مؤلف: امیرعلی نجومیان
ژباړن: نثاراحمد «احمدي»، کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پښتو څانګې ماسټرۍ پروګرام، دویم ټولګي محصل؛
د دال ماهیت
د دال ماهیت په حقیقت کې همغه مدلول دی؛ ځکه چې د دال تعریف له مدلول پرته امکان نه لري.
یوازینۍ توپیر یې دادی چې چې دال منځګړی دی او موادو ته اړتیا لري.
دغه راز دال کولای شي چې د جسم په واسطه یا کلمو په مرسته خپل ماهیت راښکاره کړي. ماده کولای شي غیر فزیکي وجود لري (لکه د مادې محتوی). له همدې امله ویلی شو چې د دال ماده په دایمي ډول له (غږونو، شیانو او انځورونو) سره مجسمه او ښکاره وي.
په نښپوهنه کې موږ دمختلفو شیانو (غږونو، انځورونو، شیانو او لیکنو) سره سروکار لرو. د بېلګې په توګه؛ د خبرو نښانې، ګرافیکي نښانې، شکلي نښانې، حرکي… دا ټولې د نورو مفاهیمو ځای ناستې دي.
د دالونو ډلبندي
د دالونو ډلبندي په حقیقت کې د همدغه دالونو بشپړ نظام نه دی. هغه څه چې باید ترسره شي دادي، چې ټول مانا دار واحدونه په ټولنه کې د قراردادونو په پایله کې منل شوي دي او د وخت په تېرېدو سره کېدای شي د قراردادونو له تغیر سره په دالونو کې هم بدلونونه رامنځته شي او په دې برخه کې تر ټولو مهمه برخه نښپوهنه ده.
سوسور د نښو او پدیدو د ارزښت لپاره د دلالت او ارزښت کلمې استفاده کړې او دغه یې بیا د یوه کاغذ له مخ او څټ سره تشبه کړې، چې موږ نشو کولی د کاغذ څټ او مخ یو له بله جدا کړو، ځکه دا هر یو په خپل ځای د مجاورت او ارزښت اړیکه لري، دغه یعنې دلالت دی.
په پای کې سوسور استدلال کوي، چې غږ او مانا دوه متوازي او سیالې برخې دي او په حقیقت کې مانا د غږ او مصداق تر مابین د انسجام او نظم رامنځته کوونکې ده، البته دغه نظم یو قسم اړین وېش دی. همدارنګه ژبه د غږ او فکر د تولید واسطه ده.
سوسور دال او مدلول داسې وبلل لکه، دوه منطبق شیان چې له همدې امله دال په مختلفو برخو وېشل شوی دی؛ دا چې ژبه د بیان وسیله ده او مانا د شکلونو د بېلولو وسیله ده، په همدې ترتیب د نښپوهنې دنده داده چې موږ ته د نښو ترتیب، موخو او نورو موضوعاتو په هکله حقایق روښانه کړي.
د ګاونډیتوب/ همنشیني اړیکې
د سوسور په اند د ژبپوهنې د اصطلاحاتو ترمنځ اړیکې په دوو برخو کې پراختیا پیداکوي، چې هر یو ځانته ځانګړي ارزښتونه تولیدوي.
لومړی سطحه یې ګاونډيتوب اړیکه ده. ګاونډیتوب د نښو ترمنځ له هغو ترکیب څخه عبارت دی، کوم چې کلمې پکې د مانا په رسولو کې یو د بل ملاتړ نقش لوبوي، چې دېته سوسور خطي او زنځیري بڼه هم وايي.
د ده په باور هره اصطلاح دلته د تضاد د اړیکو پر مټ مانا او ارزښت پیدا کوي.
په زنځیري خبرو کې اصطلاح ګانې یو له بل سره وصلې وي. یعنې په جملو کې یو له بل سره د ګاونډیتوب اړیکو پر بنسټ مانادار مفاهیم رامنځته کوي.
دویمه سطحه تړلې/ بسته اړیکه ده. په دې کې ژبني واحدونه د ذهني مشترکاتو پر مټ یو له بل سره مترادف نقش لوبوي؛ نو په دې توګه داسې غونډونه تشکلېږي چې په داخلي جوړښت کې یو له بل سره اړیکې پیدا کوي. لکه، د زده کړې سره د زده کوونکي کلمه چې د یو له بل سره د تړلتیا بالقوه اړیکې پر بنسټ ډلبندي کېږي او همدغې اړیکې ته موږ تړلې یا بسته بالقوه اړیکه وایو.
د سوسور په باور تړلې او ګاونډې اړیکې کولای شو یو د بل سره د ځایناستې اړیکې هم لري.
نن ورځ د ګاونډیتوب سطحې ته د ځایناستې سطحه ویل کېږي یا ورته د یوه نظام سطحه هم وایي.
د یاکوبسن استعاره او کنایه
سوسور سره دا وېره وه، چې ممکن د نښو ترمنځ د ګاونډیتوب او تړلتیا اړیکو نظام د دوه ډوله فکري او ذهني فعالیتونو سره تړاو ولري.
یاکوبسن په خپل نوي او مشهور کتاب کې د نظامونو ترتیب لپاره د استعارو د تقابل په قبلولو او نښوترمنځ د ګاونډیتوب اړیکې په ترتیب کې کنایه پر ژبو باندې پلې کړه، یعنې په استعاره یي او کنایي خبرو باندې؛ نو ښکاره خبره ده چې یو له دې دواړو موضوعاتو څخه هېڅ یو د بل په وړاندې د انحصار په مانا نه دی، ځکه چې هر بحث دواړو نظامونو ته اړه لري.
د یاکوبسن په وینا په استعاري ترتیب کې د روسیې عشقي سندرې، د سمبولېزم او رومانتېزم اثار، نقاشۍ، چارلي چاپلین فلمونه شامل دي او په کنایي ترتیب کې حماسې، د ریالیسم مکتب روایتونه، فلمونه او نور بدلونونه شامل دي.
موضوعي ادبي نقد او ښوونیزې بیانیې د استعارې په طرف کې دي او مشهور رمانونه، ناولونه او د ورځپاڼو داستانونه د کنایو په چوکاټ کې ځای لري.
نظام/سیسټم
نظام د ژبې دویم محور جوړوي. سوسور ژبني نظام ته د یوې ټولګې په توګه کتل، چې ځینې برخې یې د غږیزو اړیکو له امله او ځینې یې د معنوي مشترکاتو له مخې یو له بل سره اړیکې لري.
هر متن په خپل مخزن کې بالقوه اصطلاحات لري، چې معمولا یو له هغو څخه په خبراترو کې عملي کېږي.
سوسور په اصطلاح ټینګار کوي او هغه د کلمې پر ځای د ګاونډ واحد په توګه ټاکي؛ ځکه هغه په دې باوري و، چې د کلمې په ځای د اصطلاح ټاکل په ذهن کې د سیسټم مانا رامنځته کوي.
همدغو ځانګړنو ته په پام سره د نښپوهنې د مفهومي نظام په برخه کې د سوسور مطالعات زیات اغېز لري او برعکس مارتینه توصیه کوي چې د ګاونډو واحدونو ترمنځ د مجاورت اړیکه په حقیقت کې د هغوی د تقابل پایله ده. یعنې همدغه تقابل/ تضاد اړیکه ده چې یو بل ته یې مانا او مفهوم ورکړی دی او بس.
ځایناستي اصطلاحات باید په عین حال کې متجانس یا غیرمتجانس وي او یو ګډ او مشترک عنصر باید ولري.
د تقابل/ تضاد پر بنسټ د اصطلاحاتو تعریف داسې ښکاري، چې یو ساده کار دی؛ مګر دا مهمه ستونزه هم له ځان سره لري. لکه، دانګلیسي په ایجوکشن او سچریشن کلمو کې، یعنې ترمنځ یوازې غږیز ورته والی موجود دی او همدارنګه په ایجوکشن او اپبرېنګېن کې معنایي ورته والی موجود دی.
په ژبو کې یوازې غږونه د مطلق ارزښت په توګه په نظر کې مه نیسئ، بلکې د کلمو ترمنځ تقابلي، نسبي، منفي، مجاروت… اړیکې هم موجودې دي چې په ترڅ کې یې کولای شو، کلمې په بېلابېلو بڼو او سیستمونو کې ډلبندي کړو.
په همدې توګه نور هم باید مخکې ولاړ شو او تر ټولو مهم دا ده چې په ژبه کې تقابل اړیکې ته باید جدي پاملرنه وکړو او سوسور همداسې دوام ورکوي او وایي(دا د ژبې ځانګړنه ده لکه د نښپوهنې د هر نظام غوندې).
خو په ټوله کې ویلی شو چې د ژبنیو نښو د ځای پر ځای کولو محورونه (پاراډایم او سینټاګم) په حقیقت کې د ژبنیو توکو ترمنځ د اړیکو نظام دی، کوم چې دغه توکي په یو ځانګړي نظم او مفهوم رسولو راولي.(په دې نظم کې پاراډایم محور د عناصرو د بدلون او ټاکنې او سینټاګم محور د عناصرو د پېیلو او محدودولو دندې لري).
په ټوله کې ژبه یو متغیر خاصیت لري اما په عین حال کې د ارزښتونو نظام هم دی.
مخامخېدنه/تقابل ها
د ژبې د داخلي نظام په اډانه کې د یوې اصطلاح تعویض/ یا د بلې کلمې پر ځای ټاکنې ته مخامخېدنه/ تقابل ویل کېږي.
مخامخېدنه/ تقابل بېلابېل ډولونه لري. مګر د منځپانګې په کچه په هر شکل کې یو تقابل همېشه یو ډول جوړښت لري او لکه څنګه چې مو په پاراډایم محور کې ولیدل چې د مختلفو کلمو ځای پر ځاینه تقریبا یو مدلول سره بل مدلول له ځانه سره لري.
همدارنګه په طبیعي شکل یوه اصطلاح له بلې سره متقابله اړیکه لري؛ نو ځکه وایو چې یوه کلمه له بلې هغو څخه د متقابلو اړیکو پر بنسټ مفهوم او بېلوالی پیدا کوي او دغه پروسه په ورته والي او یا بېلوالي صورت نیسي، چې د دوو طرفینو په مابین کې موجود وي.
دوه ګوني/ دوئیت
دا په اصل کې د نښې حضور او غیابت ته وایي.
دلته یوه خبره مهمه ده چې د نښه لرونکو او بې نښې تضادونو اهمیت او ساده ګي د دې پوښتنې لامل کېږي چې آیا ټولو پېژندل شوي تضادونه د نښې لرونکو او بې نښو پر بنسټ ډلبندي شوي دي؟
په لومړي سر کې ویلای شو چې یادې دوه ډوله نمونې خورا عامې دي. دلته یو قانون شتون لري چې د پېړیو منل شوي معلومات د دوه ګونو کډونو له لارې لېږدول شوي. لکه نننۍ ډېجیټل نړۍ یا د کمپیوټر ډیجیټل کډونه او سایبري شبکې …
کله چې له ډیجیټل نړۍ څخه طبیعي نړۍ ته راګرځو، وینو چې د ژبنیو نښو دوه ګونی توب ورو ورو بې بنسټه کېږي، جالبه دا ده چې خپله سوسور هم دوه ګونی ګاونډیتوب نه و تعریف کړی.، د ده له نظره اصطلاحات د شمېر وړ نه دي مګر ترتیب یې شونی دی.
یوازنی محدودیت چې سوسور ورته قایل و د ځایناستې بدیلونو ترمنځ د کلمو انعطاف پذیري ده.
فونولوژي زیاتره د ژبې د دویم بیان پر سطحه کې په دوه ګونی توب/دوئیت تمرکز کوي. دلته سوال دادی چې آیا د بیان په کچه د ژبې دا حاکمیت مطلق دی؟
د یاکوبسن په وینا، د ټولو ژبو فونیټیک سیسټمونه یوازې د یو لړ توپیرونو له لارې بیان شوي دي چې ټول دوه اړخیز دي، یعنې شتون یا نشتوالی.
مارټین په دې باور دی چې د کلمو د پېلو د نظامونو ترمنځ دوه ګوني درجه بندي اکثریت دي، بشپړ او نړیوال نه دي.
د مختلطو تضادونو په صورت کې کولای شو، د ژبپوهانو له خوا وړاندې شوي ماډلونه وکاروو. د بېلګې په توګه، عصبي درک د ټولو یا هېڅ شي سره سم کار کوي، په ځانګړې توګه لیدل او آورېدل چې د ځایناستې ارزونې په پایله کې دنده ترسره کوي.
په همدې توګه له طبیعت څخه ټولنې ته یو عمومي ډیجیټل ژباړن پروسه پلې کېږي. په پایله کې ویلای شو چې دوه ګونی توب له ژبې بهر برخه ده.
ښکاره او ضمني دلالت
د هر ژبني نظام دلالت درې برخې لري، چې د بیان یا نښه یې په انګلیسي (اي) مضمون یې په (سي) او د دلالت پایله یې په (آر) ښودل کېږي. اوس راځئ فرض کړو چې خپله (اي،سي، آر) نظام خپله د ژبې په تشکیلوونکي عنصر یا دویم نظام بدلېږي چې له لومړني نظام څخه زیات پراخه دی.
په همدې توګه موږ له دوو نظامونو سره سرکار لرو، چې دغه دواړه نظامونه په خپل منځ کې کاملا سره متفاوت دي او په پایله کې دوه متضاد ترکیبونه ترې حاصل کېږي.
په لومړي حالت کې (اي، سي، آر) سطح بیان/دال دویم نظام جوړوي.
لومړی نظام= (اي، سي، آر) . دویم نظام= اي سي آر
یا په بل عبارت (اي، سي، آر) هغه حالت دی چې د نښپوهنې په نظام کې ورته ضمني معنا ویل کېږي. په همدي توګه لومړي نظام ته ښکاره دلالت او دویم نظام ته ضمني دلالت ویل کېږي.
ضمني معنا/زیر معنا
ضمني معنا/ زیر معنا تر اوسه پورې د یوه نظام په توګه تر څېړنې لاندې نه ده راغلې؛ مګر په راتلونکي کې ممکن دغه نظام د ژبپوهنې تر چتر لاندې تر څېړنې لاندې ونیول شي.
ضمني معنا چې خپله یو نظام دی، د دال او مدلول سلسله په خپله لمن کې رانغاړي، چې بلاخره د دال اومدلول له پیوند څخه دلالت رامنځته کېږي.
د ضمني دلالت دالونه چې کولای شو هغه په (ضمني دال) هم ونوموو، په حقیقت کې د دال او مدلول له یو ځای کېدو څخه په یو معنایي نظام اوښتي دي. په طبیعي ډول څو ښکاره نښانې یو د بل ترڅنګ راغلې ترڅو یوضمني دال ترې تشکېل شوی دی.
ضمني دالونه همېشه د ناپیوسته نښانو په توګه پاتې کېږي چې د ښکاره یا صریع ژبې په مرسته تشکیلېږي.
په پای کې ویلای شو چې دال ته د مدلول په مرسته هویت او شخصیت ورکول کېږي.
له ژبې بهر/ فرازبان
نښپوهنه یو له ژبې بهر نظام دی، ځکه چې د دویمې درجې نظام په توګه د یوې ژبې له لومړني نظام سره د مفهوم په رسولو کې مرسته کوي.
که موږ خپل بهرني محیط ته ځير شو، ډېر مسایل لکه، د ناروغۍ نښې، ترافیکی اشارې، غړیزه ژبه، اعلاناتو لوحې او نور په حقیقت کې له ژبې بهر نښې دي چې د داخلي ژبې سره د مفهوم په رسولو او بشپړولو کې مرسته کوي.
دا ځکه چې داخلي ژبه په یوازې ځان نشي کولای، ترڅو د ټولنې د وکړو ترمنځ هر ډول اړیکې ټینګې کړي؛ نوځکه دلته یې اتکاء د ژبې په بهر چینلونو ده.
ضمني معنا او له ژبې بهر چینلونه
که ومنو چې اجتماعي علوم یوه ساده، منسجمه او متناهي ژبه لري، نو پس هر نوی علم باید یوه نوې ژبه وبولو چې له ژبې بهر چینلونه هم په خپل ځان کې رانغاړي.
له همدې امله د اجتماعي علومو تاریخ په یو معنا عبارت دی له: د ژبې بهر د همغه مهال تحلیل چې د نښپوهنې سره هم مستقیم اړیکه لري.
په لنډه توګه کولای شو ووایو، هره ټولنه د ضمني معناوو سطح لري، چې د دالونو په مرسته یې بیانوي، په داسې حال کې چې نښپوه د مدلولونو په بیانولو مشغول دی.
نو ویلای شو چې له ژبې بهر چینلونه/ فرازبانی د یوې ژبې د رمز/ کنایو برخې په غاړه لري.
پایــــله: د نښپوهنې تحقیق
د نښپوهنې د څېړنې موخه له ژبې پرته د نورو د لالتي نظامونو د دندو بیارغول دي، چې معمولا په هماغه روش د څېړونکو له خوا ترسره کېږي. د بېلګې په توګه، د مشاهدې له لوري د یو څیز ورته والی، د داسې څیز څېړنې لپاره لازمه ده، چې لومړی د واقعیتونو د توصیف لپاره یوه ځانګړې نقطه باید د شیانو ترمنځ د ګډې نقطې په توګه ومنو. مثلا، غږپوه د غږونو له مخې د یوې پدیدې مانایي برخه څېړي او د هغو فزیکي ځانګړنې او تولید ډول ته پاملرنه نه کوي؛ بلکې یوازې یې مانایي برخې ته پاملرنه کوي او هغه ارزوي. اوس دا اړیکه یوازې د څېړل شوي څیز په نښه کولو پورې ځانګړې ده او دغه اړیکه یوازې د هغوی د مفهوم له مخې څېړل کېږي او نور ټاکونکي عوامل لکه رواني، ټولنیز او فیزیکي عناصر پکې رول نه لري.
مګر یوې خبرې ته مو باید پام وي چې د ټولنپوهنې او اقتصاد… څېړل د نښپوه دنده نه ده؛ بلکې نوموړی یوازې د نظامونو ترمنځ د اړیکې یا ربط دنده ترسره کوي او بس.
د بېلابېلو نظامونو او علومو ترمنځ د اړیکو اصول وروسته شنونکي په داخلي موقعیت کې ځای پر ځای کوي.
هر سیسټم باید له د ننه څخه وکتل شي. د مثال په توګه، که څوک وغواړي چې نن ورځ د فرانسې د خوړو سیسټم وڅېړي، له هر څه وړاندې باید د مواد د مطالعې په هکله پرېکړه وکړي.(د خوړو هغه مینو چې په مجلو کې خپرېږي؟ د رستورانتونو مینو؟ هغه مینو چې په ورځني ژوند کې یې وینو؟ هغه مینو چې شفاهي ډول یي آورو؟ )کله چې د څېړنې چوکاټ تشخیص شي، باید هغو ته وفادار پاتې شو. یعنې له یو طرفه څه باید په هغو کې څه اضافه نه کړو او له بل طرفه باید خپلې شننې ته تر آخره دوام ورکړو او ټول هغه حقایق چې په نظام کې پيدا کېږي، راونغاړو.
اوس دغه چوکاټ څنګه وټاکو؟ دا په بشپړ ډول د سیسټم پر ماهیت پورې تړاو لري: د خوړو په اړه د حقایقو چوکاټ باید د مډل د معیارونو په شکل و نه ټاکو.
زه دلته دوه سپارښتنې لرم:
لومړی دا چې د څېړنې چوکاټ باید دومره پراخ وي چې هر عنصر یې وکولای شي، د ورته والي او تفاوت پر بنسټ د بشپړ نظام ځواب ویونکی وي؛ نو بلاخره دغه نقطه ده چې څېړنې مشبوع حالت ته رسېږي.
دویم دا چې باید د څېړنې چوکاټ تر ممکن حده یو ډول وي او له هرڅه د مخه باید یو شان مواد او محتوی ولري. لکه ژبپوهنه چې یوازې د غږیزو موادو سره معامله کوي. په همدې ترتیب یو ښه چوکاټ/ بدنه د خوراکي نظام په برخه کې باید یو جنس او یو ډول مواد وکاروي.(مثلا د رستورانت مینو…)
یوې خبرې ته مو باید پام وی چې مهال هم د پدیدو په څېړونو او حقایقو رابرسېره کولو کې ترټولو مهم اوکلیدي نقش لري، د بېلګې په توګه، که وغواړو د رسنیو پدیده وارزوو، کولای شو، په یو ځانګړې مهال کې د یوې ټولنې ټولې ورځپانې بایدې تر څېړنې لاندې ونیسو.
دغه راز نظامونه خپل ځانګړي مهالونه ټاکي. مثلا هر کال فیشنونه بدلېږي؛خو د نورو لپاره باید لنډ وخت په نظر کې ونیول شي، که څه هم د څېړنې موضوع د وخت په تېريدو د بدلونونو څېړنه وي.
د نظامونو د تغیر او تحول د اندازې اټکل کول ناشوني دي، ځکه چې د نښپوهنې د څېړنې اصلي موخه د هر نظام لپاره د ځانګړي وخت او مهال کشفول دي.