چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرد اسماعیل لاروي درې غزلونه

د اسماعیل لاروي درې غزلونه

غزل

هجر او د عمر تېرېدل، توبه، توبه خلکو

ما باندې تاوان شوله د ژوند هره شېبه خلکو

زه د خدای ج په لور او د انسان زړګي ته لار غواړم

تاسو، که تاوېږئ نو تاوېږئ تر کعبه خلکو

زه غريب شاعر او د دې ښار د دنګو نجونو ناز

خاورې او تصوير د اسمان څومره عجېبه خلکو؟!

وي به په شاهي دربار کې هم څه د جلال بقا؟!

سوزي به غرور نه؛ د کوم حسن په لمبه خلکو؟!

پرېښودم ارمان د خپل وحشت په بيابان تنها

پاتې مې په زړه نه ده، د پاتې ژوند جذبه خلکو

لار او لاروی هر ځلې تللي په سراب پسې

ښايي وي، بې پايلې د ژوند هره تجربه خلکو

غزل

ګرانې شوې، انسانه! نور په ځمکه تناره دا شپې

تېرې شه، لوګی غوندې په بره الواته دا شپې

خدای خبر حالت د هدېره دنياګۍ څنګه دی؟!

موږه مرده شوئ او زنده ګۍ! ستا د واده دا شپې؟!

حال زما د اوښکو او کيسې د بېلتانه د شپو

اوښتې څپو غوندې د کلي په راده دا شپې

شپې د بېلتانه او د سبا وعدې، اوږدې کيسې

ستورو ته د لمر غوندې کړه، تېرې په کاته دا شپې

ياد د مهرويانو، څوارلسم سپوږمۍ، زړه تنګی وخت

تېرې په مزله شه، لارويه! په راغه دا شپې

غزل

کور ليوني په ويرانه بدلوي

ګني ژوند څوک په افسانه بدلوي

چې زمانې بدل کړل، څه عجېبه؟!

خلک هغه چې زمانه بدلوي

په لږ مسکا او يوه ښه خبره

راشه چې زړه يو دېوانه بدلوي

د درد عظمت ته به توهين کوي، دا

اوښکه چې څوک په دردانه بدلوي

د يو ملنګ په اړه فکر په کار

وايي؛ دوهۍ په خزانه بدلوي

يو لاروی کړي، زمزمې په لاره

د چا هر ياد په ترانه بدلوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب