جمعه, مې 3, 2024
Homeادبژبه او لیکدودلهجوي توپیرونه/ سیلۍ شینواري

لهجوي توپیرونه/ سیلۍ شینواري

سیلۍ شینوارې د کابل پوهنتون د څلورم کال محصله ده.

په هره ژبه کې مختلفې لهجې شته، پښتو ژبه هم راز راز لهجې لري خو بیا موږ معیاري یا لیکنۍ لهجه هم لرو چې باید د ژبې له عامو لهجو سره ګډه نه شي، که نه زمونږ د ژبپوهانو د کلونو کلونو څېړنې به له خاورو سره یو شي ځکه چې دا مختلفې لهجې د معیاري لهجې په املا ګرامر او هر څه پوره اغېزه کوي او آخر به ګورو چې ژبه مو په یوه کنډواله بدله شوې ده. د نړی نورې ژبې هم لکه پښتو بېلابېلې  لهجې لري، دا په دې معنا نه ده چې هر څوک دې په لیکنۍ بڼه هم خپله لهجه ولیکي ځکه د ژبې لیکنۍ بڼه د ژبې ګرامر او بنسټ دی او که په هره لهجه باندې لیکل وشي نو داسې به موږ د وخت په تېرېدو د معیاري لهجې اصول او قواعد بېخي ورک کړو.
ژبه یوه کسبي پدیده ده چې په ټولنه کې زده کېږي خو د ژبې لیکنۍ بڼه د ژبې ټاکلی ګرامر اصلاح کوي او په هره ژبه کې لیکل د ګرامر پوهاوی غواړي.
یوه پوښتنه چې دا ډېر وخت یې اورم دا ده چې شو باید ولیکل شي یا سو، شه یا ښه او په ځواب کې ویل کېږي چې دا قوم پرستي ده، دا پوښتنې مه کوئ.نه پوهېږم ولې په هر څه کې خبره قوم پرستي ته رسي تر دې چې د ژبې په ګرامر کې هم ……

د دې لپاره چې دا پوښتنه ورکه شي، باید د پورتنیو کلمو اصل او ریښه پیدا شي او یو معیاري لیکنۍ بڼه ورته وتاکل شي.
که د خپلې لهجې لیکل صحیح وي او زه په خپله شینواري لهجه لیکل وکړم نو د ژبې ګرامر به پکې معلوم هم نه شي، د بېلګې په توګه زه وایم
احمد لوبې که، احمد لوبې کوي
ملالۍ سبک یۍ، ملالۍ سبق وایي
لیلا ته ویه چې ډوډۍ پخه که، لیلا ته ووایه چې ډوډۍ پخه کړي
زه ښوونکي اووالم، زه ښوونکي ووهلم
تشی کړې؟؟؟،څه کوې

چې دا د لهجو اغېزې په ګرامر دي.همداسې ډېرې کلمې دي چې که سړی یې په خپله لهجه ولیکي نو د نالوستي ګومان پرې کېږی لکه:
زه اریانه یم چې احمد څنګه کامیاب شو، زه حیرانه یم چې……
پلوشې!! نوې جامې دې اومبارک شه، پلوشې!!نوې جامې دې مبارک
زه جامې اینځم، زه جامې مینځم او داسې نورې ډېرې بېلګې شته او که هر څوک داسې خپله لهجه ولیکي نو څه فکر کوئ هغه قواعد او ګرامر چې په ډېر زیارونو د ژبې لپاره وضع کېږي په ځای پاتې شي؟؟؟؟؟
څو ورځې مخکې یو چا په خپله لیکنه کې ټیکله لیکلې وه نو په غریب انتقادونه شروع شول چې ولې دې د ټیکلې معیاري بڼه نه لیکله؟؟؟په دې ټيکلې خو زیاد خلک نه پوهېږي؟؟؟دا زما په فکر غلطه خبره ده،چې نه پوهېږي پوه به شي خو دا مترادفې کلمې دي چې لیکل یې لا ژبه بډایه کوي،د لهجې بحث نه دی او داسې کلمې په نورو ژبو کې هم شته.
په آخر کې به ووایم چې اصلاح شوې او صحیح ژبه هغه ده چې راټوله شي او یو معیاري شکل ولري تر څو د یوې بلې ژبې سړی اسانه پرې  وپوهېږي.
که غواړو ژبه مو اصلاح کړو نو باید د یوې بلې ژبې ویونکي په سترګه ورته وګورو، هله به پوه شو چې ژبه مو څومره نیمګړې ده.

18 COMMENTS

  1. لیکوالې خورې ښو ټوکو ته مو پام شوی خداې دې لا ډیره پیاوړې کړه د خپلې ژبې په چوپړکې څومره ډیرې لیکنې چې د خپلې ژبې په اړه وشي هماغومره به د پښتنو خپلې ژبې ته پام راواوړي او سمون به پکې راولي
    په دې اړه زه هم د لوړو ټیټو سره مخ شوی یم او له یو شمیر ژبپوهانو سره مې پرې خبرې شوي
    لمړی ستونزه په دې کې ده چې د لهجو څخه مخکې زمونږ لیکدود په عربي لیکدود سم نه لیکل کیږي په دې اړه له یو ژبپوهه مې وپوښتل چې لیکدود کې ستونزه لرو هغه راته یو ټوکه وکړله چې ؛ د پښتو ژبې لیکل په عربي لیکدود داسې څه دي لکه دمشر ورور پرتوګ چې کشر ورور ته ورواغوندې: هغه ویل چې پښتو ژبه له عربي ژبې څخه ډیره بډایه ده د اوازو او نورو په توپیر او ټینګار یې کولو چې باید پښتو ژبه په لاتیني لیکدودولیکو چې پوره اوازونه او نړیوال انداز برابره شي هغه یو بیلګله د ترکي ژبې راکړله چې هغوي خپل لیکدود له همدې ستونزې بدل کړی همدا خبره استاد زیار سیب هم راته وکړله چې دداسې څه بیلګې ډیرې دي خو یوه به د (ی ګانو په اړه درته په ګوته کړم چې مونږ پنځه ی ګانې لرو ولی عربي او پاړسي یوه ی لري لکه تاسو چې خپل لومړی نوم په ښځینه (ۍ) لیکلی چې سم دی ولی دوهم نوم مو په (ي) لیکلی چې نارینه نوم جمع کیږي
    بل اړین ټکی دا دی چې د عربي هغه الیپ بې څې چې مونږ اړتیا نه ورته لرو خو بیا هم ولی دا ولیکو؟ د بیلګې په توګه ،،‌ذ، ض، ظ، په اسانه مونږ کولی شو یوازې ، ز، وکارو په دې کار به مونږ زمونږ ماشومانو او بهرنیانو ته چې پښتو زده کوي کار اسانه شي
    په اخر کې په لنډو ټکو کې باید دا ووایم چې مونږ میاري لهجې لیکدود نه لرو په دې اړه یو څو سمینارونه شوي چې یو لړ سمونونه یې
    کړي خو وروسته نیمګري پاتې دي
    په دې اړه که پښتانه یو کمپاین اوپه ځانګړې توګه تاسو د پوهنتون زده کونکي نن سبا رسنیو کې هم داسې کمپاین نه په سترګو کیږي کوم څه ته چې تاسو ګوته نیولې
    ستاسو د لا ډیرو لیکنو په هیله

  2. بختاني صیب ته دې خدای عمر ور کړي د ( ی) په باب یې د کا ڼي کرښه کښلې ده. وایي، له ی څخه لکۍ غو څه کړئ. ځکه چې په تلقظ کئ ۍ او ئ یو غږ دی نو څه حا جت چې یوې ته لکۍ یلې ته همزه لیکئ؟ لیک خو د وینا عکاسي ده نه ګرا مر

  3. درنې خورې شینوارۍ ! تاسو ډیر ښه نظرلرۍ…خو؛دا معیاري(ستندرت) ژبه به تاسوپه کابل کې چیرې وکاروۍ، په کوم ښونځي ،کوم پوهنتون،کوم دفتراوماموریت،کوم وزارت؟؟؟ په پوهنتون کې مودایران دمنصوریانو ،افشاریانو… ژبه باندې زدکړه او تفاهم کیږي.مونږ بیغیرله تانده کوم ځای لرو چه داسې په زغرده دې خپل نظر یا مطلب پکې په خپله ژبه وړاندې کوواو دوئ ئې د واوري اویائې دنشرکړي.دکابل په دفتروکې زموږ په ژبه څه چه زموږدمورپه نوم هم خنداوې کیږي.او څه وشول چه ؛چا ټکله ،یامړۍ ،اویانغد وویل ـ په اوسني شرایطوکې داټوله یوه ډوډۍ ده ،که څوک وږئ وي نوده ته داټوله خوندوردي۰۰۰
    رب تعالی دهغه ورځ راولي چه موږپه خپله معیاري ژبه بیغیر له کومې لهجې په سوله کې ژوندوکړو۰
    مننه ـ ژوندۍ اوسې۰

  4. بختانی سیب دې امین خدای تر ډیره مونږ ته ژوندی او ګړندی لري خو د ۍ او ئ په غږ په اړه باید مونږ ته سم بدیل راوړاندې کړي
    ۍ ښځینه مفرد په پای کې او ئ امریه لپاره استمالیږي ئ کې یو څه نور باس هم شته چې اوس وخت نه لرم درته ولیکم یوازې لاندې لیکه کې ورته پام شه څومره توپیر لري
    کشمالۍ ولیکم که کشمالی خپل نوم ته پام وکړئ…. پښتو دومره بډایه ژبه ده چې د ګل نارینه او ښځېنه توپیرهم پکې کیږي
    ستاسو ځواب په هیله

  5. شینواري اکا؟ ما خو صرف د مشر بختاني خبره یاده کړه. که خپل نظر یاد کړم نو زه خولا پښتو کې مو نث مذکر نه منم. اوس هم زموږ میدانؤ بلکه د غني په احمد زو کئ قرق نه کوۍ. : پلار مې مریض ده، مور مې مریضه ده. حتی خان قره با غي به ویل: اوم لمبر فرمان چې جمهوري نظام ایستلی ده.

  6. کشمالیه تاسو تر اوسه له دې خبر نه یاست؟؟ چې (ه) هم په پښتو کې دوه ډوله دي چې نارینه او ښځینه لري
    دهّ او ده
    زه خو ځکه وایم چې پښتو لپاره عربي لیک سم نه دی

  7. شینواری صیب
    زما تخلص غلط لیکل ټایپي ستونزه وه او بل تاسو د عربي تورو نه کارولو خبره کړې چې دا راته غلطه ښکاري.پښتو ډېرې کلمې د عربي دي.د یوې بلې ژبې کلمې راواخله او
    .بیا یې ذ په ز بدل کړه
    دا راته غلطه ښکاري خو که د پښتو سوچه کلمې وي،بیا خه خبره ده چې په پښتو تورو ولیکل شي
    مننه

  8. خالد وروره څه مو چې په ځان راوستي خپله مو راوستي
    پښتو مو خپله داسې کړي .مونږ پښتانه په کابل کې پښتو نه وایو نو بیا ولې له نورو ګیله کوو
    تر څو چې خپله څه ونکړو، همداسې به یو

  9. دتاريخ په اوږدوکې چې هرکله سيا سي،ټولنيزو شرايطو دا غوښتنه کړي چې پښتانه بايد د خپل ضرورت د پېژندنې په هکله سره يوشي او د يو ډول معياري ژبې د منځ ته راوړلو لپاره هم هلې ځلې شوى دي نژدې څلورنيم سوه کاله پخوا پير روښان هڅه وکړه چې دپښتنو لپاره په هغه وخت کې ليک دود رامنځ ته کړي ولې د هغه په وړاندې بيا اخون درويزه او دپير بابا نورو پيروانو دسياسي مخلافت تر څنګ دژبې او ادب په ډګر کې هم بله لاره ونيوله او د پښتو د املايي يووالي مخې ته خنډ شول. خوشالخټک هم پښتو املاېې اړخ ته پام وکړ او د ” رنځيري” په نوم اثر يي دې موضوع ته وقف کړ خو دهغه هڅې هم په کورنۍ پورې ډيرې محدودې پاتې شوې د غازي امان االله خان په وخت کې د پښتو ژبې د پرمختګ او ځواکمتوب لپاره ” مرکه د پښتو” جوړه شوه چې د پښتو ليکلو لاره کې ېې يو څه کار وکړيخو دغ کار هم بهرنيو او کورنيو دښمنانو له ناکامي سره مخامخ کړ لنډا داچې د پاکستان جوړيدلو هم د پښتو معاري کيدل له ستونزو سره مخامخ کر او له هغه وروسته هغو پښتنو چې وه پښتانه خو دوى به په دري خبرې کولې او له هغه نه ټيټ درباري پښتنو هم د پښتو د پر مختګ لپاره دوه مخي وه
    د جهاد په دوران کې اى اس اى داسې سياست غوره کړ چې د اسلام د سپېڅلې کلمې لپاره چا د پښتو نوم نه شو اخستلاى موږ پښتانه له بده مرغه يو عادت لرو چې يو پښتون مخ ته ځي بل ېې له پښو رانيسو او له هرڅه ېې خلاصه وو. زه فکر کوم چې د کابل پوهنتون په ارشيف او په تيره بيا د ادبياتو او غلوم بشري په کومه کوټه کې د ژبې معيار ي کيدلو په هکله لږ دروغ او رښتيا به وي
    د لهجو خبره د خبرو او اترو خبره ده چې د زده کړو معيارى ژبې سره بيا بايد توپير ولري ځکه چې هرقوم ځانته لهجه او د خبرو اصطلاحګانې لري. بښنه غواړم که کوم ځاى سهو او خطا شوى وي

  10. د ژبې معياري کيدل په کنډوالې پورې اړه نه لري، يوازې د ګرامر او نه ګرامر خبره هم نه ده دلته موږ بايد پر يوه قضيه باندې چې مشخص دلايل ولري. ځينې برخې ېې د ښاغلي شريف زاد په تبصره کې ډيرې اوچتې بريښي او نورو ته اړه نشته خو موږ بايد دخپلې ژبې پرمختګ لپاره عالمانه کار وکړو.
    مننه

  11. پرتوګ یې سوړي سوړي راوړو
    چې کومه سوړه یې ګنډم ژړا راځینه
    سیلۍ سیب او کشمالی سیب تاسو ته ما ټایپي یا بله تیروتنه نه ده په ګوته کړې یوازې همکاري مې کړې
    ستاسو د لا نورو لیکنو او مرکو په هیله

  12. خورې سیلئ شینوارۍ ! تاسو له یوې خوا دپښتو ژبې دسم ګرامراولهجې دعواکوئ اوله بلې خوا د زه مذکره (نارینه) کړې یم.زه یوه ښځه یم یعنې( مــــــونــث) زما دنوم په آخرکې (ه) ده،او تخلص مې ئې لکه عبدالله ــ عبدالله ،مربع کړئ۰۰۰۰
    بل داچه :په کابل کي موږپه پښتو ښوونه اوروزنه نلرو دانه زما ګناه ده نه ستا نه زمونږد ځوان او دراتلونکي نسل ! داستره (کبیره) ګناه زمونږ پخوانیو سلطانانو،باچاهانو،امیرانو ،سیاستوالوده ، چه تر کاره ئې چوکۍ اوسلطنت ته،نوم اونښان ته سترګې راوتې وي اوخپله ژبه ئې ترې هیره وي ۰زموږکوم ریس جمهور که پښتون هم وي په پښتو خبرې کړې ،یا ئې کوي .کوم یوه سمه پښتو لهجې نه کار اخستئ۰
    په درناوۍ سره ستا ورور نه ، ستـــاخـــــاورې خـــــــــور خــــــــــالــــــــده۰۰۰۰۰۰

  13. سلامونه
    خالدې خورې ډېره بښنه غواړم، روژه ده.تخلص ته مې دې فکر شوی او نوم ته نه نو ځکه مې ورور ګومان درباندې وکړ که نه په دې خو ماشوم هم پوهېږي چې خالده خځينه نوم دی،د ګرامر او لهجې خبره نه ده
    مننه

  14. او اتل وروره ژبې کنډواله کېده لهجه پورې اړه لري ځکه چې باید یوه پښتو د لیکلو لپاره ولرو او دا بېلابېلي لهجې د وخت په تېرېدو زمونږ ژبې ته ضرر رسولی شي نور تاسو خپل فکر دی
    مننه

  15. ما ټولې تبصرې چې دپښتو ژبې دسمون ادعا کوي ولوستلې.
    نوروته اوپخوانیوته دانتقاد ګوته نیسي وايي”دوی غلط وو او دوی غلط کړي دي”. له دې تبصرو څخه یو څوک ویلای سي چې ځیني خلک سیاسي او سمتي عقدې لري.
    پخوا حالات بل شان وو. اوس د ټیکنالوژي له برکته دپښتو ژبې دسمون او بډایني لپاره ډیر څه کیدای سي ، تیرو ته د ګرځیدو اړتیا نسته.
    خو که موږ ټول په دقت سره خپلې تبصرې ولولو نو متوجه به شو چې لومړی باید خپلې ګرامري او املایی تیروتنې اصلاح کړو. پرځای ددې چې نورو ته ښکنځل وکړو سمتي او سیاسي عقدې وکاږو. که مو دا کار وکړ نو دپښتو ژبې لپاره به مو څه خدمت کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب