لیکوال: عبدالواحد مرابط
ژباړن: فضل الرحمن همت
د ژبنیو نښو د ټولو طرحو د بررسۍ لپاره د عمومي نښپوهنې لارې چارې رامنځته شوې دي. دغه لارې چارې د توجه د میزان په اساس د یوې نښې په مختلفو اړخونو ویشل شوي دي، مګر زیاتره یې د شلمې پیړۍ په ژبپوهنې پورې مربوطې او په ډیری مواردو کې ورسره په متقابله اړیکه کې دي.
دلته څلور په زړه پورې لارې چارې وړاندې کولی شو، چې له هغو څخه هره یوه د ادراکي نښپوهنې له علامو څخه یوې علامې/نښې یعنې(د اړیکو نښه)، (مانیزه نښه)، (فرهنګي نښه) او (کاروونې نښه) توجه لري. په همدې خاطر به ځینې مقدمې وړاندې کړو چې په دوامدار ډول د فرهنګي، مانیزې، ارتباطي نښپوهنې او په پایله کې د کاروونې مانیزې نښپوهنې د زیات معرفت لپاره ترسره کوي.
د لاروچارو دغه ترتیب د هغو په مخکیوالي دلالت ن کوي، مګر د ارتباطي او عمومي څرګندونو د ملاحظې لپاره ګټور دی. مانایي نښې له ارتباطي هغو څخه ډیرې عامې دي، ځکه هغې نښې چې له دې سره یې په اړیکه کې کاروو یا د مانایې نښو له ډلې څخه وي یا هم دلالت وي.نو مانایي نښې د فرهنګ او یا د کلي متن په چوکاټ کې د کلي نښو ځای نیسي. مګر مانا یوه هستومنده ځانګړنه ده، چې د عیني او انتزاعي جملو په ټولو نښو کې په موجوده او احتمالي شکل شتون لري.
د یادولو وړ ده چې د ادراکي نښپوهنې ځینې تیورۍ شته، چې د ترکیبي ځانګړنو او ګڼو اړیکو په واسطه په دغو لارو چارو او د هغو ځای په ځای کول په ضمن کې د ادراکي نښپوهنې لارې چارې مشکلې دي. د دغې لارو چارو له جملې څخه د کولی شو د ژولیا کریستوا او جان لاک تیورۍ ته اشاره وکړو، په همدې خاطر د مخکنیو څلورګونو لاروچارو په باره کې له خبرو وروسته ځانګړې حوزه د «تحلیلي نښپوهنې» تر عنوان لاندې مشخصه کړو.
۱)ارتباطي نښپوهنه:
د علم په ډګر کې ارتباطي نښپوهنې د سوسور په واسطه صورت ونیو، د نښو علم د ټولنیز ژوند په داخل کې تربحث لانې ونیول شو، د دغو نښو له جملې څخه د کرولالونو ژبې ابجدي کیدل، لیکل، دیني شوائېر او د ټولنیز ژوند آداب دي.
په همدې اساس ژبپوهنه د دغې عمومي علم زیرمجموعه ده. دغه علم د ژبنیو نښو ټول ډولونه تر څیړنې لاندې نیسي، حال دا چې د هغو چار د ادراکي ژبپوهنې د نښو بررسۍ ته رامحدودوي.
سوسور یقیني وو چې دغه نوې نښپوهنه باید د ادراکي ژبپوهنې تجربه شي، ځکه ژبپوهنه ده چې د ادراکي نښپوهنې له طرحې څخه پرده پورته کوي، او کله یې چې د ژبې تیوریکي اصول د نښو د اوبد په حیث رامنځ ته کړل، د نښپوهنې د ټولو اصلي علایمو پر خصوصیاتو یې تمرکز وکړ او دا د دې لامل شو چې سوسور ژبنۍ نښې د ادراکي نښپوهنې د نښې د ماډل/ نمونې په بڼه قرار لري.
په ځینو مواردو کې ژبپوهنه د نښپوهنې لپاره سند ګرځي، نو د سوسور په قول ژبنۍ ستونزه تر هرڅه مخکې د ادراکی نښپوهنې ستونزه ده، همدارنګه د ادراکي نښپوهنې قوانین کولی شي پر ژبپوهنه هم تطبیق شي.
په تیر فصل کې مو ولوستل چې سوسور د ژبې په ټولنیز اړخ ټینګار کوي، او هغه د قراردادونو ټولګه(Convention) او ټولنیز تړونونه بولي. همداشان ده په تحلیلي کچه هم دا باور ښکاره کړی دی، منظور مو دادی چې ده وښودل چې ژبه د نښو له وړو وړو واحدونو څخه رامنځته کیږي، او هره نښه له دال او مدلول(لفظ او مانا) څخه تشکیلیږي، چې د هغوی اړیکه د عادتګونګی(arbitraire) اصل په اساس ولاړه ده، چې همغه ټولنیز اصل هم وي. هغه څه چې دلته باید اشاره ورته وشي دادي چې سوسور د ژبپوهنې په موضوعي ډول د ژبې په ټاکلو کې د ویونکي او اوریدونکي ترمنځ د اړیکو په تحلیل تکیه کوله، په دې ډول یې دغه حوزه بشپړه کړه او په دې حوزه باندې یې درې عملیاته وړاندې کړل:
۱ـ رواني عملیات: چې د اوریدونکي یا ویونکي په مغز کې موجود وي، څنګه چې مانا او مفهوم(Concept) د مسموع په ډول(Images acoustiques) ترتیبوي، چې خبي استعمال یې ادا کوي، یا دغه مدلولونه یې په اړوندو دالونو پورې ارتباط ټینګوي. کله چې ویناوال وغواړي ټاکلي مفهوم ورسوي، دغه مفهوم یې دهغه مطابق په اوریدونکې بڼه په ذهن کې رامنځته کیږي، تر څو له هغو وروسته فیزیولوژیکي عملیات شروع کړي، ولې کله چې اوریدونکي ته خبرې رسیږي، رواني عملیات یې په معکوس ډول په ذهن کې تکراریږي څنګه چې اوریدونکې بڼه یې د مفهوم رسولو لپاره په کاریږي.
