پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد ملا حسن اخوند استازی: د جمهوري نظام تعلیمي نصاب امريکايي و

د ملا حسن اخوند استازی: د جمهوري نظام تعلیمي نصاب امريکايي و

تاند:(چهار شنبه، د حمل درېیمه) ‏د افغانستان د تعلیمي نظام خلاف د طالبانو د اقداماتو او تبلیغاتو په لړ کې د طالبانو د رييس الوزرا استازي نن د افغانستان تعلیمي نصاب د امريکا کټو ته ژمن وباله.

د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال مولوي نورالحق، دا تور نن د نوي تعليمي کال د پیل په مراسمو کې ولګاوه.

مولوي نورالحق، چې په يادو مراسمو کې د رييس الوزرا د استازي په توګه یې مراسمو ته وينا کوله، وويل:«د مخکیني حکومت تعلیمي نصاب بهرنیانو جوړ کړی و او هغه کار‍پوهانو په دې کار کې ونډه لرله چې د امریکا ګټو ته ژمن کسان وو، نه د افغانستان نسلونو ته.»

طالبانو د همدې عقیدې د لرلو له کیله په تېرو شلو کلونو کې سلګونه ښوونځي سوځولي، په بمونو الوزولي او لکونه ماشومان یې په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له زده کړو محروم کړي وو.

نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو امارت د علم پر ارزښت تر ټولو زیات او ښه خبر دی، خو تعلیم باید په معیاري ډول او د افغانانو د ارزښتونو مطابق وي.

ده دا څرګندونې له دې سره سره وکړې چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د تعلیمي نظام خلاف د طالبانو اقدامات او تبلیغات له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

تاند ته په پاکستان کې باوري سرچینو ویلي چې د پاکستان استخباراتو ځینو پښتنو لیکوالو ته دنده سپارلې چې د افغانستان د ښوونځیو کتابونه ولولي او په هغو کې پاکستاني ضد مطالب او همداراز داسې موضوعات په نښه کړي چې پر افغاني ملتپالنې، تاریخ او ارزښتونو تاکید کوي.

سرچینو همداراز وویل چې ځینو نورو کسانو ته بلنه ورکړل شوې چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې داسې مطالب شامل کړي چې په هغو کې په دې ټینګار شوی وي چې اسلام سرحد نه پېژني، دا دنیا د کفارو ده او مسلمانان باید د اخرت لپاره کار وکړي.

‏د طالبانو د پوهنې وزارت نن په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه ماته کړه او ویې ویل چې د دغو ښوونځيو درسونه تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شول.

2 COMMENTS

  1. No Mullah Saheb you are mistaken. It wasn’t American Curriculum It was modern up to date on par with the rest of advance societies. It is the same curriculums as it was in the 1940’s to 1980’s and 2001 to 2021 in Afghanistan

  2. پنجاپی نصاب یو دو ته اسلامی شکوری، ددوی ښځی هم دپنجوپیونو خدمت کوی
    دی پنجوب غولومانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب