د دې لیکنې پرمهال یو ملګري زنګ راووهه. د تل په څېر مو د یو بل احوال وپوښت. بیا ورته ما د لیکنې په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه وخندل او بیا یې همغه مشهوره خبره وکړه: وایي د یو چا پلار وژل شوی و، کلیوالو د مقتول له زامنو وپوښتل: پلار مو چا وواژه – پلیوکه سپرو؟ د مقتول زامنو په ځواب کې ورته وویل: زموږ له ښې یې ویوست، نوره مهمه نه ده چې چا وواژه – پلیو که سپرو.
له بده مرغه د افغان روڼ اندیو، نظرخاوندانو او په ټوله کې زموږ افغانانو یوه نیمګړتیا دا ده چې موږ له مهمو تاریخي پېښو سره خورا برسېرن چلند کوو او په ډېره عادي سترګه ورته ګورو، په داسې حال کې چې مهمې تاریخي پېښې په تېره هغه پېښې چې د یو ملت، یو هېواد او یو دولت برخلیک ته یوسلواتیا درجې بدلون ورکوي، باید په ژوره او هراړخیزه علمي توګه وڅېړل شي، عوامل یې راوسپړل شي او پر پایلو یې رڼا واچول شي، که دا پایلې مثبتې، رغندې او د هېواد د حال او راتلونکي لپاره ګټورې وي، باید د هغوی د پیاوړتیا، پراختیا او پاېښت لپاره کار وشي او برعکس که دا پایلې منفي او د هېواد د حال او راتلونکي لپاره زیان رسوونکي او ویجاړوونکي وي، باید پر داسې لارو چارو او تدابیرو کار وشي چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د تکرار په مخنیوي کې مرسته وکړي. د جمهوریت سقوط هم داسې پېښه ده چې هراړخیزه څېړنه غواړي. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د جمهوریت د سقوط پر ځینو اړخونو رڼا واچول شي. موخه مې دا نه ده چې خدای مه کړه د کوم چا سپکاوی وکړم او شخصیت یې تر پوښتنې لاندې راولم. زه خپل نظر څرګندوم او دا خپل یو اساسي حق ګڼم.
د جمهوریت د سقوط بحث هغه مهال هم مطرح و چې جمهوریت لا سقوط نه و کړی؛ خو هغه مهال دا بحث داسې مطرح و چې ایا جمهوریت سقوط کوي او که نه؟ او که سقوط کوي؛ نو څه به کېږي؟ جمهوریت د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵ مه سقوط وکړ او ورسره جوخت دغه بحث هم زور واخیست. د جمهوریت سقوط یوه پېچلې موضوع ده او ګڼ اړخونه لري او په یوه لیکنه کې د هغې پر ټولو کورنیو او بهرنیو اړخونو رڼا اچول ستونزمن کار دی.
کله چې موږ پر دې موضوع بحث کوو، باید دوه پوښتنې سره جلا کړو: لومړۍ پوښتنه دا ده چې چا جمهوریت سقوط ته ورساو؟ او دویمه پوښتنه دا ده چې ولې جمهوریت سقوط وکړ؟ دا دواړه پوښتنې یوه له بلې سره مستقیم او نږدې تړاو لري او دواړه مهمې دي؛ خو زما په اند دویمه پوښتنه تر لومړۍ ډېره مهمه ده. دا ځکه چې لومړۍ پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه موږ یو شخص یا یوې ډلې ته رسوي چې باید د جمهوریت د پرځېدا پړه یې پر اوږو واچول شي او دویمې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅې موږ هغو عواملو ته رسوي چې د جمهوریت د سقوط سبب شول. دا خبره باید روښانه کړو چې د تاریخي پېښو په سپړلو او څېړلو کې اسباب او عوامل ټاکونکی نقش لري او نه یوازې د تاریخي پېښو په څېړلو او سپړلو کې، بلکې نږدې په نورو ټولو برخو کې. د بېلګې په توګه په طبي علومو کې تر هغو د یوې ناروغۍ د درملنې لپاره درمل جوړېدای نه شي چې د هغې ناروغۍ اصلي علت موندل شوی نه وي او همدارنګه یو ناروغ ته تر هغو درمل تجویز کېدای نه شي چې د ناروغۍ اصلي علت یې معلوم شوی نه وي. یو څوک تبې نیولی دی. معیاري طبابت حکم کوي چې لومړی باید د تبې اصلي علت معلوم شي او بیا د دې علت د له منځه وړلو لپاره مناسب درمل تجویز شي. که داسې و نه شي، نو بیا د تبې د کمولو عام درمل ښایي د څو شېبو لپاره تبه او ورسره ځان خوږی کم کړي؛ خو د تبې اصلي علت پر خپل ځای پاتېږي او همدا چې د درمل اغېز لاړ شي، تبه بیا راګرځي. په همدې اساس د جمهوریت د سقوط په اړه په هر ډول بحث کې اصلي تمرکز باید پر عواملو او اسبابو وي. د دې لپاره یوې جلا تحلیلي لیکنې ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظامونو او په ځانګړي ډول د وروستي شل کلن جمهوریت د سقوط بهیر په علمي ډول راونغاړي.
په دې لیکنه کې موږ یوازې لومړۍ پوښتنه رااخلو: جمهوریت چا سقوط ته ورساو یا چا سقوط ورکړ. که موږ په تېرو پنځو کلونو کې یانې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې راوروسته د جمهوریت د سقوط په اړه په کور دننه او بهر ټولو تر سره شویو بحثونو، لیکنو، شننو او تحلیلونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو؛ نو ګورو چې دا ټول پر همدې پوښتنې راټول او متمرکز پاتې شوي دي. په تېرو پنځو کلونو کې ټولو هڅه کړې یو څوک ومومي او د جمهوریت د سقوط پړه یې پر اوږو واچوي، د جمهوریت د سقوط پر عواملو له بده مرغه لا تر اوسه چا جدي بحث نه دی کړی.
لومړۍ پوښتنې ته د ځواب موندل دومره ساده او اسان کار نه دی او دا ځکه چې د افغانستان په څېر په وروسته پاتې جګړه ځپلیو هېوادونو کې د ملامت او سلامت جلا کول که ناشوني نه وي، نو ګران خو خامخا دي. په دغه راز هېوادونو کې د ټولنیز مسوولیت منلو او حساب ورکولو فرهنګ یا هېڅ نشته او یا ډېر کمزوری دی. دلته هېڅوک ځان نه ملامتوي او تل کوښښ کوي چې پړه پر نورو واچوي. افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې ډول ډول بحرانونه تېر کړل، ګڼې ناخوالې او نادودې یې وزغملې، په ملیونونو افغانانو ژوند له لاسه ورکړ( له بده مرغه په دې برخه کې دقیق ارقام نشته او دا هم یوه مهمه موضوع ده، هغه ارقام چې وړاندې کېږي یو ملیون او دوه ملیونه او درې ملیونه، دا ټول تر شا سیاسي ملحوظات لري، تقریبي او احتمالي دي)، په ملیونونو افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول، د هېواد اقتصادي بنسټونه ویجاړ شول او ملت له نورو ګڼو ستونزو سره مخ شو؛ خو هېڅوک پیدا نه شو چې ډګر ته راووځي او له ملته بښنه وغواړي. جالبه او ورسره جوخت د خواشینۍ خبره دا ده چې یو شمېر اشخاص او ډلې هم وې او لا شته چې په سلګونو انسانان یې وژلي دي او هغه مهال به یې پر دغه کار ویاړ هم کاوه؛ خو چې کله به د وحشت او ظلم خبره مطرح شوه؛ همدوی به ځانونه داسې سپین او بې ګناه ښودل چې ګنې له آسمانه راکښته شوې پرښتې دي او د ځمکې پر سر یې لا تر اوسه یو مېږی هم تر پښو لاندې ازار شوی او ژوبل شوی نه دی. افغانانو تمه درلوده چې د جمهوریت پر مهال د انتقالي عدالت رپوټ به خپور شي. که څه هم خلک پوهېدل چې په دغه رپوټ کې تورن، څوک محاکمه کولای نه شي او عدالت پرې تطبیق کولای نه شي؛ خو خلکو هیله لرله چې لږ تر لږه د دوی نومونه په ډاګه او رسنیز شي. ځانګړیو کړیو د دغه رپوټ د رسنیز کېدو او خپرېدو مخه ونیوله او هغه رپوټ تری تم شو.
د جمهوریت په سقوط کې څوک ملامت دی؟ که څوک هڅه وکړي چې ټوله پړه پر یو شخص واچوي؛ نو دا به لږه نه چې ډېره بې انصافي وي. د جمهوریت په سقوط کې ګڼو کورنیو او بهرینو، سیاسي، پوځي، اقتصادي، کلتوري، دیپلوماتیکو او نورو فکتورونو نقش لاره.
خو کله چې د جمهووریت په سقوط کې د ملامت او سلامت د پېژندا خبره رامخې ته کېږي؛ نو په دې اړه نظریات سره ډېر پاشلي دي. یو شمېر وایي چې ښاغلی اشرف غنی ملامت دی، ځکه دی جمهوررییس و. نور بیا وایي چې د ښاغلي اشرف غني نږدې همکاران او په ځانګړي ډول د ملي امنیت سلاکار او د جمهوري ریاست د چار ادارې لوی رییس چې ویل کیدل د حکومت ټول واک او اختیار یې انحصار کړی و. ځیني بیا وایي د امنیتي سکتور وزیران او د ملي امنیت لوی رییس پړه دي چې ویې نه شو کولای ډاډمن امنیت ټینګ کړي او خپل اړوند ځواکونه په ښه توګه مدیریت کړي. نور بیا وايي چې ښاغلی حامد کرزی او ښاغلی عبدالله عبدالله ملامت دي چې د ښاغلي اشرف غني ننګه یې ونه کړه او د همکارۍ پر ځای یې له هغه سره د ټکر او تفابل لاره غوره کړې وه. څوک بیا وایي چې پارلمان او په ځانګړي ډول ولسي جرګه ملامته ده چې د حکومت سم ملاتړ یې نه کاوه او ستونزې یې ورته جوړولې. څوک بیا د ملي اردو ځواکونه ملامتوي چې له جګړې یې لاس واخیست او په ډله ییزه توګه مخالف لوري ته تسلیم شول. څوک بیا لا ټول ملت ملامتوي چې په ښه توګه یې د جمهوریت ننګه ونه کړه. څوک رسنۍ ملامتوي چې په خپلو ناسمو رپوټونو او خبرونو سره یې د وسله وال پوځ او خلکو روحیه کمزوزې کړه. څوک یو شمېر جګړه سالاران او ټوپکیان ملامتوي چې له حکومته یې باج اخیست؛ خو چې کله د دفاع او سرښندنې وخت راورسېد، دوی دوه خپلې او دوه یې هم ورسره پور کړې او وتښتېدل. څوک بیا طالبان ملامتوي چې یوازې د جګړې پر پرمخ بیولو یې ټینګار کاوه او د سولې خبرې یې ردولې. څوک پاکستان ملامتوي چې له پيدایښته راهیسې یې تل د افغانستان د مرکزي حکومتونو د مخالفو ډلو هراړخیز ملاتړ کړی دی او افغانستان ته یې د خپل ستراتېژیک عمق په سترګه کتلي دي. څوک وايي ایران ملامت دی او د جمهوریت د مخالفو ډلو ملاتړ یې کاوه. څوک بیا وایي چې روسیه پړه ده چې له طالبانو سره یې ښې اړیکې پاللې او دوی یې د نړیوال سیاست سټېج ته ورسول. څوک بیا وايي د افغانستان نور ګاوڼدیان هم ملامت دي چې طالبانو ته یې سرې غالۍ وغوړولې او خپله غېږ یې ورته پرانیسته. څوک بیا وایي ناټو ملامته ده چې له جګړې یې ځان ګوښه کړ او د افغانستان وسله وال ځواکونه یې یوازې پرېښودل. نور بیا وایي چې امریکا ملامته ده چې هم یې د افغانستان د حکومت له ملاتړه لاس واخیست او هم یې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ. څوک بیا وایي چې ښاغلی زلمی خلیلزاد ملامت دی چې د دوحې تړون لاسلیک ته یې لاره پرانیسته. څوک وایي چې د دوحې تړون ملامت دی او همدا تړون د جمهوریت د سقوط سبب شو. څوک هم دوحه او په ټوله کې قطر ملامتوي چې طالبانو ته یې دفتر پرانیست او دا فرصت یې ورته برابر کړ چې یو ټاکلی آدرس ومومي او له نورو سره سیاسي مذاکرات پرمخ یوسي.
دا نوملړ نور هم اوږد دی. واقعیت دا دی چې دا ټولې خبرې تر ټاکلي بریده سمې او پرځای دي. زما په ګډون ټول په افغانستان کې د نطامونو په سقوط کې تر یو بریده ملامت دي. ټول، ټول له یو مشره او سیاستواله رانیولې بیا د کلي تر یو عادي بزګره پورې، له باسواده رانیولې بیا تر بېسواده پورې، له شتمنه رانیولې بیا تر بېوزلي پورې. که موږ هر یو سر په خپل ګرېوان کې کښته کړو او له ځانه وپوښتو چې ایا د نطام د دفاع لپاره مو ټول هغه څه کړي دي چې کولای مو شول او باید کړي مو وای؟ ځواب به هرو مرو منفي وي. بس هر یو کوښښ کړی چې خپله جاله تر اوبو پورې باسي او خپل سر تر سیوري لاندې کړي.
په ملامتۍ خو موږ ټول ملامت یو؛ خو د ملامتۍ او پړې اندازه او کچه باید له هغه مقام او مسوولیت سره متناسبه وي چې هر یو په نطام کې لاره. که موږ همدا معیار وټاکو او باید ویې ټاکو؛ نو بیا خو ډېره پړه د ښاغلي اشرف غني پر اوږو پرېوځي او دا ځکه چې دی د افغانستان جمهوررییس و. د افغانستان د اساسي قانون له مخې جمهوررییس د دولت د درې ګونو قواوو مشر او ورسره جوخت د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان هم و. په زړه پورې دا ده چې ښاغلي اشرف غني ځان نه یوازې د افغانستان په تاریخ کې بلکې د سیمې او نړۍ په تاریخ کې ترټولو ښه، تکړه، مدبر، زړه ور او هوښیار اعلی سرقومندان باله. د جمهوریت له سقوطه پنځه ورځې ترمخه ښاغلي اشرف غني د افغانستان د رسنیو مشران د جمهوري ریاست ماڼۍ ته وربللي وو چې د هېواد د روان وضعیت په اړه ورته معلومات ورکړي. زه هم په دې ډله کې وم. ښاغلي اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل: تاسې د ملي دفاع وزارت ته وګورئ چې څومره جنرالان لري؛ خو دغه وزارت نه شي کولای چې په یو وخت کې دوه درې بحرانونه مدیریت کړي. زه دا وړتیا او توانایي لرم چې په یو وخت کې ګڼ بحرانونه مدیریت کړم.
ده په خپلو خبرو کې د رامنځ ته شوي بحران ټوله پړه پر ښاغلي زلمي خلیلزاد واچوله. که موږ د ښاغلي اشرف غني د هغه مهال دریځ او همدارنګه د جمهوریت له سقوطه راوروسته د هغه مرکو او خبرو ته ځغلنده کتنه وکړو؛ نو داسې ښکاري چې ده له ښاغلي زلمي خلیلزاد سره کومه ستونزه درلوده. که څه هم دواړو دا خبره بیا بیا رد کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې د دوی په منځ کې هېڅ راز شخصي ستونزه نه وه او نشته. په هر حال، ښاغلي اشرف غني له ښاغلي زلمي خلیلزاد سره داسې چلند کاوه لکه د خپلې کابینې له کوم وزیر سره. ده دا خبره هېره کړې وه چې ښاغلی زلمی خلیلزاد اوس په بیروت کې د امریکایي پوهنتون محصل نه دی، ښاغلی زلمی خلیلزاد اوس د کابل غازي لیسې زده کوونکی نه دی. هغه اوس د امریکایي مذاکراتي ټیم مشر دی، د امریکا د حکومت استازی دی او هر څه چې کوي، د امریکا د حکومت او په ځانګړي ډول د هغه هېواد د جمهوررییس په امر او سپارښتتنه یې کوي، د همغه جمهوررییس چې دی یې لیدو ته د ټولو دیپلوماتیکو معیارونو او ملي حاکمیت په ترپښولاندې کولو سره بګرام هوایي ډګر ته لاړ، همغه جمهوررییس چې دی یې پر اوږې وټپاو او ورته یې وویل: شا ته شه او هلته زما له سرتېرو سره په کتار کې ودرېږه. او دی د جمهوررییس د وینا تر پایه هلته د یو سرتېري په توګه ولاړ و. ده دا هم هېره کړې وه چې ښاغلی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر استازي کوي، د همغه وزیر استازي چې ده ته یې وویل: که له ما سره ګورې، نو بګرام ته راشه. او دی له خپل ټیم سره بګرام ته ورغی او بیا یې دفتر د هغې کتنې عکس په دې موخه فوتوشاپ کړ چې وښیي ګنې دا کتنه په ارګ کې ترسره شوې، نه بګرام کې. هغه مهال خلکو پر دغو خبرو او کړنوسترګې پټولې اوغوږونه یې کڼول او ویل یې چې خیر دی، پروا نه کوي، افغانستان اوس د امریکا مرستو او ملاتړ ته اړ دی. خبره دا ده چې د هغو تشریفاتي مسایلو لپاره دی د ملي حاکمیت ترپښولاندې کولو ته تیار و؛ نو د سولې په خبرو کې خو باید له امریکایي پلاوي سره د دوه اړخیز درناوي او لوړو ملي ګټو پر بنسټ سم او منطقي چلند ته هرومرو چمتو وای. ده له ښاغلي خلیلزاد سره د ټکر او تقابل لاره غوره کړه. هغه مهال داسې رپوټونه هم خپاره شول چې ده پر ښاغلي خلیلزاد سختې پټکې کولې او هغه ته به یې ویل چې د سولې د راوستو او د دغه کار د پرمخ بیولو وړتیا نه لري.
دلته د یوې بلې مهمې خبرې یادول هم اړین دي او هغه دا ده چې د جمهوریت د سقوط په درشل کې او همدارنګه له هغه وروسته په تیرو پنځو کلونو کې هم ښاغلي اشرف غني او هم د ده نږدې همکارانو تل ټینګار کړی چې امریکایانو له طالبانو سره پر ښکاره خبرو سربېره، پټ مذاکرات هم مخ ته وړل او له هغوی سره یې «اشد محرم » اسناد لاسلیک کړي دي. دا چې د «اشد محرم» اسنادو د لاسلیک خبره رښتیا ده که درواغ، په دې اړه موږ قضاوت کولای نه شوو؛ که څه هم دواړو لوریو د دغه راز اسنادو د لاسلیک او شتون موضوع په کلکه رد کړې ده. جالبه او د حیرانتیا خبره دا ده چې یوه ورځ ښاغلی سلام رحیمي چې د سولې په چارو کې د جمهوررییس ښاغلي اشرف غني ځانګړی استازی او د باور وړ شخص و، د افغانستان د رسنیو مشران ارګ ته وربللي وو. زه هم په دې ډله کې وم. دا کومه خبري ناسته نه وه؛ بلکې د رسنیو مسوولینو ته په دوحه کې د سولې د هڅو په اړه د تازه او کره معلوماتو د ورکولو په موخه جوړه شوې وه. په دې ناسته کې ښاغلي سلام رحیمي په کلکه هغه آوازې رد کړې چې ګنې د افغانستان حکومت د سولې له خبرو ناخبره دی او امریکایان ورسره معلومات نه شریکوي. ښاغلي سلام رحیمي په ټینګار سره وویل چې امریکایي لوری هر ماښام ښاغلي جمهوررییس ته د مذاکراتو رپوټ ورکوي او جمهوررییس پر هرڅه خبر دی. ښاغلي رحیمي دا خبره هم وکړه:« تاسې ته څرګنده ده چې د ښاغلي اشرف غني انګلیسي څومره قوي ده او هغه دغه رپوټونه ښه په دقت ګوري او ایډېټ کوي یې هم.» یانې امریکایانو لیکلي رپوټونه ایډېټ کوي. ښایي موخه به یې دا وه چې ښاغلي زلمی خلیلزاد د امریکايي مذاکراتي ټیم مشر دی او دا رپوټونه خو هغه ښاغلي جمهوررییس ته وراستوي او که خپله یې نه لیکي؛ نو وروستی متن خو یې هرومرو ګوري او ښایي ایډیټ یې هم کړي؛ خو د ښاغلي اشرف غني انګلیسي د ښاغلي زلمي خلیزاد د انګلیسي په پرتله ډېره قوي او عالي ده چې هغه ایډېټ کړي متنونه دی بیا ایډېټ کوي. ښاغلي سلام رحیمي د افغانستان د مشهورو رسنیو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت او په ځاګړي ډول ښاغلی اشرف پر هر څه ښه خبر دی او هېڅ هم ترې پټ نه دي؛ خو اوس ښاغلی اشرف غني او د ده نږدې همکاران وایي چې امریکایانو ترې مذاکرات پټ ساتلي وو.
واقعیت دا دی چې د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ښاغلي اشرف غني د سولې مذاکراتو په اړه د افغانستان له واقعیتونو سره برابر دریځ نه لاره. په وروسته پاتې هېوادونو کې یوه ستونزه دا ده چې هرڅوک غواړي اتل شي. پر دې ناروغۍ نږدې ټول اخته دي. د بېلګې په توګه که موږ د فوټبال لوبو ته خغلنده نظر وکړو؛ نو ګورو چې د وروسته پاتې هېوادونو په ټیمونو کې هر یو غواړي چې ګول ووهي، خپل نوم وباسي او ځان اتل کړي. دوی د دې پر ځای چې د یو موټي ټیم په توګه لوبه وکړي، په ګډه مقابل ټیم ته ماتې ورکړي او ټول ټیم بري ته ورسوي، هر یو کوښښ کوي چې په یوازې توګه ګول ووهي او خپل ځان اتلولۍ ته ورسوي؛ خو په پای کې نه دی اتل کېږي او نه یې ټیم او شرمېدلي د لوبو له ډګره وځي. په وروسته پاتې هېوادونو کې په ځانګړي ډول سیاستوال او مشران تر نورو ډېر په دې ناروغۍ اخته دي. افغانستان هم له هره پلوه د یو وروسته پاتې هېواد په توګه له دې ناروغۍ بچ نه دی. ښایي مبالغه نه وي که ووایو چې د افغانستان نږدې ټول سیاستوال په همدې ناروغۍ اخته دي. او ښاغلی اشرف غني هم. دا به سمه نه وي که څوک ادعا وکړي چې ښاغلي اشرف غني سوله نه غوښته او د جګړې د دوام پلوی و. ده سوله غوښته؛ خو داسې سوله چې دی پکې ښه وځلېږي، دی یې اتل وي، دی یې ویاړ تر لاسه کړي او دی یې اصلي امتیاز وګټي. کله چې د ۲۰۱۹ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو موضوع مطرح شوه؛ نو د بهرنیانو په ګډون ټولو ټینګار کاوه هغه وخت، انرژي او منابع چې انتخاباتو ته ځانګړي کېږي، دا دې د سولې خبرو ته ځانګړي شي؛ خو ښاغلي اشرف غني او د ده نږدې همکارانو د انتخاباتو پر ترسره کولو ټینګار کاوه. انتخابات تر سره شول؛ خو له بده مرغه له انتخاباتو وروسته راټوکېدلي کړکېچ د افغانستان وضعیت لا پسې بحراني کړ. په یوه ورځ یو دېوال تر منځ دوو تنو د افغانستان د جمهوررییس په توګه لوړه وکړه. ښایي دواړو به د یو بل د لوړې متن لوستو غږ اورېد. ښاغلي اشرف غني او د ده همکارانو غوښتل د انتخاباتو په ترسره کولو د خپل واک د دوام لپاره یو ډول مشروعیت تر لاسه کړي. په بله وینا، که د سولې خبرې پرمختګ کوي او یا د حل کومه بله لاره رامخې ته کېږي؛ نو دی حق لري ووایي چې دی خو د افغانستان منتخب جمهوررییس دی او د افغانستان خلکو پرې خپل باور او رایي لورولي دي او دی باید خپله قانوني پنځه کلنه دوره بشپړه کړي او بیا چې د سولې بهیر پیلېږي؛ نو یوې انتقالي دورې ته اړتیا ده او دی باید د انتقالي دورې مشر هم وي. په دې توګه د دوی محاسبه نور شاوخوا لس کاله په واک کې پاتېدل وو. خو د افغانستان ځمکنيو واقعیتونو په دومره سرعت سره بدلون موند چې دا لس کلنه دوره یې یو کال ته رالنډه کړه.
همدارنګه ښاغلي اشرف غني باور نه کاوه چې د امریکا حکومت به خپل ځواکونه له افغانستانه باسي. ده فکر کاوه چې د افغانستان حساس جیوپولیتیک ځای ګوټي ته په کتو، امریکا دلته که د تل لپاره نه وي، د یوې اوږدې مودې لپاره خو هرومرو پاتې کېږي. دا محاسبه یې هم غلطه راوخته.
د ښاغلي اشرف غني په اړه تل دا ویل کېږي چې دی یو علمي، اکاډمیک او پوهنتوني شخصیت دی. په دې کې شک نشته چې دی ښه پوه او د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او په معتبرو پوهنتنونو کې یې د استاد په توګه کار کړی دی. همدارنګه یو شمېر علمي اثار یې هم چاپ شوي دي. په نړیوال بانک کې د کار تجربه هم لري. دا هر څه د ده د علمي بعد تله درنوي. خو د افغانستان په څېر ورسته پاتې او جګړه ځپلي هېواد کې د مشرۍ بوج ته اوږه ورکول پر پوهې سربېره، ځانګړي هنر، مهارت او کارېزما ته هم اړتیا لري. که موږ د تلې په یوه پله کې علم، پوهه او لوړې زده کړې واچوو او په بله کې د مشرتابه هنر، مهارت او کارېزما؛ نو د افغانستان په څېر هېواد لپاره باید د تلې دا دویمه پله ډېره درنه وي. په نړۍ کې ګڼ داسې بریالي مشران تېر شوي دي چې لوړې زده کړې یې نه لرلې؛ خو د مشرتابه هنر، مهارت، وړتیا او کارېزما یې درلوده. ښاغلی اشرف غني او د ده خواخوږي دې خوا نه بدوي؛ خو له بده مرغه ده د مشرتابه هنر او کارېزما نه لرله. د مشرتابه وړتیا، مهارت او هنر په یوه ورځ نه تر لاسه کېږي او نه له آسمانه رالوېږي. دا یو بهیر دی چې په ځینو حالاتو کې له کوچنیواله او په آګاهانه ډول بیا د ځوانۍ له دورې پیلېږي. پخوانیو پاچاهانو به شهزاده ګان له همغه کوچنیوالي له دغه هنر سره بلدول. که څوک غواړي د یو سیاسي مشر په توګه مطرح شي؛ نو دی باید د یو سیاسي بهیر ګډونوال شي، په سیاسي مبارزه کې فعاله برخه واخلي او د خپلو افکارو او طرحو لپاره پلویان د ځان پر شاوخوا راټول کړي. په افغانستان کې د مشرتابه هنر د زده کولو یو بل اغېزمن میکانیزم هم شته او هغه د خانۍ او ملکۍ دودیز سیستم دی. خانان او ملکان په حقیقت کې دودیز مشران دي. دوی خپل ولسونه رهبري کوي، د هغوی ستونزې او جنجالونه حل کوي. دا مشري ده او د خانانو او ملکانو بچیان هم له همغه ماشومتوبه د مشرتابه هنر او مهارت زده کوي. ښاغلی اشرف غني له دغو دواړو ډېر لرې پاتې شوی و. ده په سیاسي مبارزه کې کله هم برخه نه وه اخیستې او ده کله هم په کلي کې ژوند نه و کړی چې د جرګو او فیصلو له میکانیزم او له ولسونو سره د مناسب چلند هنر یې زده کړی وای. ده ډېر عمر په لبنان او امریکا کې تېر کړی او سروکار یې له پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو سره و. د ده د مشرۍ تجربه د جمهوریت په لومړیو کلونو کې د مالیې له وزارته پیل کېږي او د مالیې وزارت یوازې مالي مسایل مدیریت کوي. دویمه تجربه یې د کابل پوهنتون ریاست و او هغه خو یو علمي – اکاډمیک مرکز دی. درېمه تجربه یې د انتقال کمېسیون مشري وه. له دې پرته ده کله هم د مشرۍ پر کوم مقام کار نه دی کړی. د ده غټه ستونزه همدا وه چې ده د سیاسي مشرۍ تجربه نه درلوده. ده فکر کاوه چې د ده علمي تجربه او په معتبرو نړیوالو پوهنتونو کې د استادۍ مخینه د افغانستان د مشرۍ لپاره بسنه کوي. ده ونه شوای کولی تر پایه له دغه اکاډمیک او پوهنتوني ذهنیته راووځي. ده ټول ملت ته د خپلو زده کوونکیو او محصلینو په سترګه کتل. ده کابینې ته هم د خپلو زده کوونکیو او محصلینو په سترګه کتل. ده ان د بهرنیو هېوادونو مشرانو ته هم د زده کوونکیو او محصلینو په سترګه کتل. د ده ذهنیت د یو کلاسیک استاد و چې پر محصلینو پټکې وکړه، هغوی ته د ناپوهو او بېسوادو خطاب وکړه او تهدید یې کړه. یوه ورځ د لوېې جرګه په کېږدۍ کې کومه ستره غونډه وه او هلته دوو تنو هسې د یوې ثانیې لپاره سره څه وویل چې ښایي غږ یې نږدې ناستو خلکو هم نه وي اورېدلی؛ خو د ده ورته پام شو او لکه استاد په امرانه ډول یې ورته وویل: ووځئ ، کټ مټ لکه یو کلاسیک استاد چې زده کوونکي یا محصل ته له ټولګې د وتلو امر کوي. همدارنګه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې په یوه سرمشریزه کې چې کله د ده د وینا وخت راورسېد، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د غونډې ریاست مخ ته وړ. هغه ښاغلي اشرف غني ته د خبرو بلنه ورکړه. ده خبرې پیل کړې، په دې وخت کې د غونډې رییس یانې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر او د غونډې د رییسه هییت بل غړی سره څه وپسېدل؛ دا پساری یې بل چا وانه ورېد؛ خو د ښاغلي اشرف غني ورته پام شو کټ مټ لکه په ټولګي چې دغه راز حالت ته د یو استاد ډېر ژر پام اوړي، سملاسي یې پرې غږ کړ چې پساری بند کړي. د غونډې ګډونوال حیران شول چې څه خبره وشوه. د غونډې رییس بښنه وغوښته او ده خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
ګڼو وزیرانو به ویل چې د ښاغلي اشرف غني تر ریاست لاندې د کابینې په غونډه کې ګډون د اغزیو پر پولۍ ختل دي. ده یو ځانګړی غرور لاره. ده فکر کاوه چې دی پر هرڅه تر بل هر چا ښه پوهېږي او دا وزیران خو ورته بیخي بېسواده ښکارېدل. یو ته یې هم د پوره خبرو وخت نه ورکاوه او نه یې د هغوی نظریات او وړاندیزونه اورېدل. یوازې د ګوټو په شمېر وزیران منلي وو. د هغوی خبره اورېدل کېده او وړاندیزونه یې منل کېدل؛ خو دوی هم ډېر په دغه امتیازي حالت کې نه پاتې کېدل. دوه درې میاشتې وروسته به همدا منلي، ښاغلي، بللي، نازولي او غښتلي وزیران، د خدای قهر وهلي، رټلي، نابللی او شړلي شول.
لکه پورته چې وویل شول ښاغلي اشرف غني نه یوازې د کابینې په غونډو کې د استاد او شاګرد چلند کاوه، بلکې په مهمو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې یې هم د استاد او یو علمي شخصیت له دریځه خبرې کولې، نه د یو هېواد د جمهوررییس له دریځه. کله چې د ۲۰۱۴ کال انتخابات پای ته ورسېدل او تش په نامه « ملي یووالي حکومت» جوړ شو؛ نو په همغو لومړیو ورځو کې خدای مې دې غاړه نه بندوي په چین کې یا د سارک په کوم غړي هېواد کې یوه مهمه سیمه ییزه غونډه وه او ښاغلي اشرف غني هم پکې ګډون او وینا وکړه. دا د جمهوررییس په توګه له هېواده بهر د ده لومړۍ وینا وه. ده په ټوله وینا کې یو ځل یا دوه ځله د افغانسان نوم یاد کړ او بس. دی د نړۍ په راتلونکي اقتصاد کې د آسیا لویې وچې پر ارزښت وغږېد. وینا یې ډېره ښه وه؛ خو د جمهوررییس وینا نه وه، بلکې د اقتصادي چارو د یو داسې کار پوه وینا وه چې د آسیا د اقتصاد د راتلونکې په اړه یې علمي څېړنه کړې وي او اوس د دغې څېړنې پایلې وړاندې کوي.
همدارنګه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د اسلامي همکاریو سازمان د ساینس او تکنالوژۍ په سرمشریزه کې یې وینا هم ډېره ښه وه؛ خو دا د یو جمهوررییس وینا نه وه، بلکې د ساینس او تکنالوژۍ د یو کارپوه وینا وه. دغه راز سرمشریزې یو فرصت وي چې د هېوادونو مشران خپلې اصلي ستونزې مطرح کړي، تخصصي بحثونه د اړوندې برخې د متخصصانو کار او مسوولیت دی، نه د ولسمشرانو. د بېلګې په توګه په همدې غونډه کې د اذربایجان جمههوررییس هم ګډون لاره. هغه هم دوکتورا لري او د مسکو په یو معتبر پوهنتون کې استاد پاتی شوی دی. هغه هم کولای شول چې د ساینس او تکنالوژۍ په اړه وینا وکړي؛ خو د هغه لپاره بلې موضوع لومړیتوب لاره او هغه د آذربایجان او ارمنستان تر منځ د «ناګورنی قره باغ» د مالیکیت پر سر لانجه وه . د هغه ټوله وینا پر همدې موضوع راټوله وه او د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو یې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه. خو ښاغلی اشرف غني د ساینس او تکنالوژۍ پر چټک پرمختګ او همدارنګه د اسلامي نړۍ پر ستونزو وغږېد. دا په داسې حال کې چې هره ورځ په هېواد کې په سلګونو ځوانانو د جګړې له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه. د جمهوررییس په توګه دا د ده مسوولیت و چې له هر سیمه ییز او نړیوال فرصته یې د دغې خونړۍ جګړې د بندولو لپاره ګټه اخیستی وای؛ خو ده ته ښایي مهمه دا وه چې نورو ته ثابته کړي چې دی پرټولو مسایلو که هغه سیاسي دي یا اقتصادي او یا هم د ساینس او تکنالوژۍ، تر بل هر چا ښه پوهېږي.
نه پوهېږو چې چا دی د نړۍ دویم مفکر ونوماو؛ دغه صفت او همدارنګه د ده د غوړه مالانو او مداحانو ستاینو او مداحیو ده ته یو ډول تکبر او غرور ورکړ او دی یې داسې حالت ته ورساو چې ده فکر کاوه هره خبره یې باید قانون او د کاڼي کرښه وبلل شي، ځکه دی عالم او دانشمند دی او نور ناپوهان دي. ده د خپلې خبرې مخالفت دښمني بلله او سملاسي یې غچ اخیست. د ده یو شمېر نږدې همکارانو چې وروسته ترې ناراضه شول او لارې یې ترې جلا کړې، ویل : که له ښاغلی اشرف غني سره څوک هرڅومره ښه وکړي، دا ښه په یوه شېبه کې هېروي؛ خو که هسې تشه یوه خبره ورته وکړې او هغه د ده په مزاج برابره نه وي، هغه نه هېروي او فرصت ته ګوري چې هرکله یې وس ورسېد د هغې تشې خبرې غچ هم درڅخه اخلي.
ښاغلی اشرف غني د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست انتخاباتوته هم ځان کاندید کړی و. هغه مهال د افغانستان ملي راډیو تلویزیون او آزادي راډیو په ګډه د کاندیدانو یوه مناظره برابره کړې وه. دا د جمهوري ریاست د کاندیدانو تر منځ د تلویزیوني مناظرې لومړۍ تجربه وه. مناظره د آزادۍ راډیو د هغه مهال مشر ارواښاد ایازي مخ ته وړه او د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې جوړه شوې وه. مناظرې ته مخکښ کاندیدان هر یو ښاغلی حامد کرزی، ښاغلی اشرف غني، ښاغلی رمضان بشردوست او ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله بلل شوي وو. ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله په مناظره کې ګډون ونه کړ. نور درې کاندیدان په خپل وخت مناظرې ته حاضر شول. په تالار کې ناستو خلکو د پوښتنو، نظرڅرګندولو، خبرو کولو او لاسونو پړکولو حق او اجازه نه درلوده. دوی یوازې اورېدونکي وو او بس. څه چې په دې مناظره کې یې د ارواپوهنې له پلوه د ښاغلي اشرف غني د شخصیت په اړه له ما سره یو لړ پوښتنې راپورته کړې، د ده دا خبره وه چې د مناظرې په یوه برخه کې یې په خورا ټینګار سره وکړه: زه د افغانستان د هر ولایت لپاره یو ځانګړی پلان لرم؛ خو اوس ځکه دا پلانونه، نه تشریح کوم او نه یې افشا کوم چې بیا یې نور کاندیدان راڅخه غلا کوي.
نه پوهېږم په ارواپوهنه کې دا ډول اشخاصو ته کومه اصطلاح کارول کېږي چې نه غواړي پلان یې افشا شي، هغه هم د یو ولایت د پرمختګ او آبادۍ پلان. که اصلي هدف دا وي چې د افغانستان دغه یا هغه ولایت دې پرمختګ وکړي، د هغه ولایت اوسېدونکي دې سوکاله او نېکمرغه ژوند ولري؛ نو ولې باید دا پلان پټ پاتې شي. برعکس دا ډول پلانونه باید ډېر ژر رسنیز او ډاګیز شي او خلک پرې خبر کړای شي. لکه پورته چې وویل شول ښاغلي اشرف غني غوښتل د سولې د بهیر سرلاری، مخکښ او اتل شي او ټول امتیازات یې باید د ده وي؛ خو که بیا داسې نه کېږي، نو پرېږده چې جګړه دوام ومومي. د بیارغونې په برخه کې هم ده ورته دریځ لاره. باید د بیارغونې ټول امتیاز دی واخلي، دی باید د هر ولایت د بیارغونې اتل وي، د ده نوم باید هر ځای واخیستل شي او هرځای خلک دا شعار زمزمه کړي: بابا زرکلن شې. جالبه دا وه کوم چا به چې وویل: بابا زرکلن شې، ده به هغه ښه کلک غېږ کې نیوه. نه پوهېږم ښایي فکر یې کاوه چې کېدای شي دغه دعا قبوله شي.
ښاغلی اشرف غني د خپلو خیالونو او ارمانونو په دنیا کې ډوب و. د ارمانونو د پاکۍ او سپېڅلتیا په اړه یې شک او پوښتنه نشته؛ خو دغو ارمانونو او خیالونو د افغانستان له ځمکنیو واقعیتونو زښت ډېر واټن لاره. زه یو اوړی جلال اباد ته تللی وم. فکر کوم د غبرګولي وروستۍ ورځې وې. هم ګرمي ښه زور کې وه او هم تاوده بادونه. غرمه مهال چې ډوډۍ ته ناست وو، ناببره برېښنا لاړه. ټولو پورته بادپکي ته وکتل او حیران شول چې اوس به څه کوي. په دا منځ کې یو نهه کلن ماشوم غږ کړ: تشویش مه کوئ، د برېښنا فیوز یې هند ته واړاوه. ټولو وخندل. زه حیران شوم او پوښټنه مې وکړه: پوه نه شوم، تاسې ولې وخندل. یو وویل: غني بابا وایي چې هند ته به برېښنا صادروي، نو دغه ماشوم ځکه وویل چې کېدای شي فیوز یې هند ته اړولی وي. د یو هېواد او هغه هم د افغانستان په څېر هېواد مشر باید د خیالونو او ارمانونو پر ځای د هېواد ځمکني واقعیتونه په پام کې ونیسي، سیاست او طرحې یې پر واقعیتونو ولاړې وي، نه پر تشو خیالونو او ارمانونو. کابل چې د هېواد پلازمېنه ده، کافی برېښنا نه لري او اوسېدونکي یې هم اوړی او هم ژمی د برېښنا له پارچاویو سر ټکوي؛ خو ته هند ته د برېښنا د صادرولو خبرې کوې. ته لومړی پلازمېنې او بیا نورو ښارونو او د هېواد ټولو کلیو او بانډو ته برېښنا ورسوه، بیا چې دننه په هېوادکې د برېښنا تولید داسې کچې ته لوړ شو چې هم زموږ کورنۍ اړتیاوې پوره کړي او هم بهر ته د صادرولو جوګه وي؛ نو بیا هغه مهال هند ته د برېښنا د صادرولو خبره وکړه. هغه ساعت او هغه یې مصلحت. تا په کور دننه د برېښنا د تولید لپاره هېڅ هم نه دي کړي او هند ته د برېښنا د صادرولو خوبونه ګورې.
دی د طرحو، پلانونو، پروژو، تحلیلونو او نورو ګڼو مسایلو له امریکایي ډول سره ښه بلد و. یو شمېر چالاکو د ښاغلي اشرف غني له همدې ځاننګړنې ناوړه ګټه پورته کوله او امریکایي طرحې به یې کټ مټ کاپي کولې او بیا به یې په خپل نوم ده ته د تایید لپاره وړاندې کولې. ده به هم پرته له دې چې وګوري دا طرحه د افغانستاان له شرایطو سره برابره ده او که نه او تر ټولو مهمه دا چې ایا دا طرحه د عملي کېدو ده او که نه، له هر ډول پوښتنې، خنډ او ځنډ پرته به یې حکم ورکاو: تایید ده، عملي دې شي. د کدرونو د تقرر پر مهال یې هم ورته چلند کاوه. ده به دغه یا هغه بست ته له کاندیدانو طرحې غوښتې. که کوم کاندید به کومه امریکایي طرحه کاپي کړې وه، د هغه د تقرر وړاندیز سملاسي منظورېده. جالبه دا وه چې دولتي بستونو ته به له کاندیدانو طرحې غوښتل کېدې چې ته غواړې په دغه بست کې څه وکړې. د دې خبرې مانا دا وه چې حکومت خپله کومه طرحه، ستراتېژي نه لرله او له کاندیدانو به یې غوښتل چې د خپلې دندې لپاره طرحه او ستراتېژي جوړه کړي. هر چا به خپله خپله طرحه او ستراتېژي وړاندې کوله. دا طرحه او ستراتېژي به تر هغو د تطبیق وړ وه چې دی به پر دغې څوکۍ ناست و؛ خو چې کله به دی له دندې لرې او بل څوک به مقرر شو، بیا به نو هغه خپله طرحه او ستراتېژي وړاندې کوله. دا ډول چلند سبب شو چې زموږ په دولتدارۍ او حکومتولۍ کې کټ مټ لکه په نظامونو کې، تسلسل وشلېږي او ژر ژر انقطاع رامنځ ته شي.
د ښاغلي اشرف غني پلویان وایي چې دی د جګړه سالارنو مخالف و. دا خبره رښتیا نه ده. د ښاغلي اشرف غني په ګډون ګڼو مشرانو، سیاستوالو، روڼ اندیو او نورو د جګړه سالارانو، مافیایي کړیو، اداري مفسدینو په اړه سم، اصولي، غوڅ او روښانه دریځ نه لاره. دوی جګړه سالاران، غاصبان، مافیایي کړۍ او نور ډول ډول مفسدین په ښو او بدو وېشل. ښه هغوی وو چې د ده ملاتړ او ننګه به یې کوله او له ده سره به خوا کې ولاړ وو او بد هغه وو چې د ده مخالفت به یې کاوه. په داسې حال کې چې جګړه سالاران او مافیایي کړۍ ښه او بد نه لري، ټول بد دي او له هغوی سره چلند باید د قانون او لوړو ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي، نه د شخصي ملحوظاتو پر بنسټ. د جګړه سالارانو پر وړاندې دغه راز دوه ګونی چلند سبب شو چې هغوی په تېرو شلو کلونو کې نظام یرغمل کړي. د دوی غوا ښه لنګه وه او ساعت یې ښه تېر و. نیم به د یو مشر په خوا کې ولاړ وو او نیم نور به د بل مشر په خوا کې. له ده به چې مرور شول، نو هغه بل ته به ورغلل او له هغه به چې مرور شول، ده ته به راغلل. پایله دا شوه چې د جمهوریت په کلونو کې جګړه سالاران له هره پلوه ښه وپړسېدل، دوی خپل سیاسي قدرت لا غښتلی کړ، نظامي قدرت یې هم د ملېشو په جوړولو او برابرولو کې پیاوړی کړ، د رسنیو خاوندان شول او ګڼې مالي سرچینې یې هم تر لاسه کړې. د جمهوریت شل کلنه دوره له بده مرغه د جګړه سالارانو د ښې پړسېدا او چاغېدا دوره وه. ټولو دا مهم ټکی له پامه وغورځاو چې د جګړه سالارانو او مافیایي کړیو په شتون کې جمهوري نظام پیاوړی کېدای نه شي او بقا یې تضمینیدلی نه شي. د جګړه سالارانو په شتون کې د ولسواک جمهوري نظام پایښت ته تمه لرل داسې دي لکه څوک چې د غوړیو منګوټی پیشو ته وسپاري چې ویې ساتي. هغوی ټول نظام ښه وشپېله او په پای کې له ملیونونو ډالرو سره وتښتېدل.
ښاغلي اشرف غني غوښتل ځوانان رامخې ته کړي او هغوی ته ستر مسوولیتونه وسپاري. دا کار یې وکړ. د ځوانانو د وړتیا، نوښت، انرژۍ او ځواک په اړه نه کومه پوښتنه شته او نه هم کوم شک؛ خو د افغاني ټولنې عامه ذهنیت بل ډول دی. یو چا راته کیسه کوله چې یو ولایت ته یې یو ځوان د والي په توګه استولی و. د هغه ولایت اوسېدونکو به په خپل منځ کې سره ویل: ته ده ته ګوره، له خولې یې لا د شېدو بوی ځي او دی یې والي کړی دی. د یو مسوولیت تر سره کولو لپاره پر تحصیل، نوښت، انرژۍ او ځواک سربېره تجربې ته هم اړتیا ده. ځوانان تل له چټکو انقلابي ګامونو او پرېکړو سره لیوالتیا لري؛ خو زموږ ټولنه بیا د دغه راز ګامونو زغم او ظرفیت نه لري او پر وړاندې یې غبرګون ښیي. دا غبرګون کله ناکله ډېر سخت او شدید وي. افغاني ټولنه د تدریجي اصلاحاتو او ګامونو ټولنه ده، نه د ګړندیو انقلابي او افراطي ګامونو. هېڅ کوم ولایت، کوم وزارت، کوم معینیت او یا کوم ریاست چې د مشرتابه مسوولیت یې ځوانانو ته سپارل شوی و، په خپلو چارو کې بریالي نه وو. ښایي ظاهري شاوشو به یې تر یو وخته ښه او زړه راښکونکې وه؛ خو عملي پایله یې نه تر سترګو کېده. هغه ورځ مې د شهید داوودخان د کابینې د یو وزیر ژوندلیک لوست. هغه په بهر کې لوړې زده کړې کړې وې او له پي اچ ډي سره هېواد ته راستون شوی و، په خپل مسلک کې بې جوړې متخصص و. لومړی یې په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه دنده پیل کړه. بیا مدیر شو، بیا آمر شو، بیا یې ریاست ته ارتقا وکړه او بیا معین شو او وروسته وزیر وټاکل شو. کله چې دی د وزیر پر څوکۍ کېناست؛ نو ده د اداري کار پوره تجربه درلوده، له ټولو اداري پروسیجرونو، قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو سره بلد و، له مامورینو او مراجعینو سره ښه سلوک او چلند یې زده و. خو ښاغلي اشرف غني داسې ځوانان پر مهمو دندو وګمارل چې له « واردې او صادرې» سره هم لا بلد نه وو، نور مسایل خو پر خپل ځای پرېږده.
کله چې ښاغلي اشرف غني د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو له سترو ننګونو او جنجالونو وروسته د جمهورريیس په توګه خپله دنده پیل کړه؛ نو د وزارتونو له مسوولینو سره یې په ارګ کې د لیدو کتو لړۍ پیل کړه. د یو وزارت چې ښایي نوم اخیستل به یې ښه کار نه وي، سرپرست، معینان او ريیسان ارګ ته ورغلي وو. هر یو په وار سره خبرې کولې. یو ريیس ته چې نوبت ورسېد او هغې خبرې پیل کړې؛ نو ده د خبرو په همغه پیل کې پرې غږ وکړ: ته خو راته همغه کلاسیک مامور ښکارې؛ هېڅ اړتیا نشته چې ته خبرې وکړې. هغه بېچاره یې چوپ کړ؛ په داسې حال کې چې هغه د اړوند وزارت تر تولو پاک نفسه رییس و، کلونه کلونه د خپل وزارت اداري رییس پاتې شوی و؛ خو په هېڅ ډول اداري، مالي او اخلاقي فساد کې ښکیل نه و، خپلې اړوندې چارې یې په خورا ښه او بریالۍ توګه سرته رسولې او یوازې قانون او اداري اصولو او مقرراتو ته ژمن و.
تاریخي تجربو دا ښودلې ده چې رهبران هغه مهال ناکامېږي چې پر ځان مین شي او بې ځایه غرور او تکبر ورسره پیدا شي. دا پر ځان مینتوب او غرور سبب کېږي چې هغه ځان په ټولو مسایلو کې حق په جانب وبولي او خپله خبره، خپله پرېکړه او خپل دریځ ورته که هغه غلط هم وي، سم او پر ځای ښکاره شي او پر هغه کلک ودرېږي او د نورو نظریاتو ته ارزښت ورنه کړي، ځان ورته تر ټولو هوښیار او تکړه ښکاري او نور ټول ورته احمقان او بېمانه. دا سبب کېږي چې دی د انعطاف مننې وړتیا او هنر له لاسه ورکړي او لکه ماشوم چې ضد کوي، کلک پر خپلې خبرې ولاړ وي. غرور د دې سبب کېږي چې انسان تواضع له لاسه ورکړي، له خلکو لرې شي او خپل اهداف هم هېر کړي.
همدارنګه د رهبرانو د ناکامۍ بل اصلي علت، بې کفایته، احساساتي خلکو او غوړه مالانو ته د سترو مسوولیتونو سپارل دي. دوی له سالمې سیالۍ ډارېږي او غواړي چې شاوخوا یې یوازې غوړه مالان او تر ده کمزوري او بې کفایته خلک شتون ولري او په ړندو سترګو د ده اطاعت وکړي. همدارنګه رهبران هغه مهال ناکامېږي چې ځانونه له واقعیتونو لرې کړي او د واقعیتونو د لیدو او منلو وړتیا له لاسه ورکړی. پر دې سربېره د سترو ستراتیژیکو مسایلو پر ځای پر خورا کوچنیو کوچنیو خبرو او مسایلو تمرکز هم د رهبرانو د ناکامۍ سبب کېږي. دا پر کوچنیو مسایلو تمرکز د ښاغلي اشرف غني د شخصیت یوه ستره ځانګړنه وه. د بیلګې په توګه د تدارکاتو کمېسیون د غونډو مشري او هلته مخې ته د حساب ماشین اېښودل او د هرې کېلې او یا هر لیتر تیلو د بیې محاسبه او داسې نور. البته موږ دا نه وایو چې د تدارکاتو کمېسیون غونډې مهمې نه وې، دا غونډې مهمې وې. د فساد د مخنیوي لپاره اړینه وه چې یو شدید کنترول رامنځ ته شوی وای؛ خو د دې لپاره اړتیا نه وه چې جمهوررییس دې د حساب ماشین راواخلي او د یوې یوې کېلې حساب دې وکړي. باید یو روڼ میکانیزم رامنځ ته شوی وای چې د جمهوررییس له شتونه پرته دغه میکانیزم کار کولای او د فساد لپاره هېڅ زمینه برابره نه وای. خو ښاغلي اشرف غني له دې خوند اخیست چې هر څه خپله حساب کړي.
په پای کې باید وویل شي چې د جمهوریت سقوط ګڼ کورني او بهرني عوامل لرل او سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي، سیمه ییزو او نړیوالو فکتورونو د جمهوریت په پرځېدا کې نقش درلود. لکه د لیکنې په پیل کې چې څرګنده شوه، دا به لویه بې انصافي وي چې د جمهوریت د سقوط ټوله پړه پر یو شخص واچول شي؛ خو ښاغلی اشرف غني د جمهوررییس په توګه تر ټولو ډېر پړ او ملامت برېښي.