شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعردوې غزلې/ شاعر سعید شینواری

دوې غزلې/ شاعر سعید شینواری

 

نرۍ څړيكه مې بيا په زړه كې تېره كه ځوانۍ

لاسونه د يو چا رانه چاپېره كه ځوانۍ

يو ترنګ ته مې دا مړې ګوتې مجبورې كه قربان

په ما د محبت كلمه تېره كه ځوانۍ!

دا ځل مې چاته كېنوه، په سترګو كې په زور

هغه له مانه هېره كه، دا هېره كه ځوانۍ

څو شپې خو دې زما په لانجه واړوه خالق

څو شپې خو دې خداى ماته داسې ګېره كه ځوانۍ

لفظونه د سعيد دې ماته راشي په الهام

اورونه مې په شونډو رابرسېره كه ځوانۍ!

…………………………..

د عقل د عروج د زمانې ملنګه واه

عجبه په لفظو كوې كانې ملنګه واه

ظاهر دې په شليدلي ګريوان غرونه زنګول او

ساتلې دې په زړه كې خزانې ملنګه واه

څه ښه دې د پېغلوكو د مراد دعوې دروغ شوې

څه ښه دې ورته وكړې بهانې ملنګه واه

دا څنګه په هنر دې ترې د اوښكو كاڼي مات كړل؟

زما د سرګزشت د افسانې ملنګه واه

راوړى دې د كومې ښاپېرۍ د غېږ خمار چې

له تندې نه دې مړې كړې ميخانې ملنګه واه

شاعر: نور ولي سعید شینواری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب