عبدالسمیع واحدي
په نړۍ کې د اقلیمي بدلون او په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د هېواد د اوبو سرچینې زیانمنې شوې او د ښارونو د ډېری اوسېدونکو د څښاک اوبو ته لاسرسی محدود شوی دی. همدارنګه، په کلیو او بانډو کې کرنیزو ځمکو ته په خپل وخت اوبه نه رسېږي، چې په پایله کې فصلونه سوځي او لږ حاصل ورکوي.
د دغو شرایطو په پام کې نیولو سره، د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره د باران د اوبو راټولول یوه حیاتي موضوع ده. د ژمي په موسم کې د هوا د سړېدو له امله د افغانستان ډېری کسبګر، په تېره بیا د کلیو ځمکوال، بزګران او د ودانیزو چارو کارګران وزګارېږي او د کار ډېره برخه ځواک موسمي بېکارۍ ته مخه کوي.
په داسې حالاتو کې، که د دغو بشري سرچینو پام د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت ته واړول شي او خلک وهڅول شي چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره د باران او واورې د اوبو د راټولولو لپاره په ډلهییزه توګه یا د اشر په بڼه کار وکړي، نو کولای شي د اوبو د راټولولو او مدیریت په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.
د وچکالۍ د اغېزو کمول، د اوبو د سرچینو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د سېلابونو کنټرول د حکومت او عامو خلکو په ګډو هڅو ممکن دي. په افغانستان غوندې هېواد کې د غرونو په لمنو او د اوبو د راټولېدو په سیمو کې د ساختماني، صنعتي او غیرساختماني (محلي) موادو په کارولو سره د ځنګلونو جوړول او بېرته راژوندي کول، همدارنګه د انحرافي، زېرمهکوونکو او ځنډوونکو ساده ودانیو جوړول، کولای شي د وچکالۍ زیانونه تر ډېره راکم کړي.
د باران د اوبو د راټولولو سیسټمونه په درېیو عمده ډولونو وېشل شوي دي:
1. د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره د ځمکې د نم او رطوبت ساتنه او د اوبو او خاورې محافظت.
2. د سطحي اوبو د جریان متمرکز کول، د کورنیو اهلي او وحشي حیواناتو د څښاک او کرنې لپاره.
3. د کورونو د بامونو او سطحي اوبو راټولول او زېرمه کول، د کورنیو اړتیاوو او کرنې لپاره.
د کوچنیو خندقونو (ډنډونو) د کیندلو طریقه
د باران او واورې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د کوچنیو ډنډونو جوړول یا د خندقونو کیندل یوه اسانه او ساده لاره ده. د افغانستان غوندې په یوه هېواد کې، چې د خلکو اقتصادي وضعیت چندان ښه نه دی، د کوچنیو ډنډونو د جوړولو له لارې کولای شو د باران اوبه راټولې او د اړتیا پر مهال ترې ګټه واخلو.
خلک باید د خپلو کورونو انګړونه، د ښوونځیو او دفترونو انګړونه داسې جوړ کړي چې اوبه بهر او لښتیو ته ونه بهېږي، بلکې په هماغه ځای کې جذب شي. د کلي په کچه د یوه خندق کیندل او د ټول کلي د اوبو راټولول کولای شي د ځمکې لاندې اوبو په تغذیه او بیا زېرمه کېدو کې د پام وړ اغېز ولري. همدارنګه، له دې اوبو څخه د هوا د رطوبت ساتلو او د حیواناتو د څښاک لپاره هم ګټه اخیستل کېدای شي.
زموږ په هېواد کې له پخوا زمانو راهیسې دا دود و چې خلکو به د باران او واورې د اوبو د زېرمه کولو لپاره کندې کیندلې او په هغو کې به یې اوبه او واوره راټولول. اوس هم کولای شو له همدې لارو چارو ګټه واخلو.
د خندقونو او کندو د کیندلو یوه ګټه دا ده چې د دې کار لپاره پرمختللو وسایطو او ساختماني او صنعتي موادو ته اړتیا نشته، بلکې د ساده وسایلو لکه بېلچې، کلنګ، کراچۍ او زنبیل په مرسته هم خندقونه کیندل کېدای شي.
د عرضي مقطعې له نظره، خندقونه یا کندې په لاندې شکلونو جوړېدای شي: V شکله ډنډونه، کنتوري ډنډونه، نیمه دایروي ډنډونه او ذوزنقهيي کوچني ډنډونه (کندې).
V شکله ډنډونه
V شکله کندې ساده ساختماني جوړښت لري، چې ابعاد یې شاوخوا ۲۵ تر ۵۰ سانتيمتر مربع پورې وي. د پولو لوړوالی یې د سیمې په مېلان پورې تړلی دی. د کندې ژوروالی باید تر ۰.۵ مترو پورې وي.
V شکله ډنډونه هم د نیالګیو لپاره اوبه برابروي او هم د خاورې د ویجاړېدو مخه نیسي. په لویو دښتو کې د دې ډول کوچنیو کندو جوړول ډېر اغېزمن ثابت شوي دي. دا ډول کندې په صحراوو او دښتو کې د ونو د کېنولو او د نباتي پوښښ د رامنځته کولو لپاره یوه ګټوره طریقه ده؛ په دې ډول چې له هرې کوچنۍ کندې سره یوه ونه کېنول کېږي. اوس مهال د هند په ډېرو سیمو کې دا چاره عامه شوې ده.
کنتوري ډنډونه (کندې)
کنتوري کوچني ډنډونه ډېر ساده ساختماني جوړښت لري او د V شکله ډنډونو په پرتله اقتصادي تمامېږي. د دې ډول ډنډونو د جوړولو لپاره لاندې ساحوي شرایط په پام کې نیول کېږي:
-
د ځمکې کرنیزه خاوره باید د ۱.۵ تر ۲ مترو پورې ژوره وي.
-
د سیمې مېلان باید له ۵ سلنې څخه کم وي.
-
د ساحې توپوګرافي باید هواره وي او لوړوالی او ژوروالی ونه لري.
دا ډول ډنډونه په هغو سیمو کې کیندل کېږي چې کلنی اورښت یې له ۲۰۰ څخه تر ۷۵۰ مليمترو پورې وي.
نیمه دایروي کندې یا ډنډونه
دا ډول کوچنۍ کندې د نیمه دایرې شکل لري. د خاورې د تخریب د مخنیوي او همدارنګه د علوفهيي نباتاتو د تولید لپاره کارول کېږي.
دایروي کندې په لاندې شرایطو کې د تطبیق وړ دي:
-
کلنی اورښت یې باید له ۲۰۰ څخه تر ۷۰۰ مليمترو پورې وي.
-
خاوره باید نه مالګینه وي او نه شګلنه.
-
د سیمې مېلان باید له ۵ سلنې څخه زیات نه وي.
د باران د اوبو د میخانیکي کنټرول طریقه
په میخانیکي کنټرول کې د تراسونو جوړول شامل دي. د ډېره مېلان لرونکو سیمو د مېلان کمولو او د ساحې هوارولو لپاره جوړېدونکي ساختمانونه د تراس په نوم یادېږي.
که په ډېره مېلان لرونکو ځمکو، چې له نباتي پوښښ څخه خالي وي، یعنې تشو غونډیو او غرونو کې، د لوړو برخو روانې اوبه پرېښودل شي چې لاندې هوارو او کرنیزو ځمکو ته ولاړې شي، نو په تدریجي ډول د روانو اوبو حجم او سرعت زیاتېږي.
په دې صورت کې نه یوازې د ځمکې فرسایشي برخه تخریبېږي، بلکې د باران له اوبو سره د خاورې رسوبي ذرات هم لېږدول کېږي او روانې اوبه د توږنې او تخریب ځانګړتیا (سېلابي حالت) پیدا کوي.
د دې کار د مخنیوي لپاره، د مېلان پر وړاندې یا د مېلان په مقابل کې د باراني اوبو د شدت کمولو او همدارنګه د باران د روانو اوبو د بېرته ګرځولو لپاره تراسونه (Terraces) جوړېږي.
د تراسونو یوه مثبته ځانګړنه دا ده چې د ساده او ابتدايي وسایلو په مرسته هم جوړېدای شي. د تراسونو په جوړولو کې پرمختللو ساختماني موادو ته ډېره اړتیا نه لیدل کېږي. د تراسونو جوړول زرګونه کاله پخوانی تاریخ لري او د بېلابېلو سیمو خلک یې د مختلفو موخو لپاره په بېلابېلو بڼو جوړوي.
شکل: د تراسونو ډولونه
د تراسونو ډولونه
تراسونه د بېلابېلو موخو لپاره په مختلفو شکلونو جوړېدای شي.
۱. چینل تراسونه (Channel Terraces):
دغه تراسونه د عرضي مقطعې په برخه کې د چینل یا کانال په څېر کیندل کېږي او له همدې امله د چینل تراسونو په نوم یادېږي.
۲. درجه لرونکي تراسونه (Graded Terraces):
د مېلان لرونکې ساحې د کیندلو پر مهال ایستل شوې خاوره په لاندې برخه کې اچول کېږي او یو اندازه مېلان ورکول کېږي، ترڅو په دې ډول د اوبو شدت کنټرول او د تخریباتو مخه ونیول شي.
دغه ډول تراسونه د درجه لرونکو تراسونو په نوم یادېږي. دا تراسونه ډېری وخت د ښارګوټو او استوګنیزو کورونو لپاره د ساحې د برابرولو په موخه هم جوړېږي.
۳. جذبوونکي تراسونه (Absorption Terraces):
جذبوونکي تراسونه د کنتور په شکل جوړېږي او موخه یې په خاوره کې د باران د اوبو نفوذ دی، ترڅو اوبه جریان پیدا نه کړي او په هماغه ځای کې جذب شي.
شکل: کنتوري تراسونه
۴. بنچ تراسونه (Bench Terraces):
د تراسونو یو ډول چې په ډېر مېلان لرونکو سیمو کې جوړېږي، د بنچ تراسونو په نوم یادېږي. دا ډول تراسونه ډېری وخت د سیمې د مېلان د کمولو لپاره د زینو په شکل جوړېږي.
په فرسایشي سیمو کې، چې د پُشتې د ښوویېدو امکان پکې زیات وي، د زینو دېوالونه له خښتو او لرګیو جوړېږي؛ خو که پُشته کلکه او سخته وي، بیا د خښتو او لرګیو کارولو ته اړتیا نشته.
۶ شکل: بنچ تراسونه
چکډمونه (تمکوونکي بندونه)
د افغانستان شرایطو ته په کتو، د چکډمونو یا کوچنیو تمکوونکو ساختمانونو جوړول د ډېرو ساده محلي موادو په کارولو سره هم شوني دي. د محلي موادو په وسیله د چکډمونو د جوړولو ټکنالوژي هم ډېره ساده ده او پرمختللو وسایطو ته اړتیا نه لري.
چکډمونه (چې په دري ژبه کې ورته تأخیري بندونه ویل کېږي) کوچني او ځینې وخت لنډمهاله ساختمانونه دي، چې د اوبو د راټولېدو د سیمې په پورتنیو برخو یا ښکته سیمو کې د سیندونو د مېلان د کنټرول لپاره جوړېږي.
دا بندونه په هغو برخو کې جوړېږي چې د ځمکې مېلان پکې ډېر زیات وي او له امله یې د اوبو د جریان سرعت لوړېږي، یا هم د سیند په عرض کې جوړېږي. په دې ډول د سېلابونو شدت او سرعت کموي، ترڅو د سېلابونو تخریبات تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوي.
چکډمونه ځکه لنډمهاله بلل کېږي چې د سېلابونو پر مهال د بند شاته ساحه له رسوبي موادو ډکېږي او ډېری وخت د چکډم ساختمان هم د رسوبي موادو لاندې پټېږي. په دې توګه د ساحې مېلان کنټرولېدای شي.
چکډمونه معمولاً له ۰.۴ څخه تر ۴ مترو پورې لوړوالي سره جوړېږي.
تمکوونکي بندونه (چکډمونه) د سېلابونو د کنټرول یو لرغونی تخنیک دی چې تاریخ یې د دویمې پېړۍ راهیسې ثبت شوی دی.
چکډمونه په وقفهيي ډول، یو د بل پسې جوړېږي. تمکوونکي بندونه د سیمې مېلان کموي، چې ورسره د اوبو د جریان سرعت هم راټیټېږي. په دې ډول رسوبات (Sediment) کنټرولېږي، د سېلابونو تخریبات لږېږي، د ځمکې د سطحې تخریب کمېږي او د ځمکې تل ته د اوبو جذب زیاتېږي. په پایله کې د اوبو د راټولېدو په سیمه کې د ځمکې نباتي پوښښ پراخېږي.
د چکډمونو ډولونه
د موخو له مخې چکډمونه په دوو ډولونو وېشل کېږي:
الف: دایمي چکډمونه
ب: موقتي چکډمونه
الف: دایمي چکډمونه
دایمي چکډمونه هغو بندونو ته ویل کېږي چې د اوږدمهالو موخو لپاره جوړېږي. دا ډول چکډمونه ډېری وخت له اوسپنېکانکریټ، کانکریټ، مصالهلرونکې سنګکارۍ او ګبیوني بکسونو څخه جوړېږي.
ب: موقتي چکډمونه
موقتي چکډمونه له لرګیو، وچې سنګکارۍ یا بولډرونو څخه جوړېږي او ډېری وخت د لنډې مودې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د لرګیو چکډمونه (Brushwood Check Dams)
د ونو له څانګو او لرګیو څخه د چکډمونو جوړول تر ټولو ساده او ارزانه لاره ده. بزګران کولای شي د سیمې د شته موادو په کارولو سره دا بندونه جوړ کړي.
دا ډول بندونه د هغو کوچنیو درو (Gullies) لپاره مناسب دي چې له ۱ څخه تر ۲ مترو پورې ژوروالی لري.
په عمومي توګه، کوچني لرګین بندونه په دوو ډولونو جوړېږي: په یوه ډول کې د لرګیو ستنې په یوه قطار او په دویم ډول کې په دوو قطارونو کې لګول کېږي.
د لرګیو چکډمونو د جوړولو لپاره د هر ډول ونو له لرګیو څخه ګټه اخیستل کېدای شي؛ خو باید دې ټکي ته پام وشي چې د هغو ونو څانګې ډېرې وکارول شي چې د قلمو په بڼه د بیا شنه کېدو امکان یې زیات وي.
د لرګیو ستنې باید د ۱۵ سانتيمترو په اندازه په ځمکه کې ښخې شي. د بند شاته برخه باید له خاورې ډکه او د بېلچې په مرسته ټمبه شي، ترڅو یو مقدار اوبه یې تر شا زېرمه شي. همدارنګه، د چکډم لاندې برخه هم باید ټمبه شي، ترڅو د باران پر مهال ژر ونه وینځل شي.
د وچې سنګکارۍ (له مصالې پرته) چکډمونه
په هغو سیمو کې چې د ډبرو او تیږو طبیعي سرچینې پکې ډېرې وي، د خوړونو (سیلابرو) د بستر د تخریب د مخنیوي لپاره له تیږو څخه کوچني کنټرولي بندونه جوړېږي. دا بندونه ډېر اقتصادي دي او د جوړولو ټکنالوژي یې هم ساده ده؛ یعنې له پرمختللو او عصري ماشینونو پرته هم جوړېدای شي.
د وچې سنګکارۍ یا سنګچینۍ چکډمونه باید په هغو شېلو یا سیلابرو کې جوړ شي چې د اوبو د راټولېدو ساحه یې له ۲ کیلومتره مربع څخه کمه او د شېلې اوږدوالی یې له ۱۰۰ مترو څخه زیات وي.
د وچې سنګکارۍ د چکډمونو لوړوالی تر یو متر او ژوروالی یې تر ۰.۵ مترو پورې ټاکل کېږي. د پرچاوۍ ضخامت یې له ۰.۵ څخه تر ۰.۷ مترو پورې په پام کې نیول کېږي.
په دې ډول چکډمونو کې سنګچیني داسې ترسره کېږي چې د ساختمان پورتنۍ برخه عمودي وي او د ودانۍ لاندې برخې ته ۲۰ سلنه مېلان ورکول کېږي.
دا ډول چکډمونه له لویو بولډرونو څخه هم جوړېږي، چې د بولډر چکډم په نوم یادېږي. د وچې سنګکارۍ له چکډمونو سره یې توپیر دا دی چې بولډر چکډمونه د اوږدمهالو موخو لپاره جوړېږي.
ګبیوني چکډمونه
ګبیوني چکډمونه په هغو سیمو کې جوړېږي چې بولډرونو یا لویو تیږو ته لاسرسی محدود وي. دا چکډمونه له مکعبي شکله ګبیوني بکسونو څخه جوړېږي. په دغو بکسونو کې داسې تیږې اچول کېږي چې قطر یې د ګبیوني جال د سوریو له اندازې یو نیم چنده وي.
د اقتصادي ګټې ترڅنګ، د ګبیوني چکډمونو یوه مثبته ځانګړنه دا ده چې پرچاوۍ ته اړتیا نه لري؛ ځکه اوبه د جال او تیږو له منځه چاڼېږي. خو په عین وخت کې اوبه تم کوي، د ځمکې مېلان او د سېلابونو شدت کنټرولېږي، رطوبت زیاتېږي او شنې ساحې پراخېږي.
د ځمکې د سطحې د شکل ورکولو یا د سطحې د بدلون او سمون میتود
په دې میتود کې ساختماني، کیمیاوي او مصنوعي مواد نه کارول کېږي، بلکې یوازې هڅه کېږي چې د ځمکې د خاورې په عادي ټمبه کولو سره د ځمکې لاندې قشر ته د اوبو د فلټر کېدو او جذب مخه ونیول شي. په دې ترتیب د باران اوبه د ځمکې پر سطحه جریان پیدا کوي.
دا طریقه ډېری وخت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي. په دې طریقه کې د ځمکې لاندې اوبو تغذیه یا د ځمکې تل ته د اوبو تزریق په پام کې نه نیول کېږي، بلکې هڅه دا وي چې د باران اوبه د ځمکې لاندې قشر ته فلټر نه شي او راټولې شوې اوبه مستقیماً فصلونو یا نباتاتو ته ورسېږي.
د ځمکې د سطحې د بدلولو په طریقه کې د اوبو د راټولېدو د ساحې پورتنۍ برخه، یعنې (Upstream)، ټمبه کېږي او د ټمبه کولو پر مهال د ځمکې سطحې ته مېلان ورکول کېږي، ترڅو د فلټر کېدو مخه ونیول شي او اوبه د اوبو د راټولېدو د ساحې لاندې برخې، یعنې مطلوبې کرنیزې ځمکې، پر لور جریان پیدا کړي.
دا میتود ډېری وخت په هغو سیمو کې ښه کار ورکوي چې د اورښت یا باران اندازه پکې کمه، خو د باران شدت پکې زیات وي.
په درنښت
ماخذونه
Figure 66: Land levelling using animal traction
References:
2. Brady, N.C. and R.R. Weil. 2002. Elements of the Nature and Properties of Soils. Pearson Prentice-Hall, New Jersey, USA.
4. Reddi, G.H. Sankara and T. Yellamenda Reddy. 1995. Efficient Use of Irrigation Water. Kalyani Publishers, New Delhi, India.
Irrigation, 5th Edition, Muhammad Irfan Khan Yousafzai, Claude H. Pair, editor, published by the Irrigation Association, 1983.
Trickle Irrigation for Crop Production, F. S. Nakayama and D. A. Bucks, editors, published by Elsevier, 1986, ISBN 978-0-444-42615-4.
S. Blass, Water in Strife and Action (Hebrew), published by Massada Limited, Israel, 1973.
Maintenance Manual, published by Jain Irrigation Systems, 1989.
https://www.unccd.int/cso/green-earth-organization
Green Earth
National Geographic Environment: Water Pollution Is a Rising Global Crisis. Here’s What You Need to Know.
National Geographic Environment: Marine Pollution, Explained.
Jerry A. Nathanson, Artificial History، https://www.britannica.com/technology/wastewater-treatment/Flow-rates
محیط زیست – تقیزاده انصاري، مصطفی