د ادبیاتو په نړۍ کي تر ټولو تلوسه لرونکی اعلان نژدې دی، چي د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۹مه، یا تر هغه وروسته خو په ۲۰۲۵، کال د سویډن اکاډمۍ به د ادبیاتو د نوبل د جایزې ترلاسه کوونکی اعلان کړي.
دا نو هر کال د ادبي ټولنو، اکاډمیو، او هېوادونو د اټکلونو، هیلو او تودو بحثونو سره خورا ګرمه کیسه وي، څوک ناول لیکوونکي، څوک شاعران، څوک بیا د لنډي کیسې یا ډرامې لیکوالان، څوک بیا په ادبیاتو کي د مقالو او نوو موضوعاتو او ژانرونو لیکوالانو باندي لیکني کوي او په هر تلویزیون کي خورا تاوده بحثونه شروع وي. هم خوند لري او هم تشویق، هم تلوسه لري او هم احساسات او تر ټولو جالبه او د خوند خبره دا چي په ادبیاتو کي پر اثارو او لیکوالو دا میاشتو کي ښه په پیخر لیکني او څیړني کېږي.
په تېر کال کي دا جایزه د سویلي کوریا څخه تکړه لیکوالي “هان کانګ” یوړه، هان کانګ د شاعرانه نثر لکه د الفت نثرونه چي لولې، لکه د شپون ناولونه چي ګوري، لکه د علامه حبیبي د طلايي پاڼو ادبي ټوټې چي سره اړوي لکه د پسرلي د شعرونو وزن چي تلې، خو د پښتنو بخت دلته کوټه سوی دی، چي په دې جغرافیه او یا د نړۍوالو له ژبو څخه یا خپله لیري یو او یا خپل افکار مو نه خپله ورته ژباړو او نه هم داسي د خوند بنسټونه لرو، هی کاش…
او یا د یو څو بنسټونو د نه پاملرني له وجي زموږ د تکړه لیکوالو افکار تر دې جغرافیې محدودېږي، دا او دې ته ورته خبري خورا ډېري دي او لاملونه هم ئې خورا زیات دي، چي نه یوازي اطلاعاتو او کلتور ملامتیا بلکي تر ډېره د علومو اکاډمۍ نه پاملرنه هم دا کیسه محدوده کړې ده. خیر پر دې بل وخت خورا ښې د ثبتونو سره خبري کېدای سي.
د هان کانګ د نثر خبره مي کوله ددې نثر او یا د لیکوالۍ سبک جالب دی، چي پر انسان د تاریخي صدمو یا پېښو اغېزي او یا که مخ سوی وي، کوم څه پېښېږي، د انساني ژوند د نازکخیالۍ اړوند داسي رسامي کوي، لکه د پښتو شیدا چي په شعرونو کي بې جوړې دی، لکه نصیراحمد احمدي چي د تخیل اتشفشان دی. د هغې بریا اصلن د هغې قوي کیسې او د وړاندي کولو روښانه او سلسه انداز و. دا چي سږ به څوک دا ویاړ او لاړ ترلاسه کړي پر څو احتمالي لیکوالو خورا بحثونه ګرم دي:
۱ـ Haruki Murakami– هاروکي موراکامي:
د جاپان دی، دی د نړۍ په کچه د غیري واقعي یا که ووایم د ساینس فیکشن او له احساساتو او تلوسو ډکو افسانو یو مشهوره او محبوب لیکوال. په اړه ئې لینک کتلای سئ!
۲ـ Mircea Cartarescu– میرسیا کارټریسکو:
دا رومانیايي لیکواله ده، دا بیا د پیچلو، کیسو یا د مابعدالطبیعيت او د خوبونو یوه لید لرونکې لیکواله. نور څه ئې پر لینک:
۳ـ Anne Carson – ان کارسن
دا کاناډايي شاعره او لیکواله ده، چي هم پر کلاسیک ادب کار کوي او هم دواړي دورې یا برخي سره ګډوي مانا کلاسیک ادب په معاصر ادب کي داسي په کمال سره ننباسي یا مثالونه وړاندي کوي چي خپل ځانګړی سبک ئې ممکن یو وخت نړیوال شهرت پیدا کړي.
۴ـ Can Xue– دده په اړه مالومات نه لرم.
۵ـ Gerald Murnane–جیرالډ مورنان
دا آسټرالیا د یو فلسفي نثر د بېل سبک ماسټر دی.
۶ـ László Krasznahorkai– لاسزلو کرازناهورکای
دی د هنګري هېواد بلل کېږي، دی هم فلسفي او ژور ناولونه لیکي.
۷ـ Cristina Rivera Garza –کریسټینا ریویرا ګارزا
د لاتیني امریکا د مکسیکو بلل کېږي، په ادبیاتو کي د یوه نوښتګر نثر او د تاوتریخوالي پر وړاندي د ذهن او حافظې برخه بیانوي.
۸ـ Enrique Vila-Matas دا لیکوال هم نه پېژنم. خو نوم یی تاوبالا کېږي.
۹ـ Thomas Pynchon– توماس پینچون
دی امریکايي لیکوال دی د پوسټ ماډرنیزم په برخه کي پېژندل سوی دی.
۱۰- Salman Rushdie– سلمان رشدي:
هندی الاصله برتانوی دی، اصل کي، د جادویي ریالېزم یو انځورګر دی او د بیان د آزادۍ نه ستړی کیدونکی مدافع بلل کېږي. لینک ئې دا دی:
پسمنظر ته هم ولاړ سو!
نوبل جایزه د نړۍ له تر ټولو مشهورو او درنو نړیوالو جایزو څخه ده. دا جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چي د بشریت د خیر، علم، سولې او پرمختګ لپاره مهم کارونه کړي وي.
د نوبل جایزې بنسټ اېښودونکی الفرید نوبل (Alfred Nobel) و. هغه یو سویډنی ساینسپوه، اختراع کوونکی او پانګوال و. نوبل د ډینامایټ اختراع وکړه.کله چي پوه سو د ده اختراع د جګړې لپاره کارېږي، ډېر پښیمانه سو او پرېکړه یې وکړه چي خپل شتمني دې د سولې او بشریت خدمت ته وکارول شي. په خپل وصیتلیک کي یې ولیکل:
“زما شتمني دې د هغو کسانو لپاره وکارول شي چي د بشریت لپاره تر ټولو زیات خدمت کوي.”
تر هغه وروسته دده د وصیت سره سم نوبل هر کال په شپږو اصلي (کیمیا، فزیک، طب، ادب و هنر، اقتصاد او سولي) برخو کي په سټاکهولم او اوسلو ښارونو کي وېشل کېږي. نوبل یو طلايي مډال، یو سند او بل هم نغدي پيسې دي.
له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۴ کاله نوبل وړوونکي ادیبان:
- ۲۰۱۰:ماریو بارګاس یوسا (پیرو/هسپانیا) – د ناول لیکونکي، سیاستوال او ژورنالیست
- ۲۰۱۱:توماس ترانسترومر (سویډن) – شاعر او مترجم
- ۲۰۱۲:مو یان (چین) – د ناول لیکونکی
- ۲۰۱۳:الیس منرو (کاناډا) – د لنډو کیسو لیکونکې ده.
- ۲۰۱۴:پاتریک مودیانو (فرانسه) – ناول لیکونکی
- ۲۰۱۵:سوتلانا الکسیویچ (بېلاروس) – د مستندو جوړوونکې او ادبیاتو لیکونکې
- ۲۰۱۶:باب ډیلن (متحده ایالات) – سندرغاړی او شاعر
- ۲۰۱۷:کازوئو ایشیګورو (بریتانیا/جاپان) – د ناول لیکونکي
- ۲۰۱۸:اولګا توکارچوک (پولنډ) – د ناول لیکونکې، شاعره او د رواني پوهې پالونکې(دا جایزه په ۲۰۱۹ کي اعلان سوه)
- ۲۰۱۹:پیټر هانډکه (اتریش) – د ناول لیکونکي، ډرامه لیکونکي او مترجم(دا جایزه په ۲۰۱۹ کي اعلان سوه)
- ۲۰۲۰:لوئیس ګلیک (متحده ایالات) – شاعره کوي
- ۲۰۲۱:عبدالرزاق ګورنا (تانزانیا/بریتانیا) – د ناول لیکونکی دی
- ۲۰۲۲:انی ارنو (فرانسه) – لیکونکې او استاده ده.
- ۲۰۲۳:یون فوس (ناروې) – ډرامه لیکونکې، ناول لیکونکې او شاعري هم کوي.
- ۲۰۲۴:هان کانګ.(د سویلي کوریا) ناول لیکوونکې ده.
یادونه: د هغه ورځي په هیله چي افغانان د دافغان لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو او په خاص ډول عالمانو ته یوه د نوبل غوندي جایزه رامنځته کړي، چي معیارونه ئې د نوبل غوندي وي.