پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+د ژباړې باریکۍ (۲) ډاکتر محب زغم

د ژباړې باریکۍ (۲) ډاکتر محب زغم

هرګاه/ هر کله چې/ هر کله که

په فارسي کې کله چې «هرګاه» د جملې په سر کې راځي، اکثره وخت د «اګر» معنا لري چې په پښتو کې «که» کېږي خو ځینې ژباړونکي یې په «هر کله چې» ژباړي او بده لا دا چې یو نیم یې «هر کله که» لیکي. نو دا جمله

«هرګاه سیاسیون کشور به اختلافات شان نقطۀ پایان نګذارند، در آن صورت کشور دچار بحران شدیدی خواهد شد.» به داسې ژباړو: «که د هېواد سیاستوال خپل اختلافونه ختم نه کړي، نو هېواد به په سخت کړکېچ اخته شي.»

کېدای شي رامنځته شي/ رامنځته کېدای شي

«کېدای شي رامنځته شي» د انګلیسي د «may occur/ may be occurred/ can be occurred» بې خونده ژباړه ده؛ «رامنځته کېدای شي» تر هغه لنډه او خوندوره ده.

نوټ: په انګلیسي متنونو کې مجهول فعلونه(Passive voice)  ډېر کارېږي او زموږ ژباړونکي یې هم په مجهول فعل ژباړي؛ زما په نظر، څومره چې ممکن وي هماغومره باید هڅه وکړو چې په پښتو کې یې په معلوم فعل واړوو [په دې اړه به بل وخت ځانګړې لیکنه وکړم].

کاهش میابد/ کموالی مومي/ کمېږي

«در بیماري ایدز مقاومت بدن کاهش میابد.» یعنې «د اېډز په ناروغۍ کې د بدن مقاومت کمېږي.» خو ځینې ژباړونکي یې داسې ترجمه کوي: «د اېډز په ناورغۍ کې د بدن مقاومت کموالی مومي.» همدارنګه «کموالی راځي»، «زیاتوالی راځي»، «خرابوالی راځي» … باید کمېږي، زیاتېږي، خرابېږي ولیکو.

به … نیاز دیده می‌شود/ … ته اړتیا لیدل کېږي/ غواړي

«برای کنترول دیابت نوع اول نیاز به انسولین دیده می‌شود» زما ډاکټران ملګري داسې ترجمه کوي «د دیابت د لومړي ډول د کنټرول لپاره انسولین ته اړتیا لیدل کېږي» خو خوند به هله وکړي چې ولیکي: «د دیابت د لومړي ډول کنټرولول انسولین غواړي.» همدارنګه دا بله جمله «په الکهولو سره د دې سرنج د ستنې پاکولو ته اړتیا نه شته» داسې لیکلی شو: «د دې سرنج ستن په الکهولو سره پاکول نه غواړي.»

از طرف صبح/ د سهار له خوا/ سهار

«اومیپرازول باید از طرف صبح قبل از چای ګرفته شود.» زموږ په طبي ژباړو کې معمولاً داسې وینو «اومیپرازول باید د سهار له خوا تر چای د مخه واخیستل شي.»؛ حال دا چې پښتانه «د سهار له خوا، د شپې له خوا، د غرمې له خوا …» نه وايي. له بلې خوا په دې فارسي جمله کې «اخیستل» د «خوړلو» معنا لري نو ښه ژباړه به یې دغسې وي: «اومیپرازول باید سهار تر چای مخکې وخوړل شي.»

دارای/ لرونکی/ والا

اکثراً د فارسي «دارای» په پښتو کې «لرونکی» ژباړل کېږي. «افراد دارای وزن نورمال به این بیماری کمتر مبتلا می‌شوند/ د نورمال وزن لرونکي افراد په دې ناروغۍ لږ اخته کېږي»، «افغانستان دارای معادن زیادی است/ افغانستان د ډېرو معادنو لرونکی دی» لومړۍ جمله په پښتو کې داسې ښه ښکاري: «د نارمل وزن والا کسان په دې ناروغۍ لږ اخته کېږي.»؛ ان بې والا هم هماغه معنا لري. دوهمه جمله بیا داسې کېږي: «افغانستان ډېر کانونه لري.»

د ژباړې باریکۍ (۱) | ډاکتر محب زغم

برای اولین بار/ د لومړي ځل لپاره

پورته ترکیب په فارسي کې هم ډېر ځله بې ځایه کارول کېږي، مثلاً «ماشین بخار را برای اولین بار چه کسی اختراع کرد؟» حال دا چې اختراع خو وایي هغه ایجاد ته چې پخوا نه و شوی؛ نو که څوک په دوهم ځل د بخار ماشین جوړ کړي، هغه خو اختراع نه ده. دا ترکیب که په مناسب ځای کې هم راغلی وي، په پښتو کې یې سمه بڼه «لومړی» دی، لکه دا جمله: «د بخار ماشین لومړی چا وکاراوه؟»

به کدام نام یاد می‌شود/ په کوم نوم یادېږي/ څه بلل کېږي

«جدول دورانی عناصر به کدام نام یاد می‌شود؟» په فارسي کې هم رسا جمله نه ده خو ځینې یې همداسې لیکي او بیا پښتو ژباړونکي یې هره کلمه هو بهو ژباړي: «د عناصرو دوراني جدول په کوم نوم یادېږي؟»؛ حال دا چې سمه پښتو دا ده: «د عناصرو دوراني جدول څه بلل کېږي.»

د ډاکتر زغم نورې لیکنې

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب