Homeخبرونهریچارډ بېنېټ په کونړ او هلمند کې د ملکي تلفاتو د عاملانو...

ریچارډ بېنېټ په کونړ او هلمند کې د ملکي تلفاتو د عاملانو د حساب غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۰ مه) د افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو، چې ډېری یې ماشومان وو، د وژل کېدو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

بېنېټ د پنجشنبې په ورځ، د اکټوبر په لومړۍ نېټه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پاکستاني پوځي ځواکونو تېره شپه پر کونړ او هلمند هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. هغه پوښتنه کړې چې ایا دا پېښې د «بې‌کفایتۍ، غفلت، او یا له دې هم ناوړه څه» له امله رامنځته شوي دي.

بېنېټ ویلي، هر څه چې وي، ملکي وګړو ته د داسې نه جبرانېدونکي زیان د رسولو لپاره هېڅ توجیه نشته. د هغه په وینا، دغه بریدونه ښايي د بشري حقونو له نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون سره په ټکر کې وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) ویلي چې په کونړ او هلمند کې په دغو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. یوناما ویلي، په وژل شویو کې ډېری ماشومان وو. دې ادارې د تاوتریخوالي د کمېدو، خبرو اترو، د نړیوال قانون د رعایت او د ملکي وګړو د لا زیان د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي و چې په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په بریدونو کې درې کورونه هم ویجاړ شوي دي.

پاکستان ویلي چې ځواکونو یې د «باوري استخباراتي معلوماتو» پر بنسټ په دوو سیمو کې د وسله‌والو پټنځایونه په نښه کړي دي. پاکستان ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

پاکستان تر دې مخکې هم په ځلونو په افغانستان کې په بمباریو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...