۲ـ فیزیولوژیکي عملیات: په صوتي غړو کې راښکاره کیږي، چې د ویونکي ذهن د ددې سبب کیږي هغه آوازونه تولید کړي، کوم چې د ده په ذهن کې په اوریدونکې بڼه موجود وي، او دغه عملیات په اوریدونکې دستګاه کې په غږیزه ماتیدنه کې هم مجسم کیږي.
۳ـ فزیکي عملیات: چې د غږ په رامنځته کیدو کې د ویونکي د خولې د هوا له لارې د اوریدونکي غوږونو ته رسیږي.
کله چې بیا اوریدونکی خبرې کوي همدغه عمل تکراریږي، له مدلول نه دال ته(رواني عملیات)، بیا خبرو ته( فزیکي عملیات)، بیا د هوا له لارې انتقال(فزیکي عملیات) او په پای کې دال ته انتقال چې د مخاطب په ذهن کې مانا او مدلول راپیداکوي(رواني عملیات).
د سوسور پر دغه نظریاتو سربیره نورو پوهانو هم ارتباطي نښپوهنه، ژبنۍ او غیر ژبنۍ ارتباطي نمونې تعقیب کړې دی، له دې جملې څخه یو هم د بلوم فیلډ د خبرو عمل رفتارګرایانه نظریات او خبري نظریات په هندسي ریاضیاتو کې اشاره کړې ده.
بلوم فیلډ باوري وو، چې انساني چلن د کار په ویش ولاړ دی او ژبه د دغه ویش مصدر ده، ځکه د محرک(stimulus) او ځواب(reponse) ترمنځ د منځګړې په توګه لوبیږي. دی د دې تیورۍ د توزیع لپاره یوې کیسې ته اشاره کوي، چې د خلکو ترمنځ د جک(jack) او ښځه یې د جیل(jill) په نوم یادیږي، ښځې د لوږې احساس وکړ او پاس يې په ونه کې مڼه ولیده او وروسته یې له ستوني، ژبې او خولې څخه آوازونه ووتل، سړي په ډیره تیزۍ سره ونې ته وختلو او هغه مڼه یې هغې ښځې ته راوړه او دې وخوړه. بلومفیلډ دغه پیښه په درېیو ډولو یا حالتونو(situations) ویشلې.
۱ـ د ویناییز عمل مخکینی حالت
۲ـ ویناییز عمل
۳ـ د ویناییز عمل مخکینی حالت
لومړی حالت په تحرک ولاړ دی، چې همغه د لوږې د احساس په وخت کې د مڼې لیدل دي. دوهم حالت په ځواب تکیه کوي، ځکه د غږ تولید او رامنځته کیدل یې د لومړني حالت د تحریک پایله ده، له دې نه بغیر دوهم حالت په همغه وخت کې د شخص په نسبت بل محرک یعنې جک(jack) رامنځته کوي په همدې اساس هغه له بل لوري هم محرک وي، مګر درېیم حالت همغه دوهم محک ته ځواب او عکس العمل دی یا د جیل(jill) خبرې دي.
بلوم فیلډ د دغو حرکاتو او عکس العملونو ترتیب په حرکتي او ژبنیي اساس پورې تړلی بولي، په همدې خاطر هم اول محرک( د لوږې په حالت کې د مڼې لیدل) په دوهم محرک باندې ( د سړي پواسطه د مڼې حاضرول او د ښځې له خوا د هغو خوړل) او په ضمن کې یوه واحده طرح چې همغه انساني کردار دی جمع کوي، څنګه چې لومړی او درېیم حالت هم ورته شاملیږي.
(د مڼې لیدل…………….. دهغې پیداکول او خوړل یې)
مګر په دوهمي عملیاتو(خبرو) کې یې ژبنی اړخ ښکاره کیږي، چې ځواب او حرکت پکې شامل دي او په همدې طریقه د انساني کردار دواړه لوري په بر کې نیسي او ارتباطي رشته رامنځته کوي.
(محرک………..(محرک……………..عکس العمل)……….عکس العمل)
= ( د مڼې لیدل……( د ښځې خبرې……..د نارینه خبرې)……..د مڼې خوړل)
ــ کردار(ویناییز عمل) انساني)
مګر د هندسي ریاضیاتو او خبرو تیوري په برخه کې شانون(Claude Shannon) او وییر(ْWarrn Wwaver) ریاضیکي نمونه(Mathematique) د خبري عملیاتو لپاره وړاندې کړې. دوی ارتباطي عناصر د ریاضیاتو له لارې له الکترونیکي یا بشري ارتباط سره په اړیکه کې ټاکلي دي، نو لومړی دلته د خبرو لپاره سرچینه او همداشان د پیام د لیږد عملیات شته دي، چې دغه سرچینه د هغو د تولید سبب کیږي. نو لیږدوونکی(Transmitter) چې دغه عملیاتو ته پیام لیږي او کډینک کوي یې ترڅو سیګنال یا اشارې ته منجر کیږي، چې اخیستونکي ته د کانال له لارې لیږل کیږي، اخیستونکی چې پیام کډ کوي او هغه په اصلي بڼه راجع کوي او وروسته هغه خپل هدف(destination) ته لیږي.
د یادولو ده چې انجنیر شانون او ویفر په هغه اندازه چې د ټکنالوژۍ په مرسته یې خبر انتقال کړی دی د انساني اړیکې پواسطه نه دی شوی، دوی د خبر په مانا ټاکلي اړخ ته توجه نه لري، په همدې اساس یې تکنالوژیکي بڼه غوره کړې ده چې انسان په هغه کې ځای نه لري.
(د خبرونو سرچینه< پیام لیږل< لیږدوونکی< سیګنال< کانال< د سیګنال پیدایښت< اخیستونکی< هدف)
د دغې او دې ته ورته نظریاتو په اساس د نښپوهنې د هغو لارو چارو اړیکې رامنځته شوې دي، چې د نښو په بررسۍ د اساسي معیار په عنوان ارتباطي چلند څیړي مګر هغه نښې چې له استعماله پرته په اړیکه کې دي توجه نه کیږي.
جورج مونان وړاندیز کړی وو، چې ناژبني ارتباطي جوړښتونه د ژبې ډیر نیږدې جوړښتونه دي، ترڅو فني اختراعات چې د اړیکمنو اهدافو برخه ګرځي په یوه قالب کې تنظیمیږي.
1ـ د ژبې ځایناستي جوړښتونه(substitutifs)، لکه لیکل او نښې نښانې، د آوازونو لیکل او لیکوالي، دریایي/قاموسي او تلګرافي سیګنلونه.
۲ـ آزاد جوړښتونه(systematiques) لکه د جادو نښې، ریاضیکي رمزونه او نمبرونه.
۳ـ نقشه شوي جوړښتونه(la cartographie) د ځمکپوهنې ټولې نقشې، هواپیژندنه او نور.
۴ـ فني جوړښتونه، لکه انځورونه، هنري او فني نوښتونه، پټ ارتباطي چلن ته کتنه.
جان مارتیني هم په خپل وار سره نښې په نمونیي ډول وړاندې کړې دي او په هغه څه چې طبیعي دي او بشري جوړښت لري په هغه ولاړې دي.
طبیعي نښې په شاخصونو(indices) کې ښکاره کیږي، څنګه چې دال حسي او مدلول یې نامحسوس دی، مثلاً دود تر هغه وخته چې اور د لیدلو وړ نه و ي نښه ګڼل کیږي.
نښې په نوبت سره په درې ډوله دي.
۱ـ وړاندوینه او خبرول، لکه وریځ چې له باران خبر ورکوي.
۲ـ عارضي/ بیړني حالتونه، لکه تبه ده، د وجود او څهرې ګرموالی او سوروالی چې پر ناروغۍ دلالت دی.
۳ـ اثرات، لکه د ځمکې پرمخ د قدمونو اثر.
مارتیني د دغې درې ګونو نمونو نه په استنباط سره درې زماني اړیکې ښودلې دي، چې نښې په خپل دلالت سره هغه رد و بدلې کوي، کله له مخکې وي، لکه وړاندوینه او خبر، کله په یوه وخت وي، لکه د مریضۍ نښه، کله وروسته هم پیښیږي.
مارتیني وکتل چې نښې د انسانانو له خوا کارول کیږي. او په پایله کې د صبغه/ جعلي کیدو بڼه اخلي. هغه صبغه چې د طبیعي صبغې سره یوځای کیږی. لکه یو انسان چې د خپل ځای د ښودلو لپاره اور بلوي، دلته دود لومړۍ طبیعي نښه ده او په دوهمه درجه کې جوړه شوې نښه ده.
تردې ځایه طبیعي نښې وې، مګر جوړې شوې نښې آیکنو ته شاملیږي او رمز(symbol) کیږي .
آیکن (شمایل، تمثال) د انسان پواسطه او د تصویري مانا د دلالت لپاره جوړ شوی دی، یوشی شته چې د بل ورته شي سره په اړیکه کې وي او وروسته همغه ورته والی په هغې دلالت کوي، لکه د اوبو پر مخ، د آینې پرمخ، د یو شخص په انځور، یا یو فوتوګراف شوی انځور، یا د ځای د نقشې یا د ځمکې د مخ انعکاس.
همداشان مارتیني د زماني ارتباط په اساس د آیکون او دلالت ترمنځ دوه ډوله اړیکو ته قایل دی. آیکن د وخت په لحاظ په څه چې دلالت کوي له هغې مخکې راځي. لکه نقشه یا پلان یا عیني نښه، چې د سختمان او منزل په جوړولو کې ترې استفاده کوو. نو له دې وروسته داسې یو څه راځي چې پر هغې دلالت کوي همداشان په فوتوګرایک تصویر کې هم همداسې دی.
مګر نښه یا علامتي رمز دی، چې د عادت، تفاهم او تړون په اساس په هرڅه دلالت کوي، مثلاً تله چې په عدالت دلالت کوي او یا کوتره چې په صلح دلالت کوي.
د جورج منان او مارتیني د وړانديز په اساس د دغو ارتباطي لارو چارو ترڅنګ نورې هڅې هم موجودې دي، چې په ډیری مواردو کې د هغو نښو د جوړښت په ډلبندۍ کې، چې باید د تحقیق موضوع وي متمرکزې دي. چې له دغې جملې څخه د ایریک بویسنس او لوییس برییطو هڅې او اقدامونه دي. دوی دواړو د طبیعت او د نښو جوړښتیزو خصوصیاتو پورې اړوندو معیارونو، د دال او مدلول ترمنځ په اړیکه تکیه کوي، نو په همدې خاطر د ارتباطي نښو جوړښتیزه ډلبندي ارائیه کوي.
دغو دواړو نښپوهانو تطبیقي څیړنې وړاندې کړې، چې د نښو مختلفې حوزې د لارې منځ، د تلفن کوډونه، تلګراف او د جامو اړوند علامې، د لارې نقشه، د هوټلونو لارښود، خرافاتي کیسې او نورو ته شامل دي.
هغه څه چې د دغې ډلې اصلي لارې چارې تشکیلوي، ارتباطي نښو پورې اړوند معیارونه او ټولې نښې دي.
د نښو ارتباطي کاربرد د یو فرهنګ له بل او دیوې ټولنې له بلې هغې سره فرق لري. حتا د یوې واحدې ټولنې په داخلي مربوطه رواجونو کې توپیر وي، په دې سربیره د هدفګرایئ اصالت د ادراکي نښپوهنې مطالعات ډیرو پراخو برخو ته داخلوي.
دغه ستونزه یوازې د ژبپوهنې په سطح نه ده مطرح ځکه د ژبنیو ارتباطي نښو کارونه د هغو دوو مقولو د هدف ګرایی صبغه ده، چې هیڅ د بحث ځای نلري.مګر کله چې د ژبنی معیار لیږد مربوطه کار او په نورو جوړښتونو یې تطبیق وي
بریتو مانا په ارتباطي حوزه کې واضح کړې ده، څنګه چې دی باوري دی چې مانا پرته له ټولنیز چوکاټ څخه بې مانا ده. مانا همغه ټولنیزه اړیکه ده، چې سیګنل او اشاره د لیږونکي او اخیستونکي ترمنځ د هغه د مانا عمل رامنځته کوي.
مارتیني هم باوري وو چې د لیږونکي او اخیستونکي هدف ګرایي په هر ارتباطي کر کې سره یوشان ده، دی باوري دی ارتباطي کارکرد ترهغه وخته د استفادې امکان له دغه جوړښت څخه په ټولنیز روابطو کې موجود وي اړیکه له منځه نه ځي، حتی که په مانایي جوړښت کې هم وي.
مانایي نښپوهنه
مانایي نښپوهنه د سوسور له نظريې سرچینه اخلي، مګر دغه نښپوهنې د نښو د ارتباط له مرز او ارتباطي کارونې څخه تیری کړی او د نښو په داخل کې د مانا په میکانیزم او د ادارکي نښپوهنې د جوړښت په نظام تکیه کړې ده، نو په همدې دلیل دغه لارې چارې په هغه اندازه چې له ژبپوهنې ګلوشماتیک هیمسلف سره اړیکه لري. د کاروني ژبپوهنې(تروبتسکوس، دیکورتنای، یاکوبسن، مارتیني) سره اړیکه نه پیدا کوي.
د اسطور او نورو دغه مانایي لارې چارې د ګریماس په کارونو د روایت په حوزه کې او د لوی اشتراولین په کارونو کې د بررسۍ په حوزه کې پیدا کوي، رولان بارټ چې د دغې لارو چارو د جوړښت په باره کې تیورۍ وړاندې کړې دي، په دې برخه کې عیني نمونې دي، ځکه دغه نمونې د ځانګړو مصراقي حوزو څخه صرف نظر دی، په کلي جنبه او مربوط په قاعده مندو اصولو سره چې کولی شو په هره برخه کې په هغې تکیه وکړو، رولان بارټ د غرب د تمدن د بیلو بیلو ورځنیو پیښو د ټولګې له ببرسۍ څخه شروع وکړه.
(آزادې غیږې، نمایشنامې، سینما، عکس، ورځنۍ مقاله، تبلیغات، جسمي هنرونه او نور)دی باوري وو، چې دغه مانایي جوړښتونه ټول کولی شي د اسطورېې نښو سره په څنګ کې ځای ونیسي، چې د عمومي فرهنګي پدیدو د تحلیل لپاره ژبنیو مفاهمو ته پراختیا ورکړي.
بارټ باوري وو چې دغو پدیدو اسطوریي صبغه ځان ته رااړولې ده، ځکه چې د دوهمې درجې جوړښتونو له مجموعې او د اسطوره پوهنې جوړښت د ادراکي نښپوهنې پر جوړښت له ځان مخکې ولاړه ده، چې همغه ژبه ده. او ژبنۍ نښه (اعم له دال او مدلول) په دغه اسطوریي پدیدو کې هماغه تشکیلوونکی مانایي جوړښت دی، ځکه دغه هره یوه پدیده کولی شي په ژبني جوړښت بدله شي. رولان بارټ د سوسور او یلمزوف په ژبپوهنه د ایښودل شوو څلورو سطحو څخه د نښپوهنې لپاره خپل څلور تیوریکي اصول راواخستل او وضع یې کړل.
۱ـ د وینا او ژبې سطح
۲ـ د دال او مدلول سطح
۳ـ د ورته زنځیر یا تړلو عناصرو (sentagme) او جوړښت(systeme) ( یا د خواناستۍ او ځایناستۍ محور).
۴ـ د تعیین/ټاکلو(denotation) او تلقین/ پوهول(connotation) سطح.
په لومړۍ سطحه کې، بارت باوري دی هرڅومره چې ناژبني جوړښت ته د سوسور نظریه نیژدې کیږي متزلزل تر دی، او ژبه د سوسور په نظر د خبرو نتیجه او محصول دی، حال دا چې د کالیو په جوړښت کې مثلاً ( د تغذیې یا اثاث یا ماشین جوړښت) ژبه د تصمیمونو له ټولګې رامنځته کیږي او وینا( یعنې استعمال) بغیر د تصمیم له مصرفه بله دنده نه لري.
بارت په دوهمه سطح کې د سوسوری نښو له مفهومه شروع کوي، وروسته د یلمزوف ویشنه (شکل/ماده) پرې ور زیاتوي، چې دوی هغه د ناژبنیو جوړښتونو په بررسۍ او مانالرونکو جوړښتونو او نور کې ګټور تمامیږي.
د بارت هدف دلته مانالرونکي کاریدونکي جوړښتونه دي. همداشان چې دغه وړین کوټ په باره کې چې انسانان یې همغه د لومړنۍ مرحلې لپاره کاروی صدق په کې کوي او په پایله کې د نښوـ کارونه(functions- signse) نومیږي. ځکه په یوه وخت کې هم مانا لري او هم کارونه.
پالتوی پشمین زموږ د سر او باران په مقابل کې محافظت کوي، مګر په همغه حال کې هم یوه لفظي نښه ده، چې په ټاکلي حالت، د هوا وضعیت، ټولنیز حالت، اقتصادي وضعیت او نورو دلالت کوي.
بارت په درېمه سطح کې د یاکوبسن او سوسور د خواناستۍ او ځایناستۍ محورونو نظریه وړاندې کړه، هغه یې په لباس، وسایلو او نجارۍ تطبیق کړه. دوی په دې ترتیب د جوړښت په ټاکلو(syteme) او ورته ځنځیر(syntame)کې په هر یوه باندې له غذا، لباس او نورو اقدام کوي.
د کالیو جوړښت د هغو په خپله ټولګه کې راځي، چې په یوه وخت د ټولو اجزاو (لونګۍ، خولۍ، وريښمینه خولۍ) پر سرول ناممکن دي، او د هغوی تغیر د مانا له تغیر سره مخامخ کیږي. اغوستونکي عناصر د کالیو په ترتیب کې بیلا بیل ښکاريږي، چې کولی شي په یوه واحده بڼه (لکه، لستوڼي+ پرتوګ+ کمیس+ وریښمینه خولۍ) راټولیږي.
غذایي جوړښت د بیلابیلو غذاګانو په ټولګه کې موجود دی، چې د هغو د هر یو له انتخاب سره بل انتخابیږي، (مثلاً: (د اصلي مجموعې ډولونه)،مګر د غذایي ترتیب همغه د انتخابي پوړونو واقعي ترتیب په یوه وخت دی(د دسر(هغه شریني او میوه چې د ډوډۍ په پای کې خوړل کیږي)ډول چې د اصلي یا خوږې او نورو غذاوو له ډول څخه ده).
د منزلي وسایلو جوړښت د مختلفو وسیلو په مجموعه کې د یوې وسیلي په توګه شتون لري، (مثلاً: د کالیو المارۍ، د خوب تخت او د ډوډۍ دسترخوان) مګر د منزلي وسایلو ترتیب په یوه ټاکلي ځای کې همغه صحنه سازي کوي مثلاً(تخت، المارۍ، دسترخوان).
د ساختمان جوړښت د نجارۍ عناصرو په یو ممکن ډول لکه ( بالکون او د داخلیدو لاره) موجود دی، ولې د د ساختمان ترتیب همغه د نجارۍ د مختلفو برخو د ترکیب پایله ده لکه( بالکن، د داخلیدو لاره، سطح/فرش او نور) دي.
مګر په څلورمه سطح کې بارت په دوه ګونو( ټاکل او پوهول)بحث کوي او یاد شوي مانیز جوړښتونه د دوو مانیزو حوزو په اساس بررسي کوي. لومړۍ برخه کې دال او مدلول او مانیزه اړیکه ده، په همدې اساس دغه برخه ټاکلې(denotative) ده، چې د مستقیمې او واحدې مانا سره مخ کیږي. مګر دوهمه برخه لومړې برخه د دالونو مجموعې او نورو مدلولونو لپاره کاروي؛ څو په دې واسطه بله نامستقیمه مانا یعنې همغه اشاري یا الهامي دلالت پیدا کړي.
مدلول = مخفي دلالت
بارت کوشش وکړ څو د دغو نظریاتو له لارې د مانا د کارونې جوړښت په لوړو ژبنیوجوړښتونو کې جوړ کوي او دغه کار د ژبپوهنیزو مفاهمو له پراختیا څخه پیل شوي، ترڅو یې دغو ټولو بیلابیلو جوړښتونو ته شامل کړي. شک نشته چې دوی دلته د نښپوهنې له ګونګ دایرة المعارف او په ژبنیو ماډلونو تمرکز سره واضح انځور وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده چې بارتي نښپوهنه هم د خپلو صرفو په جوړښتیزو لارو چارو حریص دی.
فرهنګي نښپوهنه
د فرهنګي نښپوهنې لارې چارې د روسي څیړونکو او پوهانو (موسکوـ تارتو) له مشهوره ګروپ او ایټالوي(روسي لاندي) سره اړیکه ټینګوي. دغه لارې چارې په فلسفي شکل نمادین کاسیرر او د مارکسیسم نظریه او د اخبارو نظریه او همداشان د ځینو ژبپوهنیزو تیوریو څخه کار اخلي. دوی په همدې دلیل فرهنګي پدیده د ارتباطي موضوع او مانایي جوړښت په حیث حسابوي، چې نور جوړښتونه هم له ځان سره اخلي. طبیعي او مصنوعي ژبې، هنرونه، دینونه، او مذهبي آیین د انساني کردار د لارو چارو په اساس د یو ټاکلي فرهنګ داخلي اړیکې دي، چې هغه کردار ته مانا او مفهوم وربښي.
د موسکوـ تارتو ډله په دې باور ده، چې ټول ادراکي نښپوهنیز جوړښتونه د یو وحدت په اساس سره تړلي دي، څرنګه چې هر یو یې له نورو هغو سره اړیکه لري. او هیڅ یو میکارنیزمي جوړښت په واک کې نه لري، څو هغه وکولی شي په یوازیتوب سره یو کار ترسره کړي. د فرهنګي ژبو د روزنیز جوړښت د تعینولو اړتیا او د هغوی د حوزو ترمنځ توزیع له همدې ځایه پیلیږي. د دغې ډلې غوښتنه او د پیل نقطه همغه دوه فرهنګي لیدلوري وو؛ لومړی د هغوی ماهیت او فرهنګ ته داخلی کتنه، چې څښتن او اهل یې د هغوی فرهنګ بیانوي، دوهم علمي نظام او فرهنګ ته بیرونۍ کتنه ده چې فرهنګ ستایي.
په لومړي لید کې فرهنګ له ټولو غیر فرهنګي فعالیتونو سره په تضاد کې دی. او د دغه نه جوړښت/ تضاد د معیار ټاکل د همغه فرهنګي ماډل او الګو څخه عبارت دي. هر هغه څه چې په دغې محدود فرهنګي چوکاټ کې وي، فرهنګ حسابیږي، له هغو پرته به نور هرڅه غیرفرهنګي وي. فرهنګ ته د دغې داخلي کتنې په اساس فرهنګ یوه په خپل ذات ولاړه پدیده ده، او مقابلې او معارضې مقولې مثلاً غیر فرهنګ ته اړتیا نه لري، او د یو نظام د فرهګ اساسات دي او هرڅه چې غیر فرهنګي دي آشفته و فاقد نظام است.
مګر له دویمه لیده فرهنګ او غیر فرهنګ دواړه یو د بل د لوریو حدود مشخصوي او د خپلو حدودو د ټاکلو لپاره د مقابل لوري پیژندنې ته اړتیا لري. په همدې ترتیب غیر فرهنګ له فرهنګه پیداکیږي، ځکه فرهنګ همیشه د کلیشه یي او قالب مندو عناصرو برخې د اړتیا په صورت کې له ځانه لیرې کوي او همغه قالب مند عناصر ډیر ژر په غیر فرهنګ بدلیږي، ترڅو خپل رول ولوبوي. په همدې اساس هر فرهنګي مدلول خپل غیر فرهنګي مدلول په مقابل کې لري او د تارتو ډلې یوه دقیقه کتنه دغې موضوع ته کړې وه، دوی باوري وو چې شلمه پیړۍ د فرهنګ دځایي پراختیا د لاروچارو له ختم وروسته ناشعوري ستونزه او داخلي عقل مطرح کړل. هر نظام د ځان لپاره د تیتیدو او بې خونده کیدو خپل خاص ماډل لري او کله چې هغو ته له بیرونه وکتل شي د یو نظام فرصت په بله بڼه پیژندل کیږي. مګر که هغه ته له داخلی زاویې وکتل شي بې نظامي ورته ویل کیږي. له دغو ټکو پوهیږو چې هر فرهنګ خپل ځان ته په نسبت سره یو فرهنګ دی او بې غیر له هغو بې فرهنګه دي.
د تیرو شوو هغو په اساس له یوه طرفه د نسبي نښو په نظامونو ولاړ دی او له بل طرفه په غیرفرهنګي فضا چې هغه پکې شامل دي تکیه کوي. مګر داخلي جوړښت چې د فرعي نښو د نظامونو ترمنځ په اړیکو ولاړ دی د فرهنګي موډل د لومړي تعریف ځانګړنه حسابیږي.
بیلابیل فرهنګونه کولی شي په یوه جوړښتې، جغرافیوي، دیني او…پراخه کتنه کې یو جوړښتي واحد ته بڼه ورکړي، لکه اسلام چې د مختلفو فرهنګونو په زده کولو سره په یو پراخه تاریخي او دینی جوړښت کې یو واحد کارکرد رامنځته کړی دی. د توپیر په اساس دغه امر د مارکسیزم یا مسیحیت په باره کې هم صدق کوي. د تارتو ټیم باوري دی چې د نښپوهنې علم اساسي مفهوم عبارت له (متن) څخه دی، د دوی له نظره تنها فعل مانا ژبه نه ده، بلکي هر هغه څه چې یوه بشپړه مانا ورکړي، ورته شاملیږي، لکه: یو هنري کار، موسیقي… متني مفهوم د عمومي نښپوهنې او تخصصي مطالعو ترمنځ و منشعب از آن رابطه ټینګوي.
فرهنګ کله یو متن وي او کله د متن یوه برخه وي او کله د متونه ټولګه، چې دغه ویش د ظوابطو تابع دی، چې د متن او فرهنګ ترمنځ اړیکه ټینګوي. د مسکوـ تارتو ټیم باوري دی چې متني مطالعاتو ته په لاندې چارو کې پاملرنه وشي:
- متن کله د یوې بشپړې نښې په اندازه او یا د نښو د یوې ټولګې په توګه ګڼل کیږي، چې دغه امر د اوليه ګڼلو یا د متن دوهمي مفهوم دی، چې په اولیه حالت کې متن د علامو په ټولګه ویشل کیږي او په دوهم حالت کې مفهوم صرف د متن له لارې محدود او مشخصیږي. سربیره پر دې ناچارۍ باید اولیه مفهوم وګڼل شي چې متن یادیږي یا له هغو دوو نورو د هر یوه علامه بله مشخصه او محدودوي.
- د لیږونکي او اخیستونکي ترمنځ د نښپوهنیزې فرهنګي اړیکې د ټینګولو په ستونزه کې فرهنګ د ډیر اهمیت وړ دی. د متونو تحلیل د لیږونکي او اخیستونکي د قواعدو تابع دی او په همدې اساس کولی شو فرهنګ ته دوې لارې چارې وټاکو؛ لومړی فرهنګ چې متلقي ته توجه لري او په اصل کې (د پوهیدو وړ کیدل) یا (پوهیدو ته نیږدې کیدل) باندې تکیه کوي او د متونو اهمیت هم په همدې فرهنګ کې دی، ځکه د عرف د تقلید له لارې هڅه کوي چې د سمولو ټیټ حد ترلاسه کړي او په دوهمه مرحله کې هغه فرهنګ چې لیږونکی ورته متوجه وي او متون یې له سختیو ډک وي، ځکه د هغو په مانا پوهیدل سخت او په هغه پوره پوهیدل ناممکن وي. دغه ډول فرهنګ له داخلي توپیره برخمن وي او د لیږونکي لومړۍ لارې چارې هڅه کوي ترڅو متلقي ته نیږدې شي او ځان د متلقي په کیفیت جوړ کړي، په داسې حال کې چې دوهمه لاره چاره له متلقي غواړي د لیږونکي نړۍ ته ننوزي او ځان د متن په تخلیقي کیفیت سره جوړوي.
له بل پلوه د مسکوـ تارتو ټیم طبیعي ژبې ته ځانګړې توجه لري او په فرهنګي جوړښت کې یې مرکزي نظام بولي، ځکه طبیعي ژبې همغه لومړنی جوړښت دی چې بدون له دې چې ضرورتاً د هغو مطابق وي نور ټول جوړښتونه د هغوی تابع وي. مګر دغه ډله د ژبني متن او فرهنګي متن ترمنځ د رابطو ډولونه بررسي کوي. ژبنی متن لزوماً یو فرهنګي متن نه دی، په ځانګړي ډول کله چې د تدوین په محله کې فرهنګ په شفاهي قالب کې وي. ځکه دغه ډول فرهنګونه شفاهي متون نه ساتي.
دغه ډله باوري ده چې هر متن په طبیعي ژبه فرهنګي متن نه کڼل کیږي او هر فرهنګي متن لزوماً د طبیعي ژبي متن نه دی، ځکه فرهنګي متن باید یوه بشپړه مانا(Integral mrainig) ولري، چې د نورو متنونو سره په ګډه یوه دنده اجرا کړي او د فرهنګي نظام په داخل کې د یوه کل واحد په توګه ځای نیسي، دا بغیر له دې چې متن د ژبني متن یا هنري تابلو، موسیقۍ او نورو د نظر وړ وي.
متني مفهوم د تارتو د ډلې له انده په دې ډول بیانیږي(د بیلابیلو متونو عمومي ټولګه) یعنې همغه چې د فرهنګي نظام له نظره فرهنګي متون بلل کیږي او پرته له دې حالته لا متني دي.
له روشي نظره هم د تارتو ډله وړاندیز کوي چې اوسنۍ سطحه او راتلونکې سطحه یو له بل سره نه دي جوړې او د دایمي وظیفې مفهوم له منځه وړي. د دې کار نتیجه داده چې مختلف تاثیرات چې فرهنګي دودونه یې رامنځته کړې دي، د تقاطع او اتصال ترمنځ تاریخي تحول د بدلون په حال کې ویني او په متونو کې د دغو دودونو شتون هغه له تیر تاریخ سره تړي. په داسې حال کې چې د دغو دودیزو منابعو او د هغوی د مختلفو تاثیراتو اختلاف د تیر متن د استقلال سبب شوي.
همداشان چې د متن تحلیل د دغې ډلې د نظریې په اساس باید د متن جوړښت له عمومي قصیدې څخه د هغو تر نورو سطحو ټیټو سطحو یې راتاویږي یعنې د لوړې سطحې څخه ټیټې سطحې ته په حرکت کې وي او دغه سطحې عبارت دي له:
د متن عمومي هدف< د اساسي واحدونو سطح< ترکیبي جوړښت< د جملې مانا< د کلمې سطح< د مقاطعو د سطحې ټولګه< غږیزه سطحه.
په دې شمولیت سره فرهنګ ته کتنې د موسکوـ تارتو ټیم قادر کړ چې د افکارو او مفاهیمو تولید غني کړي، چې د ډیری نښپوهانو دود او له هغوی ځانګړي کسان چې د متني برابرښت لرونکي دي. د دغې ډلې مهمې لاسته راوړنې عبارت دي له:
- فرهنګ د متونو اندازه ده، چې د کارکرد له زنجیر سره اړیکه پیدا کوي او لږ په بهتره ډول فرهنګ همغه ځانګړی میکانیزم دی چې له هغې متون تولیدیږي. فرهنګ هغه خزانه ده چې متنونه په خپل ځان کې ذخیره کوي او او تیره تجربه د ځان لپاره مسخروي او دستورالعملونه په همغه وخت کې برنامه ییز او د نوو متونو د پیدایښت لپاره یې وړاندې کوي.
- فرهنګ چې هرڅومره د سامان پیدایښت او نظام درجې ته ورسیږي، امکان نه لري چې فرهنګ د یو واحد ادراکي نښپوهنیز نظام ضامین شي او باید حد اقل د دوو ادارکي نښپوهنیزو نظامونو سره یوشان وي. یا داچې د دوو ژبو درلودونکی وي، چې فرهنګي میکانیزم رامنځته کړي.
- طبیعي ژبنی نظام د هر فرهنګ اولیه او ضروري نظام دی او په نتیجه کې همغه معیار دی چې د نورو نظامونو په شان او د فرهنګ د ننه تضادونه ټاکي. فرهنګ په دې حالت کې یو هرم نظام دی چې د طبیعي ژبې په اساس جوړ شوی دی.
دغې ټیم د ژباړې درې حالته مشخص کړي دي:
- له یوې ژبې څخه بلې ژبې او په همغې ژبنۍ کورنۍ کې دننه د متن ژباړه.
- له مختلفو فرهنګونو څخه د متن ژباړه .
- له مختلفو چینلونو څخه د متن نشرول.
د مختلفو سطحو او په عام فرهنګي نظام کې د فرعي نظامونو له یو کیدو وروسته دوه متضاد میکانیزمونه صورت نیسي، لومړی اختلافي عمل لري څنګه چې زیات شمیر ژبې له داخلي فرهنګ سره مخ کوي، مګر په دوهم میکانیزم کې عمل د یوالي طرف ته ځي، څنګه چې فرهنګ سربیره په خپل تفسیر د واحدو فرهنګونو په تفسیر او یا د جوړښتیزو ژبو په اساس اقدام کوي، چې دغه له اسطورو سره مرسته ده چې فرهنګ خپله هغه رامنځته کوي او یو عمومي سامان ورکوونکی دی.
د موسکوـ تارتو ټیم هیر نه کړل چې عامې څیړنې ته یا د نښپوهنې بررسۍ ته اشاره د فرهنګي بررسۍ لپاره وسایل نه دي، بلکي د هغې دموضوع یوه برخه ده. علمي متون په همغه وخت کې لوړ متني او فرهنګ متنونه دي.
کاروننښپوهنه (د ماناپوهنې نښه)
د کاروونې نښپوهنې لارې چارې د علمي او فلسفي صرفو په تقلید چې شارل سندرس پیرس او له ده وروسته شارل موریس جوړ او وړاندې کړي ارتباط لري. همداشان دغه لارې چارې د منطقیانو، فیلسوفانو او ژبپوهانو، لکه کارناب، فریګ او ویتګینشټاین او نورو له افکارو سره اړیکه لري.
عملي نښپوهنه د نښې د ټولشمول او متحرک تصور سره توپیر لري، څنګه چې هغه د درې ګوني وجود په حیث د مانیزو، عملي او ترکیبي عناصرو په داخل کې په نظر کې نیسي، چې ټول د دایمي رفتار په چوکاټ کې موجود دي، چې نښپوهنه(semiosis) نومیږي.