شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ بیل ګېټس زېږېدلی

په دې ورځ بیل ګېټس زېږېدلی

له نن څخه ۶۸ کاله پخوا د ۱۹۵۵ کال په دې ورځ (د اکتوبر ۲۸) د مایکروسافټ موسس او خاوند بیل ګېټس زېږېدلی دی.

ګېټس د امریکا د واشنګټن ایالت په مرکز سیاټل کې زېږېدلی. ده په دیارلس کلنۍ کې د سافټوېر (نرمکالي) لومړنی پروګرام ولیکه.

د ګیټس پلار د سیاټل ښار مشهور مدافع وکیل و؛ د دې ترڅنګ یې خیریه فعالیتونه کول.

ګیټس په ۱۳ کلنۍ کې د نویو طرحو لیکلو ته مخه کړه او له هماغه وخته یې د مایکروسافټ کمپنۍ د جوړولو فکر شروع کړ.

ده په ۱۹۶۸ کې خپل ښوونځی له کمپیوټر سره اشنا کړ. هغه مهال د دوی ښوونځي د کمپیوټر اخیستو وس نه درلود، خو په خوارۍ یې پيدا کړ.

ګیټس د خپلو درېیو ملګرو په ملتیا د مایکروسافټ پروګرام د جوړولو هڅې هماغه وخت چټکې کړې؛ سره له دې چې د دغه کار په دومره مهموالي لا نه پوهیدل.

ښاغلی ګیټس په ۱۹۷۳ کې له ښوونځي فارغ او وروسته په هارواډ پوهنتون کې شامل شو. د هغه مسلک حقوق و، خو ده ورسره کومه لېوالتیا نه لرله.

بیل په پوهنتون کې د مایکروسافټ کمپنۍ له اوسني اداري ریس استیوباملر سره ملګری شو.
په ۱۹۷۶ کې بیل ګیټس د کورنۍ په مشوره پوهنتون پریښود او ټول تمرکز یې د خپلو کمپیوټري پروګرامونو پر پياوړتیا وکړ.

هغه له باملر سره په ګډه یو شرکت جوړ او وروسته یې پرې مایکروسافټ نوم کیښود. دغه شرکت ورځ تربلې پرمختګ کاوه او د خلکو پام وراوښت.

ګیټس او مایکروسافټ

د ګیټس دې کمپنۍ په اولو وختونو کې ۴۰ کارمندان لرل، خو وروسته له حده واوښت او اوس د نړۍ له ترټولو مخکښو کمپنیو څخه ده.

نن د نړۍ ۹۵ سلنه کمپیوټر کاروونکي د بیل ګیټس د کمپنۍ له تولیداتو استفاده کوي.

له دې سره ګیټس هم د څه باندې ۵۰ میلیارده ډالره پانګې له لرلو سره د نړۍ له مطرحو شتمنو کسانو څخه دی.
هغه د خپل بریالیتوب لوی دلیل په کمپنۍ کې د زیرکو کسانو ګومارل ګڼي.
د دې ترڅنګ د هغه پرله پسې خوارۍ هم د بریالیتوب لوی دلیل دی.

ګیټس وایي: په ورځو ـ ورځو زه له خپل کار ځای څخه کور یا بل ځای ته نه یم تلی، له کارکوونکو سره تر حد زیات جدي او قاطع چلیدم.

ګیټس په ۲۰۰۰ میلادي کال کې له ۲۵ کلن کار څخه وروسته د خپلې کمپنۍ مشري خوشې کړه او د مدیره هیئت ریاست یې ومانه.

په ۲۰۱۴ کې یې دا دنده هم پریښوده او د کمپنۍ ټول کارونه یې نورو همکارانو ته وسپارل.

ګډ ژوند

ګیټس په ۱۹۹۴ کې له ملینډا فرنچ سره، چې د ده کارکوونکې وه؛ واده وکړ.
مېرمنه یې د امریکا د تګزاس ایالت اوسیدونکې ده.
د دوی د ګډ ژوند ثمره درې اولادونه دي.
د ګیټس کور د نړۍ له ترټولو ګران بیه او عصري کورونو څخه ګڼل کیږي.
ویل کیږي، چې د ده د کور بیه ۱۲۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
هغه هر کال تر یو میلیون ډالرو یوازې د کور مالیه ورکوي.

بیل ګیټس خپلو اولادونو ته تر ۱۴ کلنۍ مخکې د موبایل لرلو اجازه نه ورکوله او دغه راز یې د ډوډۍ پر وخت د موبایل استعمال پرې بند کړی.

د هغه اولادونه حق نه لري، چې د شپې تر ناوخته ټلویزون وګوري، ځکه د ګیټس په وینا سبانیو چارو ته بیا سمه رسیدنه نه شي کولای.

بیل ګیټس د ليوناردو داوینچي د لیکنو ټولګه په ۲۰۰۴ کې په ۳۰،۸ میلیونه ډالرو واخیسته، چې له مهمو شتمنیویې ګڼل کیږي.

د ګیټس ایمیل او خیریه کارونه

د هغه ایمیل یوازې په ۲۰۰۴ کې تر ۴ میلیونو پورې پيغامونه ترلاسه کړي وو.
هغه وایي: ګڼ ایمیلیونه د مالداره کیدو په اړه په غوښتل شویو مشورو را څرخي، خو ګڼ نور یې خندونکي او ځورونکي هم دي.

ښاغلی ګیټس په خیریه کارونو کې هم نړیوال شهرت لري.

هغه د خپلو دوو کتابونو ټوله ګټه دغو کارونو ته ځانګړې کړې او ترڅنګ یې له ګڼو مشهورو نړیوالو خیریه بنسټونو سره نورې مرستې کوي.

انسان دوستي د ګیټس له ترټولو مهمو خاصیتونو څخه ګڼل شوې ده.

هغه او مېرمنې یې په ۲۸،۸ میلیارده ډالرو یو خیریه بنسټ پرانیستی، چې په نړیواله کچه روغتیایي او تعلیمي فعالیتونه کوي.

ګیټس په یوه مرکه کې ویلي:زه مې شتمني اولادونو ته په میراث نه پریږدم؛ دا به په خیریه کارونو مصرفیږي.

د بیل ګیټس د ژوند ځینې عجیب اړخونه

  • په لیسه کې له زلمکي بیل ګیټس د ښوونځي ادارې وغوښتل چې د دوی کمپویټرونه وکاروي او د ټولګیو لپاره مهال ویش او لیستونه جوړ کړي. ګیټس له دې فرصت څخه په استفادې ټولې هغه نجونې چې دده خوښې وې په خپل ټولګي کې شاملې کړې.
  • 2- په هارورډ پوهنتون کې په حقیقت کې بیل ګیټس هغو ټولګیو ته ورنغی د کومو لپاره چې یې داخله کړې وه، بلکې پر ځای هغو صنفونو ته ورتلو چې دده په خوښه برابر وو، خو دده پخواني ټولګیوال وايي، پر دې سربیره په امتحانونو کې لوړې د ( A) نومورې اخیستې.
  • 3- په هارورډ پوهنتون کې شل کلن بیل ګیټس په ریاضي کې د یوې ستونزې لپاره چې ( کلچه يي ترتیب) یې بولې یو د پام وړ هواری وړاندیز کړ. خو کله یې چې استاد ګیټس ته زنګ وواهه چې ورته ووايي دده له خوا موندل شوی هواری به په یو اکاډمیکه مجله کې خپور شي، ګیټس یې هیڅ کیسه کې نه شو، ځکه هغه لا د مخه پوهنتون خوشې کړی او په مایکرو سافټ پسې وتلی و. استاد وايي، زه چې خبر شوم زړه کې مې تیر شول” یو تکړه زلمکی ضایع شو.“

4- بیل ګیټس د البوکراک دښته کې د مایکرو سافټ دفتر ته نژدې لکه د لیوني موټر چلوه . نوموړی یو وخت د خپل ملګري څخه دغلته موټر امانت واخیست خو چې بیرته یې ورته وسپاره ددې موټر ترمیم میاشتې وخت ونیوه.
5- بیل ګیټس د البوکراک سیمه کې خپل کور ته تګ پر مهال درې ځلې د تیز موټر چلونې له خاطر جریمه شوی دی او دوه ځلې یو پولیس افسر له خوا پرلپسې جریمه شوی دی.

6- بیل ګیټس وايي د مایکرو سافټ د مدیریت پر مهال یې د ټولو کارکونکو د موټرو د نمبر پلیټ شمیرې په یاد وې او کله چې به د موټرو پارکینګ ته ورغۍ پوهیده چې څوک وختي راغلی او څوک نه دی راغلی.

7- تر ۱۹۹۰ کلونو پورې مایکروسافټ یوه مخ پر ودې او د نړۍ په کچه لویه کمپنۍ وه. خو ددې کپمنۍ پالیسي دا وه چې کارکونکي به یې په رسمي سفرونو کې د الوتکې عادي اقتصادي څوکیو ( ایکانومي) کې سفر کوي او ګیټس هم د اوږدې مودې لپاره په همدې عادي څوکیو سفر کاوه. د مایکرو سافټ یو پخواني همکار له بیل ګیټس سره د یو سفر یادونه کوي چې ګیټس د الوتکې د درې سیټونو څخه د دوو نا اشنا کسانو سره د منځ په سیټ کې ناست و او په ټوله لاره یې کتاب لوست.

8- بیل ګیټس وايي، خوښیږي یې چې د ماښامنۍ له خوړولو وروسته خپله خپل لوښي ووینځي. د نوموړي په وینا نور خلک داوطلب کیږي چې مرسته وکړي خو هسې چې دا لوښي وینځي بل څوک یې نه شي وینځلی او یا لږ تر لږه ګیټس داسې فکر کوي.

9- یو خبریال ماري جو فولي کیسه کوي، وايي یو مهال له بیل ګیټس سره مرکه کوله. د مرکې پر مهال دده یو مشر ژورنالیست ملګري چې په سختو پوښتنو مشهور و له بیل ګیټس څخه د مایکروسافټ د بازار په اړه سختې پوښتنې وکړې. داسې چې سړی یې خپه کړ. جو فولې وايي، بیل ګیټس د مرکې له منځه پورته شو. تشناب کې یې ځان بند کړ او تر هغې نه راووت څو چې ورڅخه دده خبریال ملګري د سختو پوښتنو له کبله بښنه ونه غوښته.

10- د بیل ګیټس ډیره مشهوره مرکه په ۱۹۹۴ م کال کې وه چیرې چې نوموړی د اعتراض په توګه د سي بي ایس له خبریالې کانیې چونګ سره په ژوندۍ بڼه له خپریدونکې مرکې پورته شو او ووت. خو تر دې اعترض مخکې په همدې مرکه کې بیل ګیټس له چوکۍ څخه د ټوپ وهلو په برخه کې خپله وړتیا داسې وښوده. په ویډیو کې یې وګورئ.

ګیټس وروسته په یوه مرکه کې وویل، د چوکۍ څخه دا ډول ټوپ وهلو ځواک یې د کلونو په تیریدو کم شوی دی. او خبرداری یې ورکړ چې هغوی چې تمرین ونه لري دا نخره دې نه تکراروي ځکه که په ټوپ وهلو بریالی نه شي پر څوکۍ د غورځیدو او خوږیدو خطر یې ډیر دی.

11- د بیل ګیټس همکاران وايي، نوموړی مخکې له دې چې پلار شوی نه وی، یو ربوټ ته ورته، سخت سری، سخت کاری او سخت چلنه شخص و، خو د عمر په تیریدو نرم، بشرپال او انسان دوست شخص شو.

راځئ چې یوولس قانونه له بیل ګېټس څخه زده کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب