جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد نجونو د ښوونځيو په اړه پریکړې د ط تر منځ خپلمنځي...

د نجونو د ښوونځيو په اړه پریکړې د ط تر منځ خپلمنځي اختلافات پیدا کړي

تاند:(چهارشنبه، د حمل درېیمه) ‏د طالبانو يو شمېر مشهورو تبلیغاتي مبلغانو هم له عامه ذهنیت څخه په متاثریدو د نجونو د ښوونځيو د تړلو د دوام په اړه د خپلو مشرانو پريکړه نقد کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو رييس شفیع اعظم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:« که موږ خپلو بچیو ته په اسلامي روحیه دیني او عصري زده کړو زمینه وطن کې برابره نه کړو؛ نور به ورته خپلې ښونیزې دروازې خلاصې او زموږ د مقدساتو خلاف به یې وروزي. زرګونو ځوانانو د همدې هدف لپاره سرونه نزرانه کړل چې راتلونکی نسل دلته وروزل شي. ځوان نسل نباید د اغیارو دروازو ته مجبور شي.»

شفیع اعظم، چې د طالبانو له مشهورو تبلیغاتي مبلغانو څخه دی، په یوه بل ټویټ کې منلې چې د ښوونځيو په اړه د طالبانو دې پریکړې په ټولنیزو رسنیو کې سخت ننګولی.

هغه په طنزیه انداز په دې اړه لیکلي:«‏یو وخت به ما خلک تر باغو اړول. اوس له سهار راهیسې په خپله د باغ په دیوال ناست یم. ?».

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رييس خیرالله شينواري بيا په کنايوي انداز لیکلي:«‏تاسې را واچوئ لږ د غم ټپې?»

د طالبانو يوه بل مشهور مطبوعاتي مبلغ او د کابل د امنیه قومندانۍ مخکيني وياند مبین په طنزیه انداز د خپلو مشرانو وروستۍ پریکړه داسې نقد کړې ده:«‏تر شپژم ټولګي وروسته دې بيا دوهم ځلې تر شپږم ټولګي ووايي نو دولسم پاس به شي. موږ را پورته کيګو»

د کابل پوهنتون استاد او مشهور طالب پلوه مبلغ فیض محمد ځلاند خبرداری ورکړی چې که طالبانو دا ځل سیاست بایلود، د ده په وينا وطن، دین، ولس، عزت او تاريخ به هم وبايلي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې د خواشيني کيدو پر ځای لاس په کار شي او له پېښو سره عاقلانه چلند وکړي.

د طالبانو يو بل تبلیغاتي مبلغ وحید فقیري بيا ليکلي: «د شپږم صنف پورته د نجونو د مکتبونو نه پرانیستل یوه کرغېړنه فیصله ده. داسې ښکاري چي یوې مخصوصي افراطي ډلي سبوتاژ ته مخه کړې ده. د اسلامي امارت د مشرۍ څخه زموږ مطالبه دا ده چې خپلې ژمنې عملي کړي. د مظلومو ماشومانو حق تلف نه کړي. پر تعلیم چنې وهل څرګند شرم دی».

د افغانستان د تعلیمي نظام خلاف د طالبانو د اقداماتو او تبلیغاتو په لړ کې نن د طالبانو د رييس الوزرا استازي او د چارو ادارې مرستیال مولوي نورالحق، وويل:« د مخکېني حکومت تعلیمي نصاب بهرنیانو جوړ کړی و او هغه کار‍پوهانو په دغه کار کې ونډه لرله چې د امریکا ګټو ته ژمن کسان وو، نه د افغانستان نسلونو ته.»

‏د طالبانو پوهنې وزارت نن په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه نقض او ویې ویل چې د دغو ښوونځيو درسونه تر امر ثاني پورې وځنډول شول.

د طالبانو په اړونده اعلاميه کې راغلي:«هر کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او داسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ‏به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د طالبانو ژمنه نن بايد پوره شوې وای.

3 COMMENTS

  1. تر پرون ما به لکه ليوني د طالبانو دفاع کوله ، خو اوس پوه شوم چي دو د يوي ښځي څخه زيږيدلي ندي بلکه د کوم خنزير څخه ځيږيدلي دي. د دوي مرګ داسي روا دي لکه د خوک وژل. هم ملت وشرموه هم پښتان يي وشرموه او هم اسلام ته توهين کوي د پاکستاني بادارنو په خوښه. خداي دوي تباه او برباد کري.

  2. د انګریزانو د مُریدانو ( ګوډ مُلا، د ارمونی نادر جاهلی لښکری، جلال الدین حقانی، سراج الدین او انس حقانی او هر ارمونی حقانی، جنرال! مبین، نظرماد مطمئن، نجیب ګاؤ، فیضو، اسلم وطنجار، ګلاب زوی، تڼی او…. ) څخه ګیله به ځای و نه نیسی خو:
    د هغو کسانو دی مغزی مات سی کوم چی ځانونه متمدن ګڼی او حتی په دانشګاهی فضاء کی د تنَفس تجربه لری او د علم او زده کړی ادعا لری ( خصوصاً امریکا او فرانسه میشتی پښتنی یابوګان ) امّا د طالب په پایڅه کی ئې سنګر نیولئ او د طالب پر تحجر ئې سترګی پټی کړی دی چی البته ددې ابن الوقت کسانو د بې شرمۍ کچه به د طالب د بې شرمۍ تر کچی کښته نه وی.

  3. دد نامردو لوراني په قطر او نورو ځايونو کي زدکړي کوي خود افغان لوراني مکتب ته نه پريږدي.
    اوس بايد يو نر افغان پيداا شي چي دد اسلامي مداريانومخه ونيسي ا او د نجينو ددزدکړي غوښتني له د ناولو بايد په زور واخستل بله لار نشته. دا کار موږ ته بل څوک نه کوي دا کار د ا فغانانو وجداني مسوليت ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب