جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeادبلنډه کیسهپرديسي (لنډه کیسه) احسان الله ارینزی

پرديسي (لنډه کیسه) احسان الله ارینزی

  د ۳۶ کاله مخکې لنډه کیسه

په ډيلې كې مې د استوگنې يوولسمه روځ وه چې د ( اپوگر) په لوى پارك كې له وزير سره مخاخ شوم. ښه په خوند روغبړ مو وكړ. كه څه هم چې ما په ډيلي كې په دې لنډه  موده كې ډېر افغانان ليدلى وو؛ خو د وزير په لېدو ډېر خوشاله  شوم؛ ځكه په كابل كې مې هم ورسره پېژندل او كله نا كله به مو بنډار كاوه.

دى همغه وزير و. هېڅ بدلون نه و پكې راغلى. زموږ د وطن او زما د ښار او زموږ د كوڅې وزير. كله چې دى په وطن كې و، ډېرو خلكو دا خبرې ځينې اورېدې:

– دلته ژوند تدريجي مرګ دى … دا وران وطن… دا ويجاړ وطن!

او چې يو نيم چا به پوښتنه ترې وكړه:

– نو څنګه وكړو؟

ده به په غوسه ورته وويل:

– له دې ځايه  تېښته په كار ده … دا هېڅ د ژوند ځاى نه دى… دلته هېڅ تمدن نشته!

وزير به تل ويل چې له دې وران ملك نه د باندې، هرځاى ژوند شته، تمدن شته، خوښي شته …

بيا به يې سوړ اسويلى ويست  او وبه يې ويل:

– خو دلته هېڅ نه شته … له دې ځاه  تېښته په كار ده.

زما په حساب وزير څو مياشتې مخكې له خپلې ميرمنې او كمكۍ لور سره يو ځای وطن پرېښود او د كابل د سپرليو خوندورې وږمې يې، د ډيلي په سوزنده او بې خونده تودوخه بدلې كړې او ځان يې پرديسي كړ.

وزير تر جوړ تازه وروسته سملاسي په خندا شو او وېې ويل:

– ته هم راغلى !؟

او بې له دينه چې ما ځواب ته پريږدي، وېې ويل:

– اخر ټول راځي … ما خو درته ويلي وو چې له هغه ځايه  تېښته په كار ده!

ما ورته وويل:

– زه د درملود پاره راغلى يم.

ده بيا هم وخندل او وېې ويل:

– ټول په اول كې يو څه وايې… په هر نامه چې وي خلك له هغه ملكه تښتي!

او زياته يې كړه:

– هغه ډېر وروسته پاتى ملك و… جګړې نور هم ويجاړ كړ… هلته ژوند تدريجي مرګ و.

تر ډېرو خبرو وروسته، وزير خپله پته راكړه او ټينګار يې وكړ چې ماښام كور ته ورشم. زه په دې بلنه ډېر خوشاله شوم؛ ځكه چې د لنډو روځو مسافرئ او يوازيتوب او د روغتونونو لالهاندې ستوما نه كړى وم.

***

ماښام مهال و چې د زاړه ډيلي د ( بليماران) په تنګه كوڅه كې، د يوې ودانۍ په دريم پوړ كې د وزير كور ته ورسېدم. دوى كوچنۍ كوټې يې په كرايه نېولې وې. د خونې هوا توده او نمجنه وه .

د وزير كمكۍ لور ناروغه  او پړمخې پرته وه.

مور يې وويل:

– دا يې د تبې څلورمه روځ ده… ماشومه چور ويلى شوه… دا تودوخه هېڅ د زغم نه ده.

بيا يې خپل خاوند ته وكتل او وېې ويل:

– زه د لته ډېره خپه يم. پوره ستومانه شوې يم. كشكې بېرته تللې واى.

وزير ما ته وكتل او وېې ويل :

– وينئ… دا نه هلته په كابل كې ښځه وه او نه دلته!

ما ته د دوى د ژوند بهير پوره څرګند و. كله ناكله به يې په كوچنيو خبرو شخړه وه.

زه لا نه پوهيدم چې څه ووايم چې بيا د وزير غږ پورته شو:

– ما خو په كابل كې درته ويلي و چې زه هلته له ژونده بېزاره شوى وم. ځوان وم، پيسې مې درلودې، ښايسته وم او ځان ته مې دا حق وركاوه چې خوشاله ژوند وكړم. وخت ښه تېر كړم او…

زه يې په خبرو كې ګډ شوم او ومې ويل:

– ژوند دې بد نه و، كور دې درلود، پلار دې ژوندى و، لكه همغسې چې تا وويل پيسې دې درلودې… دا ده شكر ښځه لرې، لور دې شته او…

ده په خندا زما خبرې غوڅې كړې او وېې ويل:

– دا شيان بس نه دى. هلته مې سا بنده- بنده  كېده. په هغه وروسته پاتې ملك كې ژوند كول عبث وخت تېرول وو. زه ډېر ازاد ژوند غواړم، هره شيبه بايد ښه تېره شي.

بيا يې خپلې ښځې ته وكتل او وېې ويل:

– لكه په غرب كې !…

او ما ته ځير شو:

– ژوند هلته ژوند دى … څه نه دي چې نشته… تا نه دي ليدلي. د ځمكې د مخ جنت دى جنت!

ښځې يې ورته وويل:

– نو بيا دې دا دومره وخت په هغه ملك كې څه كول؟ له اوله به هملته تللى وې، غرب ته. هغه ځاى چې ته يې ارمانجن يې او زه دې بيا څه كولم؟ داسې ښكاري چې تا واده او د كور ميرمنې ته اړتيا نه درلوده. ستا چې چېرته ښه هلته شپه. نن دلته، سبا هلته!

 وزير په كراره وخندل او وېې ويل:

– لكه چې بيا دې شور ته ملا تړلې؟…

او ما ته يې وكتل:

– زموږ هره روځ شور دى . زه يو څه وايم او دا بل څه. نه پوهيږم څه وكړم؟ اصلاً زما پلار غلط شوی و، زه او دا ښـځه ډېر سره ليرې ياستو!

ښځې يې په قهر ورته وويل:

– زه هم همدا وايم . زه او ته په رښتيا چې ډېر سره ليرى يو. زه د (كور) ښځه يم او ته د (بازار) سړى!

زه  پوه شوم چې  دوى بيا سره شول. دوى په كابل كې هم همداسې وو. په لږ خبره به يې شور و. ښځې به ميړه ګرم باله اوميړه ښځه. ده به په ښځه بد ويل او ښځې په مېړه. ښځې به ځان تر نارينه ښه باله او نارينه تر ښځې؛ ځكه مې هڅه وكړه چې د دوى د ناندريو مخه ونيسم . كله چې دوى لږ غلي شول، ښځې وژړل او ما ته يې وويل:

– تا ته خو زموږ د ژوند ټوله كيسه معلومه ده. دا اووه- اته كله ما داسې تېر كړي لكه  په اور كې. هره روځ ناندرې، هره روځ ترخې خبرې او هره روځ شور.

ما ورته وويل:

– ګوره زه ناروغ يم  او د درملو له پاره راغلى يم. هيله كوم چې زما د پاره كراره شه.

دې وويل:

– ته؛ خو په دې پوهيږي چې اته كاله مخكې مې له وزير سره واده وكړ. په تقدير كې به همداسې ليكل شوي و. زموږ له گډ ژوند نه يو كال تېرشوى و، چې پوه شوم چې په سينه كې مې دوه زړونه درزيږي او لنډه موده وروسته مور شوم، ګيډۍ وزيږيده. دا ټوله كيسه  ستا د سترګو په وړاندې تېره شوه، ته زموږ په ژوند ښه خبر يې.

دا وخت يې خپله ناروغه كمكۍ لور له ځمكې نه پورته كړه او وېې ويل:

– زه مې هره شپه خپله لور په همدې كيسه ويده كوم او ورته وايم چې ته دې خپل مالي ښه وپېژنه. همدې و چې زما په زړه كې يې ستا تخم وشينده؛ خو بيا يې خپل كښت پرېښود او د پرديو په غم كې ډوب شو. هغه ځان د هوسونو په سيند لاهو كړ اود نورو په سترګو كې د نيكمرغۍ په لټه پسې ورك شو.

د ښځې  خبرو ډېره اغيزه راباندې وكړه؛ ځكه مې سگرټ بل كړ او وزير ته مې وكتل، غوښتل مې چې په هغه باندې د دې خبرو اغيزه ومومم. لكه چې هغه هم زما په نيت پوه شوى و:

– زه دا خبرې نه منم. زه له خپله ژونده ستومانه يم او ډېر ليرې ځم. له ملكه وتښتيدم چې هرڅه هيركړم؛ خو دا ښځه او هغه ګيډۍ ما نه پريږدي. همغه ويناوې، همغه څيرې او همغه ستومانونكى ژوند! زه دلته هم په ځنځيرونو كې ښكيل يم؛ خو زه ځوان يم، تكړه يم، پيسې لرم او دا ټول ما ته دا حق راكوي، چې ځان پوره ازادي ته چمتو كړم. زه بايد خپل وخت حرام نه كړم، تېرې شيبې بېرته نه راگرزي!

ښځې سوړ اسويلى ویست، ورو يې خپلې اوښكې پاكې كړې او پاڅيده چې ډوډۍ راواخلي.

***

دوه اونۍ وروسته په ( جيون هسپتل) كې بستر وم. ما بايد يوه مياشت په روغتون كې تېره كړې واى. ما ته داسې ايسيده لكه د خپل وطن په كوم روغتون كې چې پروت وم. تر نيمايې ډېر ناروغان زما د وطن خلك وو.

يوه روځ د روغتون په بڼ كې ګرزيدم چې د وزير په ميرمن مې سترګې ولګېدې. سملاسي مې پوښتنه  ترې وكړه:

– خيریت دى… دلته څه كوي؟

هغې خپلې اوښكې پاكې كړې او وېې ويل:

– گيډۍ ډېره ناروغه ده … تبه يې روځ په روځ پورته ځي.

او وېې ويل:

– وزير لاړ!…

ما په بېړه پوښتنه ترې وكړه:

– چېرته لاړ؟

مړې اوښكې يې تويې شوې او وېې ويل:

– هغه ځاى ته چې ډېر يې ارمانجن و!

ما په تعجب ورته وويل:

– څنګه لاړ؟… تاسو يې چا ته پرېښودې؟

دې وويل:

– تقدير ته؟!… يوه شپه ناوخته راغى او وې ويل چې سبا ته ځي. بس همدا يې ويل چې عبث ژوند نه شم تېرولاى. پنځه روځې ځواني ده… ده حتى خپل كښت ته هم ارزښت ورنه كړ، ګيډۍ يې هم ناروغه او پرديسه پرېښوده. هغه د شنو سترګو او طلايې ويښتانو شوق ليونى كړى و…

دا وخت ما د دې خبرې پرې كړې او پوښتنه مې وكړه:

– اوس ته دلته بستر يې او كه گيډۍ؟

دې وويل:

– كه رښتيا درته ووايم، دواړه. ګيډۍ د تبې په اور كې سوځې او زما په  زړه  باندې هم اور بل دى. ژوند ډېره بدمرغى راباندې راوستې ده. اوس دلې د گيډۍ ناروغي ټال كړى يم او كه نه سمدلاسه بېرته ځم. ګيډۍ ډېره ناروغه ده. په خپل پلار پسې ډېره خپه ده، يوه شيبه يې نه هېروي. د لوبو گڼ سامانونه مې ورته پيدا كړي دي. هغه خپل پلار غواړي؛ خو پلار ميراث مړى يې نه پيدا كيږي. هغه نا ځوانه په پردي ملك پرديسان كړو.

خدازده چې زموږ خبرې به لا څومره اوږدې شوې وې، چې پرستاره راغله او زه يې د لاس په اشاره وغوښتم.

***

دې كيسې هك پك حيران كړى وم، خپله ناروغي مې څه كوي چې دې پيښې بيا له سره ناروغ كړى وم. درې روځې كېدې چې د وزير ميرمن بېسده پرته وه. راز- راز دارو درمل ورته ايښي وو: خو دا همغسې بسيده وه او په خوله به يې سپين ځګ درېدلى و.

پرستارې كيسه راته وكړه:

– دا دريمه روځ ده چې دا ښځه بېسده پرته ده، زورور شوك يې ليدلى دى.

ما پوښتنه وكړه:

– شوك؟

پرستاري ځواب راكړ:

– هو، شوك. دا ښځه خپله لور غواړي.

ما ورته وويل:

– لور يې ورته وركړى، هغه خو په همدې روغتون كې بستر ده.

پرستاري په تعجب وويل:

– دا څه وايې؟ نن د هغه كمكۍ جلۍ د مرګ درېمه روځ ده. درې روځې مخكې سهارى تبجنه جلۍ راپورته شوې وه او پلار- پلار نارې يې وهلې. لكه چې خپل پلار يې په خوب ليدلى و. بې وزله جلۍ له ځايه پاڅيدلې او د پلار په لټه له كوټې څخه د باندې وتلې وه، مور يې په هغه لومړې روځ دومره موږ ته وويل چې زه داسې وخت له خوبه ويښه شوم چې لور مې د دريم پوړ برنډې ته رسيدلې وه.

ما په بېړه  پوښتنه ترې وكړه:

– برنډې ته !؟…

پرستاري وويل:

 

– هو، برنډې ته. او تر هغه چې مور يې وردانګل، ماشومه د دريم پوړ له برنډې څخه لاندې غورځېدلې اوماغزه يې لور په لور شيندل شوى و!

زما سر وچورليد، د ټول بدن وينو مې د ماغزو په لور وځغستل، سترګې مې پټې- پټې شوې ، لاس او پښې مې كرخت شول او همدومره مې وويل:

– ځاى په ځاى مړه شوه؟

پرستاري ورو وويل:

– هو، ځاى په ځاى.

ورو مې شونډې بېرته شوې:

– نو دا شوك بې علته نه دى. هر څوك چې له داسې صحنې سره مخامخ شي، همداسې شوك ويني.

بيوزلې مور همغسې بيسده پرته وه، په خوله يې سپين ځگ درېدلى و او ورو- ورو يې دا كلمه تكراروله:

– اخ … پردیسي … ژونده… گيډ…ۍ ….گې….ډۍ…لورې!

پاى

۱۳۶۸/۳/۲

نوى ډيلى – هند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب