تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۰ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او له دغه هېواده یې غوښتي چې د بېګناه افغانانو وژنه ودروي.
خلیلزاد نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له افغانستانه خپرېدونکي خبرونه «ډېر خواشینوونکي» دي او د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو ځل بیا ملکي وګړو، په ځانګړې ډول ماشومانو، ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه ویلي، د تېرو بریدونو په څېر، دا بریدونه هم په کلکه غندي او ټینګار یې کړی چې د بېګناه افغانانو وژنه باید ودرول شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستان د پنجشنبې په سهار د کونړ د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په سیمو کې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي دي.
مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، درې کورونه هم ویجاړ شوي دي. ده دا بریدونه غندلي او «تېر او جنایت» یې بللي دي.
ریچارډ بېنېټ په کونړ او هلمند کې د ملکي تلفاتو د عاملانو د حساب غوښتنه وکړه – تاند
یوناما په هلمند او کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې د ۱۰ تنه ملکیانو وژل کېدا تایید کړه – تاند