جمعه, اپریل 19, 2024
Home+«هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري...»

«هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري…»

پوهندوی آصف بهاند

(د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د شپـږویشتمې مادې لومړی بند)

له پاچا نه به څوک وپوښتي حیرانه

د مکـتب د ټالۍ زنګ ولې ولاړ دی؟

         (حنیف حیران)

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د شپـږویشتمې مادې په لومړي بند کې راغلي دي چې:

«هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري، ښوونه او روزنه، په تېره بیا لومړنۍ او بنسټیزې زدکړې باید وړیا او اجباري وي، د څانگـیـزې (حرفوي) ښوونې شونتیاوې (امکانات) باید د ټولو پر مخ پرانستې وي، د پوهنتونونو او نورو لوړو زدکړو مؤسسو ور باید د هر چا پرمخ پرانستی وي، چې د خپل استعداد او وس په اندازه له هغو څخه گټه واخیستلی شي.»

د نجونو د تعلیم مخه نیول د څو نسلونو د بدمرغۍ د غمیزې پیلامه ده، که د دې مخه ونه نیول شي، اوسنی او څو نور نسلونه دې برباد او د بدمرغیو کندو ته لویدلي وگڼئ.

د نجونو د تعلیم په برخه کې نویو واکدارانو پر خپلو کړو ژمنو وفا ونشوای کړی او د «امر ثاني» په نامه یې تر یوې نامعلومې نېټې پورې د افغانستان د نیماي بدن د تعلیم مخه ډب کړه.

د نویو واکدارانو له راتگ سره سم د نجونو د تعلیم مخه ونیول شوه، خو کوردننه او له هېواده بهر له گڼو غبرگونونو سره مخ شوه. د افغانستان د خوارو او وږو خلکو غږ هسې هم څوک نه اوري، خو نړېوالې ټولنې له هماغه پیل نه نویو واکدارانو ته وویل چې نجونو ته باید په سملاسي ډول ښوونځیو ته د تگ اجازه ورکړل شي. د نویو واکدارانو د واک په پیل کې د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه وکړه چې نجونو ته دې د ښوونځیو دروازې پرانستل شي. هماغه وخت په دې هکله د بي بي سي پښتو ویبپاڼې په یوه رپوټ کې داسې راغلي وو:

«د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې افغانستان کې دې نجونو ته په سملاسمي توګه ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.‌

یاد سازمان وایي، له ګڼ شمېر نجونو زدکوونکو او ښوونکو سره د مرکو پر بنسټ یې خپل تازه رپوټ چمتو کړی.‌

په رپوټ کې راغلي چې ګڼې نجونې او ښوونکې له تاوتریخوالي سره مخ دي او ان د طالبانو لخوا ورته ګواښونه کېږي.

طالبانو پر افغانستان له بشپړې ولکې وروسته د تېرې سپتمبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه هلکانو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل، خو د منځنیو ښوونخیو نجونې یې په کورونو کېنولې.

دې ډلې د بښنې نړیوال سازمان دې وروستي رپوټ ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو چارواکي یې وایي، نجونې باید ‘د مناسب درسي چاپېریال تر برابرېدو’ کورونو کې پاتې شي.

خو د بښنې نړیوال سازمان وایي، له زدکوونکو،‌ ښوونکو او د ښوونځیو له مدیرانو سره یې شل مرکې کړې دي او ورته مالومه شوې چې د طالبانو لخوا ګواښونه او ځورونه د دې لامل شوې چې ان لومړنیو ښوونځیو کې د شاګردانو حاضري، په ځانګړې توګه د نجونو ورتګ کم شوی.

یاد سازمان مني چې په کابل، بلخ،‌ کندوز او سرپل ولایتونو کې ی شمېر نجونې منځنیو ښوونځیو ته ستنې شوې دي،‌ خو ټینګار کوي چې د ټول هېواد نجونې باید دا حق ولري.‌..»

په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه دباندې تر ډېرو انتقادونو او وړاندیزونو وروسته د نویو واکدارانو لوړپوړو چارواکو ژمنه وکړه چې په نوی کال کې به د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شي.

نویو واکدارانو د ۲۰۲۲ ام کال د جنورۍ پر شپاړسه ویلي وو چې د نوي هـ ش کال د حمل په پیل کې د نجونو ټول ښونځي پرانځي.

بي بي سي پښتو:

«طالبان;د نجونو ټول ښونځي په نوي لمریز کال کې پرانیزو.»

تاند:

«د‌ نجونو تړل شوي ښوونځي به په نوي لمريز کال کې بیرته پرانیستل شي.»

د تاند د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي و:

«تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) ‏‏ ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هيله مندي ښودلې، چې په نوي لمريز کال کې به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستلای شي.

هغه په يوه تازه مرکه کې وويل، چې دوی د نجونو او هلکانو د ښوونځيو او جلا زده کړو په ترسره کيدو ټينګار لري.

مجاهد په يو شمېر ولايتونو کې اوس هم د ټولو ښځينه ښوونځيو د فعاليت د دوام خبر ورکړی، خو نه يې

دي ويلي چې د پرانيستل شویو او تړل شويو ښوونځيو د تدريسي ماحول تر منځ څه توپير موجود دی؟

طالب وياند مخکې د ښځينه ښوونځيو د تړلو اصلي دلیل د شرايطو نا برابروالی ګڼلی و.

خلکو بيا په دې اړه پلمې ردولې او ويل، چې د نجونو او هلکانو ښوونځي پخوا هم سره جلا وو.

په وروستيو کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو په اړه پر طالبانو فشارونه زیات شوي.

طالبانو د افغانستان له یو شمېر محدودو ولایتونو پرته نور په ټول هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړې.»

خو اوس نویو واکدارانو پر کړو وعدو باندې پښې واړولې او نجونې یې ښوونځي ته له تگ راوگرځولې.

ټولنیزه میډیا کې تر ټولو ډېر او تود خبر همدا دی چې د نجونو پر تعلم بندیز تر یو نامعلوم وخت پورې وغځول شو. په همدې هکله د بي بي سي پښتو په

یوه رپوټ کې راغلي دي:

«طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر ښوونځیو بندیز ”غځولی دی”

افغانستان کې د طالبانو حکومت چې ژمنه یې کړې وه سر له ننه (وري درېیمه) به په یخو سیمو کې ټولې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي،‌ له شپږم ټولګي‌ پورته نجونې ښوونځیو ته بیا هم پرېنښودې.

د باختر دولتي اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازو پرانیستلو پرېکړه ځنډول شوې ده.

د باختر اژانس په رپوټ کې د طالبانو پوهنې وزارت له قوله ویل شوي: ”د نجونو ټولو هغو ښوونځیو او ليسو ته چې له شپږم ټولګي څخه پورته دي، خبر ورکول کېږي چې ديادو مکاتبو او ليسو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي. ”

د باختر اژانس رپوټ زیاتوي، هر کله چې ”له شریعت او افغاني دود سره سمه طرح چمتو شي، بیا به دې تعلیمي ادارو ته خبر ورکول کېږي. ”»

تاند ویبپاڼې هم له شپـږم تر دولسم ټولگي پورې د نجونو د ښونځیو ځنډول خپور کړ، په دې شرحه:

«تاند(چهارشنبه، د حمل ۲ مه) طالبانو نن په ټول افغانستان کې ښوونځي پرانیستل خو په وروستۍ شېبه کې یې حکم صادر کړ چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی ځکه چې د دوی په وینا د ځای شرایط نه دي برابر او تخنیکي ستونزې شته.

د پوهنې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«د نجونو ټولې لېسې به تر بلې خبرتیا پورې بندې وي.»

خو وروسته بیا تاند په نورو رپوټونو کې دا هم ورزیات کړل چې د نجونو د ښونځیو ځنډول د طالبانو په لیکو کې خپلمنځي اختلافات رامنځته کړي دي. په دې هکله د تاند په یو رپوټ کې داسې راغلي دي:

« تاند:(چهارشنبه، د حمل درېیمه) ‏د طالبانو يو شمېر مشهورو تبلیغاتي مبلغانو هم له عامه ذهنیت څخه په متاثریدو د نجونو د ښوونځيو د تړلو د دوام په اړه د خپلو مشرانو پريکړه نقد کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو رييس شفیع اعظم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:« که موږ خپلو بچیو ته په اسلامي روحیه دیني او عصري زده کړو زمینه وطن کې برابره نه کړو؛ نور به ورته خپلې ښونیزې دروازې خلاصې او زموږ د مقدساتو خلاف به یې وروزي. زرګونو ځوانانو د همدې هدف لپاره سرونه نزرانه کړل چې راتلونکی نسل دلته وروزل شي. ځوان نسل نباید د اغیارو دروازو ته مجبور شي.»

شفیع اعظم، چې د طالبانو له مشهورو تبلیغاتي مبلغانو څخه دی، په یوه بل ټویټ کې منلې چې د ښوونځيو په اړه د طالبانو دې پریکړې په ټولنیزو رسنیو کې سخت ننګولی.

هغه په طنزیه انداز په دې اړه لیکلي:«‏یو وخت به ما خلک تر باغو اړول. اوس له سهار راهیسې په خپله د باغ په دیوال ناست یم.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رييس خیرالله شينواري بيا په کنايوي انداز لیکلي:«‏تاسې را واچوئ لږ د غم ټپې»

د طالبانو يوه بل مشهور مطبوعاتي مبلغ او د کابل د امنیه قومندانۍ مخکيني وياند مبین په طنزیه انداز د خپلو مشرانو وروستۍ پریکړه داسې نقد کړې ده:«‏تر شپژم ټولګي وروسته دې بيا دوهم ځلې تر شپږم ټولګي ووايي نو دولسم پاس به شي. موږ را پورته کيګو»

د کابل پوهنتون استاد او مشهور طالب پلوه مبلغ فیض محمد ځلاند خبرداری ورکړی چې که طالبانو دا ځل سیاست بایلود، د ده په وينا وطن، دین، ولس، عزت او تاريخ به هم وبايلي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې د خواشيني کيدو پر ځای لاس په کار شي او له پېښو سره عاقلانه چلند وکړي.

د طالبانو يو بل تبلیغاتي مبلغ وحید فقیري بيا ليکلي: «د شپږم صنف پورته د نجونو د مکتبونو نه پرانیستل یوه کرغېړنه فیصله ده. داسې ښکاري چي یوې مخصوصي افراطي ډلي سبوتاژ ته مخه کړې ده. د اسلامي امارت د مشرۍ څخه زموږ مطالبه دا ده چې خپلې ژمنې عملي کړي. د مظلومو ماشومانو حق تلف نه کړي. پر تعلیم چنې وهل څرګند شرم دی».

د افغانستان د تعلیمي نظام خلاف د طالبانو د اقداماتو او تبلیغاتو په لړ کې نن د طالبانو د رييس الوزرا استازي او د چارو ادارې مرستیال مولوي نورالحق، وويل:« د مخکېني حکومت تعلیمي نصاب بهرنیانو جوړ کړی و او هغه کار‍پوهانو په دغه کار کې ونډه لرله چې د امریکا ګټو ته ژمن کسان وو، نه د افغانستان نسلونو ته.»

د طالبانو پوهنې وزارت نن په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه نقض او ویې ویل چې د دغو ښوونځيو درسونه تر امر ثاني پورې وځنډول شول.

د طالبانو په اړونده اعلاميه کې راغلي:«هر کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او داسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ‏به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د طالبانو ژمنه نن بايد پوره شوې وای.»

 په هر ډول چې وي، اوس نجونې ښونځيو ته نه دي پرېښودل شوې او د افغانستان د میلیونونو وگړو زړونه د دې پرېکړې په تیغ غوڅ شوي دي.

دا اوس ټولې دونیا ته، په تېره زموږ خلکو ته ثابته شوې ده چې تعلم د ټولو لپاره مهم دی په تېره د نجونو له پاره. د نجونو او ښځو د تعلیم په باب ما په خپلو اړوندو لیکنو کې ټینگار کړی دی چې ښځه د خپلو نورو حقونو تر څنگ، د تعلیم حق هم لري، خو زموږ په دودیزه ټولنه کې چې هر څه د افراط او تفریط ښکار شوي دي، د تعلیم په برخه کې هم زموږ د ټولنې نجونې او مېرمنې یې لومړنۍ قربانیانې دي او نور هېڅ چې نه وي، ښځې او نجونې یا د دین د ناسم پوهاوي په وجه له تعلیم نه راگرځول شوي دي او یا د نا پوهۍ په وجه د «غیرت؟» پاټک ورته درول شوی دی. ما په خپلو لیکنو کې څو ځایه پر همدې موضوع خپل نظریات خپاره کړي دي، یوه لنډه برخه یې دا ده:

زموږ ډیری نارینه، چې ځان ډېر غیرتي هم ورته ښکاري، کله چې خپل ښځینه ناروغ کلینک یا روغتون ته ورسوي، پر ژبه یې دا پوښتنه جاري وي:

ښځینه ډاکتر شته؟

نو وه کاکا!

وه ماما!

وه پلاره!

 وه وروره!

وه ښاغلیه!

ته چې خپله خور ــ لور ښوونځي او پوهنځي ته نه لېـږي او لیک لوست او تعلیم ته نه پرېـږدې، ښځینه ډاکتره به له کومه شي، ښځینه ډاکتره خو له اسمانه نه را اوري چې تیاره به ستا د ښځینه ناروغ د درملنې له پاره ناسته وي.

زموږ د ټولنې ډېره سلنه خلک له دې حقایفو سره تر اوسه پورې ډېر واټن لري چې پوه شي:

ــ ښځه د نارینه نیم بدن دی،

ــ ښځه مور ده،

ــ ښځه خور ده،

 ښځه لور ده،

ــ ښځه د کور ډيوه ده،

ــ ښځه د نارینه د الوت ځواکمن وزردی.

که پوهېدای، نو له ښځو سره به  یې بې شمېره ظلمونه نه کول او دا  شعار به یې سرلیک نه و چې:

«ښځه یاپه کور یا په گور»

خبره دا ده چې هر کال د مارچ پر اتمه دا ستونزې او نیمگړتیاوې په نښه کيـږي او خبرې ورباندې کېـږي، خو ډېر ژر بېرته هېریــږي. دلته دا پوښتنه باید مطرح شي چې:

تر څه وخت پورې به زموږ خلک ښځې په بېلابیلو نومونو له تعلیم نه لرې ساتي، هم به پر ښځو ظلم کوي، هم پر ځان او هم پر نویو نسلونو باندې؟

تر څو چې ښځې تعلیم و نه کړي او د نارینوو د نیمايي بدن او یو وزر په توگه و نه منل شي، دغه به مو حال وي چې په ټول کلي او لا ټول ولایت کې به یو ښځینه طبي کارکونکې نه لرو.

ځینې نارینه د خپل غیرت د اصولو پر ځای کولو په دایره کې، ښځه له هر څه لرې ساتي، خو په دې نه پوهېږي چې له هر څه نه د ښځې لرې ساتل تر ټولو ډېر ضرر د ده مبارک غیرت؟ ته هم رسوي، چې تر ټولو ښه بېلگه یې د غیرتي په کلي کور کې د ښځینه نرسې، ډاکترې او روغتیا پالې د نشتوالي په صورت کې، غیرتي کاکا خپله ناروغه ښځینه پردي ملک ته بیا یي او پردي نارنیه ډاکتر ته یې د معاینې له پاره پرمیز څملولې وي.

ما د نجونو د تعلیم پر مهموالي، د نجونو د نه تعلم کولو پر ضررونو او نیمگړتیاو باندې گڼې مقالې لیکلې دي، درانه لوستونکې کولای شي ځینې یادې مقالې په لاندې لینک کې له نظره تېرې کړي:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_shazgoly_ketab14.pdf

له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې هرڅه په منفي لوري روان دي، د هرڅه په برخه کې هلې ځلې کېږي، خو ډېر ځلې یې پایله منفي وي. په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له پاره رسمي او دولتي هڅې شوې دي، خو پایله یې کله محسوسه او کله به لا درکه وه. حتی داسې هم شوي چې افغانستان د نجونو له پاره تر ټولو خطرناک هیواد ښودل شوی دی.

بي بي سي د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې یو راپور خپور کړ چې سر لیک یې داسې و:

«افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد»

اوس چې عملاً نجونې له تعلیم نه منع کړای شوې، دا د پاسني یاد خطر یوه تباکونکې نښه ده.

اوس ستونزه دا ده چې تر ډېر انتظار وروسته یو ځل بیا د نجونو د ښونځيو پرانستل د «امرثاني» په نامه د یوې مرغۍ په وزره پورې وتړل شول. خبره دا ده چې خلک دومره له تعلیم سره مینه او لیوالتیا لري چې امر ثاني ته به هم میاشتې کلونه سترگې پر لار اوسي؛ خو خبره دا ده چې ښونځیو ته د تلونکو نجونو د زدکړو ته د برابر و نسلونو عمرونه «امرثاني» ته سترگې پر لار نه شي پاتې کېدای، عمر د اوبو په څېر روان دی. څو نسلونه مو په نورو پلمو له زدکړو بې برخې شول او اوس دا دی په لکونو لا میلونوونو نجونې مو له زدکړو بې برخې کېـږي او د باد په وزرو پورې تړلي حکم ته باید شپې ـ ورځې او کلونه تېر کړي، دا «امر ثاني» چې راځي، د نجونو دا نسل په کور کې سپین سرې وي.

د نړۍ په هر گوټ کې چې یو منفي لست خپرېـږي، له بده مرغه چې افغانستان په کې وي، یا دریم یا دویم او دا ځل لا لومړیتوب هم ور په برخه شو. څو ورځې مخکې د نړۍ د خوشحالو او غمجنو هېوادونو لست خپور شو، افغانستان د غمجنو هېوادونو په لست کې لومړی و.

ملامتیا چا ته ور له غاړې ده، دا هم څوک نه مني، که ثابته هم شي چې ډیره سلنه موږ خپله افغانان ملامت یو، بیا خو جنگ او د جگړې نوم شته چې پړه ور له غاړې کړو او ځانونه سپینې کوترې معرفي کړو، خو هغه شېـبه مو هیره وي چې د غیرت، شرم او ځینو نورو دلایلو له مخې خور، لور وهو ټکوو او دې ته یې اړ باسو چې له ښونځي څخه  لاس په سر او د کور بندیوانه شي، ښونځي ته د هغې (نجلۍ) په نه تگ چې څومره نورې ستونزې را ولاړېـږي، هغه مو هیرې وي. اوس نوي چاواکي ښايي په دې پوه نه شي چې د نجونو د ښونځیو دروازې تړل، په لنډه او اوږده راتلونکو کې څومره او څه ډول ستونزې رامنځته کوي.

زما یو چیز فهمه دوست د نوي نسل د تعلیم، په تېره د نجونو د تلیم د مهموالي په باب د یو چا د پوښتنې په ځواب کې داسې ویلي وو:

« يوه چا پوښتلی يم چې په اوسنيو شرايطو کې يې بايد د خېټې له مړښت وروسته لومړيتوب څه وي؟

ما وې تر هر څه لومړی او بيا هم لومړی او بیا هم لومړی هڅه وکړئ چې ماشومان او په تېره بیا نجونې درڅخه له زدکړو شاته پاتې نشي. د ښوونځيو حالت ډېر خراب او د اندېښنې وړ دی. په ټول ځان کوښښ وکړئ چې ماشومانو ته مو په کور کې د انټرنېټ او خپلو لوستيو دوستانو او ملګرو په مرسته داسې درسي مواد چمتو کړئ چې په يوويشتمه پېړۍ کې د يوه سالم انسان او نړيوال ښاروند په توگه د ځمکې پرمخ هر چېرته په عزت ژوند وکړای شي.

په اوس وخت کې له انساني پرمختيايي کاروان څخه شاته پاتې کېدل مرگ دی او له بده مرغه چې زموږ ط. چارواکي له مرگ وروسته زموږ د ژوند غم پر سر اخيستي دي او په دې نړۍ کې ژوند ورته کومه مانا نلري.»

د ټولنې تر نه نوي سلنې ډېر خلک د تعلیم پلوي دي او دا یو حقیقت په ډول مني چې تعليم د هر چا حق دی. د همدې اصل له مخې ډېری خلک وايي چې: موږ خپلو لوڼو ته تعلیم او ښوونځي غواړو. د نجونو د تعلیم د مخنیوي په مقابل کې گڼو خلک درېدلي او خپل نظریات او انتقادونه یې په پېلابېلو ډولونو څرگند کړي دي: د یو شاعر دې څو بیتونو ته وگورئ چې د نجونو په باب هغو خلکو ته چې نجونې یې له تعلیم راگرځولې دي، داسې وايي:

مسلمـــــــانې مومنانې دي طالبه

نجونې هم بنيادمانې دي طالبه

په ښوونځي کې هلکانو نه تکړه دي

په پوهنتون کې اتلانې دي طالبه

حورې نه دي ورته مه لېونی کېږه

ډاکټرانې راروانې دي طالبه

بې له دوی نه مو ژوندون نيمګړی کېږي

دا په څه درسره ورانې دي طالبه

نه وسلې ورسره شته نه وطن پلوري

نه ظالمې قاتلانې دي طالبه

دغو بیتونو ته هم پام وکړئ چې د نجونو د ښونځيوو د نه پرانستل کېدو په مقابل کې په انتقادي بڼه لیکل شوي دي:

ورور دې بې خوره نور مکتب ته نه ځي

پریږده چې جهل انشکــــاف وکړي

(ګوهر)

نه د ښار په زړه ځایېږو نه د غرۀ شو

موږ ځانونه څۀ ګڼلي وۀ، او څۀ شو؟

(درمل)

په ټولنیزو رسنیو کې هم د قلموالو او د تعلیم د برخې د فعالانو غږ پورته شوی دی او په انتقادي ډول یې خپل خیالات څرگند کړي دي. دا یې څو پېلگې دي:

د مریم امرخیل د انتقاد چیغه:

«د نجونو تعلیم د واک برقراره ساتلو قرباني ده بس،

‏د یوې افغانې لور په حیث دردمنه یم او دا حس کوم چې نن زما د هېواد په هرې لور څه درد تیریږي.

‏او د هر افغان نارینه لپاره دا د شرم خبره ده چې دوی د خپل ناموس په سر خپل قدرت او حاکمیت حاکم ساتي.

‏افغانان خو دومره بې ننګه نه وو.»

یوه بله فرهنگي او مدني فعاله مرسم مصور پردیس (Maryam Muswer Pardees) د نجونو د تعلیم په باب داسې ویلي دي:

«د نجونو پر مخ د علم دروازې پرانيزئ!

ټولنه له کورنيو جوړه وي. که کورنۍ لوستې شي؛ ټولنه ورسره پرمختګ کوي. د هغو کورنيو د اولادونو د زده کړو احتمال ډېر وي چې ښځه پکې لوستې وي. که مور لوستې وي؛ بچي به يې لوستې وي. نجونې هم د هلکانو غوندې زړه لري. غواړي چې لوستې شي؛ مخکې لاړې شي. دا حق ترې بايد وانخيستل شي. په اوسنۍ نړۍ کې د زده کړو حق د بشر طبيعي حق ګڼل کېږي.»

ویسا ورونه د قلملار ټولنې په چوکاټ کې کلونه، کلونه د ښونځیو د پرانستلو، لیک لوست، سواد او مطالعې عامولو او د نجونو د تعلیم لپاره عملي کار کړی او د افغانستان په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلو باندې گرځېدلي دي، له عامو خلکو سره غږېدلي دي او په پایله کې ویلي دي چې خلک ټول ښوونځي غواړي، تعلیم غواړي ــ په تېره د نجونو د زدکړو پلوي دي. ښاغلي (Attaullah Wesa) او مطیع الله ویسا د دې وروستۍ پرېکړې په باب خپل نظر داسې بیان کړی دی:«

‏«لږ شیبه وړاندي د ازادې راډیو په یوه خپرونه کې مایک ستاسو دی ګډون کړی و له مختلفو ولایتو او لیري پرتو ولسوالیو څخه عامو خلکو زنګونه وهل او ویل یې موږ دې پریکړې ناهیلي کړیو چې تر شپږم ټولګي پورته دې نجوني ښوونځي ته نه ځې هغوی ټولو پر زده کړو تاکید کاوه د ټولو لپاره ځینو خو لا دا هم وویل چې زموږ په شاوخوا کې هیڅ ښوونځی نسته موږ ښوونځی غواړو.

‏زموږ ولسي ذهنیت جوړ دی،

نو موږ هیله کوو چې د ټولو د زده کړو زمینه برابره کړئ.»

#education

#educationforall‏⁦‪

#PenPathGirlsEduCampaign

مطیع الله ویسا په افغانستان کې د تعلیم د برخې ترټولو هغه فعال شخصیت دی چې د نجونو د تعلیم لپاره یې ترټولو ډېر عملي او نظري کار کړی دی. ده بیا د نویو واکدارانو د نوې پرېکړې په برخه کې داسې ویلي دي:

«ولې بېا هم نن د نجونو ښوونځېو ته دتګ مخه ونېول سوه؟

زرګونو مېندي ، پلرونه کورونو کې نجوني څو مېاشتې ددې انتظار کوي چې دنجونو په مخ ښوونځي خلاص سي .

خو نن چې اخري باېد نجوني ښوونځي ته تللی وای مخه ېې ونېول سوه او د ېو ناملوم دلېل پخآطر ښوونځي بېا بند سوو.

زرګونو خلکو، مېندو ، نجونو نن وژړل خفه او ماېوس وو ځکه دوۍ ته دزده کړو اسلامې ، بشري حق نه ورکول کېږي .

په ټولو اسلامي هېوادونو کې نجوني د زده کړو حق لري خو ېوازي افغانستان دی چې څو مېاشتي ښوونځي دنجونو په مخ بند دي

زمونږ هېله داده دخلکو غوښتنه داده چې ژر تر ژره دې دنجونو په مخ دښوونځي خلاص شي .

نور دېوي دقېقې لپاره هم ښوونځي بندول بې عدالتي ده.»

#PenPathGirlsEduCampaign

دا هم د ډاکتر محب زغم نظر:

«په ۱۳۸۵ کې مې د کجکي په زمينداور کې يو کلينيک کې کار کاوه.

يوه سړي پوښتنه وکړه چې زنانه ډاکټره سته.

ما ويل ستا لور مکتب ته ځي؟

ويل: نه.

ما وويل نو ډاکټره له کومه شي؟

هغه وويل چې نجونې مکتب ته لاړې شي بيا بې لارې کېږي.

دا نو داسې وخت و چې هر ټوپکوال او قومندان به هلکان لرل او بچه بازي هلته عامه وه.

خلکو به خپل خام سره خوله هلکان دايرو او مدرسو ته لېږل او د دې پروا يې نه کوله چې ملا او مشر طالبان د شپې څه ورسره کوي خو لوڼې يې مکتب ته نه لېږلې.»

زه د خپلو کلونو، کلونو زدکړو، مطالعې او تجربو په ترڅ کې دې پایلې ته رسېدلی یم چې:

ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پَل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کېـږي. 

ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي.

ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.

ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!

هیله ده چې نوي چارواکي د نجونو د ښوونځیو د تړلو پر پرېکړه یو ځل بیا غور وکړي، د میلیونونو افغانانو رنځیدلی ــ کړېدلي ژوند ته په کتو سره او د وطن د نیماي بدن (ښځې او نجونې) د غیرفعاله کېدلو د مخنیوي له پاره، د نجونو د ټولو ښونځیو د پرانستلو پرېکړه له «ثاني امر» نه په لومړي امر بدله کړي او ژر تر ژره دې د ټولو نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب