Home+سوی کتاب| زلمی نصرت

سوی کتاب| زلمی نصرت

 دنمارک
د ننني عصر د انسان ژوند د یوه ښکار شوي موجود له ژوند سره ورته شوی دی؛ لکه د خزان هغه پاڼه چې د بادونو په منگولو کې راگیره وي او هره شېبه د لوېدو او فنا کېدو له گواښ سره مخ وي. له شاهه تر گدا، ټول د وېرې، اندېښنې او بې‌باورۍ په سیوري کې ژوند کوي.
دا یوازې بېوزلي نه ده چې د ناامنۍ او فنا له گواښ سره مخ ده؛ شتمنان هم له دې وېرې خوندي نه دي. ان ځینې یې د خپلو ولسونو منځ ته هم له سختو امنیتي تدابیرو پرته د ورننوتلو جرئت نه شي کولای. ځینې خو ان د شپې د خوب ځایونه بدلوي، څو د احتمالي گواښونو او ناڅاپي بریدونو له خطره ځانونه د څو شپو او ورځو لپاره خوندي وساتي.
نن داسې ښکاري چې هر انسان اړ دی، چې ښکارچی شي؛ د پانگې د سونامي په دې پراخ ډگر کې، داسې ماهر ښکارچی چې د دوو سترگو پر ځای څلور سترگې ولري، څو نه یوازې خپل مخې ته، بلکې شاته هم وگوري. هر گام په احتیاط واخلي، د سترگو هر رپ یې له ځیرکتیا سره مل وي، هره څېره په غور وڅاري او پر هره خبره بې‌فکره باور ونه کړي؛ ان د سهار پر نري نسیم، لمر، سپوږمۍ او ستورو هم.
د ننني عصر د ژوند تر ټولو ستونزمن انتخاب دا دی چې: یا به ښکارچی کېږې او یا به خپله د ښکار موخه گرځې.
د ژوند ډگر داسې شوی چې کله ناکله د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې وړتیا، پوهه او شتمني بسنه نه کوي؛ بلکې احتیاط، ځیرکتیا او د احتمالي خطرونو پر وړاندې چمتووالی هم اړین دي.
د انسان ژوند، چې باید د مینې، باور او ارامۍ په فضا کې تېر شي، ورځ تر بلې تنگیږي، لنډېږي او د اندېښنو او وهمونو تر سیوري لاندې خپل رنگ او ښکلا بایلي. حرص له خپل حده اوښتی، د گټې غوښتنې د انسان پر وجدان سیوری غوړولی او د دوستۍ او دښمنۍ ترمنځ پولې دومره تتې شوې دي چې توپیر یې ورځ تر بلې ستونزمنېږي.
د نننۍ نړۍ تر ټولو لویه غمیزه دا ده چې انسان د ژوند کولو پر ځای د ژوندي پاتې کېدو په فکر کې ډوب دی؛ د باور پر ځای شک ته پناه وړي، د مینې پر ځای له وېرې سره ژوند کوي او د ارامۍ پر ځای هره شېبه د یوه ناڅرگند خطر په تمه وي.
همدا د ننني عصر د انسان د ژوند او ښکلا تراژیدي ده: ژوند کوي، خو په ډاډه زړه نه؛ ساه اخلي، خو په ارامۍ نه. د سبا په هیله سترگې پټوي، خو نه پوهېږي چې سبا به د ښکارچي په توگه راویښېږي او که د ښکار په توگه.
لنډه دا چې د ننني عصر د ژوند انځور داسې دی لکه یو سوی شوی کتاب چې د پانگې په بټۍ کې ورو ورو سوځي او ایرې کېږي. د انسانانو سلگۍ او آهونه د اور د لمبو د بڅرکو په څېر پورته کېږي او د ژوند ښکلا د لوگي په څېر د ورکېدو پر لور ځي.
اندیښنه دا ده چې: د ننني عصر د انسان د احساساتو پر رگونو د بې‌باورۍ تورې داسې گوزارونه کړي چې د ژوند د مینې وینې یې پکې وچې کړې دي. د باور ونې له ریښو ایستل شوې، د هیلو څراغونه د شکونو په توپان کې مړه شوي او د انسان د روح اسمان د بې‌باورۍ په تورو ورېځو کې داسې پټ شوی، چې نور پکې د رښتینولۍ د لمر وړانگې هم نه ځلېږي.
گواکې انسان لا ژوندی دی، خو د احساساتو په هدیره کې یې د ژوند نبض ورو ورو درزېدل پرېږدي. ساه اخلي، خو د ژوند تنده یې نه ماتېږي؛ حرکت کوي، خو د روح په ژورو کې یې د خوښۍ څرک مړ شوی دی.
دا یوازې د یوه انسان درد نه، بلکې د یوه داسې عصر انځور دی چې پکې انسان د ژوند په منځ کې د ژوند کولو احساس له لاسه ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...