دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: افغان دولت د بشري حقونو پر قواعدو باور لري، د...

ولسمشر غني: افغان دولت د بشري حقونو پر قواعدو باور لري، د طالبانو جنایات غندو

تاند(سه شنبه، د سرطان ۸) ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې افغان دولت د بشري حقونو پر ټولو قواعدو باور لري او د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په کلکو ټکو غندي.

نوموړي دا څرګندونې نن له والیانو او د ولایتونو له امنیه قومندانانو سره په ویډیویي کنفرانس کې کړې دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني په یاد ویډیویي کنفرانس کې امریکا ته د دولتي پلاوي د سفر په اړه معلومات ورکړي او د وسله والو د پلانونو د دفعې او شنډولو په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې ستاینه کړې ده.

د سرچینې په خبره، ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان دولت د مسوول او منتخب حکومت په توګه د بشري حقونو اصولو ته ژمن دی او ملکي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې ده چې په خپلو ټولو چارو کې د بشري حقونو قوانینو ته پوره پاملرنه وکړي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي سهیل شاهین ویلي چې دوی تر اوسه پورې د پردې شاته پر دې بوخت وو چې له امریکا سره د دوحې هوکړې پر بشپړ عملي کولو خبرې وکړي.

شاهین له ان‌اچ‌کې تلویزیون سره په مرکه کې ټینګار کړی دی چې امریکا تر اوسه پورې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی د دوحې تړون کې له امریکا سره دې هوکړې ته رسېدلي وو چې له افغان حکومت سره د طالب ډلې د خبرو په لړ کې به، زرګونه زنداني طالبان خوشې کېږي او پر طالب مشرانو به د ملګرو ملتونو بندیزونه لرې کېږي خو د نوموړي په وینا امریکا نه یوازې پر دغو ژمنو عمل نه دی کړی؛ بلکې افغان چارواکي یې هم واشنګټن ته غوښتي دي.

د ویلو ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تېر کال په دوحه کې پیل او په نامنظم ډول پر مخ لاړې چې تر اوسه یې هیڅ پایله نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب