Homeخبرونه۷۹ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول شوي

۷۹ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول شوي

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴ مه) د افغانستان سره میاشت ټولنه وايي، د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ ۷۹ افغان ماشومان چې د سوځېدو او هډوکو په ناروغیو اخته دي، د درملنې لپاره جرمني ته لېږدولي دي.

دې ټولنې د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۱۳مه، وویل چې په همدې وخت کې ۴۶ افغان ماشومان چې درملنه یې بشپړه شوې، بېرته کابل ته راستانه شوي دي.

افغاني سره میاشت ټولنې ویلي، تر اوسه په جرمني کې د سوځېدو او هډوکو په ناروغیو اخته پنځه زره او ۳۰ افغان ماشومان درمل شوي او دا مهال ۱۵۳ نور ماشومان هم هلته تر درملنې لاندې دي.

د دې ټولنې د مرستیال حافظ عزیزالرحمن په وینا، د جرمني د سولې کلي بنسټ له سرې میاشتې سره د شوې هوکړې له مخې هر کال د اړمنو افغان ماشومانو درملنه کوي.

دغه بنسټ هر کال خپل طبي ټیم کابل ته لېږي، څو هغه ماشومان وپېژني چې ناروغۍ یې په افغانستان کې نه شي درمل کېدای او د درملنې لپاره یې جرمني ته ولېږدوي.

د ماشومانو د کورنیو غړي وايي، ځینو ماشومانو له کلونو راهیسې په افغانستان کې د درملنې هڅې کړې وې، خو ګټه یې نه وه کړې. د یوه ماشوم پلار ویلي، لور یې په جرمني کې له یوه کال درملنې وروسته بېرته روغتیا موندلې ده.

د جرمني د سولې کلي بنسټ له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان له سرې میاشتې سره د هوکړې له مخې د افغان ماشومانو درملنه کوي.

تر دې وړاندې دې ټولنې ډېر په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره جرکمي ته بېول خو اوس د زره سوري ماشومان درملنه په هیواد کې دننه ممکنه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...