدې کلا کې له ماسره د مشاور په توګه یې. د کلا چارې پر مخ وړه!
شاه د ده پاڼه لاسلیک کړه، بګۍ کې کېناست او له کلا ووت.
۳۸
تور ماښام و، چوپیتا په کلا کې وزرې غوړولې وې، پر دېوالونو سیوري نه ګرځېدل، فتح محمد خان ورو ـ ورو ځان تورې کوټې ته ورساوه. زنځیر وشرنګېده، کلمه یې تېره کړه، وزیر ورو ـ ورو خوا ته ورغی تپه تیاره وه، د سپېږمو په بویولو سره يې خپل دوست پیدا کړ، غوږ ته یې کېناست:
ـ څنګه یې؟
زنځیر سترګې وغړولې را وغړولې؛ خو څېره یې نشوه کتلای، بیا یې ورته وویل:
ـ ښه یې؟
زنځير ورپېده:
ـ لکه هغه په توره شړۍ کې پټ سیوری دې سر ته ولاړ دی؟
سترګې یې پټې کړې، بیا پرې غږ وشو:
زنځیر پوه شو چې کوم اشنا کس دی! سترګې یې ښې پرانيستې، ګوري چې سر ته یې شاه دوست ناست دی:
ـ ته دلته څه کوې؟
ـ تا پسې راغلی یم.
ـ ما پسې؟
ـ هو!
ـ ځه لاړ شه، که شاه خبر شو؛ نو پوستکی به دې وباسي!
ـ چرت مه وهه، هغه راباندې باور کړی!
ـ باور!؟
ـ هو.
ـ څنګه باور؟!
ـ له ځان سره یې وګومارلم.
ـ که زموږ له اړیکې خبر شي!؟
ـ خبر دی!
ـ نه ستا دلته له راتګه؟!
ـ بېغمه اوسه.
ـ زه خو وایم لاړ شه چې ته ژوندی یې! دا بس دی؟
ـ ته چرت مه وهه! زه دې خلاصوم او بیا دې تخت ته راولم!
زنځیرونه وشرنګېدل.
فتح محمد خان له کوټې ووت او په وره کې ولاړ کس ته یې وویل:
ـ د زنځیرونو کیلي راکړه!
په وره کې ولاړ کس ور ته وویل:
ـ صاحبه! شاه ویلي، چې…
ـ کیلي راکړه چې ـ چې پرېږده، ما پېژنې که نه؟!
له پیرداره کیلي اخلي او د شاه محمود له لاسونو زنځیرونه خلاصوي، شاه په چیندولو کې پر یوې څنګلې سر ایښي او له دې کیسې خبرېږي؛ خو چې لاس وپښه ښوروي، نو هغه په توره شړۍ کې پټ سیوری د لوړې کلا برجونو ته ختلی وي.
۳۹
نیمه شپه وه، د لوړې کلا پر دېوالونو سیوري هم نه رپېدل، د پښو ښکالو ویده ځمکه را ویښه کړه، فتح محمد خان سترګې وغړولې، پاس چت ته یې کتل، ښکالو وره ته نږدې شوه، فتح محمد خان په چرت کې پروت دی، د کوټې زنځیر وشرنګېد، دی را کېناست، په دا شپه خو یا هغه ده یا هغوي، بل څوک تر ده پخپل سره نشي راتلای؟ پاڅېد، ور یې بېرته کړ، په توره شړۍ کې پټ سیوري یې خوبولې سترګې وتخنولې، کوټې ته ننوتل، فتح خان لمپې ته لاس کړ؛ خو د سیوري د شونډو پسپسي پرېنښود او ورته شونډو پر سرو یې وویل:
ـ خبرې په تیاره کې ښې دي.
فتح خان چې د شاه محمود له خوا تازه وزیر شوی و، پر کټ کېناست، سیوری ورته مخامخ ودرېد، تپه تیاره وه، یو د بل شونډۍ نه لیدلې، د کوټې دېوالونه هم تک تور وو، پسپسی یې ایله د یوه او بل تر غوږونو رسېده. په تورې شړۍ کې د شونډو ښکالو په پسپسي خپلې خبرې راواخيستې:
ـ شاه محمود ډېر ارام سړی دی، هغه موږ ساتلی شوو، هغه ته موږ نرم تخت برابر کړی، پرېږده چې خپله ستړیا باسي.
وزیر فتح خان له هرې خبرې سر چپ و، د سیوري ښکالو ډاډ ورکاوه:
ـ ته په دې پوه شه چې موږ تا پېژنو، شاه محمود به دې نندارې ته ناست وي، نور اخوا دېخوا کارونه در ته موږ کوو، ته بېخي آرام اوسه، د خپل پلار غچ دې واخيست او دا دی داسې ځای ته را ورسېدې چې پر ابدالیانو دې خپل بارکزي واکمن کړه، دا ګوره کمه خبره نه ده؟
سیوری ورپېده، وزیر فتح خان غلی ناست و، غږ و غوږ یې نه خوت، د سیوري د شونډو ښکالو بیا ورته خبره راواخيسته:
ـ شاه شجاع در باندې باور وکړ؛ خو ښه دی تا خپل پخوانی دوست له تورې کوټې راواېست، ستا خو د هغه ورور ته اینګۍ خوټېده، هغه هم د دې کلا او ستا په خاطر د خپل ورور رنګ ورک کړ. دا هر څه پوهېږې؟
د وزیر فتح خان له خولې سپڼ هم نه خوت، رډ ـ رډ یې کتل، هغه د خپلې هرې پوښتنې ځواب هم پخپله ورکاوه:
ـ دا هر څه ستا لپاره وشوو. اوس خو به پوه شوی یې چې دا چا وکړه؟
وزیر د سر د ښورولو په تت سیوري خپل ځان خپله پوه کړ، د شونډو ښکالو ورو ـ ورو له کوټې ووته. وزیر د کوټې ور خلاص پرېښود.
۴۰
د لوړې کلا دېوالونه غړنده ولاړ دي، د هوا وزرونه تړل شوي دي، د کوټو له ورونو کړپ کړوپ نه خېږي، ځمکه په درانه خوب ویده ده.
شاه محمود د تور ځنګل پر څنګل سر ایښی او خپل شوګیرونه وژني، د زنځیرونو شرنګ د څنګلې د تور ځنګل په ترنګولو هېروي، ځان سره وايي:
ـ همدا مې د ژوند ورځې دي، له زنځیرونو را ووتم او ژوند ته راغلم، اوس باید ژوند وکړم، خلک به خپل کار کوي؟
بیا یې چې د تورو تمبو کړپاری تر غوږ شي؛ نو ورېږدي:
ـ لکه چې بیا…
دې سره سترګې وغړوي، ګوري چې سر یې د تور ځنګل په پستې څنګلې ایښې. شکر وکاږي.
ـ نور په ځان دا خوبونه نه خرابوم؟ خلک پوه شه او فتح خان پوه شه.
شاه محمود د بېغمۍ په خوب ویده دی، چرت هم نه وهي چې دنیا څو بغرۍ ده؟ دی وايي چې پر چا هر څو بغرۍ ده، وی به؛ خو پر ما هماغه یوه بغرۍ ده!!
د پستو لېڅو او څنګلې شرنګ ته غوږ دی، کرار ـ کرار سترګې پرانیزي، وزیر فتح خان خپل هډونه را ټولوي او واکونه پرې وېشي، ورته وايي:
ـ زما د پلار وینو رنګ راوړ، شاه زمان داسې ګومان کاوه چې پاینده خان به له مخه لري کړي، تر قیامته به ناصر وي او سره یې اوښان؛ خو خبر نه و…
د دربار ځمکه د بارکزیو د پګړیو پر شور نڅېده، هرې خوا ته په بارکزیو سترګې لګېدې. وزیر فتح خان په ډاډه او بېغمه زړه کار اېسته. هوا وفضا رپ نه واهه، فتح خان د لوړ برج د سیوري لمن نیولې وه، زړه یې د خپل پلار په غچ سوړ کړی و.
دېوال ته یې مخ واړاوه، پر دېوال یوازې د ده د سیوری پروت و، ورو یې ورته وویل:
ـ که خیر وي، دا تیارې به د سین د مرغلرې په شور رڼېږي او د نیمې شپې د شونډو د ښکالو څېره به را برسېره شي، دېوال موسکی شو:
ـ فتح خانه! له سر نه دې د چرګ د ښورا بوی ځي.
۴۱
د لوړ برج په توره شړه کې پټ سیوري ته، دېوال خبر ورساوه، په توره شړۍ کې د پټ سیوري ښکالو ورو ـ ورو ځمکې ته ښکته شوه، شاه محمود پر پستې څنګلې سترګې پټې کړې وې چې غوږ ته یې د نیمې شپې د سیوري ښکالو ورسېده، شاه محمود له څنګلې سر را پورته کړ، بلې کوټې ته ننوت، د سیوري ښکالو یې سترګو ته ودرېده، شاه محمود سترګې غړولې؛ خو ښکالو خپله څېره نوره هم په تور سیوري کې را نغاړله، د سیوري شونډې ورپېدې، سیوري پخپلې تورې شړۍ شاوخوا نور هم تپه تیاره کړه، شاه محمود یې په غوږ وواهه:
ـ ته ډېر خوش باوره یې! په لستوڼي کې دې مار ساتلی، پام کوه چې ټک درکوي.
شاه محمود ځوړند سر ناست دی، د سیوري شونډې بیا ورپېدې:
ـ داسې فکر و نه کړې چې موږ به ګوندې اوس د دغه مار ننګه له تا کوو، دا مار له څنګه لرې کړه.
شاه محمود ته د تورې کوټې زنځیرونه یاد شول:
ـ هغو زنځیرونو ته خو همدغه باور ځان راورساوه، زما د سترګو ډیوې خو ده د شاه شجاع له تېره خنجره وساتلې، اوس نو…
سیوری ورپېد:
ـ زه پوهېږم چې ته د لستوڼي د مار احسانمن یې، خو ته خبره نه یې! چې ستا تر خوا دې چا دروستی و او څنګه درغی؟
شاه محمود چرتونو په مخه کړ او په زړه کې یې ویل:
ـ دوی راوستی و؟ دا څنګه؟
د سیوري شونډو د شاه محمود سر له چرتونو را پورته کړ:
ـ ستا له لاسونو او پښو موږ زنځیرونه خلاص کړه، ګنې شاه شجاع ګوره او بیا پر دې باور!؟
شاه محمود دا ځل نور هم په چرتونو کې ډوب شو؛ خو له ځانه سره یې وویل:
ـ زما سترګو ته خو همدا خړ پړ ولاړ و! نو…
سیوري نور(نو) پسې خبرو او سوچونو ته پرېنښود، توره شړۍ یې له سره تاوه کړه او ورو یې ورته وویل:
ـ که خیر دې غواړې، نو ژر تر ژره دا مار ووژنه! ګنې شاوخوا دې ټوله بارکزیو نیولې، ډېر ژر به دې سر له پستې څنګلې پر سرو سکروټو پرېوځي.
پستې څنګلې لا د شاه محمود تر سر لاندې ویدې شوې نه وې چې چرګ بانګ وواهه، شاه محمود ته پر هر دېوال په تورې شړۍ کې د پټ سیوري د شونډو ښکالو ګرځېده، اخوا دېخوا یې کتل، په تورې شړۍ کې د سیوري د شونډو ښکالو د ذهن پر پرده رپېده، له ځانه سره بوخت و:
ـ د لستوڼي مار… ګنې سر به دې له پستې څنګلې پر سرو سکروټو پرېوځي… شاوخوا بارکزیو نیولې…
شاه محمود له ځایه پورته شو، کوټه یې ګزوګام کړه:
ـ دی خو والله په باور کې پوره کار کوي، شاه شجاع پرې باور وکړ، زه یې را خوشې کړم، ما پرې باور وکړ، ده زما مټې پرې کړې، خپل ابدالیان یې را نه لرې کړه، اوس به څه کوم؟ دې سړي خو زما ورکې پسې رااخيستې.
ښایسته شېبه په کوټه کې ښکته پورته شو، د وزیر فتح خان وزارت پرې سر وګرځاوه، بیا یې له ځانه سره وویل:
ـ رښتیا هم چې دېوالونه خبرې کوي! ده څه ویلي دي؟ حتمي یې ویلي دي؟
دېوال ته ودرېد:
پر دېوال یې خپل سیوری هم و نه لید، سپېدې وچاودېدې، ده د خپل ذهن له پردې په توره شړه کې د پټ سیوري د شونډو له ښورېدو یو ـ یو انځور را ټول کړ او دا پرېکړه یې وکړه چې مار به وژني.
په سوچ کې ډوب و چې مار خو به وژني؛ خو چې څنګه یې ووژني؟ ځکه شاوخوا یې تشه ده؟!
هسې نه چې سمدستي پر ده ځمکه سره شي؟!
د سیوري د شونډو هغه وروستۍ ښکالو یې ذهن ته راغله چې دوی یې ننګه نه کوي، له ځانه سره یې وویل:
ـ دوی خو هغه دی لاس ترې اخيستی، کلا کې بل داسې څوک نشته چې د ده مخې ته ودرېږي، څو یې چې وروڼه خبرېږي، پر ده به یې تېره کړې وي.
په همدې سوچونو کې ډوب و چې وزیر فتح خان دربار ته ورسېد، شاه محمود په دا ورځ له څنګلې سر وختي را پورته کړی و او په دربار کې حاضر و.
وزیر فتح خان یې لکه مار سترګو ته مخامخ ودرېد، شاه محمود ورپېد، وزیر پرې غږ وکړ:
ـ نن وختي را پاڅېدلی یې؟ لکه چې شپه دې نارامه وه؟!
شاه محمود له ځانه سره بنګېږي:
ـ دی زما د شپې په نارامۍ څه خبر و؟
وزیر بیا ورته وویل:
ـ که خوب دې نه وي پوره شوی؛ نو بېرته لاړ شه، چارې زه سمبالوم.
شاه محمود په زړه وخوړه:
ـ نن دی لکه چې دی چاره کوي؟ خو زه باید وار ړومبی کړم.
د دنګ سیوري پسپسی یې یاد شو او له ځانه سره یې وویل:
ـ دېوالونه هم خبرې کوي، هسې نه چې دی خبر شوی وي؟
پاڅېد او وزیر یې له لاسه ونیو، په ملګرتیا یې تورې کوټې ته بوت، ورته یې وویل:
ـ وزیره! تا زه له دې کوټې واېستم، ګنې اوس به ټپه ناست وم.
دې خبرو سره یې لاس زنځیرونو ته ونیوه:
ـ د دې زنځیرونو تنده ما ته نشوه. دا اوس هم تږي دي!
وزیر چې د شاه محمود خبرو ته فکر وکړ؛ نو له ځانه سره یې وویل:
ـ سړی لکه چې په کيڼه ډډه را پاڅېدلی.
دې وخت کې په توره شړۍ کې تاو سیوری لاسونه را غځوي، د وزیر له خولې یو غلی آه وځي او وايي:
ـ دېوالونه ویښ دي، خبرې کوي، ګورئ! ارمان ته تر دسېدو وړاندې خپلې شونډې خپل سیوري ته هم و نه ښوورئ.
۴۲
په تورې شړۍ کې پټ سیوري پر خپلو برېتو ګوتې ووهلې، له برېتونو یې سرې وینې څڅېدلې، له ځانه سره یې وویل:
ـ کار اسانه شو! شاه محمود پسې به اوس خپله خلک را پاڅي او ځمکه به پرې سره کړي، ابدالیان او بارکزیان به سره وخوري، زه به یو څه وخت ورته د خیر پر بالښت کرار سر کېږدم او ننداره به یې کوم.
په سبا کور په کور د وزیر فتح خان د مرګ کیسه خپرېږي، بارکزي ځان لوړې کلا ته رسوي، اخوا چې ابدالیان خبرېږي؛ نو هغوی هم ډګر ته رادانګي، شاه محمود چې له لوړې کلا چارچاپېره بد حال ګوري، نو شپه په شپه ځان باسي، جاګیرداران د شاه محمود څېره په کاڼو ولي، هر یو همدا ویل:
ـ ملک یې خراب کړ، دی دې خدای وشرموي. وزیر ورسره څه وکړه او ده ورسره څه وکړه؟!
بارکزیو وروڼو چې د وزیر فتح خان له برکته هره ډډه نیولې وه، هملته یې د خپل واک او واکمنۍ آسونه چو کړل. د فتح خان هر ورور واکمن و، ملک ونډۍ ـ ونډۍ شو، دوی ابدالیانو ته یوه خوله وو، له هغوی سره یې هم راښکله.
محمد عظیم خان دا وخت په کشمیر کې د خانۍ او جاګیردارۍ خوبونه لیدل، خپله حکمراني یې په دنیا نه ورکوله، د کشمیر په خوندونو کې ډوب و، یار محمد خان او دوست محمد خان هم د لوړو ـ لوړو کلاګانو لاندې کولو ته کله یوه ډډه وهله او کله بله. د یار محمد خان سر په هرات او د دوست محمد خان سر په غزني ولګېده، د کابل لوړه کلا سپېره خوله پرته وه، کله به یو پرې ور وخاته او کله بل.
نر هغه و چې ځان په یوه ـ یوه کلا نه یوه کلا کې وساتي او بل وګواښي. شاوخوا همدې جنګونو او شخړو ونیوه.
محمد شاه خان د خپلې جاګیردارۍ په ټینګولو بوخت و. د الینګاري سین په غاړه ناست و، د سین سپین مخ یې پر یو ـ یو کاڼی ایشته او ویښوه، د سین پر مخ خورې ورې کړۍ تاوېدې او بیا به بېرته را ټولې او تل ته ننوتې، لیده به یې چې تل نه یې چا څه وړي نه وي، د اوبو په کړیو کې به یې د مرغلرې د شور ننداره کوله.
محمد شاه خان د سین د کړیو خپرېدو، را ټولېدو او بېرته تل ته کوزېدو ته کتل او ویل یې:
ـ د سین کړۍ هم تر مونږ ښې دي، د سین پر مخ ګوزار وشو، دوی شاوخوا ونیوه، دستي یې بېرته پر خپلې زېرمې ځان را ټول کړ.
بارکزي وروڼه لګیاه دي، په خپلو کې یې په واک او واکمنۍ سره وخوړل.
محمد شاه خان خوره وره ږیره په موټي کې را ټوله کړه:
ـ دا ځای دې نښه وي! دا به یو هم په آرام کېنني چې چا په جنګ اچولي، هغه به د خیر په غونډۍ ناست وي او دوی به همداسې در په دره وي، دوی خو پرېده، وطن یې ټول تباه کړ.
سوچ د یوې لڼډې شېبې لپاره له ځانه سره بوت، بیا یې سوړ اسویلی واېست:
ـ د دې لوړې کلا په برجونو کې حتمي څه شته دي چې دوی سره پرې خوري؟
سر یې وڅانډه!
ـ د کلا په برج کې حتمي کوم درون سیوري ځاله کړې، دوی هر یوه ته پوچ غوزان په جېب کې اچوي.
بیا یې په ډکو ـ ډکو سترګو سین ته وکتل:
ـ زه به نه یم، خو ستا له تله به حتمي یوه سپینه مرغلره راوځي او دا تورې تیارې به په خپلو وړانګو سېزي؛ خو افسوس، افسوس…
سر یې وښوراوه او د غاښونو په چیچلو یې دا دعا پر شونډو خپره شوه:
دېوالونه دې خدای ړانده او کاڼه کړي.
۴۳
د لوړو کلاګانو برجونو ته ټوپکې وختې، د شنه آسمان پر لمن یې داسې بخۍ وکړې چې له خلکو یې لودن ورک کړ، دېوالونه اندېښنو په مخه کړل، له خلکو خپل سیوری ورک شو.
د لوړو کلاګانو په برجونو کې غڼو ټالونه واچول او هغه دنګ سیوري پکې په مزه ـ مزه ټالۍ وهله، سردارن یو بل سره لاس وګرېوان وو، کله به له کندهاره شېردل راته کله پردل! تر ټولو وروستی بیا کندل راغی. دا نو داسې وخت کې راغی چې سرداران سرې کپرې پراته وو.
خلک د سردارانو تر منځ په واک، واکمنۍ او د خزانې په وېش، یو بل ته برید نیولو، مورچو او ډزو نور تر پوزې راوستي وو، محمد عظیم د خزانې لپاره د کشمیر خوبونه هېر کړل، ځان یې د لوړې سرې تودې کلا پیتاوي ته را ورساوه، دلته یې یو څو ورځې پر تخت د څنګلې خوبونه وکړل، له دغه ځایه یې همداسې د لوړې سړي کلا په لور وخوځېد، د پاچاهۍ هوا یې په سر کې لګېدلې وه، په منډه و، دی لا علي مجسد ته رسېدلی نه و چې خزانه یې خپلو وروڼو د سرو پیریانو خوراک کړه، بیا ایله ټول وروڼه دې ته ناست وو چې له بندرونو څه خاورې ایرې را ټولې کړي او پاچاهۍ څوکۍ پرې وساتي. د لوړو کلاګانو په توره شړۍ کې پټ سیوري د هره یو په جېب ګوتې وهلې او تخناوه یې. دې ته یې جوړاوه چې څنګه له خپل ورور سره د خړیو پر سر لاس وګرېوان شي.
خبره نوره دې ته ورسېده چې له خلکو حکومت هېر شو. د تورې شړۍ سیوری پر دې پوه شو چې دا خلک بیا ژر په لویه ګټه نشي را ټولېدای او له ځمکې د راپورته کېدو دي؛ نو اوس دستي یې تر منځ همدا پروت هډوکی ښه دی.
سرداران په اخو ډب اخته وو، شاوخوا یې سره وېشلې وه؛ خو یو بل یې په باج هم پاله چې دانه به لږه کمه شوه؛ نو بیا به یو بل ته غورېدل او غړمبېدل.
خدای کول چې ایران له پولې ورو ـ ورو خپل سیوری را وغځاوه، دا وخت سرو پیریانو په سر وخوړه چې د کندهار له سردارانو خبره شړېږي؛ نو څه غم یې پکار دی؟!
د تورې شړۍ سیوری د لوړې کلا په برجونو کې د غڼو د ټال په ټالۍ ستړی شو، را کېوت او په سردارانو یې ګوتې ووهلې.
دوست محمد خان له خپلو زامنو سره د کندهار په ډډه وخوځېد، کندهار د سردارانو تر پلونو لاندې مړه مړه ساه اخيسته، دوست محمد خان ورته له ښاره بهر پرېوت؛ خو څه په لاس ورنغله.
لا د سهار سپېدې چاودلې نه وې چې دوست محمد خان له خپلو خلکو سره د خرقې مبارکې پر زیات ننوت، همدلته په زیارت کې یې ډډه ووهله، د زیارت ملنګان هم چې د سردارانو له اخ و ډبه تر پوزې راغلي وو، دوست محمد خان ته یې د زړه ور بېرته کړ، ټول پرې را ټول شول، سپور ستونی یې ورسره غوړ شو.
۴۴
د کندهار پر سره ځمکه د سردارانو ارتې ـ ارتې پایڅې او لوڅې پښې وترپېدې، محمد عظیم خان په توره شړۍ کې پټ سیوري د شونډو ښکالو ته غوږ ـ غوږ و. پیریانو یې د جېب وازه خوله ور ټوله کړه. محمد عظیم د خپل ورور دوست محمد خان پر مټ ورته د ایران د مخنیوي ټټر وواهه.
امیر لا د خرقې مبارکې په پسته اروا سره ایښی و، سردارانو خپل اخ و ډب د احمدشاه بابا په خوب ویده روح تر دروازې را ورساوه، دوست محمد خان پاڅېد او د خرقې پېټۍ ته یې لاس کړ، د خرقې ملنګ په رپېدلو ګوتو د پېټۍ کولپ بېرته کړ.
دوست محمد خان د خرقې تندی ښکل کړ او په خلکو یې غږ وکړ چې د سردارانو پر وړاندې ورسره یو ځای شي، سرداران لکه د پشکال مچان موسم پرې اوښتی و، یو خوا او بل خوا یې ځان د دوست محمد د پلونو له شوره پټ کړ.
دوست محمد خان د امارت تېږه کېښوده او له دې وروسته یې ځان امیر ونوماوه، دا وخت له ده سره دیارلس زره برېتور او څڼور وو، دستي یې حکم وکړ چې نور مټور هم پیدا او د یوې منظمې اردو د جوړولو کوښښ وکړئ. سردان ورو ـ ورو راتله او امیر ته یې سر کېښود، امیر خپل وروڼه د پنجتو په شرنګ ساتل، اخوا دېخوا یې لاسونه غورځول.
د تورې شړۍ د سیوري ښکالو د امیر پر شاوخوا خپلې درنې وزرې وغوړولې، دېوالونه هم ټول ویښ وو، د سیوري ښکالو وروڼه او زامن یو ـ یو څنګ ته کاوه. امیر لا ساه اخيستې نه وه چې وروڼه او زامن یې سره چاړه غوښه شول.
د امیر زوی محمد اکبر خان او یو شمېر نور مبارزین سره یوه خوله شول او د سرو پیریانو پر ضد را پاڅېدل، د تورې شړۍ د سیوري ښکالو ګرځېده چې د دوی پاڅونونه له پښو وغورځوي؛ خو پاڅونوال د قوي عزم څښتنان وو، سره پیریان یې دې ته کېنول چې نور له لوړو کلاګانو خپلې تلتکې ټولې کړي. د دنګ سیوري ښکالو د کلاګانو د لوړو برجونو په دېوالونو کې ورکه شوه. د مبارزینو د پګړیو شور پر سرو پیریانو راباندې کړه، ورو ـ ورو یې د دوی څېرې را برسېره کړې.
خلکو به ویل، داسې ښکاري چې له سینه مرغلره راوځي او دا تیاري سېزي. دېوالونه به ورو ـ ورو موسکي شو:
ـ هی هی…
۴۵
د شولو بمبل څڼو ته یې وکتل، ګوتو کې یې واړولې را واړولې:
ـ ستا په څڼو کې د ساړه وطن د اوبو شور ګورم.
بیا یې په دواړو ورغوو ښکل کړې، پوزه یې په ورغوو کېښوده:
ـ واه واه، څه مسته هوا پکې پرته ده!
د تصور وړانګې یې د الینګار او راسا د سین شور ته وغځولې:
ـ ستا د ځوانۍ د دغو مستو څڼو په شور کې د هغو غرونو اوښکې او ساړه ـ ساړه اسویلي اورم چې تر پښو لاندې ځمکه یې وچه خوله پرته ده او تندې یې پر شونډو پاړونه راښکلي؛ خو تا دلته په اوبو کې لویوي.
د شولو څڼې یې په جېب کې کېښودې او ترکوره یې بویولې، کله چې کور ته ورسېد؛ نو لا یې د کوټې پر درشل پل نه و ایښی چې خوږې وږمې یې د زړه تارونه وترنګول، له مېرمنې یې پوښتنه وکړه:
ـ دا خو د درېدونۍ بوی دی.
بیا یې له جېبه د دریدونۍ شولې څڼې را واېستې او ورته کتل یې. د درېدونۍ په بوی یې ځان موړ کړ، مېرمنې ته یې وویل:
ـ نن مې د لغمان او کونړ په سردرو کې اړولي، خوند ترې اخلم.
له درېدونۍ وریجو نه یې غټ ـ غټ کپونه تاوول او په خوند ـ خوند یې خوړلې:
د دریدون هوا هم ډېره خوږه، پسته او زړه راښکونکې ده.
سلطان محمد خان طلايي ټوله شپه د درېدون په پستې هوا او خوږو وریجو کې د هغو غرونو ننداره کوله چې پښو ته پرته ځمکه یې سرې غرمې پر تنده سېزي او دلته ترې رڼاګانې بلې دي.
مېرمنې یې چې د خان طلايي د طلايي غاښونو شور ته وکتل ؛نو ورو یې ورته وویل:
ـ خانه! چرت مه وهه، د هغه سین له منځه به مرغلره راوځي او ستا له ورغوي به پر سپېرو غرونو خپلې وړانګې شیندي.
خان سر وڅانډه، شاوخوا دېوالونو ته يې وکتل، ورو یې وویل:
ـ شونډې دې مه ښوروئ، دېوالونه ویښ دي.
۴۶
د پېښور ګرمۍ د لوړې تودې سرې کلا پر دېوالونو خوله کېښوده، جاګیردار یې چې له امیره یې یو څو خولۍ زیاتې زړې کړې وې، د ژوند په خوند پوهېده، هر کال به یې د اوړي د ګرمۍ هډونه د کابل پر سړه هوا ماتول، خپله خاني او ځواني به یې د شرنګېدلي آس په شڼا د کابل ښکلو ته ښودله.
امیر د لوړې ماڼۍ په انګړ کې ولاړ دی، دا وېره ورسره ده چې څوک ترې تخت لاندې نه کړي!
دی په همدې چرتونو کې ډوب و چې د پېښور د جاګیردار د آسونو د پښو ترپاري او شڼا د لوړې ماڼۍ دېوالونه وښورول، جاګیردار د آس طلايي کړۍ وشرنګولې او په طلايي رکابونو را کوز شو، امیر د جاګیردار پر ځای د آس طلايي رکابونو او کړیو ته کتل، وېره او اندېښنه ورسره وه چې تخت نیولو ته لاس و نه غځوي، له ځانه سره یې ویل:
ـ ته دا ګوره هغسې په سامانه کې پر کلا را ننوت، حتمي د تخت نیولو فکر ورسره دی؟!
جاګیردار چې امیر د آس د سروزرو شرنګاري ته په چرت کې ولید؛ نو ورته یې وویل:
ـ امیره! د آس رکابونو ته ډېر مه ګوره! زه خپله خاني او جاګیرداري کوم، ته دې خپله امیري کوه، ګوره! زړه ښکته پورته نه کړې! زه او زما بچیان د واکمنۍ شوق نه لرو. له موږ نه بېغمه اوسه.
د امیر سترګې د آس له طلايي رکابونو او کړیو نه بلې خوا نه اوښتې، جاګیردار ورته بیا وویل:
ـ امیره! تخت و بخت دې برقرار اوسه دا هر څه دې پر تا مبارک وي. مونږ پرېږده چې د کابل له سړې هوا خوند واخلو بېرته خپلې جاګیردارۍ ته ځم. ته په ما کار مه لره، زه په تا.
امیر بیا هم د آس طلايي شرنګا او د پښو ترپاري ته غوږ و، جاګیردار د آس سترګو ته وکتل او ورو یې امیر ته مخ واړاوه:
ـ زه نور څه نه غواړم خو دا هیله لرم چې زما بچيان او لمسیان د سین د روڼو اوبو د شور په وړانګو ګرد وهلي غرونه راڼه کړي او ټوله شاوخوا د شنې خندا په ټال وزانګي، که خدای کول.
له دې خبرې سره له امیره د لوړې سړې کلا برج ته روان شو. امیر تر هغو ورپسې ترهېدلي ـ ترهېدلي کتل چې جاګیردار سلطان محمد خان طلايي یې له سترګو پناه شو؛ خو دی لا هم د لوړې سړې کلا په انګړ کې چرتونو په مخه کړی و.
۴۷
عقل تمامې خپلې ښکلا او عظمت ته په آيېنه کې کتل، د سین د څپو او فصلونو شور یې د ځوانۍ پر ټټر شرنګېده.
محمد شاه خان د کلا په منځ کې له حرامسرای راووت او د عقل تمامې برجونو ته یې د خپل نظر وړانګې وغځولې، برجونه او سورور دنګ دېوالونه یې د نظر وړانګو ته بریدونه شول، پر تندي یې لیکې راماتې شوې:
ـ په لوی لاس مې لکه چې ځان په کلا کې راایسار کړ.
خپل سړي یې را وغوښتل او ورته یې وویل:
ـ آسونه زین کړئ! او د ښکار غشي راواخلئ.
آسونه سمدستي زین شول، د ښکار غشي هم برابر شول.
د آسونو ترپاري، د لارې دوړې ونڅولې، محمد شاه خان خپلو خلکو ته مخ واړاوه:
ـ که په کلا کې مو واړول؛ نو پر ذهن به مو ستړیا لکه د دې لارې دوړې همداسې پرتې وي.
لوړ مازیګر و چې د بابا صاحب په په پراخه دښته کې یې د پسرلي هوسیو ته خېمې ووهلې، ده په دې کار غوښته چې هم ښکار وکړي او هم په دې هواره دښته کې د خپل نظر وړانګې لکه آس وزغلوي. آسونه یې هم وزغلول، شپه یې تر شنه اسمان لاندې د ستورو رڼا ته تېره کړه، سهار یې له هغه ځایه له خپل لښکر سره جلال آباد ته مخه کړه. له مست سپینه آسه یې د سین څپو ته کتل، ګڼه ږیره یې په موټي کې ونیوه:
ـ ورځ راځي چې ستا د تل د مرغلرې سپینې وړانګې به ددې خلکو د تورو لپو او خونو تنده ماتوي.
شونډې یې په غاښونو کې ټینګې ونیوې، سوړ اسویلی یې وایست:
ـ په دې رڼو کې اوبو کې چې زموږ دښتې سپېره خوله پرتې دي، دا زمونږ کمنصیبي او لټي ده.
ورو ورو یې متروکه راکاږله، د سین تر غاړې غاړې د آس د پښو ټکاري ته غوږ غوږ و.
۴۸
د آسونو ترپاري په جلال آباد کې د ده له پلونو ګرد پورته کړ، دېرې یې تازه کړې، دی دا ځل پر داسې وخت جلال آباد ته راپېښه کوي چې د امیر دوست محمد خان زلمی زوی محمد اکبرخان خپل پلار حاکم ټاکلی دی.
