ژباړه: نسيمه باري –
د ظفر شاه يوه انډيوال يو سړی تر لاس نيولی او د هغه مېلمستون ته يې راوست. ويل دا د قرآن حافظ حسين نومېږي او ډېر بزرګ سړی دی. دی که څه هم په سترګو نه ويني، خو خدای د زړه سترګي ورکړي دي، ډېر رسنده او کامل پير دی. ظفرشاه چي پیرانو ته ډېر اخلاص او درناوی درلود په دې کار ډېر خوشاله سو، هغه و چي حافظ ته يې په خپل مېلمستون کي ځای ورکړ.
ظفر شاه سید و، خو هغه داسي احساس کاوه لکه پوره سيد چي نه وي. يوه ورځ يې له حافظ څخه وغوښتل چي له هغه څخه پوره سيد جوړ کړي. حافظ خپلې بې نوره سترګي وغړولې او په ډډ اواز يې وويل: ته بايد د دې کار لپاره د غوث الاعظم دستګير څخه اجازه واخلې، تر لوی ځوان قربان سم، هغه ته خو ملايکي لا سلام کوي
– ستا قربان سم، ته خو هم لوی پير يې، لوی ځوان ته زما سپارش وکړه چي ما پوره سيد کړي
– سمه ده، خو زه مجبوره يم چي د دې کار لپاره چله ولګوم
– ستا قربان سم که تا ته زحمت نه وي، نو ددې خادم لپاره چله ولګوه
– ښه سمه ده زه به فکر وکړم.
حافظ یوه اوونۍ وخت وغوښت چي په دې اړه فکر وکړي. ظفرشاه هم په دې جريان کي پر حافظ ډېر پام کاوه. څنګه چي به سهار حافظ له خوبه راکښېنوست، نو ظفر به يو پاو بادام، شيدې، پيروی (قيماق) او هګۍ ورته چمتو کړي وې. غرمه به يې سرې کړي غوښې ورکولې، ماځیګر به یې د پيروي ( ملايي) چايي او ماخوستن به یې یو پوره سور کړی چرګ ورکاوه. غوړي ډوډۍ همداسي رواني وې چي يوه ورځ حافظ ظفرشاه ته وويل: چله پوره سوه او نتيجه يې ښه ده، اوس غیبي ږغونه اورم
– قربان مو سم څنګه ږغونه اورئ؟
– ستا په اړه ږغونه اورم
– ښه، ښه، قربان مو سم، نو راته ويلای سئ چي زما په اړه څنګه ږغونه اورئ؟
– ته اوس په دې اړه نوري پوښتني مه کوه، بيا درته وايم
– سمه ده قربان مو سم، بخښنه غواړم.
حافظ صاحب په داسي حال کي چي د چرګ پښه يې په غاښونو شکوله ظفرشاه ته وويل: خبره دا ده چي ته په اصل کي منکر یې، نو داسي وکړه چي ما يو څا ته وروله
– پير صاحب ستا قربان سم، زه قسم په خدای که منکر يم، ستاسي هر امر ته په اخلاص ولاړ يم
– زه غواړم چي تاته خپل امتحان درکړم، ما يوه څا ته بوزه
– څا؟ نو هلته به څه وکړو؟
– هلته به د څا له تل څخه پر ما ږغونه وسي او بيا به څا تر خولې پوري له اوبو ډک سي، دا راته ووايه چي ته خو به نه وېرېږې؟
ظفر شاه که څه هم د دې خبري په اورېدو ووېرېده، خو ځان يې ناګاره واچاوه، ويل نه صاحب نه وېرېږم. کله چي ستاسي غوندي لوی پير راسره وي ولي به وېرېږم. حافظ صاحب چي د چرګ اخيري ټوټه غوښه تر ستوني تېره کړه، ظفر شاه ته یې وویل: اوس اول زما لاسونه راپرېوله او بيا درځه چي څا ته لاړ سو.
ظفر شاه لومړی د حافظ لاسونه ورپرېولل او بيا يې هغه ليري په دښت کي يوه څا ته بوت. ظفر شاه ځان په پټو کي ونغښت او د څا پر غاړه د حافظ څنګ ته کښېناست. حافظ ناببره لويه چيغه کړه، ويل څو ګامه ليري کښېنه، زه وظيفه شروع کوم، داسي نه وي چي د څا اوبه راپور ته سي او ته وډار سې. ظفر شاه له ډاره لس ګامه شا ته سو او حافظ وظيفه پيل کړه.
حافظ تر دې مخکي ظفر شاه ته ویلي وه چي شل کيلو وریجي، لس کيلو بوره او یو پاو تور مرچ برابر کړي. ظفر شاه دا شيان مخکي لا برابر کړي او حافظ په پټو کي تړلي ول. حافظ له ځانه سره داسي ګډي وډي خبري کولې چي څوک نه په پوهېدل، بيخي لکه بله ژبه چي وي. ظفرشاه تر ډېره ورته کتله، خو نه د څا له تل څخه چا خبري ورسره وکړې او نه د څا اوبه راپورته سوې. حافظ له پټو څخه وریجې، بوره او تور مرچ راوایستل او څا ته يې ورواچول، خو بیا هم هيڅ څه پېښ نه سول، په څا کي هماغسي چوپه چوپتيا وه. ناببره د حافظ ږغ بدل سو او په لوړ اواز يې وویل. ظفر شاه باید بل ښار ته بوزئ او بايد پنځه سوه روپۍ ځني واخلئ. ظفر شاه ژر پنځه سوه روپۍ له جیبه راوایستې او حافظ ته یې ورکړې. حافظ په درد وويل: ته په دې پنځه سوه روپيو پر ما احسان کوې ها؟ ظفر شاه په عاجزۍ ورغبرګه کړه: بخښنه غواړم پير صاحب احسان نه درباندي کوم، ما خو يوازي ستاسي امر پر ځای کړ. د حافظ لهجه لږ نرمه سوه او زياته يې کړه: ګوره ژمی راروان دی، ماته يو بالاپوښ او يوه قره قلي خولۍ رانيسه . ظفر شاه د مريي په شان وویل: قربان مو سم، درځئ چي همدا اوس يې درته واخلم. ظفرشاه فکر کاوه چي د يو کامل پير خدمت کوي او په دې ډول يې ځان ډېر نېکمرغه باله.
څو ورځي وروسته ظفر شاه د حافظ سره په خپل مېلمستون کي ویده و چي د يو چا اواز يې واورېد. په کوټه کي يې شاوخوا وکتل، ګوري چي حافظ په خوب کي وايي: حکم وسو، همدا اوس حکم وسو چي بايد له ظفر شاه څخه درې سوه روپۍ واخیستل سي او په هغه پيسو د يوه مسلمان ورور د سترګو علاج وسي، که داسي و نه سي نو هغه به هم زما په شان ړوند سي.
ظفر شاه حافظ ته ډېر ژر درې سوه روپۍ ورکړې. حافظ خپلي بې نوره سترګي وغړولې، پيسې يې جېب ته واچولې او ظفر شاه ته یې وویل: اندېښنه مه کوه چي ستا پيسې به وخورم، قرض حسن يې وبوله. زه په کور کي دوولس سوه روپۍ لرم، کله چي کور ته ولاړم ټولي پيسې دي بيرته درکوم. ظفر شاه د دې خبري په اورېدو سخت شرمنده سو، په خواره خوله يې وويل: نه نه پير صاحب پيسې بيرته مه راکوئ، ستاسي خدمت خو پر موږ پور او فرض دی.
ظفر شاه د حافظ خورا ډېر خدمتونه وکړل، خو هیڅ نتیجه یې ور نه کړل. ځيني وخت به ظفر شاه داسې احساس وکړ چي اوس نو دی په بشپړه توګه سید سوی دی، خو ده په ځان کي داسي بدلون نه احساس کاوه چي ګواکی دی دي پوره سيد سوی وي. بيا به يې د دې کار پړه پر ځان اچوله او له ځان سره به يې ويل چي د پير صاحب سم خدمت يې نه دی کړی، ځکه يې د زړه مراد نه پوره کېږي، هغه و چي حافظ ته يې د غوړو ډوډيو ورکولو لړۍ همداسي جاري وساتله .
یوه ورځ د ظفرشاه زړه ډېر تنګ سو، ويل پير صاحب زما د زړه مراد به کله پوره کېږي؟ حافظ په ډېر فاتحانه انداز ورغبرګه کړه: ما ستا لپاره ډېري چلې ولګولې او الله (ج) ته مي ډېري زارۍ وکړې، خو دا چي تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې داسي ښکاري چي الله (ج) ستا څخه ناراضه دی. رشتيا راته ووايه چي تا په خپل ژوند کي کومه ګناه کړې ده؟ ظفر شاه چورتونو په مخه کړ، تر ډېر فکر کولو وروسته يې وويل چي ياره پیر صاحب ما خو داسي هیڅ ګناه نه ده کړې. حافظ بيا وپوښتل: خامخا دي داسي ګناه کړې ده چي خدای (ج) درڅخه ناراضه دی او ستا د زړه مراد نه پوره کېږي. ظفر شاه تر لږ چورت وهلو وروسته وويل چي هو يوه ګناه مي کړې ده. يوه ورځ مي زموږ د ملا صاحب له جېب څخه يوه روپۍ غلا کړې ده. حافظ وخندل، ويل نه دا دومره ګناه نه ده، ته ښه فکر وکړه، کوم وخت خو به دي نجلۍ ته په بده سترګه نه وي کتلي؟ په دې وخت کي د ظفرشاه رنګ ژيړ سو، په بنده بنده ژبه يې وويل: پير صاحب ستا قربان سم، اوس مي را په ياد سوه، يو وار مي يوې نجلۍ ته د شهوت په سترګه کتلي دي.
– ښه نو هغه نجلۍ څوک وه او څه نومېږي؟
– هغه بلقيس نومېږي او زما د اکا لور ده
– بلقيس اوس چېري اوسیږې؟
– زموږ سره په کور کي اوسیږي
– نو ته غواړې چي له هغې سره واده وکړې؟
– هو غواړم چي واده ورسره وکړم، کوزده مو مخکي لا سوې ده
حافظ له درده سور او شين واوښت، ويل ورسه بلقیس راوله، زه غواړم چي خبري ورسره وکړم. بدمرغه کاشکي دي مخکي دا خبره راته کړې وای، ما به ولي دومره ډېري خوارۍ ايستلای. ظفر شاه حیران و چي بلقيس ته څنګه ووایي چي د پیر صاحب لیدو ته دي راسي، خو اخير مجبور ه سو د بلقيس خوني ته ورغی. په دې وخت کي بلقیس د یوه ناول په لوستلو بوخته وه. کله چي يې ظفر شاه ولید، نو وار خطا سوه، ويل خيريت دی، څنګه زما خوني ته راغلې؟
ظفر شاه په بنده ینده ژبه ورته وویل: هو خيريت دی، پیر صاحب غواړي چي ستا سره يو څو خبري وکړي. هغه يو لوی بزرګ دی، کېدای سي چي له هغه سره لیدل زما او ستا دواړو لپاره خير وي.
بلقیس په خندا وويل: نه پوهیږم چي ته څنګه او ولي پر داسي شيانو باور کوې ها؟ ظفر شاه ټينګار وکړ، ويل خير دی، ړوند سړی دی، له ده سره ليدل هيڅ بد کار نه دی.
حافظ د چلغوزو په خوړلو بوخت و چي د قدمو ږغ یې واورېد، ويل ظفر شاه ته يې او نجلۍ هم درسره ده؟ ظفر شاه ويل هو پير صاحب زه يم. حافظ په خپلو بې نوره سترګو بلقيس ته په ځیر ځیر وکتل او بيا يې وويل چي زما مخ ته کښېنه! بيا يې ظفر شاه ته مخ ورواړاوه، ويل اوس به ستا د زړه مراد پوره سي، زه به نجلۍ ته وظيفه وروښيم، د الله (ج) په فضل سره به ټول کارونه سم سي.
ظفر شاه ډېر خوشحاله سو، ښه ډېره میوه یې راوغوښتل او بلقیس ته یې وويل چي تر څو د پير صاحب وظيفه پای ته رسېږي ته بايد د ده ښه خدمت وکړې. حافظ ظفر شاه ته وویل چي تا زما ډېر خدمتونه وکړل، زه هم نن غواړم چي تا خوشاله کړم، ته ورسه له بازار څخه یوه د خاورو کوزه،یوه توله چونه او څلور تولې نوشادر راوړه.
ظفر شاه په منډه بازار ته ولاړ او د حافظ د خوښي شيان يې رانيول، خو کله چي کور ته راغی، نو ګوري چي د کور دروازه خلاصه پاته ده، ګوري چي په مېلمستون کي هيڅوک نسته، کله چي کور ته ننووت، نو ګوري چي بلقیس هم په کور کي نسته.
د سعادت حسن منټو نوي ژباړې کتابونه لړۍ؟
Pdf