لیکوال: وحیدالله مومند
موږ د کره کتنې په پېژندنې کې لوستي، چې د یوه اثر ښېګڼې او بدګڼې، یا ښې او خرابې خواوې په ډاګه کوي، یو له بل څخه یې بېلوي، دلته اوس خبره چې د ښه او بد شوه نو د دې اصلاح سموونه نه ده؟.
کرکتنه د سمونې لپاره یو متواتر ډول دی، چې هر یوه یې ځانته ځانګړی هدف لري، د کره کتوونکي میتودونه هم بېل دي چې یوې موضوع ته د سمونې په موخه له کومه اړخه یا زاویې ګوري، لومړی د کره کتنې په څو ډولونو بحث کوو، تر څو د کره کتنې په مفهوم لږ وپوهېږو.
متني کره کتنه: د یوه اثر املایي، ژبني، ښکلایز، او ګرامري تېروتنې اصلاح کوي او په بشپړ ډول یې د یوې ژبې معیار ته برابروي. دا تېروتنې ښایي په په ویي(لغت)، کلمه، عبارت، لیک نښو، غونډلو او اصلاحاتو کې وي. په دې کره کتنه کې یوازې د متن په جوړښت په پام کې نیول کېږي.
محتوایي کره کتنه: په دې برخه د یوه اثر د موضوعاتو شننه او تحلیل سپړل کېږي، چې ایا دغه موضوع له عنوان سره تړلې، معلومات پکې غني دي او څه ډول یې د یوې او بلې موضوع تر منځ تړښت کړی دی؟. په دې کره کتنه کې د یوه اثر د جملو تر منځ منطقي تړون ته ډېر پام کېږي. دا برخه بیا په تخلیقي او تحقیقي ادب کې ځانته اړخونه لري. په پنځوونه کې موږ د لیکوال د جملو تر منځ تړښت او جوړښت له عاطفي، ګرامري، تخیلي، او تصویري اړخه مطالعه کوو، چې ایا د لیکنې بهیر یې مخکې او وروسته دی او که د الفاظو د اوډلو په تداوم کې یې بې نظمي نه کړې؟. دلته مهمه موضوع د محتوا بیان د کیسې په بڼه دی. چې پيغام یې روان، سلیس، خوږلنی او ګټور دی او کنه؟. بل دا چې موضوع ته له ټولنیزې زاویې کتل دی چې دغه موضوع د ټولنې اړتیا ده او کنه؟ ایا دغه موضوع د ټولنې د دین ملي ارزښتونو او سمون په ګټه ده او که بې ګټې؟. بله برخه یې تحقیقي ادب دی چې پکې کره کتنه په دې موخه کېږي، چې د اوسني وخت په پرتله پکې د موضوعاتو نوی والی شته او کنه؟ موضوعات څه ډول بیان شوي، له لویو موضوعاتو څېړونکی څه ډول کوچنیو موضوعاتو ته داخل شوی، ایا د څېړنې بهیر یې د فهم اودرک وړ دی، معیاري دی، تحلیل او بیان لري او کنه؟.
تاریخي کره کتنه: دا کره کتنه په پرتلیز ډول د دوو جریانونو تر منځ تر سره کېږي. د پېښو تر منځ بیان واقعیت، ژبه، د هغه وخت حالات، او د دې اثر پرتله د نورو تاریخي روایاتو پر بنیاد کتل کېږي. د یوې پېښې د بیان ژبه او واقعیت را څپړي، چې لیکوال پکې بې پری تللی او که کوم ځای کې یې اغراق کړی دی. په لنډه بڼه داسې هم ویلی شو چې د اوسني بیان او پخوانۍ پېښې تر منځ منطقي اړیکه پکې شنل کېږي.
