پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو د پروان شينواري ولسوالي بېرته له طالبانو ونیوله

افغان ځواکونو د پروان شينواري ولسوالي بېرته له طالبانو ونیوله

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۹) ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو له سختو عملیاتو وروسته د پروان ولایت شینوار ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو ونیوله.

یاد وزارت په یوه خبرپآڼه کې زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو درنه مرګ ژوبله هم لیدلې خو په خبره یې د مرګ ژوبلې کره ارقام ورسره نشته.

دفاع وزارت دغه راز وایي، چې د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د نیولو عملیات هم دوام لري او ژر به یې بېرته له طالبانو ونیسي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

که څه هم تېره ورځ دفاع وزارت د بلخ د کلدارې  او د فاریاب د پښتون کوټ ولسواليو د بېرته نیولو خبر ورکړی وو، خو تازه دوه ساعته وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي، چې د کلدارې ولسوالي یې په پوره توګه په واک کې ده.

افغان ځواکونو تازه په دې اړه بیا څه نه دي ویلي.

افغان امنیتي ځواکونو ۳ ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیولې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب