Homeخبرونهافغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې...

افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې په خپل منځ کې لارې پرانیزي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان او افغانستان د وروستۍ موافقې پر اساس به د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري لارې په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې بېرته پرانېستل شي.

دغه پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې دواړو ګاونډیو هېوادونو د یوې اوونۍ د خونړیو نښتو وروسته د اوربند هوکړه وکړه.

له موضوع خبرو سرچینو جیونیوز ته ویلي، که نورې لانجې پېښې نه شي، چارواکو موافقه کړې ده چې په خپل منځ کې د تګ راتګ لارې به ژر بېرته خلاصه شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو شخړو وروسته پاکستان د تلې په ۲۰مه (اکتوبر ۱۲مه) نېټه د تورخم او چمن دروازې وتړلې.

پاکستان عموماً په معمولي پلمه هم خپلې لارې بندوي ځکه چې د افغانستان واردات او صادرات تر ډېره د دغه هیواد پر لارو متکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....