اکبر خان د محمد شاه خان پر مېړانه، جاګیردارۍ او خانۍ خبر و، له شاهي کورنۍ سره یې په اړیکو هم پوهېده، هیله یې دا وه چې دی له دغسې مشرانو سره وګوري او پر اوږه یې لاس کېږدي.
نارنج ګل لا خپلې وږمې لا سپړلې نه وې، لمر هم لا خپله تنده پر سیندونو خړوبه کړې نه وه چې د محمد شاه خان د آسونو ترپاری د سین تر څپو ورسېد.
اکبر خان د بڼ پر وږمو خپل ذهن تازه کاوه چې د آسونو ترپاری یې تر غوږ شو، خپل کسان یې وپوښتل، دا ترپاری د چا د آسونو دی؟
خدمتګار یې په ادب مخکې ودرېد، په ملا کوږ شو:
ـ حضور! د لغمان جاګیردار محمد شاه خان راغلی دی.
اکبرخان دستي مخې ته ورمنډه کړه او غېږه یې ور ته پرانيسته، له غېږې سره سم یې پر لاسونو ور پرېوت، محمد شاه خان یې سر ښکل کړ او دعا یې ور ته وکړه چې تخت و بخت دې برقرار اوسه.
اکبر خان ورته وویل:
ـ ستاسې سیوری دې خدای پاک زما پر سر لري.
محمد اکبر خان د محمد شاه خان له خودۍ او مېړنۍ څېرې اغېزمن شو، دی یې څو شپې له ځانه سره بوخت کړ، سرو پیریانو چې د سیمې د مشرانو او جاګیردارانو له دې ناستې ولاړې او دربار ته له نږدې کېدو خبرېده؛ نو تر پښو لاندې ځمکه یې سره تبۍ شوه.
۴۹
دوست محمد خان چې د محمد شاه خان له مېړانې او بیا یې له خپل اوښي عبدالعزیز خان سره له ناستې ولاړې او نږدې کېدو خبر و؛ نو غوره یې دا ګڼله چې د دغو مشرانو پر باور او ملاتړ سره پیریان پوه کړي چې د سیمې مشران د ده په خوله دي.
ده د خپل زوی اکبر خان له لارې محمد شاه خان ته خبر ورکړ چې لغمان ته راځي، دا وخت نو د محمد شاه خان د جاګیردارۍ ارګ عقل تمامه وه.
محمد شاه خان چې د امیر دوست محمد خان له راتګه خبر شو؛ نو په لغمان کې پر پرتو ولسي مشرانو او خپلو قومیانو سربېره یې د شینوارو او جبارخېلو مشران هم خبر او راوغوښتل، په عقل تمامه کې یې د یوې لویې مېلمستیا ترتیبات ونیول.
عقل تمامه په وطني ټغرو او لیمڅیو ښایسته شوه، د امیر راتګ ته یوه ډله ماشومان، ځوانان او سپینږیري په سپینو جامو کې ګلان په لاس ودرول شول، د توپونو خولې هم سین ته ډډې ته شوې.
د زوړ و ځوان سترګې د امیر د آسونو د پښو ترپارې ته کږې وې، موټي یې له ګلانو ډک وو، له نغریو نه د ماڼوګانو د لوګیو وږمې په نڅا ـ نڅا شنه اسمان ته ختلې.
په حرامسرای کې د سېتار او منګي د ټنګ ټکور سندریز غږ خپور و، د خان کس پر آس سپور را ورسېد او خبر یې را وړ چې د امیر او حاکم قافله رانږدې شوه، ټول کسان هرکلي ته راووتل، د وره پر سر تورم وغږېد، د امیر روان تخت چې د کلا وره ته نږدې شو؛ نو امیر د خلکو لیکې ته کېوت، محمد شاه خان ورغاړې ووت، بیا پرې زوړ و ځوان د ګلونو باران جوړ کړ، د توپونو ډزې وشوې، امیر او حاکم اکبر خان پر غوړېدلو وطنیو ټغرنو او لیمڅیو پل واخيست.
حرامسرای ته چې څنګه ورسېد؛ نو د ماڼوګانو د لوګیو پر وږمو یې طبع وغوړېده. له دمې سره سم یې محمد شاه خان ته مخ واړاوه:
ـ خان صاحب! ستا له خانۍ او جاګیردارۍ له پخوا خبر وم، ستا جاګیرداري دې برقراره وي، ستا کورنۍ هر وخت د حکومت ملاتړې پاتې شوې ده.
دوست محمد خان د محمد شاه خان ډېره ستاینه وکړه، محمد شاه خان دا وخت د ځوانۍ له شوره لوېدلی و؛ خو په مټو کې یې د زېړو غوړیو شور لا ګرځېده، دوست محمد خان ته یې مخ واړاوه، راغلي خلک یې ورته ور وپېژندل او دا یې ور وښوده چې له ده سره د لوی ننګرهار خلک ولاړ دي، د کابل له سهاکو نیولې همداسې تر خیبره پراته قامونه د ده ملاتړي دي.
تر پېژندنې او خوراک څښاک وروسته چې دوست محمد خان د محمد شاه خان له ارګه اغېزمن شو؛ نو د سیمې سپینږي یې جرګه کړل چې له ده سره خپلوي وکړي، خپله لور دې محمد اکبر خان ته په نامه کړي.
د شینوارو او جبارخېلو مشرانو محمد شاه خان د الینګاري سین مستو څپو ته ودراوه او دا یې ورته وویل:
ـ له دوست محمد خان سره د خپلوۍ مزی به د سین دغه سرشارې څپې یوه ورځ ستا د کاله د ډیوې په رڼا وتړي، مونږ ته د خپلوۍ په دغه نغري کې هغه پانوسونه ښکاري چې د خپلې رڼا شور ته به پتنګان په ځان رامات کړي.
محمد شاه خان هک حیران ودرېد:
ـ دا مشران ورته څه وايي؟
مشرانو د سین مړو ـ مړو څپو ته کتل:
ـ خانه! د دې سین له تله هغه مرغلره راوځي چې خلک یې د ښایست خوبونه ګوري او په دې هیله دي چې وړانګې به یې یوه ورځ دا غرونه رڼوي؛ نو…
محمد شاه خان پوه شو چې د مشرانو خبره پخه ده او خوبونه رښتیا کېږي. لاسونه یې په تشو کې کښېودل او چپ ودرېد.
۵۰
د چیندولو یوې ډډې ته د پښانو دوه درې هټۍ دي، لرونه، نالونه، رکابونه، رمبي، ګېنټي، تبرونه، یوم، بېلچې، تسکورې، زنځیرونه؛ خو چې څوک ترې څه وغواړي او هغه ورته جوړوي. دا خلک له پښته ـ پښته پښان دي. سرو سکروټو ته پخپلو خولو ببوزی وهي او اوسپنې پکې ویلوي. په نغري کې یوې ډډې ته تور چایبر خوخټېږي، پر دې هټیو د کلیوالو ګڼه ګوڼه وي، کابل ښار او شاوخوا خو یې پرېږده چې ان له پکتیا او لوګره هم پرې خلک را مات وي. پښانو کمیسونه ایستلي او په خولو د سکروټو تنده ماتوي.
دین محمد د کابل د موسهي اوسېدونکی و، لا یې شونډه توره شوې نه وه، ښایستوکی هلکی و، په کار کې دومره چالاکه، تکړه او چابک و چې له هر ځایه همده ته خلک را مات وي. دین محمد په سختۍ که ایله له تور چایبره یوه پیاله ډکه کړي، مدام یې د پوزې سر تور وي.
د دین محمد د لاس هر ځای ستاینه کېږي، دین محمد د هر چا د کوټې بره ستن وي، محمد شاه خان د دین محمد د کار ستاینه اوري، یوه ورځ له اکبر خان سره په چیندولو کې د ده د مشر تره سلطان محمد خان طلايي له باغه راوځي او نېغ د دین محمد پرهټي وربرابرېږي.
اکبر خان خپل خسر محمد شاه پوښتي، چې:
ـ څه شی جوړوې؟
محمد شاه خان ورته وايي:
ـ ما د دغه هلک د کار ستاینه اورېدې وه، غوښتل مې چې له نږدې یې وګورم او ویې نازوم.
دواړه د دین محمد سر ته درېږي، دین محمد په خپلو خولو کې ډوب وي، دوی دواړه ورته غلي ودرېږي، زوم او خسر د دین محمد له کاره خوند اخلي. دا هم خوند ورکوي چې دی په خپل کار بوخت دی، اخوا دېخوا نه ګوري. محمد شاه خان وايي:
ـ د دې وطن هر بچی که د دین محمد غوندې په خپل کار بوخت شي؛ نو یقیني ده چې وطن به ګل ګلزار شي.
دین محمد لا هم له خپل کاره سره بوخت وي، محمد اکبر خان ټوخی کوي، دین محمد سر را پورته کوي، ګوري چې دوه لوی ـ لوی کسان ورته ولاړ دي، دین محمد یې پوښتي:
ـ څه مو پکار دي؟
محمد شاه خان ورته وايي:
ـ ستا صفت مې اورېدلی و، ستا د کار لیدو ته راغلی یم.
د دین محمد په تورو شونډو نرۍ موسکی خورېږي:
ـ مونږ غریب خلک یو. دغه کار راته له پلار و نیکه پاتې دی!
محمد اکبر خان ورته وايي:
ـ دا خو ښه کار دی، دا یو کسب دی.
دین محمد د آس په رکابونو لګیاه دی؛ خو له دوی سره هم خبرې کوي. له تندي یې دواړو ګوتو خوله را ټوله کړه:
ـ ښه کسب دی؛ خو…
محمد شاه خان ورته وايي:
ـ خو څنګه؟
دین محمد په یوه ساړه اسویلي ځواب ورکوي:
ـ دا خلک مونږ ښه نه ګڼي!!
محمد شاه خان ورته وايي:
ـ هغه چې ځان ته خان، بېګ و امیر وايي، هغه هم تا ته اړ دي.
ـ ما ته اړ دي، زما د لاس کار ستایي؛ خو کسب باندې بد وايي.
اکبر خان ور ته وايي:
ـ همدا بس دی چې تا ته اړ وي. یو وخت به یې عقل سر ته راشي.
محمد شاه خان ور ته وايي:
ـ بچو! ته دې خپل کار کوه، د خلکو په خبرو پسې مه ګرځه!
دین محمد د آس رکابونه پر سندان ږدي او څټکی پسې را اخلي. محمد شاه خان ور نه پوښتنه کوي:
ـ دا د چا د آس دي؟
ـ نور نه پوهېږم، خو له لوړې کلا یو سپاهي راغلی و او ویلې چې یوه جوړه ډولي رکابونه جوړه کړه.
دوست محمد خان او اکبر خان سره په سترګو کې پوهېږي چې دا وخت خو په لوړې سړې کلا کې مکنانټن دی او آسان هم هغه سره دي، دوست محمد خان اکبر خان ته مخ اړوي او ورته وايي:
ـ دا ښه دی چې سره پېري هم زمونږ کسبه ووته اړ دی.
د دین محمد پر سر یې لاس راښکه او ورته یې وویل:
ـ له سره پېري نه د دې وطن د ازادۍ اصلي کار ته کوې؟ شاباس، که مونږ چا ته اړ نشو او بل د ځان اړ کړو؛ نو په رښتیا چې ازادي به مو ګټلې وي.