جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبطنزونهنوم دې سرچپه دی!/ لیکوال: حبیب الله بختیال

نوم دې سرچپه دی!/ لیکوال: حبیب الله بختیال

شین ګل موټروان چې کله کلي کې سپرلۍ ښکته کړې، نو نیغ د خپل کور په لور روان شو تر څو د خپلې ناروغې لور د ناروغۍ له حاله ژر تر ژره ځان خبر کړي. خو چې کور ته ورسید نو له میرمنې سره یې د ستړې مشې او د لور پوښتنې په کچه وخت نه ؤ تیر چې سورې نارې یې له کلا د باندې واوریدل شوې.

زما چې دده موټر په سیټ بورډ کې څه دوا پاتې شوې وه او کور ته یې ورغلم، نو د کور دروازې ته په نږدې کیدو سره مې له هغې خوا د شین ګل داسې سورې نارې شوې، چې له میرمنې سره د تودې جګړې څرګندويي یې کوله او دا خبره خو یې لا څرګنده اوریدل کیده، چې ویل یې :

  • خدای دې د هغه چا بیخ وباسي چې په تا باندې یې هوښیاربي بي نوم ایښی دی ، نوم دې بلکل سرچپه دی.

ما چې دده دا خبرې واوریدې نو لږ تم شوم او چې دننه یې جګړه سره سړه شوه، نو بیا هم یې د کور دوازه وروټکوله او چې شین ګل موټروان راووت نو چندانې په سور نه ؤ او بې حوصلې معلومیدو. دا چې زما نږدې ملګری ؤ نو په ټوکه مې ورته وویل :

  • رښتیا آشنا بیا دې د ماشومانو له مور سره په څه جنګ دی ؟ جګړې نوره بس کړه موټرواني ستړیا لري سړی هر کار ته بې حوصلې وي بس لږه….

هغه په هماغه پخواني اکر زما خبره راغبرګه کړه او داسې یې په خبرو پیل وکړ:

  • یاره له تا څه پټه ده د لورې مې یوه هفته کیږي چې ناروغه ده ډاکټر ورته شربتونه ورکړي او میرمن ته مې ډاکټر ویلي چې ماشومې ته به شربت مخکې له ورکولو ښه وښوروې او دې دا ګمان کړی چې د شربت بوتل یوازې د ناروغې ماشومې په مخ کې ښورول کیږي، چې ناروغه یې په سترګو وویني، نور یې پرې څکلی نه دی او نه یې نوره دوا ورکړې.

ما چې د شین ګل دا خبرې واوریدې نو مې ورته وویل :

  • ښه نو ځکه دې میرمنې ته ویل چې نوم دې سرچپه دی او هوښیار بي بي نوم یې بې ځایه درباندې ایښی؟.

هغه د هو په دود سر وخوځاوه او نور هم په غوسه شو، خو ما ډاډګیرنه ورکړه او ورته ومې ویل چې ملامتي زموږ خپله ده؛ ځکه چې نه مو په نارینه وو او نه مو هم په ښځینه وو لیک لوست زده کړی، چې اوس د درملو په کارولو هم نه پوهیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب