Homeخبرونهپه بلوچستان او پښتونخوا کې په دوو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته...

په بلوچستان او پښتونخوا کې په دوو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي 15 مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دغه ایالت په تربت کې د پاکستان پر پوځ د انتحاري مسوولیت ومانه.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی مجید لوا«نن په تربت کې د پاکستان د اشغالګر ځواک پر یوې قافلې (کاران) په فدايي حملې کې ګڼ شمېر پوځیان وژلي دي.»

له بلې خوا پاکستاني چارواکو تایید کړه چې د بلوچستان په تربت ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴ ملیشه ځواکونه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د تربت د پولیسو یوه مشر روشن علي رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر د یوه موټر په واسطه د ملیشه ځواکونو پر بس برید وکړ.

د هغه په وینا باور کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې ډېر شي.

له دې جلا د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په بګن کې د دولتي موټرو پر کاروان په برید کې د ولسوال (د ضلعي انتظامي مشر) په ګډون اووه تنه ټپي شوي دي.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط رسنیو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه جاوید الله محسود په بګن کې د روان پرلت ختمولو ته تللی وو او پر دې مهال ډزې شوې دي.

ده وویل چې په ډزو کې د جاوید الله محسود تر څنک دوه پولیس او دوه د ملېشه ځواک عسکر او ورسره دوه نور عام وګړي هم ټپيان شوي دي.

1 COMMENT

  1. WE WANT MORE&MORE VICTORY FOR T T P & B A L
    THIS WAS NEW YEAR 2025 GIFT FOR PUNJABI ESTABLISHMENT

    HAPPY NEW YEAR FOR TTP&BAL WITH MORE SUCCESS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...