شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونه‏وحیدعمر: د پاکستان پوځ د جګړې په ډګر کې له طالبانو مستقیم...

‏وحیدعمر: د پاکستان پوځ د جګړې په ډګر کې له طالبانو مستقیم ملاتړ کوي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۹) په ستراتېژیکو او عامه اړیکو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وايي، چې د جګړې په ډګرونو کې داسې اسناد او شواهد تر لاسه شوي، چې ښيي د پاکستان پوځ د افغانستان په روانه جګړه کې له طالبانو کلک ملاتړ کوي.

‏وحید عمر تېره ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل، چې نه یوازې دا چې طالبان په پاکستان کې اوسیږي بلکې له هغه ځایه تجهیز کیږي، مړي یې هلته وړل کیږي، درملنه یې هم هلته کیږي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې دمګړۍ طالبان چې په رسنیو کې د خپل ځان په ګټه کوم تبلیغات کوي هغه هم د پاکستان له خاورې کیږي.

وحیدعمر: طالبان حاکمیت نه‌لري، ولس یې یرغمل کړی

په ستراتېژیکو او عامه اړیکو کې د ولسمشر ستر سلاکار داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې پاکستان د تېرې دوشنبې په ورځ د سرطان میاشتې په اوومه نېټه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي وو، چې د افغانستان په جنګ کې د وژل شویو او ټپي شویو طالبانو مړي او ټپیان دغه هېواد ته ور وړل کیږي او هلته يې درملنه کیږي.

که څه هم پاکستان وایي چې د افغانستان حکومت سره یې اړیکې د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ په اساس دي، لاکن نوموړي له افغان طالبانو غوښتي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت مخه ونیسي.

رشید زیاته کړې وه: «مسئله دا ده چې د اکثرو طالب مقاماتو کورنۍ دلته په پاکستان کې ژوند کوي؛ هغوی په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې اوسېږي.»

پاکستان بالاخره ومنله چې ټپي شوي طالبان په دغه هېواد کې تداوي کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب