Home+د بهسودوال د (ژوند) تصو ر || وهاب حیات

د بهسودوال د (ژوند) تصو ر || وهاب حیات

مونږ ټول رنځیږو، مګر لارې مو بېلې، بېلې دي، د ټکنالوژۍ په دې دور کې درک بیخي په نشت حساب دی، دڅه پېښیدو ته چې انتظار و، هغه مو څوکلونه مخکې ولیدل، همدې کار زمونږ له ژونده درک او بیا په درک کې د خواخوږۍ قوت ورک کړ، هر څوک د ځان په اړه وغږیدل او دې غږیدو دا تراژیدي راوړه، چې بدې پیښې مونږ په خپلو هغو هم بدترې وګڼلې او دې کار زمونږ په وجود کې سطحیت وټوکوو، دې سطحیت زمونږ په برداشتونو هم اغیز وکړ، رقم رقم تشبیهات مو پیداکړل، چا زنده ګي څنګه او چا څنګه وګڼله، خو مونږ ډیرو لا په یو بل باور نه دی کړی، چې ګوندې فلانکی به رښتیا وایي او نه مو هم ځان دې ته اماده کړی، چې هغسې یې ومنو څنګه چې دي، دا هر څه ان په حقیقي ژوند کې هم دي او مونږ یې هره ورځ د لیدو شاهدان یو، دا خبره که یو شاعر وکړي بیا خو به یې منل ډیر ګران وي.
زما په باور د محرومیتونو یو ډول کاذب هم دی، چې په دې ډول کې شاعر هڅه کوي، هغه څه بیان کړي، چې دی ورسره مخ نه دی او دا دروغ کله، کله دومره خواږه شي، چې انسان له رښتیاوو هم ډیر ورمات شي، د بهسودوال شاعري به هم دا شیان لري، خو زه لومړی غواړم زمونږ د شاعرانو د ژوند دتصور مفهوم افاده کړم. زه فکر کوم هنر د هنر مند لپاره باید د تمرکز لومړۍ ساحه وي، که چیرته هنرمند له دې مخ واړوي، نو دا امکان حتمي دی، چې دی به هغسې زړه وړونکي تخلیقات ونه لري، که مو فکر کړی وي، کله چې یو څوک مثلا یو شاعر د خپلې شاعرۍ پرته یو بل لومړیتوب ولري، دا د هغې  هنر پیکه کوي، خو دا هر څه د دنیا د مادیاتو تر حده زما مقصد دی او بل کوم معنوي قوت مې هدف نه دی، ددې مادیاتو اغیز دا له ځان سره واخلي او له خپل هنر یې پردی کړي؛ هسې خو دخوشال بابا د یوه بیت مفهوم هم مونږ ته دا راښیي، چې شاعران تل سپیره وي، خو په لوی لاس ځان په زوره د چاپیریال غلامۍ ته ورکول او دښه ژوند لټه د هنر مند فطرت زخمي کوي، هنر له ده څخه د ځان ابراز غواړي، چې هنر په خپله خپلواک قوت دی، دا خپلواک قوت دروني ریښه لري، که چیرته دا قوت چاپیریال او په کې موجود سطحیت اغیزمن کړي، نو دا باور باید ولرو، چې هنر مند هنرمند نه پاتې کیږي او هنر به یې هم هغسې زور ونه لري، پروېز بهسودوال له ژونده شکایت د خپل درون او د خپل هم جنس له کړاو نه خپله وینه هم کله، کله اور وګرځوي او ووايي:
زما رګونوکې د مینې پر ځای اور ګرځي
زه باور لرم چې وینه په لرې استعاراتي مانا کې ژوند هم دی، خو کله چې وینه اور ګرځي دې حالت ته  د عذاب په انتها کې د خپلې عقیدې سیوری هم لیدلی شي. کله چې د دوزخ نوم اورو ذهن ته مو دوزخ کم او اور ډېر راځي، ځکه هلته موږ ته یوازې په اور د سوځېدو او په ډول، ډول نور سوځونکي شیان انځور شوي دي، الله ج له خپل شان سره سم هم اور ته د یوه دروند عذاب په نظر ګوري او دا اور بیا د بهسودوال په شاعرۍ کې ډېر دی، خیر دا خو یوه لرې خبره ده، خو بیا هم د ژوند اور کېدل او یا په وجود کې اور لرل په خپله د ژوندد عذاب کېدو خدایي شدت دی، انسانان به دا احساس هغسې چې په کار ده، درک نه شي کړای، خو ولې دوی چې څومره د الفاظو په قوت دغه ډول حادثاتو ته انځورونه کاږي، همدا یې په وس ده او نور نه شي کولای بل رقم یې ظاهر کړي. د بهسودوال د ژوند تصور یا هم د ژوند لپاره د تعریف ساحه د دده د خپل پېژند په دایره کې ده او  دا دایره ده دخپل درون په  برداشتونو د انفرادیت پر خوا بېولې ده:
ژوند مې سترګو کې ازغی محسوسوم
لا تر اوسه دې کمی محسوسوم
د ژوند په اړه د بېلا بېلو فیلسوفانو خبرو د ژوند د ورک تعریف پسې منډه  لا نوره له لالهاندۍ ډکه کړې ده، ځینې یې ژوند ته د معنی د لټون نوم ورکوي، چې په هغې کې د تهذیب د احیا او د هغې د لا نور غوره والي بعدونه شامل دي، چې د مادیات پرستۍ پر وړاندې په میدان کې خپل رعب لري، ځینې یې بیا مبارزه بولي، دا خبره بیا د سایکالوژۍ د نظریو د اهمیت مراندې پیاوړې کوي او انسانان دې ته هڅوي، چې د راحت لپاره د ژوند او د هغې په چارو کې مبارزه اړینه ده، ځینې په دې باوري دي، چې ژوند دازادۍ نامه ده، خو دا خبره په خپله په همدې الفاظو کې د رد وړ ده، له دې ور هاخوا ډول ډول نور تفسیرونه هم شته، چې د ژوند د تعربف په ورکولو کې یې خپله ونډه ساتلې ده، دسقراط په باور چې ژوند د تحقق وړ شی دی او باید وڅېړل شي، که چېرته داسې ونه شي نو ژوند په خپل ذات کې هیڅ مانا نه لري، د ژوند کارونه او په دې ټولو کې د مقصدیت جوهر موندل، د سقراط د همدې تعریف لاندې راتلی شي، چې په ژوند کې دمعنویت د بنیادونو لپاره په کار دی، د هغه په باور ژوند د شعور د کتلې یو بل نوم دی. د بهسودوال په شاعرۍ کې( ژوند د په سترګو کې اغزی محسوسول) د ده خپل تعبیر دی، په دې شعر کې د د ژوند د سخت حالت لپاره تشبیه د سترګو ازغی راغلی دی، په سترګو کې ازغی د پښتنو د فوکلور محاوره هم ده، خو په دې شعر کې ځینې نور انتخابونه هم شته او هغه دا چې د ازغي په  څوکه د سترګو، چې د بدن ډېره نازکه برخه ده، له هغې سره لګېدل حتما نه زغمیدونکی درد زیږوي، د بهسودوال په شعر کې ژوند همدومره سخت دی یا همدومره له دردونو ډک دی، لکه انسان ته چې په سترګو کې ازغی محسوس شي، د بهسودوال دشعر دا انداز د فلسفې ښه سمه مقابله کوي، د نیچه  په باور ژوند انسان ته دومره درد ورکوي لکه مرګ، خو ژوند کې انسان نه فنا کیږي، بلکې د لانورې مبارزې لپاره پیاوړی کیږي، خو بهسودوال وایي، چې ازغی یې محسوسوم، دا بیا ډیره ممکنه ده چې دی ړوند شي او سترګه له لاسه ورکړي، په دې شعر کې ددې حالت د راوستو علت هم معلوم دی، بهسودوال وایي چې(لا تر اوسه دې کمی محسوسوم) د ژوند کول مبارزه ده، خو دا مبارزه د هغه څه لپاره ده، چې لرو یې او غواړو له لاسه یې ورنکړو او یا یې غواړو ترلاسه کړو، زما په باور ژوند له دې دوو خواوو سره چې دفاع  او  لټون دی، تل د خپلې بقا لپاره په میدان کې دی، په دې مصرع کې هم بهسودوال یو څه له لاسه ورکړي دي، ځکه  خو دا نیمګړتیا د ازغي په څېر محسوسوي.
ژونده تر اوسه  به دې ما غوندې لیدلي وي څوک
چې جوړ له خاورو وي او کاڼی ګرځېدلی وي څوک
رسل په خپل کتاب ( دلویدیځ فلسفې تاریخ) کې لیکي، (حقایق باید د مشاهدې له  لارې هم وموندل شي، نه دا چې یوازې په استدلال اکتفا وشي) ددې اصل له مخې په هغو عقایدو او نظریو د رد نیمه کرښه راکښل کیږي، چې انسان د ژوند په اړه وړاندې کړي وي، په دې مانا چې ژوند څنګه موږ ته نورو راپېژندلی هغسې بلکل نه دی او په کار هم نه ده، چې موږ یې ورسره بې چون چرا ومنو، هغه مشاهدې چې د زموږ د خپلو تجروبو پیداوار دي، د هغې په اړه سوچ کول هم په کار دي، په دې سره به هغه تصور چې موږ له نظریاتو اخیستی دی، د یوه ناممکن تکمیل پر لور لاره لنډه کړي، که څه هم ناشوني ده. د انسان خپلې تجربې او بیا دژوند په اړه که یو شان نه دي، نو دومره پاشلې هم نه دي، چې سړی دی په کې دومره ورک شي، چې لږ تر لږه هغه اړیکې چې د دوی تر منځ دي، هغه دې هم پیدا نکړي، په دې شعر کې بهسودوال ژوند په ځان هغه جابر حاکم ګڼی، چې دی ورسره لاس او ګرېوان دی، خو دی ورته د خپل شهامت کیسه  هم په ډېر ښه  انداز سره کوي او دی د ژوند په اړه زړو عقایدو ته نه دی پاتې، بلکې د خپل کلکوالي څرګنداوی هم ورته کوي، په همدې صورت سره بهسودوال ژوند که دمبارزې ډګر ګڼي، نو دا هم واضح کوي، چې له کړاو پرته په کې نور څه نشته. دده دا تصور د شوپنهاور سره د توافق علامت هم کېدای شي، د شوپن هاور په باور ژوند له کړاوونو ډک دی او دا کړاو له هغه څه دی چې دی یې، د انسان نه ختمیدونکې غوښتنې ګڼي، ما مخکې په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې انسان ژوند د هغه څه لپاره مبارزه ګڼي، چې له ده سره دي او غواړي له لاسه یې ورنکړي او بل دده خپلې غوښتنې  دي، خو د شوپن په باور دا غوښتنې نه ختمیږي او انسان به تل تر تله په همدې کړاو کې بند وي، زما په باور د شوپن تعریف یو څه د تکمیل خواته نږدې دی او بهسودوال هم د همدې په طرفدارۍ خپله خبره په یوه جلا انداز کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...