دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهوحیدعمر: طالبان حاکمیت نه‌لري، ولس یې یرغمل کړی

وحیدعمر: طالبان حاکمیت نه‌لري، ولس یې یرغمل کړی

تاند(سه شنبه، د سرطان ۸) د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر په هېواد کې روان تاتریخوالي ته په اشارې ویلي چې افغان دولت د سولې برخه کې پام وړ هڅې کړې دي او په وینا یې افغانان اوس په دې پوهېږي چې د سولې اصلي مانع څوک دي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان باید په دې پوه شي چې افغانستان تغیر کړی دی او یاده ډله په هیڅ ځای کې حاکمیت نه لري، حاکمیت خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په مانا دی.

هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې طالبان په داسې حال کې د افغانستان پر نیمایي خاوره د حاکمیت ادعا لري چې خلک یې په زور او ظلم یرغمل نیولي دي.

وحید عمر دغه راز واشنګټن ته د ولسمشر غني په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر د لاسته راوړنو په اړه وویل چې د امریکا په سنا مجلس کې د حاکم او مخالفو ګوندونو استازو له یو خپلواک، متحد او خپلواک افغانستان څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، امریکا ژمنه کړې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په کلني ډول له افغانستان سره ۳.۳ میلیارد ډالره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب