دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبپښتوژبلار د ښونځي لپاره | ډاکتر ماخان میږی شینواری

پښتوژبلار د ښونځي لپاره | ډاکتر ماخان میږی شینواری

: ۵ -مه برخه

غونډالجوړونې
وختونه
اوس وخت
ځم، ځو،ځې، ځۍ، ځي

 Präteritum oder Imperfekt = 1. Vergangenheit

لومړی تېر وخت: زه پرون ټوله ورځ کور کې وم ، ځکه چې (زه) ناروغ وم.

ما غوښتل سینما ته لاړ شم، خو باید بستره کې پاتې شم.

ما تبه لروده او د غاړې درد.

تېر وخت ۲ Perfekt = 2. Vergangenheit
تېر وخت ۳  ► Plusquamperfekt = 3. Vergangenheit
► Futur I = 1. Zukunft ۱ . راتلونکی
► Futur II = 2. Zukunft۲ . راتلونکی

تېر وخت او  او ۳ . تېر وخت د مرستندوي کړنویونو ،، لرل،، یا ،، یل،، سره.

راتلونکي د مرستندوی کړنوي ،،به+ کړنوی،، سره. دلته هم مرستې ته اړتیاده،

په پښتو غونډله کې کړونی چې د اینکلیتیکي نومځاینیوو په بڼه دي، د کړنوي پای کې راځې او دا په ډېرو مهالونو کې او له دې سره غونډله- پوره غونډله- له یوه وي څخه جوړه ده، چې دا غونډله هممهال کړنوی او کړونی دواړه لري.

بېلګې: تلل: ځم، ځې، ځو او….لاړم….

         خوړل: خورم، خورې…

مرسته: په پای کې د کړنې سره د کړوني ځاینیوي ځاینیوو تورو ته څه وایي؟

ایا دا توریز یا لنډ نومځاینیوي دي، که څنګه؟

وروسته څېړل شوي. لنډ: دا اینکلیتیکي نومځاینیوي بلل کیږي.

 د کړنویونو بدلون یا بدلېدل ( د لرل او به سره)

   بېلګې ناتوانه کړنویونه …………. بېلګې توانمند کړنویونه

اوسمهال: …..  زه وایم……… زه ځم

ته وایې  …………. ته ځې

هغه ( ن، ښ) وایي ….. هغه (ن،ښ) خي

موږ وایو……………موږ ځو

تاسو وایۍ………… تاسو ځۍ

هغوي ( ن  ښ) وایي…………… هغوي ( ن،ښ) ځۍ

اوس تېر مهال یا پرفکت:  ما ویل ………………… زه تللم(*)

    تا ویل……………. ته تللې

هغه(هغې) ویل ……… هغه تللو، هغه تلله

تاسو ویل (ویلو)….. تاسو تللۍ

هغوي ویل(ویلو)…. هغوي تلل(تللې)

موږ وویل……………….موږ لاړو (لاړلو)

تاسو وویل ….. ….. تاسو لاړۍ ( لاړلۍ)

                 هغوي وویل(وویلو)….. هغوي لاړل (ښ لاړلې)

  پرفکت :…… ما وویل…………. زه لاړم (لاړلم)

                   تا وویل (وویلو)……. ته لاړلې

                      هغه، هغې  وویلو ……… هغه لاړه(لاړلو) ښ. لاړه ( لاړله)( توپیر په ه کې دۍ.

                        موږ وویلو ………….  موږ لاړو( لاړلو)

                        تاسو وویلو……… تاسو لاړلۍ

                       هغوي وویل ……………..هغوۍ(ن،ښ) لاړل ( ښ. لاړلې)…

پلوسکوم پرفکت: ما وویل… زه لاړم   فکر : ماویلي وو

                      تا وویل…… ته لاړلې …. تا ویلي وو

                    هغه، هغې وویل…….. هغه(ن،ښ) لاړه (لاړله)

                     موږ وویلو …………… موږ لاړلو

                    تاسو وویلو ………… تاسو لاړلۍ

                   هغوي وویلو…………….. هغوي (ن،ښ) لاړلو ( لاړلې)

راتلونکی ۱ :  زه به وایم………………. زه به ځم

                 ته به وایې ………………. ته به ځې

              هغه به وایي…………….. هغه به ځي

               موږ به وایو……..موږ به ځو

              تاسو به وایۍ………… اسو به ځۍ

              هغوي به وایۍ…….. هغوي به ځي

راتلونکی ۲ :   ما به ویلي وي …. زه به تللی وم (*)

              تا به ویلي وي…… ته به تللی وې

             هغه به ویلې وي…….. هغه به تللی وي

            هغهې به ویلي وي….. هغه به تللې وي

           موږ به ویلي وي………..موږ به تللي وو

             تاسو به ویلي وي………. تاسو به تللي وۍ

           هغوی (ن،ښ) به ویلي وي…….هغوي (ن،ښ) به تللې وي

       لاندې ته یادونه: په لاندې کې د لرل او یل کړنویو سره بې له ځانیز نومځاینیوو هم دا غونډالې د یوه ويي په څېر سمې دي. لرم، یم او نور

Konjugation der Hilfsverbenد مرستندوي کړنویونو یا کړونو بدلون
Habenلرل Seinیل Werden به
Präsens  اوس مهال
زه لرم

ته لرې

هغه لري

موږ لرو

تاسو لرۍ

هغوي لري

زه یم

ته یې

هغه دی

هغه ده

موږ یو

تاسو یاست

هغوي دي

په دې بدلون کې

لږ ستونځې شته

چې ګران ژبپوهان

مرسته کړی شي

زه به ( شم؟)

او همداسې دا نور

پام دې ورته وشي.

ته به

هغه به

موږ به

تاسو به

هغوي به

Präteritum – Imperfekt
ما لرل

تا لرل

هغه لرل

هغې لرل

موږ، تاسو، هغوي لرل

زه وم

ته وي

هغه وه

موږ وو

تاسو وۍ

هغوي وو

Perfekt
ما، تا، هغه، هغې لرلي وو

موږ، تاسو، هغوي لرلي وو

زه وم

ته وې

هغه وو

موږ وو

تاسو وۍ

هغوي وو

Futur I
ما، تا، هغه، هغې به لرل
موږ ، تاسو، هغوي به لرل
زه به یم

به یم

هغه به وي

موږ به وو

تاسو به وۍ

هغوي به وي

زه به شم

ته به شې

هغه به شي

موږ به شوي

تاسو به شوي وۍ،

هغوي به شوي وي

Futur II
ما، تا، هغه، هغې به لرلې وي
موږ، تاسو، هغوي به لرلې وي
زه به شوی یم

ته به شوی یې

هغه به شوی یي،

هغه به شوې یي

موږ به شوي وو

تاسو به شوي وۍ

هغوي بهشوي وي

زه به شوی وم.

ته به شوی وې،

هغه(ښ) به شوی وو(وه).

موږ به شوي وو.

تاسو به شوي وۍ
هغوي به شوي وو

ښځینه:

هغوي به شوې وې

5 COMMENTS

  1. تاند ته یادښت: دا تبصره خپره او ان ورسره مستقیما شریکه کړئ چې دا دوه ښاغلي چې نومونه یې ذکر شوي دي خبر شي.

    دا صحیح ده چې تاسو ښاغلی ماخان شینواری او ښاغلی ډاکتر زیار د پښتو ژبې لپاره کار کوئ خو په کوم رقم چې تاسو دا کار کوئ دا یې لاره نه ده. ارواښاد پسرلي صیب یوه ورځ یوه خبره وکړه چې زما یې تعبیر داسې په یاد دی چې پښتو د اردو او فارسی د بلاګانو تر منځ پرته ده چې باید ډېر په نرمۍ سر پورته کړي. اصلا دغې دوه ژبې پښتو سر پورته کولو ته هم نه پرېږدي، او دا چې تاسو دواړه داسې کلیمې کاروئ چې په هغو نور خو پرېږده پښتانه لا نه پوهېږي نو د دې ګټه به کله خلکو ته رسیږي؟ ما ستاسو د لیکنې ۵ کرښې پوره نه کړې چې ستړی یې کړم. صحیح ده چې زه به پرې پوه شم لاکن دا نور خلک به څه کوي، یو پاړسیوان چې پښتو یادوي هغه به څه کوي؟ هغه به کړنویی او پړاخ پیت، جمبړوت، غولتاړ څنګه تلفظ کوي؟ ښه دا ده چې په همدا مروجه پښتو ژبه لیکل وکړئ چې خلک یې ولولي او پرې پوه شي. ابله ورځ مې چې د پوهنتون یوه استاد نه پوښتنه وکړه چې د (دا سړی دی) جملې ګرامري تحلیل وکړي، پوه نشو. علت دا دی چې یا مونږ ګرامر ویلی نه دی او یا چې راوځي بیا دغسې وي لکه د ښاغلیو ماخان او زیار په الفاظو چې یوازې دوی دواړه ترې ګټه اخیستلی شي.

  2. د تاند د منلې خپرونې درنو خپروونکو څخه هیله: که په اند وۍ، چې په لیکنه مې څوک زړه بدی کیږي، نو بیا یې مه خپروۍ.
    ښاغلی احمد
    هیله او زارۍ درته کوم، چې راڅخه زړه بدی نه شې، ناروا څه نه لیکم او نه ورسره بلد یم او نه مې تراوسه لیکلي.
    پیل یادونه: دمادلیکنو وتونژبه الماني او موخه ژبه مې پښتو ده. اغیز به یې وي، خو د هېڅ ډول ناسمون لامل نه شي کېدی، موږ باید یو څه له کومې داسې پرمختللې ژبې راونیسو.
    که اجازه وي، زه به دې لیکنې ټوټه کړم او خپل اند به درته ولیکم:
    ۱ – دا صحیح ده چې تاسو ښاغلی ماخان شینواری او ښاغلی ډاکتر زیار د پښتو ژبې لپاره کار کوئ خو په کوم رقم چې تاسو دا کار کوئ دا یې لاره نه ده.
    ځواب: که دروند وتلی ژبپوه دما مشر استاد پوهاند ډاکتر زیار صیب دې دما لپاره لیکنه کې ور ګډ کړی نه وی، ډېر به ښه وی او ډېره نېکي به دې وی. په هېڅ څرګندونه کې چا ته مه وایي یا مه لیکې، چې ته لکه هغه او یا هغه لکه ته. د دې لیکنې ښه او بد یواځې باید دما په غاړه وي او لیکنه دې یواځې ما ته مخامخ وي.
    که دما د لیکلو ډول یا رقم ناسم وي، نو ما خو هیله کړې، چې مرسته وکړۍ او د دې لپاره به منندوی وم.
    د لیکنې په لوستلو به کېدی شي له دې امله ستړی شوی وې، چې هلته ځم، ځې، ځو… د یوې غونډالې په څېر تاته نابلد وي، خو دا يو ویيزي پوره غونډالې دي. دما د لیکنې بل ځای کې خبرې پرې شوي او دا اینکلیتیکي څنګه والی یا حالت دۍ، چې پښتو، فارسي او لکه پرتګالي کې هم شته.
    ۲ – ارواښاد پسرلي صیب یوه ورځ یوه خبره وکړه چې زما یې تعبیر داسې په یاد دی چې پښتو د اردو او فارسی د بلاګانو تر منځ پرته ده چې باید ډېر په نرمۍ سر پورته کړي. اصلا دغې دوه ژبې پښتو سر پورته کولو ته هم نه پرېږدي،
    ځواب: دا خو سمه خبره ده. نو څه وکړو؟ له هر څه لاس په سر شو؟
    ۳ – او دا چې تاسو دواړه داسې کلیمې کاروئ چې په هغو نور خو پرېږده پښتانه لا نه پوهېږي نو د دې ګټه به کله خلکو ته رسیږي؟
    ځواب: تا خو نه دي لیکلکي، چې په څه څوک نه پوهیږي.دا مې ګومان نه دۍ، چې پښتانه دې پرې پوه نه شي، خو په خواشینۍ باید ووایم، چې موږ د ټولو پوهنو سره ستونځې لرو، خو باید کار ورته وشي، که دما کار ناسم وي، نو له دې څخه هم زده کړه کېدی شي او بل یې سم ولیکي د بېلګې په توګه ته، خو دما خوله مه رابندوۍ. تر هغې پورې چې چا ته مې زیان نه وي رسېدلی، چې دا بیا ناروا او د سزا وړ ده.
    ۴ -ما ستاسو د لیکنې ۵ کرښې پوره نه کړې چې ستړی یې کړم. صحیح ده چې زه به پرې پوه شم لاکن دا نور خلک به څه کوي،
    ځواب: ځوابی یې پورته کې شته، چې ځم، ځي… او نور د یوې غونډالې په څېر درته نه دی برېښېدلي او یابه بل کوم لامل وي، خو هغه راته روښانه کړه. زه نه یم پوهېدلی، دا دلیل نه شي کېدلی.
    ۵ – یو پاړسیوان چې پښتو یادوي هغه به څه کوي؟
    هغه به کړنویی او پړاخ پیت، جمبړوت، غولتاړ څنګه تلفظ کوي؟
    ځواب: داسې هم څوک یوه لیکنه نه مسخره کوي، چې ټار ته یې وباسي. که ،،پاړسیوان،، له دې امله پښتو زده کوي، زه به ورته دخپلو ټولو لیکنو تېر شم او بله دا چې دما لیکنې د هغه چا لپاره دي، چې لولي یې. یو پښتون یې په ویلو کې کومه ستونځه نه لري. دا وییونه اوس ورځني دي او بیا د هغه چا لپاره چې لیکنې او د بل په لیکنو هم لیکنې کوي.
    ۷ – ښه دا ده چې په همدا مروجه پښتو ژبه لیکل وکړئ چې خلک یې ولولي او پرې پوه شي.
    ځواب: ورځنۍ پښتو به نه لیکم هغه ستا په څېر به نو مروجه پښتو باندې دا څنګه لیکو، زه نه پرې پوهېږم.
    ۸ – ابله ورځ مې چې د پوهنتون یوه استاد نه پوښتنه وکړه چې د (دا سړی دی) جملې ګرامري تحلیل وکړي، پوه نشو.
    ځواب: د پوهنتون استادانو څخه ازمویېنه هم اخلې. تابیا ورته وښود؟
    ۹ -علت دا دی چې یا مونږ ګرامر ویلی نه دی او یا چې راوځي بیا دغسې وي لکه د ښاغلیو ماخان او زیار په الفاظو چې یوازې دوی دواړه ترې ګټه اخیستلی شي.
    ځواب: په خواشینۍ باید ووایم، چې دما دلیکنو وتونژبه الماني او موخه ژبه یې پښتو. بیا هم هیله، چې هغه څوک اورېدونکی او ورته ویونکی کوه، چې دا اوس دې کار ورسره وي.
    یوه یادونه: دا ته چې ،، ئ،، او یا ،،ترمنځ،، لیکې دا ،، ئ،، په پښتو تپل شوې او ،، تر،، په دې ځای کې ناسم دۍ. که تایې راته بل سموالی وښود، نو زه بیاهېڅ لیکنې نه کوم او دا لیکلې لیکنې به وسوزم او د لیکنو څخه به توبه وباسم.
    ناسمونونه راته په ګوته کړۍ. مرسته وکړۍ. سمه لار راته وښایۍ، خو خوله مې مه رابندوۍ.
    پای یادونه: زه چې د چاپه لیکنو کې ناسمونونه وګورم، نو لیکنه پرې کوم. په دې هکله مې ډېرې لیکنې شته ، چې د یوه کتاب په بڼه کې هم شته.
    دا ډاکتر د نوم سره تړلی دی، چې څوک ډاکتر وي او په لاس لیک کې چې ډاکتر ونه لیکي، هغه لاس لیک نه منل کیږي ( باور وکړه چې ځانپالی نه یم).
    کله چې داسې لیکنې کوي، نو په ساړه سر به یې کوې، هغه ستا د لیکنې ـټار او نور په لیکنو کې ځای نه لري.
    ډېره مننه او سړه سینه ولرې.
    د تان درنې خپرونې خپروونکو او لوستونکو ډېره بخښنه غواړم، که ستړي کړې مې وي.

  3. استاده خدای دې اوږد عمر درکړي.
    باور وکړئ له ټول احترام سره سره چې تاسو مشرانو ته یې لرم. ستاسو په ژبه زه بیچاره نه پوهیږم. تاسو خپلې ژبې ته د اخلاص له مخې خدمت کوئ خو له ډېر اخلاص نه درنه ژبې ته (زما کم سواده په باور) زیان اړوئ.
    ستاسو لیکنې زه په تاند کې نه لولم ځکه چې سر مې پرې نه خلاصیږي خو دا یوه مې د دې له پاره ولوسته چې یوه لوستونکي پرې تبصره کښلې وه. په دې لیکنه کې مو د پښتو یاګانې نه دي مراعت کړي. د فعلي (ئ) پر ځای مو (ۍ) کارولې چې د اسم لپاره راوړل کېږي.
    د ګرامر لپاره د مروجو اصطلاحاتو پر ځای مو مصنوعي کلمې کارولي. دا لاندې یې څو نمونې دي:
    غونډالجوړونې، کړنویونو، کړنوي، دا غونډله هممهال کړنوی او کړونی، دا توریز یا لنډ نومځاینیوي
    زه نه پوهیږم چې غونډل څه شی دی. موږ یو ډول خزنده ته غونډل وایو چې ډير خطرناک دی. د (کړنونونو) په معنا هم په خدای که پوی شوی یم. که فعل وي یا فاعل وي نو څه کفر کیږي چې هماغه عربي ورته راوړل شي. دا الفاظ له پیړیو راهیسې په پښتو، دري او نورو سیمه ییزو ژبو کې استعمالیږي. عموماً ګرامر د هغو کسانو له پاره وي چې غواړي یوه پردۍ ژبه زده کړي نو که همغه عربي او دود اصطلاحات وکاروئ هغوی ته به مو هم کار اسان کړی وي.
    له تاند نه هیله لرم چې زما تبصره سانسور نه کړي. ما د تاند د اصولو مطابق د لیکوال سپکاوی نه دی کړی، زه ورته پوره درناوی لرم خو یوازې د نظر اختلاف مې څرګند کړی دی.
    مننه

  4. ښاغلی کاروان رشید مننه، چې لږ تر لږه مو دا لیکنه لوستلې.
    دا ژبلاریزه یاګرامري لیکنه مې له الماني لیکنو څخه په ګټه اخستلو پښتو ته را اړولې، چې خوښه مې شوه. دا د یو کتاب په څېر ترتیب ده، چې یوه یادوه برخې به یې پاتې وي، نورې برخې یې د تاند په درنه خپرونه کې خورې شوي او ښه کتل کیږي. اوږده لیکنه مې تاسو ته کړې وه، خو لنډ به ولیکم.
    ۱ – ،، ئ،، په پښتو تيپل شوې. د همدې سرخط لاندې دما او د نورولیکنې پرې شوي.
    ۲ – زه هيڅ کله ویونه نه جوړوم. دا ،،ویي،، ما نه دۍ جوړ کړی، دا په لیکنو کې ګورم او ترې اغیزمن شوی یم، چې له ،، لغات،، ماته ښه برېښي.
    ۳ – ژبه سوچه کېدی نه شي په دې اند هم یم.
    ۴ – کړل، کړنه او کړونی دا یو خو د عربي فاعل شو، دایو به یې فعل وي او په دې بل یې په عربي نه پوهېږم، خو دا پښتو ویونه جوړ شوي نه دي دادنورو ژبو د اړوند وییونو انډول دي، دا په دې پرېپوهېدنه چې موږ په پښتو کې هم دا لرو. پیداېښت هر چا ته یوډول چانس ورکړی او
    ۵ – د ما وتون ژبه الماني ده او Verbته په الماني ښوونځیو کې Tu wort وایي چې پښتو انډول یې کړنوی دی. ما نه دۍ جوړ کړی، د نورو ژبو سره انډول دۍ او موخه ور هم دۍ. غونډاله هم ما نه ده جوړه کړې، خو ماته د جملې لپاره ښه انډول برېښي.
    که دا ،، ئ،، راته چا سمه او په پښتو کې اړیینه وښووله، نو هره جزا دما لپاره منم.
    د تاند د درنو خپروونکو څخه پهمننه

  5. ښاغلی ډآکتر صیب مېږی،
    ستاسو تحلیلي ځواب زه خوښ کړم او له تاند نه هم مننه کوم چې زمونږ تبصرې یې خپرې کړې. ستاسو خبره صحیح ده چې ستاسو منبع ژبه جرمني او هدف ژبه پښتو ده او څه ناڅه توپیرونه به په کې راځي، لاکن زما او د ډېرو نورو خلکو مشکل د نویو کلیمو په برخه کې دی. ما چې له اول صنف نه جملې ته جمله ویلې ده اوس چې له یوې خوا ګرامر زده کوم چې وار له مخه یو سخت مضمون دی نو غونډله او غونډاله یې ولې وبولم، کړنویی چې ښایي هدف ترې فعل وي ولې فعل ونه لیکو؟ پخپله ګرامر ته ولې پښویه ووایو؟ په داسې حال کې چې مونږ وار له مخه په دې پوهېږو چې ګرامر ته په څو ژبو ګرامر ویل کیږي او خلک پرې تر ډېره پوهېږي هم. مونږ ولې انګلیسي په اسانه زده کوو؟ ځکه چې اسانه شوې ده؟ ولې له ننګرهار نه یو سړی راشي او په دوه اونیو کې دننه په کابل کې پاړسي ویل شروع کړي؟‌ ځکه چې اسانه شوې ده. زه هم غواړم چې ژبه مې دغسې اسانه وي، نه داسې چې ډبرې په کې وار کړای شي. ستاسو له زحمتونو ګاللو نه مننه خو زمونږ عاجزانو غوښتنې هم په ډېران مه غورځوئ. په ساده الفاظو یې ولیکئ چې نه یوازې عادي پښتانه بلکې پاړسیوانان او نور هم په اسانه پرې پوه شي. درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب