تاند ( شنبه د مرغومي – جدي ۱۵مه) د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د سالنګ لویه لار د درنې واورې او ورښت له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
حق شناس زیاتوي، چې دغه راز د غزني د مالستان او ناور ولسوالیو نښلوونکي سړکونه او د بامیان د قوناق، اب قول کرمان او شاتو کوتلونه او د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیا لار هم د واورې ورښت له امله تړل شوې ده.
نوموړی دغه راز وایي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار هم د ورښت له امله غر ښویېدلې و چې په خبره یې، تر پاک کارۍ وروسته اوسمهال د تګ راتګ پرمخ پرانیستی دی.
د هېواد د یوشمیر ولایتونو لویې لارې وخت نا وخته د ژمي په موسم کې د باران او واورو له امله بندېږي، چې له امله یې مسافر له سختو ستونزو سره مخ وي.
عام خلک له طالبانو غواړي، چې د لویو لارو د بندېدو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په پار دې د ستونزو پر حل کار وکړي.
فکر نکوم کومه واوره چی امریکی او روس کی اوری افغانستان کی دی وریدلی وی خو ولی یی سړکونه نه بندیږی؟ د جرمنی واوره د افغانستان د سالنګونو څخه په مراتب زیاته ده. نن سبا ډیر پیشرفته وسایل کفارو د مباح علم په وسیله جوړ کړی چی غرونه چپه کوی، واورې پاکوی … سړکونه یی ټول پاخه دی بهترین ژوند یی ځانو ته سره جوړ کړی. مونږه د اسلام تر چتر لاندی تباه شولو بیا بالخصوص د دی جاهله، کثیفو، نا هله او بیسواده ملایانو له وجی. لعنت مو په عقیده او مذهب شه بیا تاسی نورو ته خوارج وایی د خوارج نا جایزه اولاده. په مدرسو ژوند جوړوی الله مو تباه او زر ورک کړه ـ
د ورونو د توجه لپاره:
د نړی د ټولو هیوادونو په لست کی د بحر د سطحی څخه په منځنی یا اوسط ډول د افغانستان لوړ والی په ۷ اووم نمبر کی ځای لری.
د نړی په دغه لست کی ۱ بوتان، ۲ نیپال، ۳ تاجکستان، ۴ قرغزیزستان، ۵ جنوبی افریقا، ۶ آندورا، ۷ افغانستان، ۸ چیلی، ۹ ارمنیا او ۱۰ د چین هیواد دی.
چه په دغه ټاپ لسو هیوادونو کی روسیه، امریکا او جرمنی وجود نه لری.
زمونږ په سالنګونو یا د سالنګ تونل په شاوخوا کی د ۳،۵ متره څخه تر څلور مترو پوری واوره کیږی.
د امریکا په ټوله لوړه برخه کی د یو متر څخه تر ۱،۵ یو نیم متره واوره کیږی،
د جرمنی تر ټوله لوړه برخه کی د ۹۰ سانتی میتره څخه تر یو میتر واوره کیږی.
د شوروی اتحاد او امریکایی عسکرو په موجودیت کی به چه کله د سالنګ تونل بند وه. هغوی به په خپلو پرمختللو وسیلو هم سرک د واوری څخه نشو پاکولی. او څو ورځی به بند پاتی وه،
د دنیا تر ټوله جیګه برخه د نیپال په هیواد کی ده چه ایو ریست غر نومیږی. او دوهم د کيټو غرونه دی چه په پاکستان کی دی