جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد پښتو ژبې تاریخ | لیکوال: دوکتور محمد حلیم تنویر

د پښتو ژبې تاریخ | لیکوال: دوکتور محمد حلیم تنویر

ژباړه: محمد تمیم رحیم زی

پښتو د آریایانو تر ټولو لرغونې ژبه ده

افغانستان د تاریخي او فرهنګي مخینې د درلودو ترڅنګ، د بېلابېلو ژبو او فرهنګونو په وده کې چې د اویستايي ژبو پاتې شونې دي، مهم رول لوبولی؛ نو له همدې کبله یې د ادبیاتو د تاریخ د بډایه کولو او ودې په برخه کې ځانګړی ځای خپل کړی.

Rahimzai

د نړۍ د ژبپوهانو د څېړنو په اساس؛ پښتو د آریانا له لرغونو او پخوانیو ژبو څخه ده، چې له دري او سانسکرېټ سره ډېر ورته‌والی لري. کله چې آریايي قومونو له خپلو اصلي ټاټوبو «آریانا ویجه» او «بخدي» چې ننی بلخ دی د هند د سویل او د ایران او اروپا د لوېدیځ په لور کډه شول؛ نو د دې قومونو ځینې برخې د هریرود، هلمند او د سپین غر د غرونو په څنډو کې مېشت شول. دوی د اقتصادي ځان بساینې په موخه د ژوو ساتنه پيل کړه او ژبې یې هم د بېلابېلو لهجو د لرلو له امله شکلي بدلون وموند.

«د (پکهت) قبیله چې په بلخ کې د آریایانو د مشهورو او لوی مېشتو قبیلو له ډلې وه، درې نیم تر څلور زرو کلونو دمخه یې د افغانستان په شمال کې ژوند کوه. په دې وخت کې د آریايي قومونو دوهمه کډوالي (مهاجرت) پیل شو، چې يوه برخه یې د هند او بله برخه یې د کسپین د ټاپوزمې په لور روانه شوه. دا هم شونې ده چې د دې قومونو ځینې برخې د نیل دریا لوري ته کوچېدلې وي.» (ت، ص۹)

هغه آریایان چې د هند په لور روان شول، د سانسکرېټ ژبه یې رامنځته کړه؛ هغوی چې د ایران خواته ولاړل پهلوی لهجې (پخواني فارس) ته یې د لیکنې او ګرامر ښه او نوې بڼه ورکړه؛ چې کولای شو د اوېستايي، پښتو، دري او سغدي ژبو نښې په کې ووینو.

د آریایانو هغه ډله چې د هندوکش د غرونو په لمنو کې مېشت شول، ژبې یې بدلون وکړ. د هندوکش په شمال کې دري ژبه د پوخوالي حالت ته ورسېده او شاوخوا پرتې لهجې یې په خپل ځان کې ځای پر ځای کړې. د افغانستان په سویل کې د غور او سپین غر له غرونو نیولې بیا د سیستان تر درې، دې ځای کې پښتو د آریايي ژبو د یو ښاخ بڼه خپله کړه.

لکه څنګه چې د پښتو او دري ژبو ترمنځ ډېر ورته‌والی شته؛ نو همداسې يې په فارسي – پهلوي، سانسکرېټ، اردو، بلوچي او آذري ژبو ډېرې اغیزې کړې.

نو په ډاډ او وضاحت سره ویلی شو چې دا ټولې ژبې له هماغه اصلي ریښې چې د آریانا ویجه اوېستا ده، سرچینه اخلي او په همدې توګه پښتو او دري د آریايي ژبو تر ټولو پخوانۍ ژبې او د اوېستايي ژبې بشپړونکی ډول لري.

جېمز ډارمسټټر چې فرانسوي ختیځ پوه دی لیکي چې:« پښتو د اوېستايي ژبې له پاتې شونو ده، چې د زردشتی��نو سپېڅلی کتاب هم په همدې ژبه لیکل شوی دی.» (الف، ص۱۰۰)

د جېمز ډارمسټټر د څېړنو په اساس، که چېرې د زردشتیانو سپېڅلی کتاب په پښتو ژبه لیکل شوی وي، نو کولای شو د دې ژبې بېلګې د آریانا په نورو ژبو کې وګورو او د ژبو د ورته‌والي وجه په کتیبو کې هم موندلی شو.

د سومریانو تمدن د بشر له پخوانیو تمدنونو دی، چې شپږ زره کاله دمخه یې د عراق د فراټ دریا په لمنو کې ژوند کوه، دوی د زرو او مسي لوښو د جوړولو له کبله د لومړي ځل لپاره د مدنیت په برخه کې بې ساری ګام پورته کړ.

«د سومریانو په ژبه کې، د پښتو ژبې کلیمې او توري هم لیدل کېږي. د بېلګي په ډول: (زک کرت) چې د سومریانو په ژبه د (لوړ ځای) مانا ورکوي. په پښتو ژبه کې هم (زک) یا (جګ) د (لوړ) مانا او (کرت) د (ځای) یا (غره) مانا ورکوي.» (ب، ص ۳۲ و پ، ص ۱۰)

«ځینې تاریخ لیکونکي لیکي، چې پښتانه د قبطي قومونو له نسله دي جې د نیل دریا په لمنو کې یې ژوند کوه.» (الف، ص ۱۰)

سید جمال الدین افغان لیکي:«ځینې تاریخ لیکونکي داسې فکر کوي چې افغانان د آشوریانو او کلدانیانو له نسله دي او ځینې یې بیا د فرنګ له سیاحانو شمېري، چې په پښتو لفظونو کې کلداني لغتونه تر سترګو کېږي. ځینې بیا داسې تصور کوي چې دا قبایل چې د اټک او خراسان په لمنو کې مېشت وو، د مصریاني قباط له هغه نسله دي چې د (سوزسټرېس) له عسکرو سره د هند د بلاد په فتح کې شامل وو.

ځینې تاریخ لیکونکي بیا لیکي، چې د بني اسراییل له نسله دي او (بخت نصر) د السیف خلکو له وژلو وروسته دوی ته د غور په غرونو کې ځای ورکړ او بله برخه بیا داسې لیکي چې معاصر مېشتي افغانانو د شام ځمکه د یادګار په ډول د غور په نامه ونوموله.» (ج، ص ۶۶)

د لومړۍ زېږدیزې پېړۍ یو یوناني څېړنپوه د استرابون په نامه لیکي چې:«باختریانو، پارسو او سغدو د یوې ګډې – ریتمی ژبې په درلودو له یو بل سره پوهونه او راپوهونه کوله.» خو په ښکاره ډول مالوم نه دي چې په کومه ژبه؛ پښتو او دري ژبې چې له اوېستايي ژبې سره ژورې رېښې لري، په نورو ټولو ژبو یې اغېزه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب