Homeخبرونهد عراق استخبارات وايي، له شمالي عراقه ایران ته د تېلو د...

د عراق استخبارات وايي، له شمالي عراقه ایران ته د تېلو د قاچاق او پر افغانستان او ترکیې یې د پلورلو پلان افشا کړ

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۰ مه) د عراق د استخباراتو په یوه راپور کې، چې د «سکای نیوز عربیه» ترلاسه کړی، د دغه هېواد له شمالي سیمو څخه ګاونډیو او د سیمې نورو هېوادونو ته د اومو تېلو د قاچاق د پراخو عملیاتو جزئیات افشا شوي دي.

د صوت المارات د راپور له مخې، قاچاقي تېل لومړی ایران ته لېږدول کېږي او هلته تصفیه او پروسس کېږي. وروسته بیا دا تېل بهرنیو بازارونو ته صادرېږي او د افغانستان او ترکیې په ګډون پر نورو هېوادونو پلورل کېږي.

د نړیوالو بندیزونو د تېرایسلو لارې

په راپور کې راغلي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، د دغو عملیاتو اصلي هدف له نړیوالو بندیزونو د خلاصون او له رسمي او قانوني لارو بهر د تېلو د محصولاتو د لېږد او پلور اسانه کول دي.

د راپور پر بنسټ، د قاچاق شبکې د خپلو عملیاتو د دوام لپاره له ځمکنیو لارو او غیررسمي سوداګریزو لارو کار اخلي، څو د تېلو راټولول، تصفیه او وېش د مالي څارنې او تعقیب له میکانېزمونو لرې وساتي.

پر سیمه‌ییزې سوداګرۍ امنیتي او اقتصادي اغېزې

د استخباراتي راپور افشا کېدا په سیمه کې د تېلو د لېږد او صادراتو په بهیر کې د څارنې نیمګړتیاوې او له دې لارې د ملي سرچینو ضایع کېدا په ډاګه کوي.

د سیاسي او سیمه‌ییزو چارو څارونکي باور لري چې د دغه راپور افشا کېدا عراقي چارواکي له یوې جدي ازموینې سره مخ کوي، څو د دغه هېواد پر شمالي سرحدي لارو خپل کنټرول پیاوړی کړي.

دوی وايي، د ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي او د پولو هاخوا د قاچاقي لارو د تړلو لپاره د نړیوالو او سیمه‌ییزو هڅو همغږي ضروري ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...