Homeخبرونهپاکستانی کرکټ بورډ، افغانستان پریمیرلیګ کې خپلو لوبغاړو ته د ګډون اجازه...

پاکستانی کرکټ بورډ، افغانستان پریمیرلیګ کې خپلو لوبغاړو ته د ګډون اجازه نه ورکوي

تاند/ پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۴مه/ د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې چې، د افغانستان غوره لیګ لپاره به خپلو ملي لوبغاړو ته (NOC) نه ورنکړي.

دغه راز پخواني کپتان وسیم اکرم هم په دغه لیګ کې د لارښود دنده نه ده منلې.

د پاکستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه نن اعلان کړې ده چې د افغانستان غوره لیګ (APL) کې د ګډون لپاره خپلو ملي لوبغاړو ته اجازه لیک (NOCs) نه ورکوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې، دغه راز د پاکستان پخواني کپتان وسیم اکرم ته په دغه لیګ کې د لارښود (Mentor) دنده وړاندیز شوې وه، خو نوموړي دغه دنده رد کړې ده.

رسنیو ویلي چې، وسیم اکرم نه غوښتل د پاکستان کرکټ بورډ له تګلارې سرغړونه وکړي؛ له همدې امله یې دغه وړاندیز نه دی منلی.

دا پرېکړه داسې مهال اعلانېږي چې، د پاکستان پخوانی چټک توپ‌اچوونکی محمد امر بیا له وړاندې د افغانستان غوره لیګ سره یوځای شوی او د بریتانیا د یوه تبعه په توګه یې په دغه لیګ کې ګډون کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...