دودیزه کره کتنه: نن سبا د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې ادبي او فرهنګي غونډې جوړېږي، په دې لړۍ کې مسلکي او نامسلکي دواړه ډلې وي. کله چې یو څه ادبي نقد ته وړاندې کېږي نو هر څوک د خپل ذوق له مخې ورته نظر ورکوي/ نیوکه کوي. ځینې یې پر محتوا نیوکه کوي، ځینې له متن را خېژي او د لیکوال پر شخصیت نیوکه کوي، ځینې یې پر بیان نیوکه کوي، همداسې هر ډول نیوکې په دې لړ کې کېدای شي، یعنې دا چې په دې کره کتنه کې فردي ذوق ته ډېر اهمیت ورکول کېږي.
علمي کره کتنه: د یوه هېواد فرهنګي کمېټې لخوا، د ژبپوهانو لخوا، ادیبانو او د اړوند اثر د کارپوهانو لخوا په معیاري بڼه د یوه اثر ارزولو ته علمي کره کتنه ویل کېږي، په دې کره کتنه کې عواطف، فردي ځانګړتیاوې او د لیکوال شخصیت په پام کې نه نیول کېږي. یوازې تعلیمي نصاب، معیاري لیکدود، محتوا، جوړښت، ګټې، زیانونه یا تېروتنې په پام کې نیول کېږي، دغه کره کتنه جامعه، بشپړه، منوونکې او سالمه وي.
په همدې ډولونو سربېره موږ د کره کتنې ډېرې بڼې او ډولونه هم لرو چې دلته یې ذکر کول ډېر ځای او وخت نیسي او موږ له اصلي موضوع لرې کوي نو د همدې لپاره اوس د سموونې په برخې هم ځغلنده نظر کوو.
سموونه د یوه اثر، موضوع، متن او لیکنې هغه جوړښت دی چې ټوله پاملرنه یې پر حروفو، عبارتونو، لغتونو، غونډلو او جوړښتونو وي. د یوې لیکنې ظاهري قیافې جوړولو ته هم سموونه ویلی شوو، چې په يوه متن کې د پوهېدو درک پیاوړی کوي، متن فصیح، بلیغ او سلیس ډول تر لوستونکو رسوي. په سموونه کې موږ د یوه اثر پر محتوا یا څرنګوالي نیوکه نشو کولای، له ټولو ښه والي او بد والي به یې تېرېږو او یوازې به پکې د متن خوږلنۍ او روڼ والی په پام کې نیسوو، معترضه جملې به پکې غورځوو، املایي او ګرامري تېروتنې به یې اصلاح کوو، ډیزاین او ګرافیک به یې په معیاري ډول کوو. لیکوال لیکنه کوي، حواس یې ټول د خپلې موضوع پر محتوا غوړېدلی وي مګر سموونکی د دغو افکارو د تنظیم دنده پر غاړه لري، کره کتنه خپله د سموونې یو ډول دی مګر نظري ډول.
په نیوکو یا نقد سره موږ د لیکوال په لیکنه کې دخالت نه شو کولای مګر کله چې د سموونې نوم اخلوو، بیا په لیکنه کې له معیار سره سم لاس وهنه کولای شوو، تېروتنې یې په عملي او علمي بڼه اصلاح کولای شوو. همداسې تر ډېره موږ هم په لیکنه کې ځان دخیل او خپل ګڼلای شوو.
نو بالاخره کره کتنه یو نظري چوکاټ دی، چې پکې لیکوونکي ته د هغه ټول ښه او بد وړاندې کوي او سموونه دغه کره کتنه رغوي یا عملي کوي.
همداسې په کلي بڼه په سموونه کې د کره کتنې علمي نظرې تطبیقېږي، او په لیکنه کې د تنظیم او ترتیب عملي ډګر ته هم سموونه ویلی شو.
په کره کتنه کې موږ له بېلابېل نظرونو سره مخ کېږي او یو جامع څیز په لاس راکوي، مګر په سموونه کې د نظر لید په یو دوه کسانو را منحصر وي، چې ښایي ډېرې تېروتنې ولري. نو هر اثر باید له چاپ مخکې یو ځل کره کتنې ته وړاندې شي تر څو د سموونې له اړخه جامع وګڼل شي.