Homeخبرونهسکاټلنډ د ښځو د حقونو له کبله له افغانستان سره دوه اړخیزې...

سکاټلنډ د ښځو د حقونو له کبله له افغانستان سره دوه اړخیزې لوبې نه کوي

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۹ مه) د سکاټلنډ کرکټ بورډ اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو له امله به له افغانستان سره د کرکټ دوه اړخیزې لوبې نه کوي او یوازې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په سیالیو کې به ورسره مخامخ شي.

د سکاټلنډ کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ وویل، تر هغه چې د افغانستان د ښځو د کرکټ او د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون نه وي راغلی، له افغانستان سره به په خپله خوښه هېڅ لوبه نه تنظیموي.

د دې پرېکړې له مخې، سکاټلنډ به یوازې د نړیوالې شورا په سیالیو کې د اړتیا پر مهال له افغان لوبډلې سره لوبې کوي، چې په کې تمریني لوبې هم شاملې دي.

د سکاټلنډ کرکټ بورډ د افغانستان له کرکټ بورډ سره د خپلو اړیکو د بیا ارزونې بهیر د روان کال په دوبي کې پیل کړی و. د بورډ د نوې تګلارې له مخې، د سکاټلنډ نارینه او ښځینه لوبغاړو ته هم د دوشنبې په ورځ خبر ورکړل شوی دی.

سره له دې، سکاټلنډي لوبغاړي جورج منسي ته به، که د افغانستان غوره لیګ د نړیوالې شورا اجازه ترلاسه کړي، په دې سیالیو کې د ګډون لپاره د نه‌مخالفت سند ورکړل شي.

تر دې مخکې د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ادارو هم د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت د تګلارو له امله له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو په اړه ورته دریځ خپل کړی و.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو تر هغه وخته یې د ښځو ملي لوبډله او د ښځو د کرکټ د ودې اړوند جوړښتونه نه لرل. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا خراب شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...