چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+پر ادبیاتو خبرې | همت عمرزی

پر ادبیاتو خبرې | همت عمرزی

ادبیات ترډېره بریده زمونږ د خیال او ذوق له نرمې او ګرمې دنیا سره سروکار لري؛ د انساني اګاه اوناخوداګاه جهان پردغه غولي د خپل معنوي ځواک زین کړی نیلی په چټکو ټوپونو اوځغلانده غورځنګونو ځغلوي او د (ټاکلي مرام) پر هسکه جنډه د خپل فتح کړي منزل د یادګارمٌهر ټاپه کوي. د انسان روحي اوتخییلي غوښتنې، هیلې، خوبونه اوخیالونه پردې بازار خپل پېراوپلور ترسره کوي. ګټه هغه هم مادي ګټه چې د انسان همېشنې ورکه ده دلته ډېره نه محسوسېږي؛ دغه تلوسه دلته بې ټېکه اوبې سېکه ده. انساني مناسبات د مادې پرتاله اود فایدې پرکاله نه محاسبه کېږي، د جسمي لذت د فایدې اوتاوان ریاضیکي اوتصنعي فرمولونه دلته کار نه ورکوي. د انسان خودفریبه چلونه او دلفریبه چمونه پردې نړی بې تاوه اوبې چلاوه دي، بالاخره پردې جهان د ژوند روح پروره خوند او رنګ څرګندېږياوتجربه کېږي.

د ادبیاتو ورېښمينه او پرتمینه دنیا په ډېرو لاملونو د ستاینې او یادونې وړده چې دلته د ټولو فکراوذکر، بابونه، بحثونه اودفترونه طلبوي. په دې لنډه لیکنه او اوتنګه ارزونه کې به مونږ د کوزې او دریاب بېلګیزه تجربه یو وار بیا تکرار کړو.

په ادب کې د ځان بیا بیا باطني ننداره انسان د بصیرت تر درشله ورنيږدې کوي، د ځان جهان او روان جریان په ذره بیني انداز دانسته کوي، د زړه په سترګو د حقایقو دنیا ته ځيرکېږي، او د کایناتو په هستمن وجود کې د تفکر تجربه پخوي.

د ادب په نړۍ کې د انساني مرضونو د تشخیص او درملنې ګټورې لارې چارې په بالقوه توګه شتون لري چې د ماهرادیب ماهرانه تلاش يې د ټولنې د رغاوي په پار مونږ ته څرګندوي او د دې غوره نسخو د مداوا معنوي دارو درمل راته توصیه کوي، د بېلګي په ډول: ادبیات مونږ ته (مینه) رازده کوي، هغه مینه چې د رحمان بابا په خبره (د همه وو مخلوقاتو پلار دی دا)، هغه چې د هستۍ د چلښت څرخ د محبت په لوراندو ولولو پرې ورڅرخي، هغه مینه چې خالصه خودجوشه بې مادې او بې فایدې رښتینې او صادقه وي، هغه مینه چې انسان د باطني تطهیر په پاک او صفا صورت د انساني سیرت په لوړو مرتبوکې د هغې د اشراق له وړانګو نوراخلي اوخپروي يې، د هغه جهان معناګره رڼا وېشي. په ادبي دنیا کې تل د ويښ وجدان بیداره سپاهیان دا مادي دنیايي مرضونه اومیکروبونه نه پرېږدي او د موظفو،ملاتړلو سپاهیانوپه څېر يې فوراًد شنډ اوخنډ چاره ترسره کوي. دلته د ظاهراوباطن سپين حجاب غوړېدلی، دلته مخونه یو یو دي، دلته د معنا معامله د سپېڅلي وجدان پر نیاومن ترازو ترسره کېږي.

زه همېش د مادي مجبور ژوند، له نورو ربړو دې آرامې او پٌرسکونې نړۍ ته بیا، بیا پناه ور وړم او تاسو ته هم د دې بې تکلفه، سوچه او مسرورانه محبت څخه لبرېزې دنیا ته د ورتلو او اوسېدو هڅوونکې بلنه درکوم. راځئ چې دلته د ژوند هغه بله ورکه څکه په معنوي خوند سره وکړو.

د باطن جېبونه ټوله تلاشي کړي

مرضونه ترې څنډي چې دلته درومې

په پېرزوینه او درناوي

د شعر له زاویې د هنر جلوې | همت عمرزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب