پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Home+د نقد اخلاقي روایت | نعمت الله صدیقي

د نقد اخلاقي روایت | نعمت الله صدیقي

د اخلاقو په اړه داسې یو کوټلی تعریف چې په ټولو بشري یا فرهنګي حوزو کې دې یو شان وي، نشته دا ځکه چې اخلاق یو انتزاعي مفهوم دی، هغه څه چې په شرقي ټولنه کې اخلاق ګڼلی شي ممکن په غرب کې استحصال وبلل شي؛ خو دا به د اخلاقي فضیلت په اساس نه وي؛ بلکې د همغې ټولني د خپلو کلتوري او اجتماعي شرایطو زېږنده به وي؛ یعنې اخلاق به پکې قرارداد شوي وي؛ مثلاً په شرقي کورنیو کې ممکن د مشر پر وړاندې چپ پاتې کېدل د مودب انسان نښه وي؛ خو په غرب کې دا عیب بللی شي. له دې مثال او تعریف مو منظور دا و چې که اخلاقي پیمانې یا تلې له یوې خوا متنوع او پراخه یا بېلا بېلې دي؛ نو بلخوا یې په ځینو تخصصي او طبیعي علومو کې ځای او نقش ته په کتو یې تعریفونه او بڼې هم مختلفې دي؛ یعنې زه که د اجتماعي علومو د ځینو برخو په اړه عامو خلکو ته معلومات ورکوم؛ دلته مکلف یم، چې د ټولنې او خلکو ځینې کلتوري او اجتماعي کړو وړو ته په کتو یې اخلاقي قیود او حدود هم مراعات کړم؛ خو که په پوهنتون کې بیا دا معلومات محصیلنو ته ورکوم، باید سپینه مامدینه یې ورته ووایم، همداسې که د علم د اصولو او اخلاقو خبره هم وي، باید فرق یې وساتو.

 

ادبیات چې عموماً تخلیقي او علمي دواړه خواوې لري، اخلاق موارد یې هم دوه ډوله دی، یو یې د منځپانګې یا د متن دننه اړخ دی، چې په کلاسیکو شعري متونو کې یې د وعظ، نصیحت د ښو او نیکو تصوراتو د مضامینو په بڼه یې ښې ډېرې بېلګې هم په کې موجودې دي. دویم یې د طرز یا بڼې له پلوه د «څه ویلو» انداز دی؛ مثلاً یو څوک پنځګر چې «څه» وایي، په کوم انداز یې وایي؟ او «څنګه» یې وایي؟ دغسې که په علمي خواو کې یې هم بنده ګوري، همدغه دواړه ډولونه یې په کې شته. په خاص ډول په نقد او کره کتنه کې هم چې کله د اخلاقو بحث کېږي؛ نو مقصد ترې همدغه دواړه موارده کېدای شي؛ چون په نوې کره کتنه او نقد کې اخلاقي منځپانګه یا په ټوله کې منځپانګو ته هغسې اهمیت نه ورکوي؛ چې اساس یې وګڼي؛ نو ځکه خو یې د اخلاقي روایت خبره هم په طرز یا انداز پسې غوټه ده؛ یعنې که یو نقاد له یوه متن خبره، تعبیر یا تحلیل کوي؛ نو اول به یې دا لېدل هم مهم وي، چې د ویلو انداز او طرز یې «څنګه» دی؟

 

نقد چې اوس اوس د خپلو ځانګړنو او خپلواکی خبره هم کوي؛ یعنې د خپلو عمومي ادبي اصولو او قوانینو یو ځانته نظام لري؛ نو ممکن د اخلاقي نسبیت په اساس یې یو څوک منځپانګه له فلسفي لیده په اخلاقي مواردو کې هم توجیه کړي؛ خو اصل او ښکاره خبره یې د همدې «څنګه ویلو» یا طرز هم ده، چې ښه په ښکاره یې د یو شمیر اصولو په رڼا کې اخلاقي قیود او حدود وضع کېدای شي.

 

تاسې ممکن وویاست چې «څنګه ویل» خو په تخلیقي متونو کې د پام وړ ده، دا خو نقد او کره کتنه ده!؟ په دې کې د «څنګه ویلو» پر ځای «څه ویل» ولې مهم وي؛ اصلاً دا «څنګه ویل» هم همداسې عمومي غوندې ارزښت لري، هغه که د هنر له زاویې وي او که په علمي پیرایه کې وي؛ خو چې د یوه اړخ مسولانه نقش ترسره کوي او موثریت یې ثابت وي، موږ که د هنري ارزښت لپاره «څنګه ویلو» ته ارزښت ورکوو؛ نو په سنجیده او علمي مسایلو کې ېې د خوند یا له هنر وراخوا ولې د موثریت لپاره هم مهم ونه بولو؛ مثلاً زه که په نقد کې یوه خبره کوم دا مې باید په پام کې وي، چې د همدې خبرې ترڅنګ دا هم مهمه ده، چې د ویلو انداز مې یې هم باید د خبرې هومره مهم وي؛ یعنې د ویلو طرز او انداز به مې د خبرې یا په اصطلاح د «څه ویلو» هومره مهذب او او بامکالمه وي.

 

معاصر نقد هم چې د منځپانګې له پلوه د «څنګه ویلو» پر خوا متمرکز دی، دا یې هم حق او طرف جوړېږي، چې د خپلې پیرایې دغه اړخ ته هم د یوه خورا اخلاقي مسیر ټاکنې په توګه پام راوګرځوي، چې که خبره، مانا او تعبیر یې هر څه وي؛ خو طرز یا د ویلو انداز به یې غیر متنازعه، جنجالي او سرشېندونکی او څپڅپانده نه وي؛ بلکې د یوه اخلاقي موډول په توګه به نرم، ملایم او پوست موست وي، چې نه بل څوک زخم کړي او نه یې د خپلې خبرې شکل او طرز زخم زخم او ناسور وي.

 

په نقد کې به یوه اخلاقي خبره د هغه موضوع یا مضمون اړوند «څه» لیکل هم وي او ممکن یو نقاد یې همدې ژمنتیا ته په کتو بل هیڅ اړخ ته پام ونکړي؛ خو دا یاد ساتل پکار دي، چې که نقد هر څومره د «څه ویلو» له پلوه عالي وي؛ خو چې د «څنګه ویلو» اړخ یې کمزوری، بې موجبه، تېز او توند یا یې لهجه سپکه سپوره او ښکنځلماره وي، دا که نقد هم وي، نقد ځکه نه دی، چې همدغه «څه» یې د نقد اساس او اهداف معلوموي، چې ګنې هدف یې د یوه متن یا ماتن سپکول، رټل او توهینول دي، نه هغه «څه» چې د معاصر نقد اساسي او بنسټیز هدف ګڼلی شي.

 

موږ چې د نقد په برخه کې ایله څو د ګوتو په شمیر نقادان لرو؛ نو نويو کره کتونکیو ته د دې چانس ډېر دی، چې د خپل نقد او لار په انتخاب کې له دغسې نویو اخلاقي نورمونو يا په اصطلاح د «څنګه ویلو» په طرز او لار خپلولو کې له کافي سوچ او فکر نه کار واخلي، دا لار او انتخاب چې هر څنګه وي؛ خو اخلاقي مورد او روایت به یې اولین او بنسټیز شرط او اساس وي، هغه نقادان او لیکوال چې دغه اړخ یې کمزوری یا نه یې لري، که هر څه یې لیکلي او نقد کړي وي، څوک به یې چندان خبره او نقد وانخلي، ځکه همدا اولین او اساسي شرط به یې معلوم او څرګند وي، چې نه یې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...