داود جنبش د روسي ليکوال پوشکين يو ليک سپړي چې د خپل يوۀ ملگري بېستوژيف په ځواب کې يې کښلى دى.
الف. الف. بېستوژيف[1] ته
د ١٨٢٥ کال د مې پاى – د جون لومړۍ
له ميخايلوفسک څخه پيتربورگ ته
ستا د “کتنې”[2] د لومړي پاراگراف ځواب ليکم. په روم کې منځنى پېر د نوابغو تر پېړۍ وروسته راغلى – زياتى به وي که څوک دا لقب د – ويرگيل [3]، هوراتيوس[4]، تيبول[5]، اووېدي[6] او لوکريتوس[7] په څېر کسانو څخه واخلي. که څه هم په دوى کې له دوو پرته نور ټول د تقليد پر لاره روان وو. موږ د يونانيانو په څېر نقد هم نه لرو. په ايټاليا کې دانتې [8] او پېترارکا[9] له تاسو Tasso [10] او اريوست[11] څخه دمخه تېر شوي او دوى بيا پخپل وار د الفېرې[12] او فوسکولو[13] اسلاف دي. په انگرېزانو کې هم ملټن[14] او شکسپير[15] تر ادېسن[16] او پاپ[17] د مخه ليکنې کولې چې تر دوى وروسته بيا سوتي[18]، والټر سکاټ[19]، مور[20] او بايرن[21] رامنځته شول. او اوس چې له دې نه کومه قاعدې يا پايله راوباسې نو دا هنر غواړي. ستا خبرې يوازې د فرانسې د ادبياتو په اړه بشپړې سمې بلل کېدلى شي.
په موږ کې نقد شته خو ادبيات نه لرو. دادې چېرته اورېدلي دي؟ د لومونوسوف[22] او خيراسکوف[23] پر درنښت سترگې پټې شوي او که چېرې د لومړني درنښت په عامه افکارو کې رالوېدلى، علت يې د ميرزلياکوف[24] نقد نه دى. د ديرژاوين[25] “صنم” چې ٤/١ طلايي او ٤/٣ سربي دى، تر اوسه ندى پېژندل شوى.د “فيليڅې قصيده” د “د ويلموژۍ” له قصيدې سره او د “خداى” قصيده د “ميشېرسکي” له مرثيې سره په يوه کتار کې راځي او د “زوبوف” قصيده په دې وروستيو کې پېژندل شوې ده. کنياژنين[26] بې جنجاله خپله لوړتيا ساتلې، بگدانوويچ[27] د سترو شاعرانو په ډله کې شمېرل شوى او ديمترييف[28] هم همداسې در واخله. {خو} يوه تبصره او د نقد يو کتاب هم نه لرو. موږ لا هم نه پوهېږو چې کريلوف[29] څه ډول يو شخصيت دى، هغه کريلوف چې تر لافونتين[30] لوړ دى، لکه هغسې چې ديرژاوين تر روسو[31] لوړ دى. ته نو نقد څه ته وايې؟ “داروپا استازى”[32] ته؟ “مصلح”[33] ته؟ که د گريچ او بولگارين کتاب پېژندونکو معلوماتو ته؟ که خپلو مقالو ته؟ راځه راسره ومنه چې دا يو هم د عام ولس فکر نشي راخوځولى او نه ذوق رامنځته کولى شي. کاچينوفسکي تش کدو او ستړيوونکى دى. گرېچ او ته حساس او زړه راښکونکي ياست – ستاسې په اړه بس همدومره څه ويل کېدلى شي- نو نقد چيرته دى؟ نه، ستا جمله سرچيه کوم او داسې وايم: ادبيات څه نا څه لرو، خو نقد نشته او ته پخپله هم لږ يا ډېر لاندې دا خبره منې.
نقد تر ادب دمخه يوازې په يوه ولس کې راڅرگند شوى دى چې هغه جرمنيان دي.
ولې موږ نوابغ نه لرو او استعدادونه هم لږ دي؟ لومړى دا چې موږ ديرژاوين او کريلوف لرو. دويم دا چې استعدادونه چېرته دومره ډېر دي؟
په موږ کې هڅول نشته او شکر دى چې نشته. ولې نشته؟[34] ديرژاوين او ديمترييف په همدې هڅولو کې وزيران شول. د ايکاترينې پېړۍ د هڅولو پېړۍ وه او له دې پلوه تر بلې يوې زمانې هم بېرته نه پاتېږي. کارامزين نازول شوى دى. ژوکوفسکي د گيلې حق نه لري، لکه کريلوف يې چې نه لري.
گنېديچ[35] د دفتر په خاموشۍ کې اتلولۍ زېږوي. گورو به چې د هغه “اومر”[36] کله راوځي. د ناهڅول شويو په ډله کې يوازې خپل ځان او باراتينسکي[37] وينم- خو په خوله نه وايم- ځه شکر دى. هڅونه يوازې عادي استعدادونه غوړولى شي. د اوگوستوس[38] پر زمانې نه غږېږم، خو د تاسوTasso او اريوست[39] په اشعارو کې د سردارانو پالونکى اغېز راپاته شوى دى.
شکسپير هم خپلې تر ټولو غوره کوميډۍ د اليزابتې[40] په سپارښتنه ليکلي دي. مولئير[41] د لودوويک (لوييس) [42] محرم او رازوال و. تلپاتې تارتيوف[43] چې د کوميډي نبوغ د ستر هيجان زېږنده ده، د سلطان تر وزر لاندې هست شوېده. اولټر[44] هم خپل خورا غوره شعر د فريدريک[45] تر پالنې لاندې ليکلى دى… پر ديرژاوين د دريو پاچايانو وزر غوړېدلى و. تا چې څه غوښتل هغه دې نه دي ويلي. ستا خبره دادى زه کوم:
نو واوره: موږ په رېښتيا حق لرو چې پر ځان ووياړو: د استعدادونو د پرتم او ځلا له پلوه زموږ بيان په نورو پسې نه رسېږي، خو له هغوى نه پر دې بېلېږي چې پر تندي يې د مرييتوب ټيټ سري نشته. زموږ استعدادونه ننگيالي دي، خپلواک دي. له ديرژاوين سره د مداحۍ غږ هم کيناست- او څه راز مداحي دى کوي؟
دريادکړه چې زما په حمد ثنا کې
ما ستايلى ته په څېر د پيغمبر يې
ما ويل گوره د بري يوه شېبه وي
خو ښېگڼې تلپايېږي، همېشه وي
{څار} الکساندر ته د ژوکوفسکي ليک (١٨١٥کال ) ولوله. وگوره چې روس شاعر له روس ټولواک سره په څه ژبه خبرې کوي. يو ځلې بيا زموږ پر ادبي مجلو راتېر شه…. زموږ پر غزلونو هم هغه وينا سمه راځي چې ميرابو[46] د سيئس[47] په اړه کړې وه: دده چوپتيا د ټولنې مصيبت دى!
بهرنيان موږ ته گوته په غاښ نيسي. هغوى پرته له دې چې پوه شي دا هر څه څنگه تر لاسه شوي، موږ ته حيرت وړي دي. دليل روښانه دى: زموږ ليکوال د ټولنې له پاسني پاټکي څخه راغلى دى. په هغوى کې اشرافي استغنا د ليکوالۍ له ځان غوښتنې سره اخښل شوې ده. موږ نه پرېږدو چې زموږ د خپلې کچې کسان پر موږ د پام وزر وغوړوي. د ورنڅوف[48] رذيل شر خو په همدې خبره نه خلاصېږي. دى فکر کوي چې گنې روس شاعر يې هوجرې ته له مدحيې او قصيدې سره ورشي اودى لکه شپږسوه کلن سردار د درناوي په خيال کې ډوب ورته راووځي. څومره ستر توپير!
هغه څه چې ته زموږ د تربيې او د بهرنيومقلدينو (واه واه) په اړه وايې، عالي دي، بيان يې پياوړى او د زړه له کومي فصيح دى. خبره داده چې په تا کې فکرونه راخوټېږي. د “انيگين”[49] په اړه دې ټوله خبره نده کړې او هغه څه چې دې په زړه کې گرځېدل، نه دې دي ويلي. او زه يې احساسولى شم چې ولې، نو ځکه مننه درته وايم. خو ولې فکر روښانه بيان نشي؟ تر هغو چې خپلمنځي شخصي اړيکي په پام کې نيول کېږي، موږ به د نقد څښتنان نشو – او ته کولى شي چې دغسې يو نقد رامنځته کړې.
ستا “تورنير” (سيالي)[50] د W. Scott’a [51] “سيالۍ” را په زړه کوي. راځه نور دا جرمنيان پرېږده او خپل مخ موږ سلاوتوکمو ته راواړوه. بس دى نور د رومانتيک اوښتون داستانونه پرېږده. دا د بايرون[52] د شعرونو لپاره غوره لار وه. ناولونه ډېره سفسطه غواړي. خبرې ټولې سپينې کوه. ستا ولاديمير د جرمني د ډرامې په ژبه غږېږي. په سره غرمه سپوږمۍ ويني او داسې نور. د لتوانيايي پنډغالي انځور، له ساتونکي (پهره دار) سره د ترکاڼ خبرې عالي وې. پاى يې هم . لنډه دا چې هر ځاى هماغه ستا ژوندى خوځښت احساسېږي.
سملاسي دې د زړه له کومې په غېږ کې نيسم.خو يوه خبره بله: تا په ١٨٢٢ کال کې زموږ د ادبياتو له گونگوالي شکايت کولى شولى، خو سږکال دې شيشکوف[53] بوډا ته آن مننه هومره هم ونه ويله. د بيا تاندېدلو په برخه کې به موږ تر ده ډېر د چا پوروړي اوسو؟
[1] الکساندر الکساندروويچ بيستوژيف (١٧٩٧- ١٨٣٧) ليکوال اوپوځي افسر ، د “شمالي انجمن” په نامه ادبي ټولنې غړى او د پوشکين ملگرى و.
[2] منظور د بيستوژيف هغه مقاله ده چې په ١٨٢٥ کال کې په “شمالي ستوري” مجله کې خپره شوې وه او نوم يې و: “روسي ادبياتو ته يوه کتنه”
[3] ويرگيل چې بشپړ نوم يې Publius Vergilius Maro (٧٠ – ١٩ ق.م.) کېږي، د روم کلاسيک شاعر و.
[4] هوراتيوس يا Quintus Horatius Flaccus (٦٥- ٢٧ ق.م.) د پخواني روم د هغه پېر شاعر دى چې “د رومي ادبياتو طلايي پېړۍ” بلل کېږي.
[5] تيبول چې په لاتين کې يې نوم Albius Tibullus کېږي، تر ميلاد د مخه په روم کې شاعري کوله.
[6] Publius Ovidius Naso (٤٣- ١٨ ق.م.) د لرغوني روم شاعر و چې عشقي منظومې يې خورا شهرت لري.
[7] Titus Lucretius Carus (٩٩-٥٥ ق.م.) د لرغوني روم شاعر او فيلسوف و چې د اتوميستي ماترياليزم د نظريې له کلکو پلويانو څخه بلل کېده.
[8] Durante degli Alighieri (١٢٦٥- ١٣٢١ م) چې په عمومي ډول د دانتې په نامه شهرت لري، په منځينو پېړيو کې د ايټاليا له سترو شاعرانو څخه بلل کېږي. د هغه “الهي کوميډي” په ايټاليا کې تر ټولو ستر ادبي اثر او د نړيوالو ادبياتو يو شهکار پېژندل شوى دى.
[9] Francesco Petrarca (١٣٠٤- ١٣٧٤) د ايټاليا ستر عالم، شاعر او د رنسانس د پېر هيومانست (بشپرپال) و.
(١٥٤٤-١٥٩٥) ايټالوى شاعر دى چې د “آزاد بيت المقدس” پر منظومه يې (١٥٨٠) شهرت موندلى دى. Torquato Tasso [10]
[11] Ludovico Ariosto (١٤٧٤-١٥٣٣) د رنسانس د پېرې ايټالوى شاعر او ډرامه ليکونکى
(١٧٤٩-١٨٠٣) ايټالوى ډرامه ليکوال دى چې په هغه هيواد کې د “تراژيدۍ بنسټ ايښودونکى بلل کېږي”.Vittorio Alfieri [12]
[13] Ugo Foscolo (١٨٢٧- ١٧٧٨) په ايټاليا کې ليکوال، شاعر او انقلابي تېر شوى دى.
[14] John Milton (١٦٠٨-١٦٧٤ ) انگرېز شاعر، مناظره ليکونکى او دولتي کارکوونکي و. د هغه حماسه “ورک شوى جنت” ځانگړى شهرت لري.
[15] William Shakespeare (١٥٦٤- ١٦١٦) د انگلنډ ستر شاعر او ډرامه ليکوال و چې په انگريزي ژبه کې تر ټولو ستر ليکوال بلل کېږي. هغه په عمومي ډول د انگلنډ د ملي شاعر په نامه يادېږي.
[16] Joseph Addison (١٦٧٢-١٧١٩) انگرېز ادبي ليکوال، شاعر، ډرامه ليکوال، مقاله ليکونکى او سياستوال و.
[17] Alexander Pope (١٦٨٨- ١٧٤٤) د اتلسمې پېړۍ انگرېز شاعر دى چې په خپلو طنزي اشعارو يې شهرت درلود.
[18] Robert Southey (١٧٧٤- ١٨٤٣) د رومانتيک سبک انگرېز شاعر دى چې دېرش کال او تر هغو چې مړ کېده، د انگلنډ ملک الشعرا و.
[19] Sir Walter Scott, 1st Baronet (١٧٧١- ١٨٣٢) سکاټلنډى شاعر، ډرامه ليکوال او تاريخي ناول ليکونکى و چې په خپل وخت کې يې شهرت نړيوال شوى و.
[20] Frances Moore Brooke (١٧٢٤- ١٧٨٩) د اتلسمې پېړۍ انگرېزه ناول ليکونکې، ډرامه ليکواله، مقاله ليکونکې او ژباړونکې وه.
[21] George Gordon Byron, 6th Baron Byron (١٧٨٨- ١٨٢٤) چې د لارډ بايرن په نامه عام شهرت لري انگرېز شاعر او د رومانتيسيزم د سبک يوه وتلې څېره وه.
[22] هغه ته د ستر انسان په توگه درناوى لرم، خو ستر شاعر يې نه بولم. ده د روسي ژبې رېښتونې سرچينه او د هغې ښکلا وپېژندله. د هغه چوپړ همدا دى!{د السکاندر پوشکين خپله يادونه}. ميخاييل واسيليويچ لومونوسوف (١٧٨٨- ١٨٢٤) د طبيعي علومو لومړنى روس پوهاند دى چې نړيوال شهرت يې درلود.
[23] ميخاييل ماتوېيچ خيراسکوف (١٧٣٣ – ١٨٠٧) روس شاعر، ليکوال او دولتي لوړپوړى چارواکى و.
[24] السکى فيودورويچ ميرزلياکوف (١٧٧٨- ١٨٣٠) روس شاعر، ادبي نقاد، ژباړونکى او د مسکو پوهنتون استاد و.
[25] گاوريل رومانوويچ ديرژاوين (١٧٤٣- ١٨١٦) د روښانتيا د پېر وتلى روس شاعر دى چې کلاسيک سبک يې درلود او ترډېره يې ددغه سبک بڼه وټاکله.
[26] ياکوف باريسوويچ کنياژنين (١٧٤٠؟-١٧٩١) د کلاسيسيزم د مکتب مشهور روس شاعر او د روسيې د اکايمۍ غړى و.
[27] ايپاليت فيودورويچ بگدانوويچ (١٧٤٣- ١٨٠٣) روس کلاسيک شاعر چې په لنډو شعرونو مشهور و. “زما زړگيه (“دوشينکه”)” (١٧٧٨) يې له مشهورو اوږدو شعرونو څخه بلل کېږي.
[28] ؟
[29] ايوان اندرېيوچ کريلوف (١٧٦٩- ١٨٤٤) په روسيه کې د منظومو اخلاقي افسانو ليکوال و.
[30] Jean de La Fontaine (١٦٢١- ١٦٩٥) په فرانسه کې د منظومو اخلاقي افسانو تر ټولو مشهور ليکوال او هغه شاعر دى چې آثارو يې په په ١٧ پېړۍ کې تر ټولو ډېر لوستونکي درلودل.
[31] Jean-Jacques Rousseau (١٧١٢- ١٧٧٨) د اتلسمې پېړۍ مشهور فيلسوف او د رومانتسيزم د مکتب ليکوال او کمپوزر و چې سياسي نظريو يې د فرانسې پر ستر انقلاب (١٧٩٩-١٧٨٩) ژور اغېز درلود.
[32] “د اروپا استازى” (“وېستنيک يوروپۍ”) مجله له ١٨٠٢ نه تر ١٨٣٠ پورې خپرېده او د روسيې پر ادبي تاريخ او ټولنيزو افکارو يې ژور اغېز درلود.
[33] “مصلح” (“بلاگونامېرننۍ”) روسي مجله وه چې الکساندر ايزمايلوف له ١٨١٨ نه تر ١٨٢٦ پورې خپروله.
[34] پوشکين د بيستوژيف پر خلاف، په دې عقيده و چې د حکومت له خوا د ليکوال مادي او معنوي ملاتړ، د آرام هنري خلاقيت يوه اړتيا ده. دا قضاوت تر ډېره دده د خپل تبعيدي ژوندانه نتيجه وه.
[35] نيکلاى ايوانوويچ گنېديچ (١٧٨٤- ١٨٣٣) روس ليکوال او ژباړونکى و چې دوه ويشت کاله يې (له ١٨٠٧نه تر ١٨٢٩) پورې د لرغوني يونان د سترې حماسې ايلياد په ژباړه تېر کړيدي. د ايلياد ليکوال هومردى چې د اوديسې ليکل هم په هغه پورې تړل کېږي. ددغو آثارو د ليکلو نېټه تر ميلاد دمخه اتمه پېړۍ بلل کېږي.
[36] اومر (وگورئ پورتنۍ يادونه). د پوشکين هدف له دې وينا څخه چې “… گورو به چې د هغه “هومر” څه وخت راوځي”، دادى چې د گنيديچ له خوا به د ايلياد ژباړه څه وخت بشپړېږي. دغه کار ددې ليک تر ليکلو څلور کاله وروسته شوى دى.
[37] ايفگيني ابراموويچ باراتينسکي (١٨٠٠ – ١٨٤٤) روس شاعراو د پوشکين ملگرى و چې شهرت يې د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې تر ټولو بر و.
[38] Gaius Julius Caesar Augustus (٦٣ ق.م. – ١٤ م.) د روم لومړى امپراتور بلل کېږي چې له ٢٧ ق.م. نه يې تر مرگه پورې په يوازې سر واک چلولى دى.
[39] Ludovico Ariosto (١٤٧٤-١٥٣٣) ايټالوى بشپرپال، پوځي او درباري شخصيت او ليکوال و. د هغه شهکاراثر د اورلاندو فوريوسو (Orlando Furioso ) حماسه ده چې د ايټاليا په ادبياتو کې له خورا مهمو متونو څخه بلل کېږي.
[40] لومړۍ ايليزابته (١٥٥٨-١٦٠٣) د برتانيا ټولواکمنه چې ويليام شکسپير يې هم مهاله و.
[41] Jean-Baptiste Poquelin (١٦٢٢- ١٦٧٣) چې په خپل هنري نوم Molière يې شهرت درلود، فرانسوى ننداره ليکونکى او ممثل و چې په لوېديځ کې د کوميډۍ استاد بلل کېږي.
[42] Louis XIV de Bourbon (١٦٣٨-١٧١٥) د فرانسې ټولواک چې د “ماشوم پاچا” په نامه يې هم شهرت درلود.
[43] Tartyuf د فرانسوي ليکوال موليئر کوميډي ده چې په ١٦٦٤کال کې يې ليکلې ده.
[44] Voltaire (١٦٩٤- ١٧٧٨) فرانسوى مشهور فيلسوف، شاعر، طنزليکونکى، مورخ، ژورنالست او بشر پال.
[45] ؟
[46] Honore Gabriel de Mirabeau Rickett (١٧٤٩-١٧٩١) د فرانسې د ستر انقلاب له مشرانو څخه و چې ژبوره وينا يې درلوده او خورا مشهور سياستوال بلل کېده.
[47] ؟
[48] ؟
[49] “ايفگيني انېگين” د پوشکين منظوم ناول دى چې په پرله پسې ډول له ١٨٢٥ نه تر ١٨٣٢ کال پورې خپرېده او په ١٨٣٣ کال کې ټول يو ځايي راووت. اوسنۍ منل شوې بڼه يې د ١٨٣٧ کال د نسخې له مخې چمتو شوې ده. ايفيکيني انېگين د روسيې د کلاسيکو ادبياتو په سر کې راځي او د ډېرو راوروسته ليکوالو لپاره د تقليد بېلگه وه.
[50] اثر؟
[51] سکاټ؟
[52] ؟
[53] الف.س. شيشکوف هغه مهال د ولسي ښوونې او روزنې وزير ټاکل شوى و.