Homeخبرونهد هوايي ځواک تخنیکي ټیم څو څرخکې ترمیم کړې

د هوايي ځواک تخنیکي ټیم څو څرخکې ترمیم کړې

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د (میلټري) ویبپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو د هوايي ځواک د تخنيکي قطعې انجنيرانو درې  څرخکې بېرته ترميم کړې او فعالې کړې دي.

د افغانستان دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ترميم شوې الوتکې دوه Mi-17 څو منظوري څرخکې او يوه MD-530 سپکه جنګي څرخکه ده. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغو درېيو څرخکو لازم تخنيکي ازموينې بريالۍ تېرې کړې او تر ترميم وروسته يې لومړنۍ الوتنې په برياليتوب سره ترسره کړې دي.

د روان کال د سپتمبر په مياشت کې يوهMi-17 څرخکه په افغانستان کې د یوه غره په لمنه کې ولوېده. طالبانو هغه وخت تأييد کړه چې په الوتکه کې د دوی يو شمېر چارواکي سپاره وو. دا هیلي کوپترونه طالبانو وروسته له هغه ترلاسه کړل، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل او د پخواني حکومت د هوايي ځواک تجهيزات یې ونيول.

په وروستيو کې هم راپورونه خپاره شول، چې طالبانو د هند له‌خوا افغانستان ته ورکړل شوې Cheetal څرخکې بېرته فعالې کړې دي. هند د افغانستان له جمهوري حکومت سره د ښو اړيکو د جوړولو په موخه، د «هندوستان هوايي صنايعو شرکت (HAL)» له‌خوا په ۲۰۱۴ کال کې درې Cheetal  هیلي کوپترونه افغانستان ته ورکړي وو.

دغه الوتکې د فرانسې د Aerospatiale SA-315 Alouette II د جواز لاندې جوړ شوي HAL Cheetah ماډل پرمختللې بڼې دي. د بنسټيزې Cheetah په پرتله، چې د زړې 550 اسه ځواک Artouse IIIB انجن لري، Cheetal بڼه د نوې او اقتصادي Turbomeca TM333-2M2 انجن په وسيله چلول کېږي، چې 1100 اسه ځواک لري.

همدارنګه، د جون په مياشت کې طالبان وتوانېدل څو د امريکايي ځواکونو له‌خوا تخريب شوې UH-60A Black Hawk څرخکې هم تر يوه حده ورغوي.

د Scramble Magazine د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر ۲۷مې نېټې پورې، طالبانو لږ تر لږه ۱۶ بلک هاوک څرخکې او د هغوی روزنيز سمولېټرونه په بېلابېلو تخنيکي حالاتو کې نيولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...