جمعه, اپریل 19, 2024
Home+ای قوم به حج رفته.../ اسمعيل لاروی

ای قوم به حج رفته…/ اسمعيل لاروی

پکتيا پوهنتون

د مذاهبو يو لوی هدف د انسانانو اصلاح ده، اسلامي فرايض د اخروي ګټو تر څنګ دنيايي مسايل هم له پامه نه غورځوي بلکې تاکيد پر دې دی چې مسلمان د خپل اوسني ژوند د ښه سمبالښت تر څنګ ټولنيزو مسايلو ته هم ژمنتيا ولري او هغه توقع چې له يو سالم انسانه کېږي بايد ورته متوجه شي. د فرايضو حکمتونه په معنوي لحاظ خورا زيات دي، د معنوياتو اړخ ورسره ځواکمنېږي او ادا کوونکي يې د پاک نفسۍ تومنه مومي خو ټولنه هم له پامه نه غورځي.

د حج د فريضې ادا کولو اجتماعي اهميت په دې کې دی چې د نړۍ د هرې څنډې مسلمانان سره را غونډېږي؛ له تبعيض، بدبينۍ، خودخواهۍ، نژادپرستۍ او هرې ناولې پديدې په پاکو زړونو يو ځای دا فريضه ادا کوي. مسلمانان د يو وبل له درد و غمه خبرېږي او هغه ستونزې چې په ټولنو کې موجودې دي، په دې مشترکو مراسمو کې يې له احواله د خبرېدا مناسب فرصت برابرېږي.   

په عرفاني ادبياتو کې له خدای ج سره د رابطې ګڼ اړخونه وينو او ټينګار په دې دی چې دا رابطه د زړه له صدقه وي. د حافظ د يو مشهور بيت مفهوم دی، کله مې چې د عشق په چينه اودس وکړ نو د هستي په هر څه پسې مې د جنازې څلور تکبيره لمونځ ادا کړ، مطلب عشق حقيقي معبود ته د رسېدو يوازينۍ لاره ده، په کوم زړه کې چې د عشق اور بل نه وي، د محبوب او عاشق تر منځ شته کنګل ويلي کېدل ګرانه خبره ده. د حافظ بيت داسې دی:

من همان دم که وضو ساختم از چشمه عشق

چار تکبير زدم يکسره بر هر چه که هست

امانويل کانټ وايي:« د دين رښتيني مانا د زړونو اړيکي او پيوند دی.» د مولانا محمد جلال الدين بلخي مشهور غزل چې دلته پرې لنډې خبرې لرو، د انساني همدردۍ او نياو په ارتباط خوندور او ګټور درس دی. د حج د فريضې اهميت او جوهر هم راته بيانوي او هغه بدلون چې د حج له ادا کولو وروسته په يو انسان کې راځي، په اړه يې پوښتنه کېږي او په ضمن کې مو د دې سترو مراسمو په اهميت پوهوي، مولانا وايي: 

ای قوم به حج رفته کجاييد کجاييد

معشوق همين جاست بياييد بياييد

حج د اسلام د سپېڅلي دين له فرايضو يو فرض دی خو که د نفس تزکيه پکې نه وي بيا نو هغه هدف چې لپاره يې دا مراسم تر سره کېږي، نه تر لاسه کېږي، مولانا وايې، هغه خواري چې د حج د فريضې ادا کولو لپاره کېږي که د يو مسلمان د زړه ګټلو لپاره وشي، ښه به وي. دی هغو ټولو ته وايې چې معشوق همدلته دی، راشئ، ويې لټوئ، ويې مومئ او د حج معادل ثواب وګټئ. غني خان وايي:

کعبه جوړه ابراهيم ده

زه جوړ کړی يم الله ج

وايه، څوک لوړ شو، اوچت شو؟

وايه وايه ای ملا!؟

په حديث قدسي کې راځي:« انا عندالقلوب و المنکسره» يعنې زه په ماتو زړونو کې يم. په حديث شريف کې له انسان سره د مهربانۍ او مرستې يو لوی پيغام پکې پروت دی، انسان چې بېنوا شي، مايوسه شي او زړه يې مات وي… نو د ديني رواياتو توضيحاتو ته په کتو د الله ج د پام وړ وګرځي، مولانا همدا خبره کوي. د رحمان بابا مشهور بيت دی:

که يو څاڅکی اوبه تږي لره ورکړې

شي به ستا او د دوزخ تر منځ دريا

دويم بيت:

معشوق تو همسايه و ديوار به ديوار

در باديه سرګشته شما در چه هواييد

مولانا وايې: هغه معشوق چې ته يې په لټه يې، هغه درسره دېوال شريک دی، همسايه دې دی يعنې ته يې دلته نږدې موندلی شي. دی هغو حاجيانو ته توصيه لري چې اوږدې دښتې د معشوق په ليدو پسې کچ کوي خو په ماتو زړونو او محتاجو انسانانو کې د خپل معشوق لټه نه کوي. 

ګر صورت بې صورت معشوق ببنيد

هم خواجه و هم خانه و هم کعبه شماييد

مولانا وايې که ته په واقعي مانا د خپل معشوق د ليدلو مجنون يې نو هر ځای يې ليدلی شې. هغه څوک چې اوږدې لارې کچ کوي، لګښتونه کوي نو که په واقعي مانا د خپل محبوب د لېدو تنده لري، هر ځای يې موندلی شې. 

ده بار از آن راه بدان خانه برفتيد

يک بار از اين خانه بر اين بام براييد

د څو ځله حج کولو شوق زياتره مسلمانان لري او داسې کسان هم زيات دي چې څو ځله حج ته تللي دي. مولانا وايې چې لس ځله دې همدا اوږده لاره کعبې ته کچ کړه، يو ځل له خپله ځانه را بهر هم شه چې د خدای ج له هستي بغير بل هم څه په نظر درځي؟ د مولانا هدف په دې بيت کې دا دی که يو څوک لس ځله هم کعبې ته لاړ شي او له خپله ځانه يو قدم بهر نه شي، هغه د خپلو خواهشاتو او خپلو نمايشاتو له دنيا بهر کېدی نه شي نو ښه دا ده چې د لس ځله حج تر څنګ يو ځل له خپله ځانه هم را بهر شي او د قدرت دا لوی نمايش محسوس کړي. 

آن خانه لطيفست نشان هاش بګفتيد

از خواجه آن خانه نشانی بنماييد

عبدالله بن مسعود رض فرمايي چې د حج او عمرې د احکامو متابعت وکړئ ځکه دا دواړه فقر او ګناهونه داسې له منځه وړي لکه د آهنګر د بنۍ اور چې د اوسپنې، سرو او سپينو زرو خيري او زنګ پاکوي او د حج مقبول بدله نشته، مګر جنت دی. يعنې د حج له ادا کېدو وروسته د انسان باطني خيري داسې توږل کېږي لکه اهنګر چې له اصيلو فلزاتو غير مطلوبې برخې توږي. 

مولانا حاجي پوښتي چې تا خو د عظمت او تقدس تر کوره سفر هم وکړ، هغه تاثير چې دې سفر په تا وکړ، ته يې يوه نښه وښايه!؟ يعنې حج ته تګ خو له ګناهونو څخه د پاکۍ باعث ګرځي، په راستنېدو سره يې انسان له ګناهونو څخه پاکېږي او بيا له هغو ګناهونو توبه ګار شي چې پخوا يې کړي ول. د حج فلسفه او حکمت خو په دې کې دی چې څوک د کعبې شريفې ديدار وکړي، په توبه ايستو سره ژمنه کېږي چې بيا به دا ډول کړنې نه تکرارېږي نو هغه څوک چې دا ستړې يې هم ګاللې، ايا څه تاثير پرې شوی او که نه!؟

يک دسته ګل کو اګر آن بديديد

يک ګوهر جان کو اګر از بحر خداييد

د دې بيت موضوع هم د تېر بيت په څېر ده، يعنې هغه بڼ دې چې وليد، د تاثير ګلڅانګه دې ترې راوړه او که نه!؟ د خدای ج د رحمت، مينې او عرفان له بحره دې کومه مرغلره را واخيسته او که نه!؟

با اين همه آن رنج شما ګنج شما باد

افسوس که بر ګنج شما پرده شماييد

مولانا حاجي ته وايې چې د زحمت او تکليف بديل دې خزانې شه، دا خو ښه کار وشو چې د معنوي خزانې په لټون ووتې او ستړې دې وګاللې خو د حيف خبره دا ده چې د معنويت په خزانه دې خپله پرده غوړولې يعنې هغه څوک چې ظاهراً له کعبې طواف کوي خو له ځانه تاويېږي، هلته يې ټول سوچ و فکر په خپله دبدبه، شان و شوکت کې وي او خپل محبوب ته د رسېدو په منځ کې يې خپل ځان ودرولی وي. 

مولانا په دې غزل کې د حج د فريضې د اهميت بيان کوي او وايې چې حج بايد د انسان په ژوند او کړو وړو کې تغير راولي که داسې ونه شي نو د حج واقعي مفهوم ته په کتو دا فريضه نه ده ادا شوې.

حج چې په مسلمانانو فرض دی، ادا کول يې په مستحقو کسانو فرض دي. موږ چې د ژوند په هر پړاو کې له فريبونو او دوکو سره ملګري يو او په هر څه کې د ريا او تکبر برخه کوو نو مولانا را ته وايې که حج څوک ادا کوي، هغه بايد خپل زړه او روح د معنوياتو په اوبو ومينځي. موږ په رواجي دين پالنه کې د فرايضو د ادا کولو په خاطر هم يوه بله داسې ګناه کوو چې عذاب يې له ثوابه زيات وي. د پسرلي صاحب يو بيت دی:

حاجي چې وتاړه احرام د خپلې خور په ټيکري

خُرما يې کوټې، کوټې راوړه خو ثواب يې نه و

مولانا په دې غزل کې چې د حج د فريضې ادا کوونکو ته توصيه لري چې زړه پاک کړه!، د باطن خيرې دې ومينخه!، د حج په واقعي فلسفه يې پوهوي، تر څنګ يې د انسان د زړه د کعبې ذکر هم ورته کوي او وايې چې د کوم معشوق په لټه چې موږ بېدياوې کچ کوو، ستړياوې ګالو، هغه زموږ د همسايه په مات زړه کې هم موندلی شو، د بې وسو او بېوزلو انسانانو په زړه لاسته راوړلو کې يې هم موندلی شو او الله ج هر ځای چې وغواړو شته. حاضر او ناظر ذات دی، موږ بالاخره ټول د هغه ستر ذات د قدرت او علم په محيط کې يو چې مزلې پسې کوو. د لويو شاعرانو او بالخصوص د مولانا په څېر د لويو عارفانو په اقوالو کې د ژوند هغه خواږه مومو چې عادي انسانان يې د حس کېدو توانايي نه لري خو دوی راته هغه لارې ښيي چې انسان بايد څه وکړي!؟ دا ژوند و مرګ د څه لپاره دي؟ دا هلې ځلې ولې کوو؟ اخېر منزل به کوم وي؟ … د دې هر څه نتيجه څه ده!؟ د دين واقعي جوهر چې خواخوږي ده، عاطفه او نياو دی، ژوند او مينه ده، مرسته او همکاري ده… او په ټوله مانا د انسانيت يوه مناسبه او حقه تګلاره ده. د  مولانا دا غزل چې دلته پرې خبرې وشوې، د همداسې تګلارې د روښانه کولو واضحه شمع ده، د معرفت دا ډول د انسان له روحي ځواک سره مرسته کوي چې وجدان يې راويښ شي او تش په نوم د يو کار د تر سره کولو په ځای د حقيقت درک وکاندي. 

1 COMMENT

  1. لاروی صاحب له یو ملی، ډیر هوښیار. بیدار او مدنی پښتون سره عکس اخیستی خدای وکړی دغه ډول پښتانه زیات شی او د وحشی او جاهلیت له پیغورونو خلاص شو په طالبانو کی هم دا ډول ملی او مترقی فکرونه او ځوانان شته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب