تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) د امریکا کې د روباټ جوړولو یوې کمپنۍ «رییلبوټکس» اعلان کړی چې څلور نوي انسانوزمه روباټونه به بازار ته وړاندې کړي. د دغو روباټونو نومونه اریا، میلا، ډېو او اېمر دي.
د کمپنۍ په وینا، دا روباټونه به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته نه یوازې له انسانانو سره خبرې کولی شي، بلکې د هغو کسانو لپاره به د ملګرو په توګه هم کار وکړي چې یوازې ژوند کوي.
کمپنۍ وايي، د دغو روباټونو د بیې د ټیټ ساتلو لپاره یې په لومړي پړاو کې یوازې د بدن پر پورتنۍ برخې تمرکز کړی دی. دا روباټونه به لاسونه او پښې ونه لري او یوازې پر مېز یا چوکۍ اېښودل کېدی شي.
د دغو په اصطلاح سرمیزي روباټونو بیه ۱۱ زره او ۹۵۰ ډالره ټاکل شوې، په داسې حال کې چې د بشپړ بدن لرونکو روباټونو اټکلي بیه ۵۹ زره او ۹۵۰ ډالره ده. پېرودونکي کولی شي د خپلې خوښې روباټ د مخکېني ثبت لپاره ۱۹۹ ډالره ورکړي.
ټاکل شوې دغه روباټونه د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې د امریکا په لاسوېګاس ښار کې د ټکنالوژۍ په نړیوال نندارتون «سيایاېس» کې نندارې ته وړاندې شي.
کمپنۍ تمه لري چې د دغو روباټونو سپارل به په ۲۰۲۷ کال کې پیل شي. خو په لومړي پړاو کې به یوازې ۲۲۵ سرمیزي او ۲۵ بشپړ بدن لرونکي روباټونه جوړ شي.
له روباټ سره د خبرو لپاره میاشتنی فیس
د دغو روباټونو پېرودونکي به له هغو سره د خبرو کولو لپاره میاشتنی فیس هم ورکوي.
تر ټولو ارزانه بسته په میاشت کې ۱۹.۹۹ ډالره ده، چې پېرودونکو ته د لسو ساعتونو خبرو کولو زمینه برابروي.
په میاشت کې د ۳۹.۹۹ ډالرو په بدل کې پېرودونکي کولی شي ۴۰ ساعته له روباټ سره خبرې وکړي او د بېلابېلو غږونو، ژبو او لهجو ترمنځ انتخاب وکړي.
د میاشتې ۱۹۹ ډالرو په بسته کې د ۱۰۰ ساعتونو خبرو کولو او د خپلې خوښې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د ځانګړو شخصیتونو د جوړولو اسانتیا هم شامله ده.
د چټجيپيټي، کلاوډ او جیمینای ټکنالوژۍ کارول
د کمپنۍ په وینا، په دغو روباټونو کې به د چټجيپيټي، کلاوډ او جیمینای په ګډون د مصنوعي ځیرکتیا بېلابېلې ټکنالوژۍ کارول کېدی شي.
د روباټونو سرونه او مخونه به خوځېدی شي او هر یو به له نورو سره توپیر لرونکی شخصیت ولري.
د کمپنۍ په وېبپاڼه کې د ښځینه روباټونو د شخصیت د ځانګړنو په اړه ویل شوي چې پاملرنه ډېره کوي او د خبرو ښې اورېدونکې دي او د نارینه روباټونو شخصیتونه په اړه ویل شوي چې حاضر ځوابه دي او له روغتیا او فټنس سره لېوالتیا لري.
کمپنۍ وايي، هدف یې د داسې روباټونو جوړول دي چې له انسانانو سره خبرې وکړي او د هغوی د یوازېتوب په کمولو کې مرسته وکړي، نه دا چې د انسانانو ځای ونیسي.
د کمپنۍ د معلوماتو له مخې، دا روباټونه به په لومړي پړاو کې یوازې په امریکا کې پلورل کېږي او د سپارلو بهیر به یې د ۲۰۲۷ کال په دوهمه نیمایي کې پیل شي. پېرودونکي به د لېږد او سپارلو لپاره اضافي لګښت هم ورکوي.
کمپنۍ وايي، که د روباټونو په جوړولو کې پاتې راشي، د پېرودونکو ۱۹۹ ډالره به بېرته ورکړي؛ خو که پېرودونکی په خپله خپل فرمایش لغوه کړي، پیسې به یې بېرته نه ورکول کېږي.
دا روباټونه لا بازار ته نه دي وړاندې شوي، نو د هغوی د واقعي وړتیاوو او فعالیت په اړه د پلور له پیل وروسته قضاوت کېدای شي.