Homeادبشعرد اجمل تورمان دوه غزلې

د اجمل تورمان دوه غزلې

غزل

سپينه او نازكه اينه جنۍ

ما ورباندې ايښی نوم، چينه جنۍ

تانه تللی تاته راستون شوی يم

ته مې يې مکه او مدينه جنۍ

ستا تصوير ته هر وخت سترګې زبېښمه

زه هم دومره نه يم نارينه، جنۍ

سور الوان ټېکري نه ټوټه بيله کړه

زړه باندې مې کېږده يوه پينه جنۍ

هسې دې په هر پوست کې اډ کړی يم

ټول فيس بوک اخيستې ده کينه، جنۍ

غزل

زه يې جار، په هر نظر کې راسره ده

ځوانيمرګه په دفتر کې راسره ده

په لايكونو، كمنټونو کې مسکۍ ده

په فيس بوک او توېټر کې راسره ده

زه د چايو هر گيلاس كې يې شريک يم

دا شريکه به برګر کې راسره ده

زه چې اوټ نه يم ولاړ په ژوند وېکټو

دا په هر يو تېر اوور کې راسره ده

زه د دې زړګي له تله ورسره يم

دا د دې زړګي په سر کې راسره ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...